فلشمن له یادښتونو څخه/۳

همایون دوست

82
.
…موږ خیبر درې ته ننوتلو … د تاریخ په اوږدو کې د همدې درې په سینه کې، د نړۍ سترې، سترې لښکرې په ګوڼډو او خاورو لاندې شوي، … غرمیشتې خلک یې ډیره ځږه او جنګیالي دي، ټول یې سربیره په دې چې په اوږو باندې د جزایل په نوم اوږدې توپکې ګرځوي، دوی په پيشقوزو او تورو باندې ام سمبال دي، … او د غرونو د سرونه څخه داسې در ته ښکاري چې، هلته همدا شیبه ته په نښه شوی یې او له پاس نه ډز درباندې کیږي … مګر کله چې دې درې ته راننوتلو، څومره چې زه اشفته او خوفزده شوم، هغومره اقبال سوکاله او خوشاله ښکاره کیده، … هغه پس له ګڼو کلونو څخه خپل پلرني ټاټوبي ته راستون شوې ؤ او په هر تم ځای کې زه هڅولم چې د ده وطنوالو سره خپله نیمګړې پښتو تمرین کړم، … موږ به چې چا سره لیدل، هغوی به د انګلیسي افسر پښتو خبرو ته حیران شول، … په ظاهر کې ګرچې له ما سره د هغوي چلند خورا دوستانه وو. مګر ماته دوی په سترګو کې یو ډول غوسناک او قهرجن مالومیدل …
زموږ قافله د ګڼو بار وړنکو کاروانونو نه مخکې شوله او درې شپې مو په لارې کې تیرې کړي …. د څلورمې ورځې په تیر مازیګر چې د لمر سترګه د غرونو شا ته په ډوبیدوه، اوړي د دغه ښکلي ماښامي د تړمې هوا او نرمو بادونو د مزه دارو وږمو په فضا کې، زموږ مخلید ته غره د لمنې یوي غونډۍ د پاسه، د زرغونو میوه داره باغونو په چاپیریال پوښل شوي، بالاحصار د زړه راښکونکي کلا څرګنده شوله، … کلا د لوړو دیوالونو د تیر کشانو له دریڅو څخه ښکاره کیدل چې، زموږ پوځیان ویکتوریا د تشریفاتي ګارد عسکري سور رنګه پرتمن یونیفرم کې ګزمې کوي… د بالاحصار ماڼۍ واقعاً چې کابل د زېب زينت جذابه زیور دی… ما یې د منظرې په لیدلو سره له ورایه خوند واخیست… .
ما ته په کاغذونو کې، د ګارنیزون ادرس په چوڼۍ* کې دننه ښودل شوی ؤ او موږ په سهار کې کابل سیند نه په پل باندې تېر شولو، … په چوڼې کې مې خپل مکتوب اداري کارمندانو ته ښکاره کړ، هغوې زه جنرال «سر ویلوبي کاټن» ته واستلوم، دا یو څروب (چاق) سړی ؤ… چې ګلابي رنګه یونیفرم یې اغوستي ؤ او ما په رسم و تعظیم سره خپل مکتوب ورکړ، کله چې هغه یو څو کرښې ولوستلي، کاغذونه یې په میز باندې کیښودل، له چوکی نه را پورته شو او په موسکا سره وویل چې:
– ښاغلیه، ستاسو په لیدو ډیر خوشاله شوم او په زړه پورې ده چې، یو فلشمن شاوخوا څلویښت کاله دمخه، په رګبي ښوونځي کې زما انډیوال او ټولګیوال ؤ، ته خو به یې څه نه کیږي ؟
– هغه زما پلار دی، ښاغلیه.
– اوه، تاسو څه وایاست! د فلشي زوی، (د هغه شوڼډې په موسکا ارتې شولي.)
– هو، څلویښت کاله تیر شول …ښه، ریښتیا د هغه روغتیا څنګه ده!، روغ به وی؟ … ډیر ښه … ډیر ښه، دا وایه چې زه ستا څه خدمت کولاې شم ښاغلیه؟ ایا د قهوی څکلو اشتها لري ؟
– هو، بده به نه وی.
– ستا پلار ښایې زما په اړه کله ام یادونه کړي وي چې، زه په هغه وخت کې د ښونځي تر ټولو شوخ او سرشاره شاګرد وم، … ما به نور شاګردان د حکومت ضد بغاوت او مظاهرو ته پارول، … او په همدې اتهام د ښوونځی نه وشړل شوم.
(په دې فرصت کې ما ورغبرګه کړله چې: )
– ښاغلیه زموږ سرنوشت مشابهې دی، زه ام له رګبي ښونځي نه شړل شوی یم.
– څه وایې؟ ته یې په څه ګناه ؟
– الکولو په نشه کې د شخړې له کبله.
(د ده په دفتر کې یو افسر چې خړ محاربوي یونیفورم یې په تن و او په تروش انداز کې زموږ خبرې اوریدلي، د خبرو په منڅ کې راودانګل، چې)
