ارمان – د ۳۹ کاله مخکې کیسه‎ (لنډه کیسه)

احسان الله ارینزی

124

د شپې درنه واوره ورېدلې وه. د طبيعت سهارنى ننداره ښكلې او په زړه پورې وه. د كال  لمرنۍ واورې ځمكې، كلاوو، لارو او ونو ته سپينې جامې وراغوستې وې.

د كلي ډنګر ښوونكي په منډ كې تېر شوي پلونه ورو- ورو تعقيبول. تر ښوونځي پورې ډېره لار پاتې وه. ښوونكي زاړه بوټ، خيرن وړين پتلون او تور اوږد بالاپوش اغوستى و، ويښتان يې په ټوپۍ كې پټ كړي او لاس په جيبونو كې ننه ايستلى وو.

هوا ډېره سړه وه. د باد څپو واوره پورته كوله او هغه يې د ښوونكي په سر او مخ پاشله. دا ناڅاپي يخنۍ په ځوان ښوونكي باندې، چې د تودو سيمو سړى و، ښه نه لګېده؛ خو د ماشومانو د لوست دا اخري روځې يې هم نه شواى هېرولى. دى په دې سوچ كې و چې څو روځې وروسته به خپل تاوده وطن ته ځي او څو مياشتې به دا ښوونځي او دا زده كوونكي نه ويني.

كله چې ښوونځى ښكاره شو، ښوونكي شا ته وكتل او د كږليچنې لارې په واورو كې خپلو پلونو ته ځېر شو. د ښوونځي په لېدو يې د تګ تلوسه ډېره شوه اوخپل ګامونه يې چټك كړل.

دا ښوونكي دوه كاله د مخه دلته راغلي و. د شا اوخوا كليو ډېرو خلكو پېژاند او د ده نوم يې په ښه خوله ياداوه. په خلكو ګران و او ډېرو به ويل:

– دا پرديسى خورا ښه سړى دى.

ښوونكي د خلكو په ښادي ښاد او په غم غمجن و. د كلي ناروغ د ده خپل ناروغ و. د ولسوالۍ له روغتون څخه به يې راز- راز ګولۍ راوړې او په كليوالو ويشلې. د ښوونځي زده كوونكي د سترګو د كسيو په شان پرې ګران وو او ان په پوله پټي به يې د دوى مخې ته كتاب پرانستى و.

 د جومات په مخه كې ښوونكي د كلي كوچني هټۍ ته ورغى.  هټيوال سمندر اكا له روغبړ وروسته پوښتنه وكړه.

–  مسافره هغه زما زوى نجيب په درسونو كې څنګه دى؟

 ښوونكي په داسې حال كې چې خپله ټوپۍ څنډله، په خوږه ژبه ځواب وركړ:

– ښه دى او لا ښه كېږي. لږ تودې جامې ورپېدا كړه.

سمندر اكا د خپلې هټۍ مالونو ته ځير شو: لږ توت، مالګه، ګوګړ، د خاورو تيل، ګوړه، د سر د خوږو ګولۍ…

بيا يې ښوونكي ته وكتل او وېې ويل:

– زه هم دا هڅه كوم؛ خو يوه مې نه دوه كېږي.

ښوونكي په داسې حال كې چې له هټۍ څخه د وتلو په حال و، سمندر اكا ته وويل:

 – خير. خداى مهربانه دى، اوس خداى پامان.

 اوس نو ښوونځى ډېر نژدې و. ځينو زده كوونكو د ښوونځي د بام واوره توږله. ښوونكي د ملك حسين كلا ته ورسېد، د كلا د دروازې په مخه كې يو سړى ولاړ و. ښوونكي اريانه شو چې دا بيوزلى په دې شنه سهار كې د څه كار له پاره دلته كرغچ ولاړ دى؛ خو چې لږ ورنژدې شو د ملك حسين مزدور زرجان يې وپېژنده.

– هلكه زرجانه په دې سړو كې څنګه وچ كلك ولاړ يې؟ سلاماليكم .

