زموږ د هیواد او گاونډیانو د زده کړو پرتلیز حالت (دویمه برخه)

51

زموږ د هیواد او گاونډیانو د زده کړو پرتلیز حالت

(دویمه برخه)

د افغانستان د زده کړو حالت به،  د یونسکو (UNESCO)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان (UNICEF)، او  نړیول بانک (World Bank) د 2020 کال،  یعني د ړنګ شوي جمهوریت د وروستیو کلونو د ځنو شمیرو پر بنسټ, له ګاونډیو هیوادونو سره پرتله کړو.
د یونسکو د ۲۰۲۰ کال “د تعلیمي پراختیا راپور” کې،  د افغانستان د ښوونیز  نظام له ستونزو یادونه شوی ده او ویل شوی دي چې ، د دې هېواد په ښوونځیو کې یوازې په سلو کې شپیته( ۶۰٪ ) زده کوو نکي لومړنیو ښوونځیو ته لاسرسی لري.
په ۲۰۲۰ کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان (UNICEF) هم راپور ورکړی دی چې،  په افغانستان کې هغه مهال  درې میلیونه او اوه سوه زره ( ۳،۷ میلیونه) ماشومان ښوونځيو ته نه تله، چې زیاتره یې نجونې وې.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۰ کال راپور ښیي چې په  افغانستان کې ښوونه او روزنه نه یوازې د فردي حقوقو د پرځای کولو  لپاره مهمه  ده ، بلکه د ټولنې د اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره هم اړینه ده. د دې راپور پر بنسټ ، په افغانستان کې په سلو کې  یوازې دیرش افغانان( ۳۰٪ ) له مسلکي مهارتونو برخمن دي، نو ځکه دا ډیره اړینه ده چې ترڅو د کار بازار لپاره معیاري کاري ځواک تیار شي.
په ۲۰۱۹ کې،  نړیوال بانک د خپلو معلوماتو پر بنسټ ویلي دي چې،  افغانستان کولای شي چې د با کیفیته زده کړو په پراختیا سره، په خپل ناخالص ملي تولید (GDP) کې د پام وړ  زیاتوالی وویني. شمیرې
څرکندوي چې د ښوونیز سیستم په لا پرمختګ سره، افغانستان کولای شي د خپلو سرچینو او ظرفیتونو پر مټ،  اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي.
د یونسکو ۲۰۲۰ کال د ” تعلیمي فرصتونو نړیواله ارزونه” څرګندوي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ توپیرونه تر ټولو جدي دي. د دې راپور پر  اساس، په نوموړی هیواد کې لا د تیر جمهوریت په وروستیو کې هم په سلو کې یوازې ۲۷ تنو ( ۲۷٪ ) نجونو ښوونځي ته لاسرسی درلود. له بده مرغه چې اوس په منځنیو او لوړو زده کړو کې دا لاس رسې نور هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
همدا رنګه نوموړي، سازمان ویلي دي چې،  په ۲۰۲۰ کې یوازې ۳۸٪ ښوونکي په افغانستان کې د وړتیا او مسلکي روزنې د معیار سره سم یا برابر و.
نوموړې مسلکي ستونزه د ښوونې او روزنې کیفیت ټيټوي او د زده کړې پر پراختیا او پرمختګ منفي اغیزه کوي.
نړیوال بانک دا هم ویلي دي چې،  په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت مسأله یوه جدي اندېښنه ده، او دا ډیره اړینه ده چې، د ښوونکو روزنه او تدریس یې ښه او کیفیت یې لوړ شي.
همدارنګه، په  افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي  زیربناوو کمښت هم، د دې هیواد د زده کړو د  پرمختګ لپاره یو مهم خنډ دی.
زموږ ګاونډیان لکه د ډیورند د فرضي کرښې اخوا د پښتنو او بلوڅو سیمه ، چین  ایران، او د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونه لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان  د زده کړو په برخه کې خپل ځانګړي حالت لري، چې په لنډه توګه به ورته اشاره وکړو،  تر څو په سیمه ییز مقیاس هم  د خپل هیواد له  زده کړو یو روښانه  تصویر ترلاسه کړو.
۱. پښتونخوا او بلوچستان
د ډیورند له فرضي کرښې اخوا،  د زده کړو حالت  په ځانګړې توګه په پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان  په نورو بیوزلو  او کلیوالي سیمو کې ډېر کمزوری دی.
د یونسکو په راپور کې ویل شوي دي چې، پاکستان هم   ښوونځیو ته د لاسرسي په برخه کې غټ خنډونه لري. په ۲۰۲۰ کې، د پاکستان د ښوونې او روزنې راپور ښیي چې،  هلته هم په سلو کې (۲۲٪) ماشومان ښوونځي ته نه ځي، چې زیاتره یې په کلیوالو او محرومو سیمو کې دي.
د پاکستان ښوونیز سیسټم د جنسیت پر بنسټ هم له توپیري چلند سره مخامخ دی.
