کابل (پژواک، ۱۵ د مرغومی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې؛ هغه موضوع چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري رد شوې او هغوی ټینګار کوي چې افغان ښځې له خپلو شرعي حقونو برخمنې دي.
آمنه محمد پر خپل اېکسپاڼه کې لیکلي دي: «په افغانستان کې میلیونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو، لکه زدهکړې، کار، امنیت او د تګراتګ له ازادۍ، له سختو محدودیتونو سره مخ دي.»
هغې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید پر دې وضعیت سترګې پټې نه کړي.
په ورته وخت کې، د اسلامي امارت مسوولینو وار، وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې د اسلامي شریعت له مخې له ټولو خپلو حقونو برخمنې دي او عزتمند او باوقاره ژوند لري.
د اسلامي امارت د مسوولینو په وینا، د اسلامي امارت د رهبرۍ شپږ مادیز فرمان د ښځو شرعي حقونه تضمینوي او مسوولین، قومي مخور، د دین عالمان او مشران مکلف کوي چې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن پاتې شي.
د اسلامي امارت مسوولینو همدارنګه ویلي چې د مناسبو شرایطو له برابرېدو سره به د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو لګېدلي محدودیتونه لرې شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.