 زرجان خپل لاس د روغبړ له پاره اوږد كړ او وې ويل:

– په خير اوسې عزیزه، تا ته ولاړ يم. ملك پرون شپه ما ته ويلي و چې ته يې په كار يې. اوس ساړه و، ما ويل راځه همدلته ورته تم شه. مسافر هرو مرو په همدې لار تېريږي، خبر به يې كړې.

ښوونكي د ده خبره پرې كړه:

 – زرجان اشنا ملك به څه وايي؟

هغه ورو وخندل، شا وخوا يې وكتل او وېې ويل:

– ته په خپله ښه پوهيږې چې هغه له موږ سره د زړه خواله نه لري، يوازې همدومره وايي دا كار وكئ او هابل مه كوئ. موږ يې ولا كه يا په كړو پوهيږو يا په نه كړو!

ښوونكي سر وخوځاوه:

– هو! پوهيږم … پوهيږم.

 او زياته يې كړه :

– ملك ته به زما سلامونه ورسوې او ورته وبه وايې، چې نن تر غرمې پورې په ښوونځي كې بند يم، بيا ځم بر كلي ته چې پرون خان هم څوك  استولي و.

مزدور په بېړه وويل:

 – نه … نه چې خان غوښتى يې، هملته به ځې، خير دى ملك به بيا سبا وګورې.

ښوونكي خپلې ګړۍ ته وكتل او وې ويل:

 – نه پوهېږم څنګه په يو وخت كې دواړو ته په ياد شوم؟

مزدور بيا وخندل او وېې ويل:

 – تاليمن سړى يې مسافره، په غوړو كاسو دې سر دی!

ښوونكي په ځير ورته وكتل.

– يه زرجانه… د ازموينې وخت دى. ښه زه لاړم، ستړى يم او زده نكووكي به راته په تمه وي.

او د حجرې له مخې تېر شو.

په ښوونځي كې ځينو هلكانو واورې توږلې او ځينو په كړكيو باندې اخباري پانې نښلولې. ښوونكي په يوه كوټه  ننوت.

زده كوونكي ودرېدل.

–  سلام کئ.

ښوونكي ځواب وركړ.

 – جوړ اوسې بچيانو. كينې.

دا شپږم ټولګى و او نژدې ديرش كسان پكې ناست وو. لومړى څو شيبې په پوښتنو ګريږونو تېرې شوې. بيا ښوونكي وويل:

– نن په دې سړه هوا كې ستاسو د لوست وروستى تكرار دى. موږ او تاسي به د كلمو او جملو په ارتباط وګړيږو او ځان به ازموينې ته چمتو كړو.

دا وخت ښوونكي ولېدل چې يو زده كوونكى د باندې ګوري او داسې تروره ښكاري، دا زده كوونكى سورګل د عجب خان بزګر زوى و.

 – سور ګله چېرته يې؟ خپل کتاب ته ګوره.

 زده كوونكي له كړكۍ نه مخ واړاوه او وېې ويل:

– ښه ده. په سترګو.

ښوونكي وويل:

– كلمه هغه لفط  دى چې مانا ولري لكه… مثالونه يې تاسو  ووايي.

د زده كوونكو غږونه جګ شول.

 – ښوونځى، ښوونكي، تخته…

– واوره، كلى، ژرنده…

 – اس، ملك، پاچا…

 ښوونكي وويل:

– بس، بس. پوه شوئ. افرين.

 ښوونكي بيا ولېدل چې سورګل د باندې ګوري او خپلې شونډې په غاښونو چيچي.

– سورګله پاڅه يو مثال وركړه:

–  خان … هو خان!

– شاباس او اوس به راشو د جملې تعريف ته .

 جمله هغه يوه يا څو كليمې دې چې واحده مانا ولري. لكه نجيب كندهار ته تللى دى او نور مثالونه تاسي وركړئ.

 – پرون شپه واوره  وورېده.

– ژوند په اوبو ولاړ دى.

– تېره ورځ د ګلداد ورور مړ شو.

            ښوونكى خوشاله شو.

 – افرين… افرين… شاباس.

