د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د سختو سېلابونو له امله درې ماشومان ورک شوي او لسګونه کورونو او کرنیزو ځمکو ته زیان اوښتی دی.
ځایي سرچینو د سې شنبې په ورځ، د زمري ۱۳مه، ویلي چې دغه پېښه پرون د برګمټال ولسوالۍ کې شوې، چې له امله یې ۸۷ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د سرچینو په وینا، د سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو یوه برخه هم له منځه تللې او د اوښتو زیانونو او د ورک شویو ماشومانو د برخلیک په اړه د لا ډېرو معلوماتو راټولولو هڅې روانې دي.
په نورستان کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې، خو د احتمالي تلفاتو او زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستو د بهیر په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې په نورستان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۸۵ نور ټپیان کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.