غزل

تاج ولي صنم

69
پښتانۀ چې د تورمخو غلامان دي
پښتنو كې يى ساتلي دلالان دي
چا چې سپي د انګرېزانو لمبولي
هغه خلک د سرو سپينو مالكان دي
دا چې ځانته محافظ د وطن وائي
دا قسم دى د يهودو نوكران دي
څۀ نه څۀ سودا يى كړې تش لاس نۀ ځي
ور داخل چې ستا د حسن پۀ دوكان دي
تۀ پۀ كومو سترګو ځې حج ته، طواف كړې
ستا پۀ چم کې نهر وينم يتيمان دي
پۀ لباس او پۀ ګفتار پرېښتې ښکاري
پۀ كردار او پۀ عمل سم شېطانان دي
د منظور د قافلې نه چې جدا شول
دا بۀ ورک شي دا پۀ وركه لار روان دي
د صابر د خولې خبرې دروغ نۀ دي
مشران د پښتنو خپلو كې وران دي
هسې ډېر دي پۀ نامه ترې وطن ډک دى
د ښې بدې مې صنمه څو ياران دي
تاج ولي صنم

غزل

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.