او زياته يې كړه:

– سورګله لكه چې بې خوبه يې؟ ما ته وېده ښكاري.

زده كوونكي ځان وخوځا وه:

 – نه، نه … ويښ یم!

ښوونكى لږ جدي شو.

 – خى ما څه ويل؟

 زده كوونكي وبېرېد او ژبه يې بنده شوه:

 – تاسو … صيب… تاسو… زما د پلار په هكله خبرې كولې.

 ځينو زده كونكو وخندل؛ خو ښوونكى په غوسه نه شو، هغه يې په درس وپوهولو او بيا يې مثال ترې وغوښت. زده كوونكي شا و خوا وكتل او په بېړه يې وويل:

– نن خان زما پلار وهي.

 – يوه بلا جمله.

– خان ډېر زورور سړى دى!

  ښوونكى پوه شو چې د سورګل په زړه كې څه خبرې شته او فكر يې وكړ چې وروسته به يې ګوري او له هغه سره به ګړيږي.

داسې ښكارېده چې دا د سورګل د زړه خبرې وې. لكه يو پټ راز چې نور يې په زړه كې نه شواى ساتلى. ښوونكى د هغه لمړنۍ جمله تكرار كړه او پر تخته يې وليكه:
—  نن خان زما پلار وهي!

سورګل دا كرښه ولوسته.

– نن خان زما پلار وهي.

او تر شونډو لاندې يې وويل:

– اوس به يې وهلى وي.

 له ښوونكي څخه د درس سلسله وشلېده. د سورګل خبرو او د ده ګډوډ رواني حالت خواشينى كړ. سورګل درواغجن زده كوونكى نه و او ښوونكى په دې ښه پوهېده چې خان ته د خلكو وهل، ډبول يو عادي كار و…

 كله چې درس پاى ته ورسېد، ښوونكي نور هلكان له ټولګي نه ويستل او له سورګل سره يوازې پاتې شو. ټولګى ډېر سوړ و. ښوونكى سورګل ته نژدې شو.

– سورګله ! ولې غمجن يې؟

–  صيب غمجن نه يم.

 ښوونكي د هغه په تندي لاس راښكود.

 – نه سورګله بچيه. هم ناوخته راغلې او هم خپه غوندې ښكارې.

– نه پوهيږم  صيب نن په شنه سهار له كوره راوتلى يم.

ښوونكى اريان شو.

– عجيبه ده؟ له كوره په شنه سهار راووتې او دلته هم نا وخته ورسېدې. رښتيا ولې د وخته راوتلى وې؟

 – بيرېدم صيب!

 ښوونكي په ځېره ورته وكتل.

– ولې؟ ولې له چا نه بيرېدې؟

 زده كوونكي شا اوخوا وكتل.

 – له خان نه صيب … له خانه .

 د سورګل مخكنۍ جملې د ښوونكي په غوږونو كې انګازې جوړې كړې…

 – نن خان زما پلار وهي … خان ډېر زورور سړى دى… نن خان…

سور ګل ته ځير شو او وې ويل:

– ولې؟ ولې له خان نه وبېرېدې؟ ستا يې په هغه څه؟

 زده كوونكي ژر ځواب وكړ:

– زه هم نه پوهيږم چې زما يې په هغه څه؛ خو نه كېږي. پرون مې پلار له هغه سره څه جنجال كړى و. په حساب – مساب سره وران شوې وو. پلار مې ويل چې خان ګرم و. ده هم څه بد- رد ورته ويلي و… نه پوهيږم زما پلار به څه ويلي وي چې خان يې په غوسه كړى و. ماښام يې زما په پلار پسې څوك واستول چې دلته راشه او كه رانغلې، سبا وختي ځان ډبولو ته غوړ كړه. پلار مې ستومانه و، لږ ناروغه هم و  او سهار يې دا خبره وكړه چې اوس به د ظالم خان نفر رارسي. زه ډېر وبېرېدم. مور مې هم ډېره خواشينې وه. زه له وېرې ژر راووتم، هوا ډېره سړه وه، تر ډېره ځنډۀ د جومات په حجره كې كيناستم او بيا د ښوونځي په لور وخوحېدم. زړه نا زړه دلته راغلم… اوس به مې پلار چېرته وي؟…

او له سترګو نه يې دوه درې څاڅكيه اوښكې وبهېدې. ښوونكي سورګل دلاسا كړ.