د یونسکو د  ۲۰۲۰ کال  راپور ښیي چې،  په پاکستان کې ښوونځیو ته د نجونو لاسرسی هم  ستونزمن دی، خو په  ځنو سیمو کې چې د دولت لخوا ورته پاملرنه زیاته ده دا حالت ښه شوی دی.
په پاکستان کې د زده کړو کیفیت هم ستونزه لري. په ښاري سیمو کې د ښوونځیو کیفیت ښه دی، خو په کلیوالي سیمو کې یې د ښوونکو روزنه او د زده کړو بنسټونه یا زیربناوې کمزوري دي.
۲. ایران
په ایران کې د زده کړو  سیستم د افغانستان په پرتله پراخ او منظم دی. ایران په خپل ښوونیز نظام کې ډېر پرمختګ کړی دی، که څه هم چې ځینې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې هم لري.
د ایران د زده کړو حالت له  افغانستان سره ډېر توپیر لري. د یونسکو په ۲۰۲۰ راپور کې ویل شوي دي چې،   په ایران کې لومړنیو او ثانوي ښوونځیو ته د لاسرسي کچه په سلو کې ۹۹ (۹۹٪)  ته رسېدلې ده. ایران د ټولو ماشومانو د لومړنیو زده کړو بشپړتیا ته پام کړی دی او په دې برخه کې یې  مهمې هڅې کړي دي.
د ایران په زده کړو کې د جنسیت پر بنسټ توپیر هم کم دی. د دې هېواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځېنه زده کوونکو کچه لوړه ده.
د یونسکو د  ۲۰۲۰ کال په راپور کې ویل شوي دي چې،  د ایران په  پوهنتونونو کې ښځې د نارینوو په پرتله زیاتې دي،.
ایران د زده کړو د کیفیت په برخه کې هم مخکې دی، خپل پوهنتوني سیستم او د مسلکي روزنې پراختیا ته یې هم پام کړی دی.
په ایران کې د ښوونکو روزنه او د ښوونیزو سرچینو   پراختیا د افغانستان په پرتله زیاته او غښتلی ده .
۳. تاجکستان
تاجکستان له  افغانستان سره ځنې مشابهتونه او سره ورته ستونزی هم. لري، خو نوموړی هیواد په زده کړو کې د افغانستان په پرتله زیاتې لاس ته راوړنې لري.
د ۲۰۱۸ کال د یونسکو راپور ښیي، چې په تاجکستان کې لومړنیو ښوونځیو ته  د لاسرسي کچه په سلو کې  اته نوي (۹۸٪)  ته رسېدلې ده، چې د افغانستان په پرتله یې حالت ډیر ښه دی.
د نجونو زده کړو ته هم په کې پام شوی دی.
د تاجکستان په ښوونځیو کې کیفیت ته هم پاملرنه مخ په زباتیدو ده ، خو لا د ښوونکو په روزنه کې ستونزي لري.
۴. ازبکستان
د ازبکستان ښوونیز سیسټم د افغانستان په پرتله ډېر پرمختګ کړی دی. نوموړي هېواد د خپلو تعلیمي بنسټونو پراختیا ته ډېر پام کړی دی.
د یونسکو د ۲۰۱۹ راپور ښیي چې  په ازبکستان کې  ښوونځیو ته د لاسرسي کچه په سلو کې اته نوي  (۹۸٪)  ته رسېدلې ده، چې له افغانستان سره یي  په دې برخه کې توپیر زیات دی.
په نوموړي هېواد کې په پراخه کچه ښوونځي او پوهنتونونه شتون لري.
نجونو یا ښځو ته په کې هم د زده کړو موکه برابره ده او د لوړو زده کړو په برخه کې هم هغوی ته، پوره فرصتونه برابر شوی دي.
د ازبکستان د زده کړو کیفیت هم د افغانستان په پرتله ډېر ښه دی. دې هېواد د خپلو ښوونکو د مسلکي روزنې پراختیا ته هم  زیات پام کړی دی.
د زده کړو د پرتلې لنډیز
لومړنیو ښوونځیو ته لاسرسی:
افغانستان (۶۰٪ )، پاکستان (۷۸٪) ،  ایران( ۹۹٪)،  تاجکستان( ۹۸٪) ، ازبکستان( ۹۸٪) ، چین( ۹۹٪) ،  او په  ترکمنستان کې په سلو کې اوه نوي( ۹۷٪) کوچنیان لومړنیو زده کړو ته لاسرسی لري.
ثانوي ښوونځیو ته لاسرسی:
افغانستان( ۲۸٪ )،  پاکستان(۵۲٪)،  ایران (۹۵٪)، تاجکستان (۸۴٪)  ، ازبکستان (۹۳٪)،  چین (۹۳٪) او ترکمنستان ۹۶٪
لوړوزده کړو ته لاسرسی :
افغانستان(۲۵٪)،  پاکستان(۲۵٪)،  ایران( ۴۰%) ، تاجکستان( ۳۸٪ )، ازبکستان (۴۴٪) ، چین( ۵۴٪) او ترکمنستان (۴۲٪)
د نجونو لاسرسی ښوونځیو ته:
افغانستان (۲۷٪) البته د تیر جمهوریت په وروستیو کلونو کې.
په پاکستان کې ( ۴۲٪) د نجونو لاس رسی ښوونځیو ته، ایران (۵۳٪) ، تاجکستان( ۴۷٪ )، ازبکستان (۴۹٪)، چین (۵۴٪)  او په ترکمنستان کې (۵۲٪ ) نجونې  ښوونځي ته لاسرسی لري .
د ښوونکو مسلکي روزنه:
افغانستان (۳۸٪ ) ، پاکستان (۴۵٪) ،  ایران( ۷۵٪)، تاجکستان (۶۸٪)، ازبکستان (۷۰٪) چین (۹۰٪) او د ترکمنستان په سلو کې ۸۲ (۸۲٪ )  ښوونکي مسلکي دي.
د ښوونځیو کیفیت (د معیاري ښوونځیو کچه):
افغانستان ټيټه ، تاجکستان او پاکستان منځنۍ، ایران لوړه، ازبکستان لوړه، چین لوړه ، او ترکمنستان لوړه.
د ښوونیز نظام پراختیا:
افغانستان کمزوری، تاجکستان او پاکستان منځنی ، ایران قوي یا پیاوړی ، ازبکستان پیاوړی ، چین پیاوړی  او ترکمنستان پیاوړی۰

