زموږ د هیواد او گاونډیانو د زده کړو پرتلیز حالت/۱

پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن

73

لومړۍ برخه:
افغانستان یو داسې هېواد دی چې په تیرو څو لسیزو کې له جګړو، اقتصادي ستونزو، سیاسي اړودوړ او ټولنیزو ناخوالو سره مخامخ شوی دی . په دې هیواد
کې د یوه دایمي ثبات، ټلپاتې سولې ،  بشري پرمختګ او سوکالۍ لپاره معیاري او متوازنې زده کړې ډیرې مهمې دي، په کار ده چې،  له بل هر سکتور ورته زیاته پاملرنه وشي او ورباندې پانګونه وشي.
د ښوونې او روزنې په پراختیا سره، په افغانستان کې اقتصادي، ټولنیزې او کولتوري ننګونې حل کیدلای شي. دا چې زده کړې زموږ په هیواد او زموږ په ګاونډیو هیوادونو کې په کوم حالت کې دي،
مخکې له دې چې د ځنو ارقامو او شمیرو پر بنسټ یې سره پرتله کړو، ښه به وي چې لومړی  د زده کړو اهمیت او په افغانستان کې یې ځنو  ستونزو ته اشاره وکړو.
۱. د فردي پرمختګ لپاره د زده کړو اهمیت
په افغانستان کې، د زده کړو پر پراختیا ټینګار د فردي پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. په داسې یوه ټولنه کې چې ډېری وګړي یې  له فقر، بېوزلۍ او بې کاري سره مخ دي، زده کړه کولای شي لکه د یوې دروازې په توګه کار ورکړي او د پرمختګ لپاره لاره پرانیزي. د زده کړو په وسیله، وګړي  کولای شي چې د نوي ژوند فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي.
همدارنګه زده کړه د فرد یا یوه وګړي وړتیاوې لوړوي او له دې لارې هغه د ښه مسلک او ښه ژوند کولو لپاره ښه فرصتونه ترلاسه کوي.
د یو ښه تعلیم لرونکي او روزل شوي ځوان لپاره د ښه کار موندل او خپل ځان ته یوه روښانه راتلونکې جوړول ډېر اسانه کیږي. د دې ترڅنګ، یو غوره او متوازن تعلیمي سیسټم د یوې ټولنې فکري ظرفیت پراخوي، او په دې توګه ټولنه کولای شي په ملي او نړیواله کچه پرمختګ وکړي.
۲. زده کړې د ټولنیز پرمختګ او ټولنیز انصاف یا عدالت لپاره
د افغانستان په څېر په یوې بې وزله او جګړه ځپلې ټولنه کې، زده کړه ټولنیز انصاف او برابرۍ ته وده او پراختیا ورکوي. د جنسیت پر بنسټ توپیرونه، قومي او مذهبي اختلافات، او د ماشومانو حقونو ته د نه پاملرنې مخه نیسي او زده کړه کولی شي په دې ټولو برخو کې مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.
د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو د فرصتونو پراختیا نه یوازې دا چې د هغوی د شخصي پرمختګ سبب کیږي ، بلکه د ټولنې په کچه د جنسیت پر بنسټ توپیر هم کموي.
کومې ټولنې چې ښځې او نارینه یې په مساوي توګه د زده کړو  فرصتونه لري، هغه ټولنې پرمختللې او عادلانه ګڼل کیږي. پر دې سربېره، د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه،  د دوی د راتلونکي لپاره د بنسټیزو حقونو د  تأمینولو لامل هم ګرځي.
۳. د اقتصادي پرمختګ لپاره د زده کړو اهمیت
افغانستان یو داسې هېواد دی چې،  زیاتره وګړي یې د اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د بېکارۍ کچه په کې لوړه ده او د اقتصادي ودې او لازم پرمختګ لپاره په کې مناسب مهارتونه شتون نه لري.
د زده کړو پراختیا د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده. کله چې خلک د زده کړو له لارې مسلکي مهارتونه ترلاسه کوي، بیا دوی کولا ی شي چې په بازار کې د کار فرصتونو ته وده ورکړي، او د خپلې ټولنې د اقتصادي حالت په ښه کولو کې برخه واخلي.
سربېره پر دې، یو ښه تعلیمي او تحصیلي سیسټم یا نظام، د ټکنالوژۍ او نوښتونو لپاره د خلکو پوهه زیاتوي، چې دا کار بیا هم  په خپل وار سره د اقتصادي پرمختګ او سوداګرۍ د پراختیا وسیله او سبب کیږي.
نو  له همدې امله ویلای شو چې ، د تعلیم  او تحصیل پراختیا په افغانستان کې د ملي اقتصادي پرمختګ یوه مهمه برخه ده.
۴. د ټولنیز نظم او سولې لپاره د زده کړو اهمیت
د افغانستان په څېر هېوادونو کې چې دا څو لسیزي په کې سختې جګړې تیری شوی دي او تاوتریخوالي په کې زیات دي، زده کړې د سولې او ټولنیز نظم لپاره یوه غوره او اساسي وسیله ده. کله چې د ټولنې وګړي په تعلیمي او تحصیلي پروګرامونو کې برخه اخلي، د هغوی فکري افق او لرلید پراخیږي، او په دې توګه د کړکیچ د مخنیوي او د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو، تفاهم او سولې پروسې ته ښه رغنده فرصتونه برابروي.
همدارنګه زده کړه د ټولنیز پوهاوي د پراختیا سبب ګرځي. کله چې خلک د خپلې ټولنې او نړۍ په اړه ژوره پوهه ولري، نو بیا دوی کولای شي چې، د مختلفو کولتورونو او قومونو ترمنځ توپیرونه کم کړي او د یو بل درناوي وکړي. همدارنګه د همکارۍ او سولې لپاره پراخه لارې چارې ولټوي او  ومومي.
۵. د افغانستان د ښوونیز نظام چیلنجونه او ننګونې
د افغانستان ښوونیز نظام له رنکارنګ ننګونو او مختلفو چیلنجونو سره مخ دی. د جګړو او امنیتي بحرانونو له امله، ښوونځي او تعلیمي بنسټونه له زیان سره مخ شوي دي او په تیرو نا امنو کلونو کې په ډیرو جګړه ځپلو سیمو کې ، ټولو ماشومانو زده کړو ته لاسرسې نه درلود او ښوونځې ته تګ نا ممکن و. له همدې امله اوس ډیره اړینه ده چې،  د هغو جګړه ځپلو او پخوانیو  نا امنو سیمو ښوونیز نظام ورغول شي او ورته لومړیتوب ورکول شي، تر څو د هیواد ټول ماشومان د ټولنیز پرمختګ په بهیر کې ورګډ شي او د زده کړو له محرومیت او بې وزلۍ وژغورل شي.
همدا رنګه زموږ په هیواد کې د زده کړو د کیفیت کچه هم  ټيټه ده.  یو شمیر ښوونکي لکه څرنګه چې په کار ده، هغه ډول نه دي روزل شوي، اغیزمنې لوړې زده کړې  یې نه دي ترلاسه کړي او د درس ورکولو  لازم مهارتونه او پوهه نه لري.
پر  دې سربېره، د افغانستان په کلیوالي او لیرې پرتو  سیمو کې ، په ټول کې زده کړو ته لاسرسې نیمکړې و،  خو په ځانګړې توګه  د نجونو  لپاره د زده کړو فرصتونه ډیر کم و او له بده مرغه چې په دې وروستیو کلونو کې د نجونو لپاره  له شپږمو ټولګیو پورته  زده کړې نورې هم له ځنډ او ختډ سره مخ شوی دي. همدارنګه د مسلکي ښوونکو د کمښت ترڅنګ د غوره درسي وسایلو، موادو او ښه چاپیریال یا د ښونځیو د مناسبو ودانیو نه شتون هم غټې ننګونې ګڼلای شو   .
دا یادې شوی او دې ته ورته نورې ډیرې  ستونزې د افغانستان د  تعلیمي او تحصیلي سیستم او نظام  د پراختیا پر مخ کې  خنډونه دي، چې په کار ده ورته د حل لارې چارې ولټول شي.

