افغانستان یو ځل بیا د یوې سترې ملي غمیزې شاهد شو؛ داسې غمیزه چې د هر انسان وجدان لړزوي، د پاکستاني پوځ له لوري د ملکي وګړو پر یوه روغتون برید نه یوازې د انسانیت پر وړاندې یو وحشیانه جنایت دی، بلکې د نړۍوالو بشري قوانینو ښکاره او نهبښونکې سرغړونه ده، دا پېښه د افغان ولس پر زخمونو تازه مالګه شیندي او د یوې لویې انساني تراژیدۍ انځور وړاندې کوي؛ خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده:
ولې پاکستاني رژیم نن د افغانستان پر خاوره داسې بریدونه او تېری کوي؟
ولې هغه هېواد چې تر پرونه یې له افغانستان څخه وېره درلوده، اوس په ډاډه زړه هوايي بریدونه کوي؟
لاندې د دې موضوع مهم څو اړخونه راخلو:
۱– د افغانستان د نظامي ځواک کمزوري کېدل:
افغانستان یو وخت نسبتاً منظم او پیاوړی پوځ درلود؛ خو د کورنیو جګړو، سیاسي بېثباتۍ او د اشرارو له لوري د پوځي تجهیزاتو له منځه وړلو، کباړېدو یا خرڅېدو له امله دا ځواک کمزوری شو.
کله چې د دفاع بنسټونه کمزوري شي، بهرني ځواکونه د فشار او تېري جرئت پیدا کوي.
۲– د نړۍوال مشروعیت نشتوالی:
د هر دولت نړۍوال رسمیت او ډیپلوماټیک حضور د هغه د دفاع او سیاسي فشار یوه مهمه وسیله ده.
کله چې یو حکومت نړۍوال مشروعیت ونه لري، د نړۍوالو بنسټونو له لوري پرې فشار هم محدود وي، دا وضعیت د پاکستان په څېر هېوادونو ته دا جرئت ورکوي، چې ښايي له جدي نړۍوال غبرګون سره مخ نه شي.
۳– کمزورې ډیپلوماسي:
اوسنۍ نړۍ یوازې د وسلو پر زور نه چلېږي؛ بلکې قوي ډیپلوماسي، نړۍوال اتحادونه او سیاسي نفوذ هم مهم رول لري.
افغانستان له ډېرو نړۍوالو سیاسي فورمونو څخه نسبتاً لیرې پاتې دی، او همدې حالت د هېواد غږ په نړۍواله کچه کمزوری کړی دی.
۴– د افغانستان د اوسني مشرتابه مسؤلیت:
په داسې حساسو شېبو کې مشرتابه لاندې مسؤلیتونه لري:
د پاکستان پر وړاندې روښانه او قاطع سیاسي دریځ خپلول؛ نړۍوالو سازمانونو ته رسمي شکایت وړاندې کول، لکه ملګرو ملتونو ته. د ملي یووالي پیاوړتیا، د دفاعي توان عصري کول او پیاوړتیا او د یوې لویې جرګې رابلول.
ملي یووالی او قوي بنسټونه د هر هېواد د امنیت اساسي شرط دی.
۵– د بشریت ضد جنایت او دولتي ترهګري:
د ملکي وګړو، روغتونونو او ناروغانو وژل د نړۍوال بشري قانون له مخې ښکاره جنګي جرم دی، که دا ډول بریدونه د دولتي بنسټ له لوري ترسره شي؛ نو دا د دولتي ترهګرۍ په توګه تعبیرېږي.
د پاکستاني رژیم دا پېښې باید مستندې شي او نړۍوالو حقوقي میکانیزمونو ته وسپارل شي، څو مسؤلین حساب ورکړي.
۶– ولې تر ډېره نړۍ دا بریدونه نه غندي؟
په نړۍوال سیاست کې ډېر وخت سیاسي او ستراتیژیکې ګټې لومړیتوب لري.
هغه هېوادونه چې قوي ډیپلوماټیک حضور لري، خپل غږ په ښه ډول نړۍ ته رسوي، افغانستان باید خپل نړۍوال حضور پیاوړی کړي څو د ظلم او تېري پر وړاندې یې غږ اورېدل شي.
۷– هغه افغان څېرې چې د پاکستان ملاتړ ته سترګې په لار دي:
هغه پلورل شوې څېرې چې د ولس له ملاتړ پرته د بهرنیو قوتونو او د پاکستان په مرسته واک ته د رسېدو خوبونه ویني، دا ډول سیاستونه نه یوازې د هېواد د خپلواکۍ لپاره زیانمن دي، بلکې د بهرنیو مداخلو لپاره هم زمینه برابروي دا ډول څېرې باید ورټل شي.
۸– جګړې یوازې په شعارونو نه ګټل کېږي:
نننۍ جګړې د لاندې عواملو پر بنسټ ګټل کېږي: پرمختللې ټکنالوژي، دقیق استخباراتي معلومات، اقتصادي ځواک، قوي نړۍوال اتحادونه، د ولس ملاتړ.
که دا عناصر موجود نه وي، هېواد له بهرنیو فشارونو سره مخ کېږي.
۹– د پاکستان د بریدونو احتمالي ستراتیژیکې موخې:
پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان شاته پاتې، بېوزله، محتاج او له سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه کمزوری وساتي، څو د نفوذ او فشار وسیله یې په لاس کې وي.
ډېری شنونکي باور لري چې د پاکستاني رژیم وروستي هوايي بریدونه یوازې د یوې وسلهوالې ډلې پر ضد اقدام نه دی، د دوی په اند دا ډول بریدونه د سیمې د ځواک د توازن د ساتلو او د ستراتیژیک نفوذ د دوام لپاره ترسره کېږي، د همدې لید له مخې، د افغانستان بېثباتي د پاکستان د ځینو امنیتي کړیو لپاره د فشار او نفوذ وسیله ګرځېدلې ده او وسله والې ډلې یې هسې پلمه ده.
پاکستان تل غواړي افغانستان، شاته پاتې، بې وزله، محتاج او له هره اړخه
وروستۍ پایله:
پر افغان خاوره هر ډول برید د هېواد پر حاکمیت ښکاره تېری دی، دا ډول کړنې نه یوازې د نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده، بلکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره هم ګواښ ګڼل کېږي.
افغانستان باید له تېرو تجربو درس واخلي:
ملي یووالی، قوي دولت، عصري دفاعي سیستم، فعال نړۍوال حضور او د ولس ملاتړ هغه بنسټونه دي چې یو هېواد له داسې پېښو ژغوري.
که ملت متحد وي او خپل ملي بنسټونه پیاوړي کړي، هېڅ بهرنی ځواک او په تېره بیا پاکستانی رژیم به د دې جرئت ونه کړي چې د افغان خاورې سپکاوی وکړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.