 – نه خان ستا پلار نه وهي. ته چرت مه خرابوه.

 بيا يې په جګه ورته وويل:

– ته خپل درس ته دوام وركړه سورګله، شپه او ورځ كتابونه لوله، زده كړه او زده كړه چې اخر له دې تورتمه خلاص شې.

زده كوونكي لاسونه ومروړل او بيا يې همغه جمله تكرار كړه:

– نن خان زما پلار وهئ!… زه ويريږم او كلي ته نه شم تلى.

او اوښكې يې وبهېدې.

 – مه ژاړه سورګله. نارينه نه ژاړي، نارينه لارې لنډوي او منزل ته رسي…

د زده كوونكي ژړا لږ نوره هم ډېره شوه.

–  صيب څو ځلې نور يې هم وهلى دى. خان ډېر بد سړى دى، هر څوك وهي.

 دا وخت د ښوونكي په خاطر كې تېرې كيسې ژوندى شوې او پوه نه شو چې ولې بيا هغه د ګنيو پټى د ده سترګو ته ځليږي او تتيږي. خپلې سيمې ته لاړ او هغه روځ يې په ياد شوه چې د خان په امر د ګنيو څو ډنډې د ده پلار په وهلو ريښې- ريښې شوې. ده ته داسې بريښـېده لكه چې هغه پيښه همدا پرون تېره شوې وې. ځان ور ياد شو چې څنګه تر خپل پلار چورلېد او په ماشومو لاسونو يې د خپل پلار له غوښو څخه د ګنيو د ډنډو مخه نېوله. ټول خولې – خولې شو او وريږدېد. سورګل يې په غيږ كې ونېوه، په سر يې ښكل كړ، اوښكې يې پا كې كړې او وېې ويل:

– ته مه په غوسه كېږه. زه هم نن ستاسو كلي ته ځم. خان غوښـتى يم. ستا پلار به هم په پټه وګورم.

 سورګل لږ ډاډه شو، خپلې اوښكې يې پاكې كړې او غلى كيناست.

***

هغه لار چې له ښوونځي څخه بر كلي ته غځېدلې وه، ډېره كږليچنه وه. د لارې په دواړه خواوو كې لويې او كوچنۍ ونې ولاړې وې چې له څانګو څخه يې اوبه  څڅېدې.

 ښوونكي او زده كوونكي دواړه غلى روان وو. ټوله ځمكه په واوره سپينه وه، د لمر وړانګې لور په لور خورې وې او هوا ورو- ورو تودېده. سورګل پوښتنه وكړه:

–  صيب ته له ليوه نه بيريږي؟

– ولې نه ! هغه ډېر بد ځناور دى؛ خو دلته نه شي راتلى.

– د ژمي په سړو شپو روځو كې راښكته كېږي. رښتيا تر دې كوچنۍ غونډۍ ها خوا زموږ كلى دى.

ښوونكي خپل سر وخوځاوه او وېې ويل:

– ما لېدلى دى. څو ځلې ستاسو كلي ته درغلى يم.

زده كوونكي ښوونكي ته وكتل.

– تر غونډۍ وروسته لومړى د خان لوى باغ دى.

 – هو، هغه مې هم لېدلى دى.

 د خان د نامه په يادولو سره سورګل  ټول وريږدېد او په دې سوچونو كې لاهو شو چې كه اوس راغلى وې او د ده پلار يې وهلى وي؛ نو اوس به څنګه ژوبل پروت وي او څه او څه … بيا د ښوونكي خبرې ور په ياد شوې چې ويل به يې سورګله زده كړه مه پريږده، شپه او روځ كتابونه لوله چې له دې تورتمه خلاص شې. د خيال مرغان يې والوتل، ښوونځى يې خلاص كړ، د همدې ښوونكي په مرسته ليسې ته ولاړ، فكر يې وكړ چې غيږ يې په كتابونو ډكه ده او په خپل كلي كې د ښوونكي په توګه د ماشومانو مخې ته ولاړ دى او درس وركوي. پاكې جامې يې اغوستې او زلمى شوى دى. د تنخوا په روپو د خپل مور پلار دارو درمل او خواړه برابروي.

