هیڅکله یوماشوم داسې حالت ته مه رسوئ

ژباړه: ساهره شریف

42

هیڅکله یوماشوم داسې حالت ته مه رسوئ،چې خپله مینه،پام یاخپلې اړتیاوې دخپل بدن په بدل کې معامله کړي.
کله چې موږماشوم ته وایو:
«که زه دې ښکل کړم نوستادخوښې خواړه به درکړم»
«چاکلیت درکوم که غیږدې راکړه.»
«یوه مچوراکړه چې پارک ته دې بوځم.»
«ماښکل کړه چې اجازه درکړم فلم وګورې.»
په ظاهره داجملې ساده،حتی مینه ناکې ښکاري؛خودماشوم په ذهن اوروان کې دډیرجدي اوخطرناک پیغام په توګه پاتې کیږي؛هغه پیغام چې ښایي کلونه وروسته یې اغیزې دهغه په اړیکو،شخصیت اورواني خوندیتوب کې راڅرګندې شي.ماشوم دازده کوي چې خپلوهیلواوغوښتنودپوره کیدولپاره بایدخپل دبدن شخصي حریم نوروته وسپاري.
هغه زده کوي،چې«نه»ویل ارزښت نه لري اودنورو رضایت دده تراحساساتولوړاومهم دی.
ماشوم دا هم زده کوي ،چې مینه اومحبت هغه څه نه دي ،چې په ازاده توګه درکړل شي،بلکې دمعاملې یوه وسیله ده.په داسې حالت کې ماشوم انتخاب نه لري؛یعنې دی یوازې دانعام دترلاسه کولولپاره عمل کوي.اوداپه دې مانا،چې :دې ارادې غلي کیدل،دشخصي حدودوکمزوری کیدل اودبدن دحریم دماتیدلوعادي کیدل،حتی که داماتیدل دیوې ظاهرأبې خطره مچوکولوپه بڼه وي.
ددې جملوپټ پیغامدا دی:
«ستابدن ددې لپاره دی،چې پرې خپلې غوښتنې ترلاسه کړې.»
داپه ناپامۍ کې روزنه په راتلونکي کې کولای شي لاندې پایلې ولري:
— دجنسي اوفزیکي ناوړه ګټې اخیستنې پروړاندې ډیرسخت زیانمن کیدل.
— په اړیکوکې دسالموحدودودپیژندلوکمزوري.
— د«نه»ویلوناتواني .
— دپریښودل کیدو ویره.
— پرځان دباورکمیدل.
— ناسالم عاطفي تړاو.
— دغوښتنودترلاسه کولولپاره دسالمواوباعزته لارو نه کارول.
هغه ماشوم ،چې دا یې نه وي زده کړي چې بدن یې د ده خپل دی،په لویوالي کې هم په سختۍ کولای شي له ځانه ساتنه وکړي.
څه بایدوشي:
مینه بایدبې قیدوشرطه وي،نه دانعام په توګه.
دماشوم بنسټیزې اړتیاوې بایدپه ښکلولو،غیږیالمس پورې تړلي نه وي،پرځای یې:
— که ماشوم وغواړي غیږدرکړي یاموښکل کړي،په ډیر درناوي یېومنئ.
—که ونه غواړي ،بې له خپګانه اوبې له فشاره،دده انتخاب ته درناوې وکړئ.
— ماشوم ته وښیئ،چې بدن یې ارزښتمن دی،اویوازې دی به خپله پریکړه کوي چې څوک اوڅنګه ورنږدې شي.
کله چې ماشوم دازده کړي چې:
«زه هغه وخت هم خوښ یم ،کله چې «نه»وایم.»
نویوداسې انسان به لوی شي چې قوي،خپلواک اوله رواني پلوه به خوندي وي.
سالمه روزنه وړو کرښواو حدودو ته له درناوي څخه پیلیږي ؛هغه کرښې اوحدود چې که نن له پامه وغورځول شي،سباښایي دماشوم درواني اوجسمي خوندیتوب په بیه تمام شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.