یوه موضوع چې تل زموږ د سیاسي اشرافو په شعارونو او عام ټولنیز فکر کې ډېره تر سترګو کېږي هغه بې ځایه دښمن جوړونه او د جګ/ړهپالي اډیالوژۍ پالنه ده.
د ناکامو ملتونو تاریخي تجربې ښیي، هغه هیوادونه چې خپلي بهرنۍ پالیسيګاني یا تګلاري یې د لویدیځ په زد، په ځانګړي ډول د امریکا او اسراییلو سره د نظریاتي دښمنۍ پر بنسټ جوړي کړې وي، عموماً د فقر، انزوا او بحرانونو له تریخ برخلیک سره مخ سوي.
برعکس، هغه هېوادونه چې پراګماتیزم (واقعبیني او مصلحتاندیشي) یې د ایډئالوژیکې ج/ګړې پر ځای غوره کړي، اقتصادي پرمختګ، ټولنیزي هوساینې او دوامداره امنیت ته رسېدلي دي. چې غلط نسئ زما مطلب د امریکا او اسراییلو ښه والي او یا بدوالی ندی، یوازي غواړم دا روښانه کړم چې هغوی که ښه وي او که بد، په وړاندي یې دښمني پاله او جګړه پاله ایډیالوژي او انځور، د ملتونو په زیان تمامېږي.
هر حکومت مکلف دی چې د خپل ملت ملي ګټو، ودي، پرمختګ او هوسایني ته لومړیتوب ورکړي. نه دا چې د شعارونو او ایدئولوژیکې دښمن تراشۍ په وسیله هېواد له کړکېچ او شاتګ سره مخ کړي. په نړیوالو اړیکو کې هغه هېوادونه چې بې وقفې د «م/رګ پر دغه او م/رګ پر هغه» شعارونه ورکوي او په جن/ګ پسې ډولونه ګرزوي، خپل ولس له انزوا او تاوان سره مخ کوي. د دولت دنده ده چې د ملت د ګټو لپاره مصلحتاندیشه او واقعبینه تګلاره په مخ یوسي، نه دا چې ځان او ملت د عقیدوي او آیډیالوژیکي جنجالونو او شعارونو په خټو ککړ کړي.
دښمني پاله آیډیالوژي یوه ملت ته له ډېرو اړخونو زیانونه رسوي. له خورا څرګندو زیانونو څخه یو یې تحریمونه او اقتصادي انزوا ده. د حکومتونو خوشک شعارونه او جنګیالی چلند د نړیوالو بندیزونو لامل کیږي چې په نهایت کې د هیواد اقتصاد له رکود سره مخ کوي.
د مثال په توګه، د ایران واکمن رژیم د ځینو پالیسیو په غوره کولو لکه (په ۱۳۵۸ کې د امریکا د سفارت نیول، اټومي وسلو ته د لاسرسي هڅي، او د سیمه ایزو وسله والو ډلو لکه د لبنان حز/ب الله، حم/اس او حوث/یانو ملاتړ) ځان له نړۍ سره په تقابل کې واقع کړی. او بیا چې خپل ولس ته بیانونه کوي وایي “موږ خو په ځان بندیزونه نه دي لګولي؛ دا بندیزونه په موږ غربیانو لګولي؛ او هغوی د هیواد د بدبختۍ ګن/اهګار دي.” خو حقیقت دا ده چې دوی پخپله په ځان د بندیزونو لپاره لار هواره کړي، او نن ورځ په خپل لاس د جوړي شوي انزوا پایلې ګوري.
په ۱۳۵۷ کال کې د امریکا هر ډالر شاوخوا ۷ تومنه و. اوس هر ډالر په ۱۱۳ زره تومنه ده.
یعنې د څوارلسو لسیزو په اوږدو کې د ریال ارزښت نږدې ۹۹.۹۹۹۹٪ راټیټ شوی دی.
د غیر رسمي احصایو له مخې نن د ایران تر ۳۰ سلنه ډېر خلک د شدید فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. او هغه ۳۰ سلنه منځنۍ طبقه، چې یو وخت د ټولنې ستنه وه، هغه هم د زوال او له منځه تګ په حالت کې ده. په ټوله کې یعني د ایران ۶۰ سلنه نفوس له فقر سره مخ دی.
کله چې یو حکومت له نړۍ سره د تعامل پر ځای د خپل «انقلابي دریځ» د اثبات په هڅه کې وي، نو د بهرنیو چارو پالیسي یا تګلاره یې بې اختیاره د دوامدارې دښمنۍ پر خوا ځي، چې پور یې حکومتي نظام، نه بلکې خلک د فقر، انزوا او اقتصادي تنګ لاسیو په بیه پرې کوي.
همدارنګه د خوشکو پالیسیو بل زیان د انساني او مالي شتمنۍ تېښته ده. د جګ/ړهپال سیاست په غوره کولو حکومتونه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره یو ناامنه، بېثباته او بېباوره چاپیریال رامنځته کوي.
