په زړې کلا کې د ړنګو دیوالونو تر منځ د ولاړې روغې کوټې مخې ته په چورتره باندې ناست سړي له ځنګنو سر را پورته کړ
، د ماښام لمونځ قضا شوی وو.
چوپتیا خوره وه، د کلا دروازه نیمکښه ولاړه وه.
سړی د زړه په زور را ولاړ شو
له دهلېزه لویدلی غږ راوت
نجلۍ پریږده یې، مه يې را ويښوه، بیا یې تر نیمو شپو څوک کرارولی سی؟
سړي سر وښورول، په فکرونو کې ډوب روان شو.
دروازه یې غنګ پورې کړه
غټه ټمبه یې ورته کېښوده، بیرته د چوترې خواته را روان شو.
د دهلېز له وره ډنګره چاودینکه نجلۍ را ووته، په څنګ کې نیولی دستار خان یې لاندې په غولي کېښود، بیرته ژر ننوته.
سړی د دو تلو په سر بیرته په خپل ځای کېناست، په ځنګنو یې لمن ورکش کړه.
د دروازې تر مخ په لاره کې د پښو څرپی شو.
سړي غوږ ونیو
څرپی تر دروازې راغی
ټک ټک دروازه یې وټکوله.
سړي ور غږ کړ
کوم یو یې؟
د دهلیز وره ته ښځې منډه را واخیسته
وارخطا ودرېده
څوک ده؟
له دروازې غږ راغی
برات یم
نجو د باندې را ووځه.
سړی ور ولاړ شو
دروازه یې ور خلاصه کړه
برات له پوښتنې مخکې خوله خلاصه کړه
یاره د ورځې خو دې نه شم پیدا کولای، مجبوره یم دا وخت درته راشم.
ښځه په چوتره کې وارخطا ولاړه وه
نجو لاس ورته ونیو
ستړی مسې
په خواره خوله یې ور غبرګه کړه
ولا د ورځې خو په بټیو کې خښتې کاږم، سهار وختي ځم او ماښام راځم.
ستړیا ډیره ده کنې باید زه درغلی وای، خو تر اوسه یې پیسې نه دې راکړې.
برات په لوړ غږ وویل
انډیواله ولاکه په دوکان کې دومره سودا لرم سي ملا یې دم کړي،زه باید سودا راوړم.
ښه مي درسره کړې په خپلو ښو سړی تر ستونې مه ور ولۍ، شرمیږې نه چې په خپلو پیسو په دې نیمو شپو درته راځم.
نور دې دا کیسې نه منم، صبا راځم نغدې یې غواړم ولاکه مې کاپیر در باندې ملامت کړي.
ترڅو چې نجو بیا خوله خبرو ته جوړوله برات روان شو. نجو حک حیران په دروازه را ننوتل.
ښځه بیرته ننوته.
نجو سوړ اسویلی وکړ د چوترې په ژۍ کیناست.
نجلۍ دری پیالې او یوه زېړه چاینکه راوړه د دستارخان ترڅنګ یې کېښوده، پیالې یې له چایو ډکې کړې.
ورو یې وویل
ابا راځه..
نجو په دو پښو زور وکړ، په کړوپه ملا ولاړ شو د دستار خان تر څنګ کیناست. په دستار خان کې له څلورو ډوډیو یې یوه د ځان خواته ته را کش کړه.
ښځه را ووته د نجلۍ تر څنګ کیناسته.
په پټه خوله دری واړو په وچه ګوله پسې د چایو غړپ کول.
ښځې په سترګو د ټیکري پیڅکه تیره کړه.
سپینې سترګې دې خاوري شي، هره ورځ په دروازه کې ولاړ وي، وږی وږی کیږي، څو وارې مي ورته وویل چې هغه د ورځې په کار کې وي، ماښام ناوخته راځي، خو بیاهم را روان وي ډیر بې کاره مخ یې دی.
ژړغونې شوه.
نجو ته یې وکتل
سړیه امر مي دې خدای ج منلی، تر اوسه که دې مخې ته دریدم او راګرځولې مي د نجلۍ خام عمر ته مي کتل.
اوس دې نه را ګرځوم.
نجلۍ ورکړه.
نجلۍ په لاس کې خولې ته رسولې ګوله بیرته کېښوده. وجود یې ولړزيد، حیران، حیران یې یوځل مور او بیا پلار ته وکتل، سترګې یې مړې واچولې.
نجو پیاله کېښوده، شاته دېوال ته تکیه شو، هیڅ یې ونه ویل په چورت کې ولاړ.
ښځې نجلۍ ته وکتل، هغه په ځان کې ننوتې وه، سر یې ټیټ اچولې وو. د ښځې زړه را ډک شو، خپل تیر وخت او په کم عمر ورکړن یې سترګو ته ودرېد.
سوکه یې وویل
بختورې پورته شه، په کوټه کې هلکان یوازې دي، وبه ډار شي.
د بختورې سلګۍ په ستوني کې نيښتې وې، غلې ولاړه شوه په کوټه ننوته، د دو وړو ماشومانو تر څنګ پرېوته.
چوپتیا خوره وه،ښځه په فکرونو کې ډوب نجو ته ناسته وه.
ښه شېبه دواړه پټه خوله سره ناست وو.
کښ شو د کلا له بر کنډوه یو تور مرغه ډوله شی را واوښت د چوترې مخ ته را ټیټ شو بیرته لوړ شو د کلا تر بل دېواله پنا شو.
نجو سوکه را کېناست، یوې بلې خواته یې وکتل، ښځه پټه خوله یوه عالم اندېښنو سره ډوبه تللې وه.
شپه تېره شوه
نجو سهار له جمات څخه وکیل کاکا او څو نور سپین ږیرې له ځان سره را وستل
نجو له کوټې را ووت
بختورې چای راکه
بختورې اوښلنې سترګې ښکته اچولې وې
نجو وویل
وکیل کاکا نجلۍ لمسي ته غواړي
مالګه به ورکړو؟
بختورې هیڅ ونه ویل
نجو ووت
کوټه کې په پینځه لکه افغانۍ دعا وشوه
مالګه یې وڅټله
وکیل غاړې تازه کړې
نجو واده دې دری کاله در پاته وي
غلام اکا وخندل
ولا سړی دې له میدانه واخیست
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.