نمونیا (سینهبغل) یوازې عادي ټوخی نه دی — دا جدي او خطرناکه ناروغي کېدای شي.
نمونیا د سږو یو انتان دی چې د سږو واړه هوايي کڅوړې (الویولي) پړسوي. په عادي حالت کې دا کڅوړې له هوا ډکې وي، خو د نمونیا پر مهال له اوبو او یا چرک (pus) څخه ډکېږي. همدا لامل دی چې ساه اخیستل سختېږي او بدن ته کافي اکسیجن نه رسېږي.
عامې نښې:
• ساه تنګي
• ټوخی (کله کله له بلغم سره)
• لوړه تبه
• د سینې درد
• ستړیا او کمزوري
• د اکسیجن ټیټه کچه
که درملنه پر وخت ونه شي، کېدای شي د تنفسي ناکامۍ لامل شي.
کوچني ماشومان،مشران،هغه کسان چې معافیت یې کمزوری وي،د زړه او سږو مزمنې ناروغۍ لرونکي کسان
تر ټولو ډېر له خطر سره مخ دي.
د مخنیوي لارې:
• د انفلونزا او نمونیا واکسین کول
• د لاسونو منظم مینځل
• سګرټ نه څکول
• که نښې شدیدې شي، ژر ډاکټر ته مراجعه کول
ستاسو سږي هره ثانیه بدن ته ژوند بښونکی اکسیجن رسوي د هغوی ساتنه وکړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.