حتی مخکې له نړیوالو بندیزونو، د حکومتونو دښم/نانه دریځونه او تند شعارونه د پانګونې مخه نیسي. او په داسې فضا کې که بندیزونه موقتي لېرې شي، بیا هم پانګوال، پانګوني ته زړه نه ښه کوي. د غرب زد آیډیالوژي د غربي فرهنګ د نفوذ د مخنیوي په نوم او د بهرنیو محصولاتو په وړاندي د کورنیو د بډایني او اقتصادي ګواښ په پلمه بهرنۍ سوداګرۍ محدودوي او لدې سره هیواد ته د نړیوالو برنډونو راتګ بندېږي او پایله کې یې یو انحصاري او بې سیالۍ بازار رامنځ ته کېږي او خلک د ټیټ کیفیت توکو په لوړ قیمت رانیولو ته مجبورېږي.
خو غم یوازې د مالي پانګې وتل نه دي، بلکې بشري پانګه هم له لاسه وزي. د اقتصادي او سیاسي فشارونو له امله د ځوانانو، متخصصینو، څېړونکو او متشبثینو پراخ مهاجرت د کیسې تر ټولو تریخ اړخ دی. د کادرونو وتل د مالي شتمنیو تر وتلو هم خطرناکه ده، ځکه چې د هېواد د راتلونکي ماشین په ټپه درو.
همدارنګه د جنګره پالیسیو د زیان په لړ کې، ډیموکراتیکي ادارې کمزوري کېږي او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کېږي.
کله چې حکومت ځان ته یو بهرنی حقیقي يا د تبلیغاتو او له لاري خیالي دښمن جوړ کړي، بیا دا دښمن د ځان لپاره د سیاسي سرکوب او تبلیغ وسیله، او د کورنیو فشارونو او د خلکو د ژوند د ستونزو د توجیه وسیله ګرځوي. هره نیمګړتیا د دښمن د توطئې په نوم توجیه کوي. او له خلکو د جګړې او بحراني حالت په پلمه د اعتراض حق اخلي.
په شمالي کوریا کې غټ شیطان امریکا ته ورکول سوی لقب د تبلیغاتو یوه مؤثره وسیله ده. ټولي نیمګړتیاوي، لوږه، بې برقي او حتی جبري کار په دې بهانه توجیه کوي چې موږ باید د غټ شیطان په وړاندي مقاومت وکړو. په دې توګه، حاکم رژیم نه یوازې د خلکو د هوساینې مسوولیت په غړه نه اخلي، بلکې د خلکو غږ هم خاموشه کوي.
ښه، ما د ایډیالوژیکو حکومتونو د جنګسالارانه پالیسیو دری پایلې بیان کړې چې یو یې اقتصادي بندیزونه او انزوا وه؛ دوهم یې د مالي او بشري پانګې تېښته وه؛ او دریم یې د ډیموکراتیکو بنسټونو کمزورتیا او د مدني حقونو تر پښو لاندې کول وو.
نو اوس د دې ټکو په رڼا کې د جنګره حکومت او پراګماتیک حکومت تر منځ توپیر مونږ ته روښانه کېږي، چې جنګره حکومت نړۍ ته د ښه او بد، کافر او مسلمان، او خیر او شر تر منځ د ج/ګړې د ډګر پّ سترګه او پراګماتیک حکومت نړۍ ته د ملي ګټو د شبکې په سترګه ګوري او د امکان تر حده هڅه کوي چې له نورو هیوادونو سره تاوتریخوالی کم او همکاري او ملګرتیا ډېره کړي.
له بده مرغه د دې ټولو تاریخي حقایقو او تجربو سربیره، دښمني پلوه آیډیالوژیک یا عقیدوي حکومتونه لا هم د لوېدیځستیزۍ، امریکاستیزۍ او اسراییلستیزۍ نارې وهي. حتی د شوروي اتحاد زوال هم پدې پوه نکړل چې د خپل شعاري(ظاهري) او حقیقي بهرني سیاست په جوړښت باندي بیا غور وکړي. لکه جګړه پال سیاست د دې حکومتونو د هویت په جوړښت کې دمره ونډه لري چې اوس فکر کوي هر ډول عقلاني تعامل به د هغوی بقا له خطر سره مخ کړي؟!
البته بیا هم وایم چې دا ټولي خبري د امریکا یا اسراییلو د غلطیو او بې عدالتیو له پامه غورځولو په مانا ندي. زما اصلي هدف د خپل ملت د ګټو او هوسایني لپاره ده سمي ستراتیژۍ غوره کول دي. یو هوښیار دولت، که له کوم هېواد سره ستونزه هم ولري، بغیر له جنګ او دښمنۍ، هڅه کوي د خبرو او تعامل له لارې یې حل کړي. دیپلماسي د عقلانیت، مصلحت او عملي ګامونو له لارې د ملي ګټو د خوندي ساتلو هنر دی، نه د ایدئولوژیکي شعارونو له لارې.
لاندې به زه په ترتیب لومړی د جن/ګي آیډیالوژي پلوه حکومتونو بیا د عقلانیت، مصلحت پلوه او پراګماتیک حکومتونو مثالونه وړاندي کړم.
