د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس، کریم خرم، په یوې وینا کې د کابل په “باغ بالا” تپه او “شهرنو” پارک کې د ودونو تالارونو، تیلو پمپونو او لوړو ودانیو په جوړولو نیوکه وکړه او څرګنده یې کړه چې دا پروژې به په ښار کې نه جبرانېدونکی چاپېریالي او تاریخي زیانونه ولري.
خرم وايي، باغ بالا او شهرنو پارک په کابل کې د دوو نادرو شنو سیمو په توګه پېژندل کېږي، چې د ښار د زیاتېدونکي نفوس، د اوبو د کمښت او د هوا د ککړتیا په شرایطو کې حیاتي رول لري. د دغو سیمو ویجاړول نه یوازې چاپېریالي فاجعه به راولاړه کړي، بلکې د ښار د راتلونکي د ژوند کیفیت ته به یې مستقیم زیان ورسوي.
نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه چې باغ بالا تپه یوازې طبیعي ارزښت نه لري، بلکې تاریخي اهمیت هم لري، ځکه دلته د امیر عبدالرحمن خان د دورې قصرونه شتون لري، چې د کابل د تاریخي هویت یوه مهمه برخه ده. د دې ځایونو ساتنه د ښار د میراث په ساتنه کې یو بنسټیز ارزښت لري.
کریم خرم د طالبانو حکومت چاپېریال ساتنې ادارې، د زراعت وزارت او د کابل ښاروالۍ نه وغوښتل چې خپل قانوني او اخلاقي مسوولیتونه په پام کې ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د “یوې څو حریصو کسانو” د مالي ګټو لپاره د کابل شنې سیمې او تاریخي ځایونه له منځه یوسي.
د هغه په وینا، که چېرې دا پراخه ویجاړونکي چارې ونه درېږي، کابل به خپل طبیعي تنفس ځایونه او د تاریخي هویت یوه برخه له لاسه ورکړي، چې له اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز پلوه به د ښار اوسېدونکو لپاره اوږدمهاله منفي پايلې ولري.
په پای کې، نوموړي ټولې مسوولې ادارې، مدني ټولنې او ټولنې ته د دې پروژو مخنیوي لپاره د غور او اقدام غوښتنه وکړه تر څو د کابل ښار طبیعي او تاریخي میراث ژوندی پاتې شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.