(Sexual Impulsivity)جنسي بې پروایي
ځانګړنې، منفي اغیزې او حل لارې
آیا کله دې فکر کړی چې ځینې خلک ولې د خپلو جنسي غوښتنو په کنټرول ستونزې لري؟ دا لیکنه د همدې موضوع په اړه ده. دلته به د جنسي بې پروایي تعریف، علتونه، ځانګړنې، منفي اغېزې او د حل لارې درسره شریکې شي.
په ننۍ ټولنه کې ډیری خلک له دغه ستونزې سره مخ دي، چې دې ته ارواپوهان (Sexual Impulsivity) یا جنسي بې پروايي وایي.
دا یو پیچلی او څو قطبي حالت ده، چې کولی شي، د شخص په رواني روغتیا او آرامښت منفي اغیزې وکړي.
دا حالت په مختلف عمر لرونکو کسانو، نوي ځوانان، ځوانان، ځوان لویان او لویانو، په هر جنس او هر ملیت کې لیدل کیږي.
جنسي بې پروایي: د ارواپوهنې، ټولنپوهنې او د اعصابو علم پر بنسټ: هغه جنسي کړنې چې پایلو او خطرونو ته پرته له فکر څخه ترسره کیږي، او دا کړنې د کنترول وړ ندي او د جنسي روږدیتوب له ډولونو څخه ده.
یعنې ترسره کوونکی شخص جنسي هڅوونکو عواملو ته پرته له فکر ناڅاپي عکس العمل ښکاره کوي، حتا که دا کړنې ددې خپل ځان او یا نورو ته ستونزې جوړې کړي.
په ټولنو کې د جنسي تیریو یو له مهمو لاملونو څخه جنسي بې پروایي ده
پداسې حال کې چې جنسي کړنې د انسان له سالمو او طبیعي تجربو څخه ده، ممکن ډیری کسان همدا ادعاوې وکړي؛ خو د جنسي بې پروایي سره یې توپیر داده چې:
1. د کنترول وړ دي، ځان او نورو ته پکې ضرر نه رسول کیږي.
2. له اخلاقو او کلتور سره همغږې ده.
3. له احساساتو او عواطفو سره مل ده.
4. د جنسي کړنو لپاره وروسته له فکر عمل کیږي.
5. د دواړو خواو ترمنځ تفاهم او رضایت موجود وي.
6. د ګناه او شرم احساس پکې نه وي
علتونه
1. د تستوسترون د سطحې لوړوالی یا د عصبي سیستم ګډوډي.
2. د جنسي بې پروایي د کنترول مهارت نه درلود.
3. ژور خفګان، اندیښنې او د شخصیت ګډوډي.
4. کلتوري
ناسم باورونه لکه( نرینه دی، ځان نشي کنترول کولی)، چې دا ناسم باورونه اکثرا په سنتي ټولنو کې مروج دي، یا د جنسي فلمونو او جنسي محرکو کتل
5. روزنیز
د والدینو او مشرانو لخوا د جنسي کړنو او غوښتنو د کنترول اړوند د روزنې نشتون یا ناسم روزنه
( د داسې موضوعاتو زده کول په سنتي ټولنو کې معمولا شرم ګڼل کیږي).
6. د درملو ګډوډي
ځینې درمل یا شرایط کولی شي، چې جنسي میل زیات کړي.
7. د نشه یي موادو استعمال یا روږدیتوب
د جنسي بې پروایي ځانګړنې
1. ناڅاپي او پرته له کنترول جنسي کړنې د مثال په توګه: منفي عواقبو ته پرته له فکر د جنسي خوند لپاره د افرادو( په ځانګړې توګه د مخالف جنس) کتل یا څارل
2. جنسي خیال پلاو
جنسي فکرونه او خیال پلاونه چې تل ذهن اشغالوي او کنترول یې ستونزمنه ده.
3. د جنسي کړنو په کنترول کې کمزوري
حتا هغه وخت هم چې ښه پوهیږي، ښایي ځان یا نورو ته ضرر ورسوي یا د ټولنیز شرم سبب وګرځي، بیا هم بې کنتروله جنسي کړنې ترسره کوي.
منفي اغیزې
1. شخصي او ټولنیزو اړیکو او باور ته ضرر
2. قانوني ستونزې( جریمه، زنداني یا نورو قانوني مجازات.)
3. شرم، اندیښنه او پر ځان د باور کمښت
4. له حده زیات جنسي فعالیت
حل لارې
1. والدینو او مشرانو لخوا اولادونو ته د خپلو غوښتنو، احساساتو، جنسي تمایلاتو، غوسې او… د کنترول په علمي ډول ښودنه( پدې اړوند باید مطالعه وکړي)
2. د ژورې ساه اخیستې او د ٣ ثانیو د ځند تمرین( کولی شۍ چې ګوګل کې یې په اړه مطالعه یا ویدیو وګورۍ)
3. د ورځنۍ فعالیتونو لپاره د منظم مهالوېش لرل
4. مشوره او رواني درملنه
5. جنسي محرکو ته د لاسرسي بندول یا کمول د مثال په توګه: تحریک کوونکي رسنۍ یا فلمونه
6. مخالف جنس ته یواځې د انسان په نظر کتل، نه د جنسي غریزې له اړخه
پایله: جنسي بې پروایي یو ډول اروایي ستونزه ده، چې په ټوله نړۍ کې د مختلف عمر لرونکي کسان ورباندې اخته دي، خصوصا په سنتي ټولنو کې چې مخالف جنسونه له یو بل څخه لرې دي، او یواځې د جنسي غریزې له اړخه تعریف او پیژندل کیږي.
خوشبختانه دا ستونزه د درملنې وړ ده، او هغه کسان چې دا ډول نښې په ځان کې ګوري، پرته لدې چې د شرم احساس وکړي، کولی شي، چې حل لارې په ځان عملي او ترڅنګ یې ارواپوه ته هم مراجعه وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.