څنګه په پټو پټو سترګو وهې چیغې
قتلوې نرګیسي پاڼې د ژوندون
ژوبلوې نارنجي وریځې د ښایست
سپین لاسونه دې ډير وخت شو
د یوبې پلاره ماشوم د وینو بوی کا
ستا چوپتیا هم لکه مرګ داسې ترخه ده
ستا چوپتیا هم لکه قبر نیمه شپه کې
خپله خوله همیشه خلاصه وي نیولي
ته له کومې تورې شپې یې راپیښ شوی
چې نازکې رڼاګانې پرې کوې په چړې داسې
ته به وایې زوړ مغل یې
په پښتون کړې ګوزارونه
د نفرت له کومه ښاره یې راغلی ؟
چې د عشق زخمي مرغۍ داسې په موټي کې کیښکاږې
اې په خپل وجود کې ورکه !
قتل لاره د حل نه ده
څو سپرلی دی
په وژلو ګلابونه نه ختمیږي
ژوند څراغ دی رڼایی ده محبت دی آبادي ده
تاته چا ویل چې ژوند مرګ دی
توره شپه ده
خودکشي ده ؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.