غزل

تاج ولي صنم

92
خبر نۀ دي پخپل جرم چې پۀ څۀ مري
د كابل نه تر اټكه پښتانۀ مري
پۀ دې زمكه كۀ د كفر اسلام جنګ دى
دا تور مخي پكې خدايه ولې نۀ مري
داسې بريد مې د پښتون پۀ خونه كېږي
د هر كور پكې څلور مري يا پينځۀ مري
تۀ چې وائې دا زمونږه شريک جنګ دى
ستا يو نۀ مري او زما پكې شپيتۀ مري
د انسان د مرګ منظر ته بۀ څنګ ګورم
زړۀ مې چوي زما پۀ وړاندې چې مارغۀ مري
دا سلګې دا نيمه شپه د دې دليل دى
چاته كور كې بۀ د لوږې نه واړۀ مري
دې هېواد كې څۀ كفري نظام چلېږي
دلته خلق پۀ اذان او پۀ لمانځۀ مري
ډرون حمله ووشي “صنمه” قيامت جوړ شي
دلته ډير زلمي پۀ ورځې د وادۀ مري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.