د ښوونكي خبرو له دې ښكلې دنيا ګۍ نه رابهر كړ:

– سورګله! دا دې د خان باغ ته  ورسېدو. دا څومره لوى دى، سر او پاى يې ما ته نه ښكاري.

او دواړه په باغ ګډ شول.

د باغ له بر سر څخه داسې ګنګړو- ګنګړو غږونه اورېدل كېدل. لكه چې څوك هلته په زوره- زوره ګړيږي او يا لكه د څو كسانو چې جګړه وي. ښوونكي زده كوونكې ته او زده كوونكي ښوونكي ته وكتل. دوى لا هم روان وو. هغه غږونه نور هم لوړ شول او د وهلو ټكولو غږ ترغوږه كېده.

–  صيب دا د خان باغ دى. تر دې چې  تېر شو زموږ كلى دى. رښتيا ته زموږ كور ته ځي او كه د خان؟

 ښوونكي خپلې شونډې په غاښوو وچيچلې او هېڅ يې ونه ويل. هغه غږونه  اوس دلته رارسېدل.

 – دې هېڅ نه سړى كېږي ترمرګه يې ووهئ.

د سورګل رنګ تك سپين واوښت او ښوونكي ته نژدې شو.

– لكه چې زما پلار وهي؟!

 ښوونكى هم غلى شو…

 – دى اوس دومره سپين سترګې دى چې زما خبرې نه مني.  وې وهئ- وې وهئ او دومره يې وډبوۍ چې سر پورته نه كړې.

سورګل بيا هم وويل:

 – لكه چې زما پلار وهي؟

 شونډې يې وچې شوې او ژر- ژر يې ژبه پې راښكله.

اوس نو د متروكو غږونه ښه پوره رارسېدل.

 – واخ… واخ…

 سورګل ښوونكي ته ځير شو او په ما ته ګوډه ژبه يې وويل:

– هرومرو زما … پلار…وهي؟

 بيا د ونو له مينځ څخه د شور زوږ خوا ته ځير شو.

 – هو زما پلار وهي!

 زده كوونكي لاسونه ومروړل؛ خو وې نه ژړل.

دا وخت له متروكو سره دا خبرې هم اورېدل كېدې:

– توبه وباسه او ځوانيمرګه چې خان صيب دې وبښي…

– سړى شه! موږ دې په وهلو ستړي كړو…

 او بيا هم كنځلې او د متروكو د وهلو اوازونه…

 ښوونكى او زده كوونكى دواړه غلي ولاړ وو.

 – وهل بس كړئ. اوس نو د توبې له ويلو پاتې شو. بيا به تر خپلې خولې غټې خبرې نه باسي.

 ښوونكى او زده كوونكى لا هم غلي ولاړ وو او يو بل ته يې كتل. ناڅاپه سورګل په خپلو ګوتو غاښونه ونښلول او وې ويل:

– ډېر ارمان دى صيب!

ښوونكى ورته ځير شو. د سورګل رنګ تك سور اوښتى او په وچولې باندې يې د خولو دوه غټ څاڅكي له ورايه ځلېدل.

د سورګل په سترګو كې د اوښكو پر ځاى قهر او غوسې غوپې وهلې.

 ښوونكي په بېړه پوښتنه وكړه:

– د څه شي ارمان سورګله؟

سورګل په مصمم اواز ځواب وركړ:

 – د يو ټوپك معلم صيب، د يو ټوپك.

 او د ښوونكي په ذهن كې د سورګل ټولو خبرو انګازې جوړې كړې: نن خان زما پلار وهي… يو ټوپك … خان ډېرزورور سړى دى… يو ټوپك غواړم صيبه، یو ټوپک!

پاى

۱۳۶۵/۷/۱۲

     كندهار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.