د «علامه» لقب؛ د احترام نښه که سپکاوی
سهار مې لا سترګې نه وې پرانیستې، چې زما د لاهوري یار او مشر خاکه لیکونکي اقبال کوثر صاحب په فیسبوک وال د «علامه» لقب په اړه په خپل ځانګړي او طنزي طرز یو ظریفانه پوسټ لیکلی و؛ بلکې د اقبال حسین افګار د هغه پوسټ په ځواب کې یې پوښتنه کړې وه، چې هغه نورالامین یوسفزي، ګل محمد بېتاب او اسیر منګل دوی ته د علامه په لقب او مخاطبې ځان اړ ویني، که څه هم اقبال کوثر د لاحقه او سابقه د پوهاوي په پار وضاحت غوښتی و؛ خو اصلاً مدعا یا اعتراض یې په همدغه لقب و او په ناغرضه یا تجاهل عارفانه ډول یې خبره زموږ خولو او مخته راوچوله او دا موضوع یا مضمون خو په دې ارزي، چې اوس باید بحث پرې وشي، دا ځکه چې په دې ورستیو کې د داسې شخصي او فردي لقبونو او خطابونو بازار بېخي د ارزښتونو او علمي شخصیتونو تر توهین او سپکاویو رسېدلی دی.
کاش نن په دې موضوع کې دا درې واړه درانه شخصیات نه وای یاد شوي، اسیر او بېتاب صاحب سره د ذاتي پېژندګلوی وراخوا د ادبي او فرهنګي روابطو او خدماتو احسانمندي هم ځکه لرم، چې دوی زموږ په واقعي مانا مشران او د کار خلک او شخصیتونه دي، نورالامین صاحب خو بیا بېخي د شمار او قطار لیکوال او سړی دی، اصلاً ستونزه په دې کې ده، چې دا مرض یا ناروغي ساري ده، یو لقب ورکړي او بل یې په خورا ټول زور او قوت داسې سنجیده واخلي، چې ګنې رښتیا په دوی اخیستونکیو او ورکونکیو ادب او دنیا ولاړه ده، حال دا چې دا بېخي بل ډول یا برعکس معاضله ده. همدا اوس تاسې وګورئ، چې د ادب کومه برخه یا بخش بې له «بابا» دی څوک د تکل بابا دی، څوک د کیسې او خاکې بابا دی او د تنقید بابا هم په کې شته، اصلاً که علاج یې ونشو؛ نو لرې نه ده، چې دا برخې به ټوله کورنۍ پیدا کړي، په دې کې نو بیا د کیسې یا تنقید او نظم کاکا، ماما، خور مور او مېړه پورې به دا ټولې سلسلې نه یوازې روانې وي؛ بلکې د سپکو، سپورو او د جنګ و جګړو په دې رشتو جنجالونه هم ممکن دي او دا به نو بیا تقریبا هغه وخت وي، چې سمندر صاحب او حمزه بابا مرحومین به په قبر کې هم ناارمه وي، ځکه سمندر صاحب و، چې د رحمان بابا په مزار مشاعره کې یې حمزه بابا ته د «غزل بابا» ویلي وو.
زه نه وایم چې د چا لپاره شخصي لقبونه او ستاینومونه کوم بد روایت او عمل دی، خو په ځینو مواردو کې ورسره احتیاط ځکه پکار دی، چې په ځینو لقبونو او شخصیتونو نور شخصیتونه او یا همدا لقبونه سپک او بې ارزښته نکړای شي؛ مثلاً همدا لقب «علامه» په نورو ټولنو کې هم عموماً نه کارول کېږي، ځکه خلکو سره یې ارزښت موجود دی او تراوسه یې موږ هم استثنایي کاروو، دا که څه هم غیر رسمي او غیر دولتي لقب دی؛ خو ارزښت یې له همغه عالمانو او پوهانو سره خوندي دی، چې د ډېر لوړ علم، پوهې او ذکاوت څښتنان وي او په ډېرو علمي ډګرونو او بخو کې لکه (ټولنیز او بشري علوم، سیاستپوهنه، فلسفه، ادبیات فقه، حدیث، تفسیر، منطق، طب، نجوم او تاریخ…) کې ژوره پوهه ولري؛ یعنې “علامه” یوازې د یوې برخې متخصص نه وي، بلکې د ګڼو علومو د پراخوالي او ژوروالي ظرف ورسره وي، مانا دا چې په یو وخت کې د ګڼو علومو خاوند او عالم ته «علامه» ویلی شي.
پخوا چې د علومو برخې ویشل شوې نه وې، خلکو به د همداسې یوه ګډ تخصص زدکړې کولې او هر چا به چې همداسې ګډ علم ترلاسه کړ، هغه ته به یې عالم ویل، په دوی کې هم دا استثنا موجوده وه، چې هر عالم ته یې هم علامه نه ویل؛ بلکې یو نیم به داسې وو، چې په واقعي مانا به یې په دې علومو کې امتیازي حیثیت ترلاسه کړی و او هغه ته به یې «علامه» ویل، یعنې که دا لقب غیر رسمي او غیر دولتي هم دی؛ خو له خلکو سره یې ارزښت په همغومره قدر و قیمت موجود و او باید اوس یې هم خلک له غیر رسميتوب ناسمه ګټه وانخلي او په کارولو کې یې احتیاط وکړي.
موږ چې د علامه حبیبي او یا د علامه رشاد مرحومینو له نامو سره د علامه لقب وینو، ورسره د هغوی د زدکړو، علومو، خدماتو او په ټوله کې یې د علمي تبحر او نبوغ یو بې کچه او بې سارۍ ثبوت هم وینو، چې د شمیر نه؛ بلکې د علمي کیفیت او معیار له پلوه د منارونو او غرونو هومره کار و زیار یې ثابت دی. اوس که د دې ثابت معیار په شتون کې څوک راولاړېږي او ماته هم علامه وایي؛ نو څو خبري توجیې به ولري:
یو دا چې دای غواړي دا لقب «علامه» ریشخند یا مسخره کړي او دویم دا چې لقب سره یې هم کار نشته، د ټولنې په منځ کې د علومو، عالمانو او پوهانو تمیز یا فرق ختمول غواړي، یعنې یو عالم او ناعالم یو ډول دي. درېیم یې دا چې دای هم نه پوهېږي، چې څه؟ ولې؟ او چاته یې وایم؟ ځه وبه یې منو، چې اول او دویم یې په نیت کې نشته؛ خو درېیم علت یې خو حتمي دی، چې دا هر څه په ناپوهۍ او بې علمۍ کېږي؛ مګر سوال بیا هم دا دی، چې د لفظ او مفهوم «علم» له یوې ریښې راوتلي لقب سره څوک څنګه دومره بېغوره او بې پامه چلن کولای شي، ایا دا کافي نه ده، چې د دولتي چوکاټونو دننه مو د یو شمیر لقبونو نېلام او د بې ارزښته کېدو تماشې او نندارې ولېدې او په ټوله مانا علمي مرکزونه، اکاډمۍ او پوهنتونونه مو د همداسې بېغوریو او بې علمیو په ځایونو بدل شول، چې حتی له پوهاند(فورفیسور) نېولې تر اکاډمیسن او محققه پورې دا ټول لقبونه او رتبې مو سره ریشخند او وشرمول. نور نو باید دغه روایت ختم کړای شي، کنه هره مسخره او ریشخند ګوزاره کولای شي؛ خو علومو او عالمانو سره دا ډول چلن له نابودۍ پرته بل هیڅ عکس العمل نه لري.
په یاد یې لرئ!!
کالم/ رنسانستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.