!افغان سرکار دې تل خبر او بيدار وي

محمد طاهر کاڼی

348
لکه څنگه چې ټولو هېوادوالو ته څرگنده ده، د افغانستان د خاورې او خلکو نږدې دوښمنان (هغه چې په يوه گاونډ کې راسره اوسي)، له پخوا نه زموږ هېواد ته سرخوږۍ جوړې کړې، تل يې هڅه کړې چې هېواد په نشتمنۍ، ناپوهۍ کې پاتې شي، تل له وټيزو (اقتصادي) ستونزو سره مخ او کمزوری وي. تاريخي او فرهنگي ارزښتونه او وياړونه مو په نشت وشمېرې، او يا يې افغاني نه بلکې خپل يې وگڼي. يو له دغو دوښمنو هېوادو هم هغه دی چې زموږ په لوېديځ کې پروت دی، چې نه خپل روغ تاريخ لري، نه يې زموږ په هېواد زموږ ویاړمن تاريخ لورېږي، نه يې زموږ په خلکو ارام ژوند، سوله او ارامي لورېږي.
په تېره په افغانستان کې د داود خان تر واکمنۍ راروسته د دغه هېواد د وخت سرکارونو چې کومې دوښمنانه کړنې زموږ د هېواد پرضد ترسره کړې زموږ د خلکو ډېری برخې څه چې ټولو ته مالومې دي. په تېره تېره کله چې په ۱۳۷۱ ل ل کال کې په هېواد کې جهادي واکمنۍ رامنځته شوه او بيا راروسته پړاو کې دغه هېواد په افغانستان کې خپله څارگره شبکه او افغاني ضد کړنې ډېرې کارنده کړې. دوی ان د سپین سترگۍ دومره لوړې کچې ته ورسېدل چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال د هرات ولایت په یوه غونډه کې يې کونسل ويلي وو چې زموږ د غونډې ژبه پارسي ده او ټول بايد په پارسي خبرې او وينا وکړي.
د کابل پوهنتون د يوه استاد ، چې اوس په هغې نړۍ کې دی، ستر څښتن دې يې وبښي، په وينا د دغه هېواد سفارت په کابل پوهنتون کې يوه خونه درلوده چې د دغه هېواد د سفارت غړي به ورته راتلل او له ځینو افغانانو سره به یې پکې پټې غونډې کولې.
د کرزي او غني د واکمنيو پر مهال د پارس سفارت غړو او د دغه سفارت ځينو لاسپوڅو په پلازمېنه او ځينو نورو ښارونو کې هغه پښتو کتابونه پېرل او راټولول چې د ميرويس نيکه، احمد شاه بابا، غازي ايوب خان، غازي وزير اکبر خان، امان الله خان او نورو په اړه ليکل شوي او چاپ شوي ول. دا کار يې د دې لپاره کاوه چې دغه کتابونه بیا د اور د لمبو خوراک کړي او افغانستان د يو بې هویته، بې تاريخه او بې تاریخي ویاړه سیمې په توگه وښيي.
…د کرزي او غني د واکمنيو پر مهال مې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په څو کوشنيو نارسمي ناستو کې سوبتيا درلودلې ده. هر ځل مې د دغه څېړنتون د کارکوونکو له لوري دا شکايت اورېدلی چې د پارس سفارت د افغانستان د علومو اکاډمۍ په چارو کې لاسوهنې کوي…
د دغه هېواد متعصبو، دوښمنو کړيو او څارگرۍ په جالپاڼه (انتنرنېټ) کې هم د افغانستان پرضد ځينې ويډيو گانې پر لیکه کړې دي. له دغو ويډيوگانو څخه يې يوه هم هغه ده چې د نړۍ د لسو هېوادو د تجزیه کېدو په اړه يې خپره کړې ده. په دغو لسو هېوادو کې يې روستی او لسم هېواد افغانستان ياد کړی چې گواکې په راتلونکي کې به ټوټې ټوټې شي او له منځّه به ولاړ شي….
د دغو څرگندونو لپاره لاسوندونه هم شته دي، خو د خواشينۍ خبره دا ده چې د وخت د ډېر کموالي له کبله نه شم کولای چې سرچينې يې دلته د لوستونکو لپاره وړاندې کړم…
افغان واکمنۍ او سرکار ته دا سلا ورکوم، که رښتیا غواړي چې د هېواد په تاریخ کې يې ښه نوم پاتې شي، د افغانانو زړونه دې خپل کړي، له ښوونځي تر پوهنتونه دې د نرينه او ښځينه ټولو پر مخ د ټولو زده کړيزو موسسو ورونه پرانيزې. د هېواد د ودانۍ او افغان وگړي د ژوند د ښه کېدا لپاره دې ټولې هېوادنۍ شونې سرچينې وکاروي. د افغانستان د ملي گټو په ساتنه کې دې هر ډول سرښندو ته چمتو وي. د هر ډول بهرنيو لاسوهنو او چلوټو مخنيوی دې وکړي.
سرکار دې پوره خبر وي چې زموږ ختيځ او لوېديځ ته دوه داسې هېوادونه پراته دي چې تر څو افغان او افغانستان وي، تر څو دا نړۍ وي، دغه هېوادونه به د افغانستان د خلکو او خاورې دوستان نه شي. په پښتو کې متل دی چې «کاڼی به پوست نه شي، دوښمن به دوست نه شي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.