ایران، ونزوېلا او شمالي کوریا هغه دری مثالونه دي چې د لوېدیځ ضد ایدئولوژۍ له امله د اقتصادي او ټولنیزو بحرانونو سره مخ سوي.
ایران له خورا بډایه طبیعي زېرمو، روزل سوي بشري قوې او ستر جغرافیایي موقعیت سره بیا هم د فقر، تورم او مهاجرت له کړکېچ سره مخ دی.
ونزوېلا د «امپریالیزم سره د ج/ګړې» تر شعار لاندې خپل اقتصاد ته د سقوط لار هواره کړه.
شمالي کوریا د اټومي وس/لو او غټ شیطان (امریکا) زد تبلیغاتو تر سیوري لاندې خپل ولس د لوږې او زنداني ژوند سره مخ کړ.
د دې هیوادونو تر منځ مشترک ټکی د لویدیځ او امریکا ضد شعارونه او د نړیوالې همکارۍ پرځای په ایډیالوژیکي مبارزې ټینګار دی، چې پایله یې ډیپلوماتیکه انزوا، اقتصادي سقوط او پراخه کورنۍ نارضایتي ده.
اوس به په هغو هیوادونو یو نظر تېر کو، چې له لسیزو راهیسې د عملي چلند په غوره کولو او د لویدیځ سره د تیرو دښ/منیو په پریښودو یې ځان پرمختګ او سوکالۍ ته ورساوو. لکه جاپان، سویلي کوریا او سعودي عربستان، چې هر یوه یې په یو ډول په عملي ډیپلوماسۍ او د ایډیالوژیکي دښمني پرځای په کورني پرمختګ تمرکز کړی.
جاپان، د دوهم نړیوال جن/ګ تر ماتې وروسته، د انتقام پر ځای د بیا جوړونې او ډیپلوماټیکي سیالۍ لاره ونیوله. له امریکا سره یې اتحاد وکړ، امنیت یې تضمین او د نړۍ دویم ستر اقتصاد سو.
همدارنګه سویلي کوریا تر جګ/ړې وروسته د امریکا له ملاتړ او پانګې څخه ګټه واخیسته، او ځان یې له فقر نه په صنعتي ځواک بدل کړ.
بله کامیابه بیلګه سعودي عربستان دی. که څه هم د سعودي هیواد هیڅکله په رسمي ډول د غرب ضد پالیسي نه درلوده، خو له مودو راهیسې د سختي مذهبي ایډیالوژۍ او د اسراییلو سره د بشپړ مخالفت له امله ډېر ځورېدو. په هرصورت، د محمد بن سلمان تر واکمنۍ لاندې له سختګیره مذهبي تګلارو واوښت، د ۲۰۳۰ کال اقتصادي طرحه یې پیل کړه، د سیمې له هېوادونو سره یې روغه وکړه، او د پانګونې او سیاحت دروازې یې پرانیستلې.
دا درې بېلګې ښيي چې پراګماتیزم، او مصلحتانديشي د پرمختګ رازونه دي. په ننۍ تړلې نړۍ کې هغه هېوادونه بریالي دي چې د انزوا پر ځای یې د خبرو، پرمختګ او ملي ګټو لاره غوره کړي.
البته، بیا هم وایم چې د دې واقعیتونو له بیان څخه مې مطلب د نړیوالي بې عدالتۍ یا فشارونو شتون ردول ندي، بلکي له هغوی سره د مقابلې دوه لاري مې درښوولي یوه د هوښیارۍ او همکارۍ لار ده او بله یې د دوامداري ایډیالوژیکي (مر/ګ پر دغه او مر/ګ پر هغه) دښمنۍ او ورانۍ لاره.
هیڅ ملت له غرب سره په شعاري دښمنۍ پرمختګ ته نه دی رسېدلی او نه به ورسېږي. سوله او همکاري د دوامداره پرمختګ لپاره اړین شرطونه دي. د امریکا او اسراییو ضد پالیسۍ پای ته رسول، د هغوی د پالیسیو د تاییدولو په مانا نده؛ بلکي یوازې ملي ګټو ته د لومړیتوب ورکولو خبره ده.
په پای کې، که یوه ورځ موږ د خپلو واکمنانو د ټاکلو فرصت ترلاسه کړ، نو عقل حکم کوي چې موږ باید داسي کسان وټاکو چې د خلکو یا هیواد د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکړي، نه دا چې بې ګټي دښمنۍ راتازه کړي.
داسي مشران وټاکئ چې له لوېدیځ، امریکا او اسراییلو سره د خبرو او مصالحې توان ولري، او د بندیزونو پر ځای، خلکو ته پرمختګ او هوساینه راوړي.
عقیدوي جګړهپال فکر له هره ځایه را پیدا کېدای شي، د دیني ایدئولوژۍ له منځه، د چپ افراطیت له منځه، یا د افراطي ملت پالني له منځه. خو پایله یې یوه ده: دښمنتراشي، انزوا، او فقر.
روښانه راتلونکی د عقلانیت، مصلحت اندېشي، پراګماتیزم او تدبیر له لاري شونی دی، نه د تاریخي يا عقیدوي کرکو په اسارت کې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.