افغانان د پاکستان پرځای، د پنجاب کلمه تصادفي نه کاروي

سرلوڅ مرادزی 

59

افغانان د پاکستان پرځای، د پنجاب کلمه تصادفي نه کاروي!

یو تن چې د افغان پرځای، د نوې اختراع شوې کلمې افغانستانی په نوم ځان راپېژني، وایې«چرا در افغانستان پاکستانی ها را پنجابی می ګویند؟ این اصطلاح ریشه در لروبر طلبی دارد»! 

د پاکستان د جوړېدو د څرنګوالي تاریخ ته به په تفصیل نه ستنېږو، خو که په څو جملو کې یې راغوڅه کړو، دا خدایداد هېواد یوخوا نیمایې د افغانستان پر خاوره او پاتې د هندوستان پر ځمکه د یوې پوستې پتوګه د انګریز لخوا په ۱۹۴۷ کال کې راوټوکید! 

انګریزان چې د پښتنو او خدایې خدمتګارو او د ګانګرس د هندو او مسلمانو ازادۍ غوښتونکو مباریزانو د هلوځلو او سرښندنو په پایله کې له سیمې وتلو ته اړ شول، پنجاب یې د پاکستان په نوم خپل ځایناستی کړ او واک یې پنجاب ته په لاس کې ورکړ. 

د پاکستان په نوم یې نورې سیمي لکه پښتونخوا، بلوچستان، بنګال (اوسنی بنګله دیش) او تر یو حده سندیش، د دې سیمې د ولسونو د ارادي خلاف په توطیه او زور د پنجاب په لکۍ پورې غوټه کړل چې په سیمه کې د خپلو راتلونکو ستراتېژیکو موخو لپاره یو نیابتي دولت (Proxy state ) ولري! 

د انګریزانو د دې دسیسې په وړاندې له پنجاب پرته؛ نور ټول ایالتونو پاڅېدل. بنګال په ۱۹۷۱ کال کې د ديسمبر په ۱۶ مه، له پنجابه د (بنګله دیش) په نوم خپلواکي واخیسته او پاتې نور ایالتونه او د دوی ولسونه اوس هم له پنجابه د خپلې ازادۍ لپاره مبارزې او سرښندنو ته ادامه ورکوي. 

پنجاب د پښتنو، بلوڅو، سندیانو او کشمیریانو ازادي زوندۍ کړی، د دوی په زیرمو یې خیټه اچولې او د دې ایالتونو ولسونه یې برمته کړي. د دې ایالتونو د ولسونو د تابع کولو لپاره د خپلو پوځي او استخباراتي امکاناتو او وسایلو د کارولو ترڅنګ، ترهګر هم روزي او دا ولسونو پرې ډاروي او ځپي. 

پنجاب د نورو ایالتونو د ځپلو ترڅنګ، پوځونه او استخبارات د خپلو روزلو ترهګرو سره په ګډه په افغانستان، کشمیر، هند او د سیمې په شخړو او جګړو کې کاروي. 

ترهګر، پوځ او استخبارات د پنجاب لپاره هغه وسایل دي چې د لویدیځ او عربو په خدمت کې یې د ډالرو د ګټولو لپاره استعمالوي. بې ځایه نه ده چې کوز پښتانه او په تېره بیا د PTM مشر منظور پښتین دې جګړې ته د «ډالرو جګړه» وایي! 

د ترهګرو روزل او صادرول د پنجاب لپاره ښه غوړ مارکيت ګرځېدلی. په پنجاب کې د پوځ او استخباراتو بنسټيزه دنده دا ده چې د نورو ترمیمي او ودانیزو کارونو پرځای، ترهګر وروزي او د جګړو په مارکیټ کې یې په لوړه بیه خرڅ کړي او ډالر پرې وګټي. 

دا چې افغانان وایې پاکستان یعني پنجاب، دا یوازې د برو افغانانو خبره نه ده، بلکې له پنجاب پرته، د پاکستان د نورو ایالتونو د خلکو لکه پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او کشمیریانو خبره او پرېکړه ده. هغوی چې د دې ولسونو غوښتنې او پرېکړې بابیزه ګڼي، په یوه یا بله بڼه د پنجاب د ګټو مدافع دي. 

بلخوا د برو افغانانو، د کوزو پښتنو او بلوڅو اړیکي او برخلیک د پاکستان او پنجاب د واکمنېدو او جوړېدو پورې محدود نه دي، بلکې د خپلواکۍ او ګډ برخلیک مبارزه د پنجاب تر واکمنېدو دمخه جاري وه. د پنجاب په واکمنېدو کې چې د انګریز او لوېدیځ د یوې پوستې حیثیت لري، دا مبارزه اوس یو نوي پړاو ته رسیږي. 

افغانستان له پنجاب پرته، د نورو ولسونو سره ستونزه نه لري. کوز پښتانه، بلوڅ خو ټول یو موتي افغان دي. او کابل د بلوڅو په ګډون د لروبرو افغانانو شریکه پلازمینه او د واک قبله ده! 

د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۱۶ مه 

سرلوڅ مرادزی 

د مارچ اتمه، د میرمنو د ورځې په مناسبت: عشق، غریزه او درناوی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

Dawat Media 24

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.