د جنګي جرمونو ستر جنايتکار پاکستاني پوځ

منظوراحمد پشتین

96
د جنګي جرمونو ستر جنايتکار پاکستاني پوځ تل د جګړې په ډګر کې د ماتې غصه او وارخطایي په تش لاس عام ولس باندې ایستلې ده.
په پښتونخوا کې د دوی د خپلو پالیسیو په نتيجه کې جوړې شوې جګړې کې، کله چې پنجابي عسکر له زیان سره مخ شي، نو دوی یې په بدل کې عام پښتون ولس بمبار کړی او زیاتره ښځې او ماشومان یې شهيدان کړي دي. ګڼ شمېر ثبوتونه یې تاسو په وروستیو وختونو کې په سوات، باجوړ، مردان، مهمند، کرم، بنو، لکي مروت، وزیرستانونو، ټانک، شیراني، ژوب او نورو پښتني سیمو کې لیدلي دي.
حتی نن ورځ هم د پاکستاني پوځ د کاډکاپټر ډرون په برید کې په میرعلي وزیرستان کې اوه کلنه ماشومه شهیده او یوه تورسرې زخمي شوې ده.
تاسو لیدلي چې د بلوچ په خاوره کې هم ‘پاکستاني پوځ’ د جنګي تلفاتو په بدل کې د عام بلوچ ولس وژنې کوي.
کټ مټ همداسې جنګي جرمونه یې اوس په بر وطن افغانستان کې وکړل. کله چې دوی په جګړه کې څه نه شي کولای، نو خپله وارخطائي یې پر عامو، تش‌لاس ولسونو ایستلې ده.
په چمن کې یې اوه افغان مزدوران په بې‌رحمۍ سره شهيدان کړل، چې له جګړې سره هېڅ تړاو نه درلود. په ګڼ شمیر سیمو کې د عام ولسي ځایونو د بمبارولو ترڅنګ یې نن په کابل کې د ماشومانو ښوونځي هم په نښه کړي، چې پکې ګڼ شمیر ماشومان شهيدان او ټپیان شوي دي.
تېر وختونو کې یې هم په خوست او نورو سیمو کې څو ځله په خپلو بمباريو کې بې‌ګناه ماشومان شهيدان کړي وو.
د دې جنګي جرمونو او ظلمونو پر وړاندې باید بالخصوص هر پښتون افغان او بلعموم هر انسان د خپل وس مطابق عمل او غږ پورته کړي.
په نولسم اکتوبر، ټېکساس، امریکا کې د پي‌ټي‌اېم جرګه به د دې جنګي جرمونو پر ضد راټولیږي، او ورسره به پي‌ټي‌اېم په نړیوال جنګي جرمونو عدالت کې د دې وحشیانه کړنو پر ضد د ثبوتونو پر بنسټ قضیه کوي.
د ټپي ماشومانو او وګړو لپاره له الله تعالی څخه د بشپړې روغتیا دعا کوو،
او د شهیدانو لپاره د لوړو درجاتو، او د هغوی د کورنیو لپاره د صبر او زغم دعا کوو. آمین

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.