د کابل په منډوي کې اورلګېدنې نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالر زیان اړولی

26

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د کابل ښار په منډوي کې د «میرعلم» په نوم سرای کې اورلګېدنې نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالر زیان اړولی او مسوولین وایي که اطفائیه په وخت نه وای رسېدلې، د زیانونو کچه به ډېره لوړه شوې وه.

د کورنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دې اورلګېدنې په اړه لیکلي: «لومړنی تاوان یې نږدې ۷ سوه زره ډالرو ته رسېږي، خو بل خوا بیا د اوروژنې پولیسو د نږدې ۱۵۰ میلیونه افغانیو مالونو د سوځېدو مخنیوی کړی.»

د کابل د لومړۍ امنيتي حوزې امر شاه‌ولي صاحب د اورلګېدنې په ځای کې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه اورلګېدنه سهار شاوخوا پنځه‌نيمې بجې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې سهار د اوروژنې ډله پر وخت د پېښې ځای ته ورسېده او د اورلګېدنې د ژر مهار لپاره یې سیمه کې لارې د خلکو پر مخ وتړلې.

ده د اطفائیې له اړوند کسانو خوښي وښوده چې ډېر ژر د پېښې ځای ته ورسېدل او اور یې مهار کړ.

هغه وویل: «د اسلامي امارت ټول ارګانونه الحمدلله د ولس په خدمت کې دي، که د اطفاییې ملګري دي، که د وزارت داخلې ملګري دي؛ موږ د ټول ولس په خدمت کې یو.»

د کابل د اوروژنې ریاست د سوق او ادارې مدیر فرشید احمدزي د اورلګېدنې په سیمه کې وویل چې د میرعلم په نوم ياد سرای کې پلاستيکي څپلکې او بوټان وو «نو اور یې ډېر خطرناک و، خو اوس الحمدلله خاموش شو.»

د کابل ښار د بوټ‌پلورونکو ټولنې مشر روح‌الله رضايي وویل چې په یاد سرای کې د بوټانو د پلورلو شاوخوا ۳۰۰ هټۍ او ګدامونه وو او له دې ډلې ۱۸ سوځېدلي خو د اوروژنې ډلو اور ژر مهار کړ او د ډېرو زیانونو مخه یې ونیوه.

دی وايي: «په تخميني ډول ویلی شو چې شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی، ۱۸ هټۍ له ګدامونو سره سوځېدلي او مالونه یې د کارونې وړ نه دي.»

د میرعلم سرای یوه هټۍ‌وال حميدالله وویل: «شپږ بجې وې چې زنګ راغی او ویې ویل چې مارکېټ کې اور لګېدلی، کله چې سرای ته راغلم نو د اور وژنې کارکوونکي رارسېدلي وو.»

دی وايي، په دې اورلګېدنه کې ده ته شپږ سوه زره افغانۍ زیان اوښتی.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.