په زابل کې ترافیکي پېښه؛ ۴۹ کسان ټپیان شوي

34

د زابل ولایت په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۴۹ کسان ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینو د سې شنبې په ورځ، د زمري ۱۳مه، ویلي چې دغه ترافیکي پېښه تېره شپه د زابل ولایت د مرکز قلات ښار اړوند د باکورزو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، ټول ټپیان د درملنې لپاره د قلات ښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی او د پېښې اصلي لامل هم لا نه دی روښانه شوی.

د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، د سرعت له اندازې زیاتوالی، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه پلي کېدل په هېواد کې د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.