اختر د لنډیو په هنداره کې

آصف بهاند

28

اختر د لنډیو په هنداره کې

 

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۶۷مه برخه

 

پردی وطن، پردۍ‌کوڅې دي

اختره مه‌راځه زارۍ درته‌کومه

 

اختر په خپل انگړ مزه کا

د مسافر به څه اختر وي، څه خوندونه

 

چې لږرالوی شوم، مسافر شوم

بیخي مې ونه‌کړل په کلي اخترونه

 

خلکو اختر کې غاړې‌ورکړې

ما له په پټه جانان لاس نه‌راکوینه

 

د چا خبره لکه گفت چې ورته شوی وي چې د افغانانو اختر او نوي کال دې باید په وینو رنگ وي، دا دی سږ نوی کال او اختر یوځای راپېښ شول، خوا دا ځل نه پسرلی شین دی او نه هم اختر خوښي راوړه.

خبره دا ده چې نه اختر ملامت دی او نه هم نوی کال؛ پرلپسې ناخوالو موږ دومره ناتوانه کړي یو چې دوښمن هروخت وغواړي، په وینو مو رنگولی شي او دا ځل یې هم په داسې وخت کې زموږ د هېوادوالو وینې وبهولې چې نه څوک د اختر په خوښۍ پوهېـږي او نه هم د پسرلي له شنیلي نه خوند اخیستی شي. د دوښمن دا گوزار باید بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

زما د لنډیو راټولولو کار نه درېـږي، خو د ځانگړو مناسبتونو له پاره په موضوع پورې اړوند لنډۍ هم راټولوم او له خپلو درنو لوستونکو سره یې شریکوم. څوورځې مخکې مې په روژې پورې اړوند راټولې کړې لنډۍ خپرې کړې او دا دی اوس د کوچني اختر په مناسبت اختریزې راټولې کړې لنډۍ له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

یاره رامنډه‌که، اختر دی

دواړه لاسونه مې کولاو نیولي‌دینه

 

یاره رامنډه‌که اختر دی

سپینه جوړه تیاروه اخترراځینه

 

یاري د لرې‌ځای مزه کي

هره ډالۍ یې د اختر، پرځان راځینه

 

پردی وطن، پردۍ‌کوڅې دي

اختره مه‌راځه زارۍ درته‌کومه

 

په دې اختر کې مزه نه‌شته

زه مسافر، ادکه لرې ژوند‌کوینه

 

پرتا اختر دی، گوتې سرې‌کړه

پر ما سیلۍ د بېلتانه راغلې‌دینه

 

په دولتونو پسې ورکه

د غم اختر دی، بې‌له‌تا یې تېرومه

 

اختر نږدې ده، روژه لاړه

لیلا به چاته سری منگولې ښکاروینه

 

اختر ته هیڅ نه‌درنه‌غواړم

زما په‌کار دي د دوو سترگو دیدنونه

 

اختر په خپل انگړ مزه کا

د مسافر به څه اختر وي، څه خوندونه

 

اختر راغلی، خوند یې نه‌شته

زړونه مات‌شوي، له مستۍ وتلي‌دینه

 

اختره ستا به څه‌مزه وي

له ما نه ښکلی یار جدا دی، زړه‌مې چوینه

 

اختر به بیا په کلي راشي

د کلي وړکي مسافر دي، څه بې کړمه

 

اختر ته څوورځې وخت پاتې

پیغلې‌میراتې به د چا لارې څارینه

 

اختر به څه، خوښي بې څه‌وي

چې یار دې نه‌وي، څه اختر، څه یې خوندونه

 

اختر ته تورې جامې وکړه

په تن به ستا وي، خوند به ماته راکوینه

 

اختر دې تا ته مبارک وي

ما څوک بایللي، پرما نه‌شته اخترونه

 

اختر به بیا وطن ته راشي

زړگیه تللی جانان بېرته نه‌راځینه

 

اختر ته ځکه خوشالېـږم

چې واده شوې نجونې کلي ته راځینه

 

اختر ته ښکلې‌جامې وکړه

که خیر و، دا ځلې به خامخا درځمه

 

میٔنوزړونو ته سلام دی

دوی بې‌جانانه اختر څنگه تېروینه

 

مورې اختر ته سینگار نه‌کړم

یار مسافر به په زړه څه‌ارمان لرینه

 

چې لږرالوی شوم، مسافر شوم

بیخي مې ونه‌کړل په کلي اخترونه

 

خلکو اختر کې غاړې‌ورکړې

ما له په پټه جانان لاس نه‌راکوینه

 

روژه د خدای له‌پاره نیسم

اختر به ستا له‌پاره کلي ته درځمه

 

زما اختر ته جامې نه‌شته

تا د یوې پرځای، څلور گنډلې دینه

 

ورونو اختر ته خویندې بوتلې

بې‌وروره خویندې به د چا په تمه وینه

 

د بل‌وطن به څه اختر وي

چې نه دې کور وي، نه دې مور په خوا کې وینه

 

دې راروان اختر له راشـه

روژې مې ټولي په سلگو نيولې‌دينه

 

د رو‌ژې‌میاشت په تېرېدو ده

د اختر شپه به د یار غیـږ ته رسومه

 

د اخترشپې دي یاره راشه

که ته رانه‌شې، پر ما ویر دي اخترونه

 

نور مې کار جوړ که، پاکه خدایه

څـویـم اخـتـرشو پـه سـفـر یـې تـېـرومـه

 

لالیه څومره‌دروغجن یې

ما ته اختر ـ اختر کوې، تېرشول کلونه

 

که د اختر په شپه رانغلې

ته به ژوندی، زه دې په مړو حسابومه

 

ته د اختر په سهار راشه

زه به دروزم خورلې زلفې، سره لاسونه

 

سبا نه، بله ورځ اختر دی

خلک جامې گنډي، زه روغ گرېوان څيرمه

 

سږ د اختر خوندونه نه‌شته

زړونه مات‌شوي، له ارام وتلي‌دینه

 

نوربیا

روژ د لنډیو په هنداره کې

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.