د اولاد نه پیدا کېدل (بې اولادي یا ناباروري) یوازې د ښځې ستونزه نه ده، بلکې د دواړو میړه او ښځې پورې تړاو لري. د نړیوالو څېړنو له مخې!!!!
۴۰٪ د ښځې له اړخه ستونزه وي
۴۰٪ د نارینه له اړخه ستونزه وي
۲۰٪ دواړو ګډه ستونزه یا ناڅرګنده وجه وي
د ښځو د بې اولادۍ عام لاملونه
د هورمونونو ګډوډي (لکه د تخمدان د هګۍ نه جوړېدل – PCO یا هورموني عدم توازن)
د فالوپین نلونو بندښت (هغه لوله چې هګۍ رحم ته انتقالوي)
رحمي ستونزې (فایبروید، د رحم ناسم جوړښت یا داخلي التهاب)
عمر له ۳۵ کلنۍ وروسته د ښځې د هګیو کیفیت او شمېر کمېږي
مزمنې ناروغۍ (لکه شکر، تیرویید ناروغۍ)
وزن ډېر زیات یا ډېر کم وزن د هورمونونو توازن ګډوډوي
د ژوند طرز ډېر فشار، کم خوب، سګرټ، الکول او نشه يي مواد
د نارینه وو د بې اولادۍ عام لاملونه
د سپرم کمښت یا کمزوري
سپرم ته د حرکت ستونزه (چې هګۍ ته ځان نشي رسولی)
وریکوسیل (د خصیو د رګونو پراخوالی)
هورموني ستونزې
سګرټ، الکول، نشه يي مواد او ډېر فشار
مزمنې ناروغۍ (لکه شکر، انتانونه)
هغه ښځې چې اولاد نه پیدا کوي، څه باید وکړي؟
ډاکټر ته مراجعه دواړه مېړه او ښځه باید یوځای وکتل شي، ځکه یوازې ښځه نه ده مسؤله
د هورموني ازموینو او التراساونډ ترسره کول
د فالوپین نلونو ازموینه (HSG یا لاپروسکوپي)
د میړه سپرم ټېسټ
وزن په نورمال حد کې راوستل
منظم ورزش او ښه تغذیه
د سګرټ، الکول او نشه يي موادو پرېښودل
د خوب او فشار کنټرول
که اړتیا وي، د درملو، هورموني درملنې، جراحي یا مصنوعي القاح (IVF, IUI) لارې هم شته
کوم کارونه باید وکړي چې د اولاد لپاره ګټور وي؟
د میوې، سبو، ميوو او پروټين لرونکو خوړو کارول.
د فولیک اسید او ویټامین D کارول (په ځانګړي ډول د ښځو لپاره).
د وزن کنټرول
منظم فزیکي فعالیت
د حیض د دورې ښه تعقیب او په مناسب وخت کې د میړه سره اړیکه
کوم کارونه ونه کړي چې د اولاد نه پیدا کېدو سبب کېږي؟؟؟
د سګرټ څکول، الکول یا نشه يي مواد کارول
ډېر غوړ او پروسس شوي خواړه
د شپې ناوخته ویښ پاتې کېدل او د خوب کمښت
د ډېر فشار او خپګان دوام
د غیر ضروري درملو زیات استعمال
په پایله کې به زه درته ووایم!!!
بې اولادي یوه درمل کېدونکې ستونزه ده، زیاتره وخت دواړه مېړه او ښځه باید په ګډه معاینه او درملنه وکړي. که دواړه د ډاکټر په لارښوونه سم ګامونه واخلي، ډېر امکان شته چې اولاد پیدا کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.