په دې توګه ویلای شو چې زده کړي  د افغانستان د فردي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره اساسي او بنسټیزه  اړتیا ده. د زده کړو پراختیا نه یوازې دا چې د افغانانو د ژوند کیفیت او څرنګوالی لوړوي، بلکه د ټولنې په کچه د سولې، عدالت او اقتصادي پرمختګ سبب او لامل هم ګرځي.

څرنګه چې د افغانستان د ښوونیز او تحصیلي  نظام پراختیا او پرمختګ له ځنو جدي ستونزو سره مخ دی، نو د دې ستونزو او ننګونو حل باید د حکومت، نړیوالو مرستندویه ادارو او د ټولنې د ټولو وکړو  په ګډو هڅو سره ترسره شي.
په ښوونه او روزنه کې  پانګونه نه یوازې د یوه فرد، بلکه د ټولنې او ملت د پرمختګ لپاره یوه داسې پانګه ده چې،  په پایله کې یې  ټول ولس او هیواد ته  ګټه رسیږي
د دې لیکنې په بله برخه کې به زموږ د زده کړو حالت  په کاونډیو هیوادونو کې د زده کړو له حالت سره، د ځنو شمیرو پر بنسټ پرتله کړو، تر څو د خپل هیواد د زده کړو حالت د سیمي په هېنداره کې وګورو او د خپلو سیمه ییزو  سیالانو له ښوونیز حالت هم خبر شو.
نور بیا !
پوهنمل دوکتوراندوس رحمت ځواکمن
02- 01 – 2026/ هالنډ

څرنګه د صحرایې کېدلو مخه ونیسو؟ (پنځمه او وروستۍ برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.