د هوا د ککړتیا له اړخه کابل د نړۍ دویم ښار بلل شوی

99

کابل (پژواک، ۱۱ میزان ۱۴۰۴): د هوا د کیفیت شاخص (AQAir) په نوم یوه سازمان په تازه درجه‌بندۍ کې د هوا له اړخه د پاکستان لاهور د نړۍ لومړی او د افغانستان پلازمېنه کابل دویم ککړ ښارونه بلل شوي دي.

د هوا د کیفیت شاخص (AQAir) په یاده درجه‌بندۍ کې راغلي چې په کابل ښار کې د هوا د کیفیت شاخص (AQI) له ۱۰۰ پورته تللی او په هغې کټه‌ګورۍ کې راځي چې د «حساسو ډلو لپاره ناسالم» بلل کېږي.

د دې درجه‌بندۍ له مخې، د کابل ښار هوا کې د مایکروسکوپي ذراتو (PM2.5) کچه په هر مترمکعب کې ۵۸ مایکروګرامه ثبت شوې چې د روغتیا نړۍوال سازمان له کلني معیاره ۱۱.۶ ځله لوړه ده.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د هوا کیفیت متحرک دی او لکه د موسم په څېر ډېر ژر بدلېدای شي خو د هوا له اړخه د کابل ښار د تېرې پنجشنبې په سهار (ځايي وخت) د نړۍ دویم ککړ ښار درجه بندي شوی و او ورته نږدې ښارونه لکه جلال‌اباد او پېښور هم اغېزمن شوي دي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، د ساعت په حساب وړاندوینې ښيي چې په کابل ښار کې د هوا کیفیت د ماسپښین تر ناوخته پورې “منځني” حد ته راکښته شي؛ ځکه چې بادونه تېزېږي او د هوا ککړتیا په لري کولو کې مرسته کوي.

سرچینې دغه‌راز لیکلي چې د افغانستان ختیځ کې د جلال‌اباد او پېښور ښارونو هوا هم د سختې ککړتیا تر اغېز لاندې راغلې ده.

بلخوا، د چاپېریال‌ساتنې برخې کارپوهان وايي، د ښار د دې کچې ککړتیا کولای شي د تنفسي ناروغیو، د زړه ستونزو او سږو فعالیت کمېدو لامل شي، په ځانګړي ډول د ماشومانو، زړو کسانو او هغو خلکو لپاره چې له روغتیایي ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي چې په ښار کې د زړو موټرو شتون، د کورونو د کثافاتو سوځول، د صنعتي فابریکو فعالیتونه، له سړکونو پورته کېدونکې دوړې او د هوا ساکن شرایط د کابل ښار د هوا ککړېدو اصلي لاملونه دي.

متخصصین د کابل اوسېدونکو ته سپارښتنه کوي چې په دې ورځو کې په ښار کې ګرځېدل محدود کړي، د وتلو پرمهال ماسک وتړي، د خونو کړکۍ بندې وساتي او د هوا د تصفیې وسایل نصب کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.