غزل

تاج ولي صنم

144
ما ويل دا پاتې ډوډۍ وړم زما بچي وږي دي
خان جي وې زر شه پښې اوباسه زمونږ سپي وږي دي
اى دريا خانه د مغلو واک اختېار دى دلته
ستا پۀ شتمنه پښتونخوا كې ستا لمسي وږي دي
تۀ خو پۀ دريم ځل حج تا لاړې او طواف دې اوكړو
ستاسو پۀ چم كې يتيمان دي صېبه، مري وږي دي
تاسو پۀ مړو پسې لاس پورته كړو خېرات مو اوكړو
دلته د لوږې رانه مري دلته ژوندي وږي دي
پښتون وطن كې شوه معلومه د ګيدړو راج دى
تۀ ګورې نه چې د پښتوڼ وطن زمري وږي دي
اوس چې غلا نۀ كوي نو ووايه نور څۀ بۀ كوي
روزګار يى نشته او بچي د يو سړي وږي دي
ماته خوب نۀ راځي صنمه زۀ يى شور اورمه
پۀ هغه ونه كې بچي د شين طوطي وږي دي

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.