پایله:
د پورتنیو پرتلیزو شمیرو پر بنسټ، د افغانستان د پوهنې، یا تعلیمي او تحصیلي حالت د ګاونډیو هېوادونو په پرتله کمزوری دی، البته دا کمزورتیا تر ډیره حده،  د تیرو څو لسیزو جګړو، نا امنیو او ورانیو له امله ګڼلی شو.
چین او ایران د تعلیمي او تحصیلي سیستم په برخه کې خورا قوي پرمختګونه کړي دي. ازبکستان او ترکمنستان هم په دې برخه کې ښه حالت لري. افغانستان باید په خپل ښوونیز نظام یا تعلیمي سیستم جدي پانګونه وکړي،  ترڅو د دې هېواد د ماشومانو او ځوانانو لپاره هم تعلیمي او تحصیلي فرصتونو پراختیا ومومي.
د دې ترڅنګ دا هم ډیره اړینه ده چې،  دا پراختیا متوازنه او عادلانه وي. باید  په لیری پرتو سیمو او جګړه ځپلو برخو کې د تیرو لسګونو کلونو ورانۍ بیا ورغول شي او پر ښارونو سربیره په کلیو کې هم د زده کړو کیفیت ته پام وشي.
تر ټولو مهمه داده چې نجونو ته هم زموږ د دیني او کولتوري ارزښتونو په پام کې نیولو سره، د زده کړو سالم چاپیریال برابر شي،  نارینه او ښځینه دواړه قشرونه د زده کړو له روا او مشروع حق برخمن شي.

پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
د جنوری یوولسمه ۲۰۲۵/ هالنډ

زموږ د هیواد او گاونډیانو د زده کړو پرتلیز حالت/۱

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.