تهران: د هرمز تنګي د بیا پرانیستو اجازه نه ورکوو

34

تهران: د هرمز تنګي د بیا پرانیستو اجازه نه ورکوو

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، تهران به د هرمز تنګي د بیا پرانیستو اجازه ورنه کړي او هغه راپورونه چې ګواکې ایران د قطر د منځګړیتوب وړاندیز د منلو او د دې اوب‌لارې د فعالیت د بیا پیلولو هوکړه کړې، له حقیقته لرې دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، چې د ایران د مذاکراتي پلاوي د یوې سرچینې له قوله د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۲مه خپور شوی، د هرمز تنګي د بېړیو تګ‌راتګ د بیا پیل په اړه هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې.

د سرچینې په وینا، تر هغه چې «متحده ایالات د ایران پر وړاندې خپلې دښمنانه کړنې دوام ورکړي»، دغه ستراتیژیکه اوب‌لاره به تړلې پاتې وي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له ایران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو په موخه یې پر دغه هېواد پلان شوی برید لغوه کړی دی.

هغه زیاته کړې وه چې ایران او د منځني ختیځ یو شمېر نورو هېوادونو له واشنګټنه غوښتي وو برید ونه کړي، ځکه ښکېلې خواوې د یوې سیاسي حل‌لارې پر چوکاټ خبرې کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.