ډیری خلک یقین د ځواک نښه ګڼي؛ یعني پدې ګمان دي څې که یو څوک هرڅومره ډاډه او په یقین خبره وکړي، هغومره به حقیقت ته نږدې وي. مګر د منطقي تفکر تاریخ بیا بله کیسه بولي.
وایي؛ د انسانیت ډیری لوی ناورینونه له شکونو څخه نه بلکې له نه ماتیدونکي یقینونو څخه زیږیدلي دي. ایډیالوژیکي جګړې، مذهبي تعصب، استبدادي رژیمونه، او حتی ځینې غټ علمي او سیاسي ناورینونه ټول له دې باور څخه پیل سوي څې “موږ کره حقیقت موندلی دی.”
ترټولو خطرناکه حالت د خلکو ناپوهي نه، بلکي هغه شېبه ده چې یو کس یا یوه ډله نور پوښتنې ته اړتیا نه احساسوي.
سقراط فلسفه په ځواب نه بلکې په یوې پوښتنې پیل کړه. د هغه مشهوره بیان، “زه پوهیږم چې زه نه پوهیږم،” په ناپوهۍ اعتراف نه وو؛ بلکې د عقل د عاجزۍ دفاع وه. د سقراط لپاره، د پوهې په محدودیتونو پوهېدل د پوهېدو پیل وو. پیړۍ وروسته، کارل پوپر همدغه روحیه عصري ساینس ته راوړه. هغه وویل وای؛ هیڅکله هم یوه تیوري د تل لپاره کرع نه ثابتېږي؛ غوره تیوري هغه ده څې موږ یې تر اوسه په رد کولو نه یو توانېدلي. له همدې امله، پرمختګ د مطلق یقین په مانا نده، بلکې د دوامداره نیوکې او اصلاح لپاره د چمتووالي په مانا ده.
شک د حقیقت دښمن نه دی؛ بلکي د انجماد دښمن دی. هغه څوک چې شک لري، هغه ضرورتاً لع حقیقت څخه انکار نه کوي، بلکې دا مني چې حقیقت د هغه له محدودې پوهې څخه لوړ دی. خو برعکس، مطلق یقین یا ډاډ، بیا ډیری وخت خبرې اترې پای ته رسوي، او هر څه مخکې له مخکې پیژندل شوي ګڼي، او د پوښتني، زده کړي او بدلون امکان له مینځه وړي.
البته، شک هم که په دایمي منزل بدل شي سړی فلج کوي، تل په شک کې پاته کیدل هم فضیلت ندی، فضیلت د باور او بیاکتنې ترمنځ په توازن ساتلو کې دی؛ موږ باید هم په زړورتیا سره د پریکړې کولو توان ولرو، او په ورته وخت کې باید ځان د دې لپاره عاجزه وساتو چې شاید نوي شواهد مو یوه ورځ ذهنیت رابدل کړي.
تمدنونه هغه وخت وده کوي څې په وروستيو ځوابونو د یقین پر ځای د نویو پوښتنو کولو لپاره ځای پرېږدي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.