– له ښوونځي څخه شړل خو معمولي خبره ده، اوس اندیښنه دا ده چې د افغانستان څخه وه نه شړل شو.
(په دی لحظه کې، کاټن د هغه خبرې قطعه کړلي)
– په بخښنې سره، زما پام نه ؤ چې دا ښاغلې معرفي کړم، جنرال «ناټ» له کندهار نه راغلی او هلته زموږ د ځواکونو قوماندان دی. موږ په افغانستان کې، د روان سیاسي وضعیت په اړه عادي بحث کاوه، چې ته راغلي.
– ما وویل چې: زه نو ستاسو مزاحم کیږم نه!
– نه، نه، فلشمن، ته مهرباني وکړه کیښنه. ته خو سر له همدې شیبې زموږ د شعبې کارمند شوی او تا ته غوره ده چې د روانو حالتو څخه باخبره اوسي.
(هغه بیا مخ جنرال ناټ واړاوه او وویل چې)
– مهرباني تاسو دوام ورکړئ.
(زه، یو څه حیران او یو څه خوشاله د دوی مخامخ کېښناستم، ځکه چې د جنرالانو پاره معمول نه ؤ چې د خپلو مادونانو په مخکې بحث وکړي. جنرال ناټ خبرو ته دوام ورکړ. هغه د مکناټن نه خپه غوندي ښکاره کیده او څه ګیلي یې لرودلي.سر ویلیم مکناټن، په کابل کې سفیر او په افغانستان کې د بریتانوي ملکي چارواکو مشر ؤ. په دې خبرو کې «ناټ» د مکناټن په ځینو کړنو باندې نیوکې کولي او په کاټن یې ټینګار کاوه چې هغو د بدو عواقبو یې با خبر کړي، د دوې خبرو اترو یو څه وخت دوام وکړ. … کاټن په ډیر مؤدب چلند له ما څخه هیله وکړه چې ځان کوربه احساس کړم … او په هغه شپه ما د هغو ځوان افسرانو سره لکه د برنز، براډفوټ، سکینر، اولیویر؛ او …یو ځاې ډوډۍ وخوړله د کومو چې په راتلونکي کال کې، د نومونو لاندې د انګلستان په پارلمان کې درناوي ته د ګلونو ګیډۍ کیښودل شوي او د ماتم او ویر په غمیزه یې د انګلستان کور په کور کې، شمعي او ډیوي روښانه شولي. …
… ما د شپې د دې ځوانانو په باڼدار کې یو ډول د حیرانتیا وړ آزادی ولیده چې، دوی حکومت د برحاله جنرالانو کاټن او ناټ په موجودیت کې د خپلو لوړ پوړو چارواکو په کړنو نیوکې او د هغوې پالیسي یې په زغرده غندله، جالبه خو لا دا وه، چې کله نا کله به کاټن او ناټ د دوی سره همغږي شولو، دوی د مکناټن نه چندان ښه زړه نه لرود او ما فکر کاوه چې د دوی بدبیني له حد نه اوښتې تیری دی، بیا مې د براډفوټ چې زما څنک ناست ؤ پوښتنه وکړه، هغه ویل:
– دلته چې یوه میاشت تیره کړي پخپله به پوه شي، چې د دوې د لاسه وضعیت مخ په خرابیدو روان دی. (بیا هغه له ما پوښتنه وکړه، چې):
– تا د اکبرخان نوم اوریدلي دی؟
– نه،
-هغه د پخواني پادشاه کوم چې موږ د دغه مسخره(شاه) شجاع په بدیل له تخت نه وشاړه، زوي دی او هغه اوس د ترکستان نه راستون شوی دی، په کوهستان کې لګیا دی، زموږ په ضد جبهه پرانیزي… هغه په خپل کار کې ډیر موفق دی مګر د مکناټن باور نه کیږي، …
ما وپوښتل.
– چې ولي؟ زموږ لس زره منظمي برچې د دغه بې نظمه یاغیانو د تباهۍ پاره کفایت نه کوي؟
هغه ځواب وویل چې:
– دومره ساده یې مه ګڼه، دا بې نظمه یاغیان د نښې په وشتلو او محاربوي نخښتو کې په موږ باندې برلاسه دي. … .
——————
* چونۍ په کابل کې هغه محل دی، چې د امیر شیرعلي خان په دوران کې، نوم په شیرپور بدل شو او د کرزي په حکومت کې مفسدو چارواکو بیا شیرچور ورنه جوړ کړ.
انځور د جنرال «کاتون» دی، دی په کابل کې د انګلیسي ځواکونو د «کشف» د استخباراتي اداري مشر ؤ.

 

د فلشمن له یادښتو څخه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.