وچکالي، اوږدمهاله سخت سیلابونه او طوفانونه، ګرم او بې واورې ژمی، د اوړې بې وخته بارانونه چي ورسره خوراکي خوندیتوب د منځه ځي، قطبي سمندر ( انترکتیکا) کي د کنګل یخچالونو اوبه کیدل چي ورسره د سمندر د اوبو سطحه لوړیږي، بړبړوکۍ، طبیعي اورلګیدنه، د سیندونو وچیدل، د ساري ناروغیو زیاتیدنه، د پوستکي سرطان ناروغۍ زیاتیدل او خپریدل، او په سمندرونو کي د الجی او فنجیانو ډیریدل په نړی کي د اقلیم د بدلون له اثراتو څخه ګڼل کیږي. خو د اقلیم بدلون د نړۍ په ټولو سیمو یو شان اثر نه لري؛ بلکې متفاوت دي. ځينې سیمې به د یو شمېر نورو په پرتله ډېرې ګرمې شي، په ځینو سیمو کې به تیز اورښتونه ډېر شي او ځينې نورې سیمي به بیا له سختې وچکالۍ سره مخ شي.
د نفوسو زیاتوالۍ، ښاري پراختیا، د آبګیر په ساحاتو کي انساني فعالیتونه او مداخلي، د سیند د حریم غضب، د سیند د اوبو د جریان په مسیر کي موانعو ایجاد، د ونو پري کول او د تعمیراتو د ساختماني چارو دپاره د شنو ساحو له منځه وړل (صحراګرایی) هغه مهم عوامل دي چي د سیلابونو د جریان رژیم يي مختل یا ګډوډ کړی او ورسره د تخریباتو کچه لوړ شوی.
د ځمکي ګرمیدل او اقلیمی بدلون له کبله په سیندونو کې د بحراني (سیلابي) جریان ورځی ډیري او د سیند د متوسط جریان ورځې کم شوی دي. په دې معنی چې د پسرلي په موسم کې دوامداره سیلابونه راوځي خو ورپسې دوبي موسم کې چي نباتات اوبو ته اړتیا لري او کروندي باید خړوپ شي د سیند منځني جریان اصغري حالت ته غورځیدلی. دا بدلون له هره پلوه ویجاړوونکی پایلي درلودی شي.
له یوي خوا د اوبو د منابعو ناسم مدیریت او له بلي خوا ددغه منابعو د استعمال په برخه کي د خلکو غیر مسولانه چلند د عامو افغانانو ژوند د سترو چلنجونو سره مخ کړی او د راتلونکو نسلونو ژوند د ګواښ سره مخ دی.
سخت او شدید بارانونه چي له امله يي د ښآر د سرکونو آبرو (د غاړو ویالي) ظرفیت پوره کیږي او اوبه د سرکونو په سطحه کي جریان پیدا کوي په ښآري نظم او د ښاریانو په صحت منفي اغیزه شیندي.
که څه هم د هایدرولیکي یا د اوبو د لارو (آبرو) ساختمانونه د تیرو کلونو د اورښتونو د تجاربو او د سیندونو د هایدرولوژیکي معلوماتو په بنسټ ډيزاین کیږي خو ورستیو کي د اقلیم چټک بدلون ددي سبب شوی چي کلني سلسله نظارت ژر ژر تکرار شي او یا تر مخکنیو ثبت شوو ارقامو یو په دوه چنده سیلابونه راووځي د مثال په ډول ننګرهار ولایت لعلپور ولسوالۍ د ډکي هایدرولوژي استیشن کال 2016 کي د کنړ په سیند کي د اوبو اعظمي مقدار 2000 متر مکعبه په ثانیه کي ریکارد اوثبت کړی، خو په کال 2022 کي بیا دغه مقدار 3772 متر مکعبه په ثانیه کي ثبت شوي یعني 2018 څخه تر 2021 کلنو کي چي کوم هایدرولیکي ساختمانونه ډيزاین شوي د 2016 کال د اعظمي ریکارد شوي رقم (2000M3/sec) په اساس دیزاین شوي خو په 2022 کال کي د 3772 متر مکعب په ثانیه کي ددومره جریان عبور ورکول د ودان شوو ساختمانونو د ظرفیت څخه نږدي یو نیم چند زیاد دی او دي سره د هایدرولیکي ودانیو د تخریب چانس زیاتیږي.
پورته مثال په سړکونو د هایدرولیکي ودانیو برخه کي یعني د پل، پلچک، او د سرکونو د آبرو (د غاړو ویالي ) په برخه کي هم د تطبیق وړ دی.
ښارونو کي د ښآریانو د خوا نا مناسبو ځآیونو کي د کثافاتو اچول چي له امله يي د سرک آبرو ( د غاړو ویالي) ظرفیت کمیږي او یا په بشپړ ډول بندیږي، غیر معیاري ښارګوټي جوړول او رامنځته کول، د سرکونو د آبرو نه پآکول، ښآرونو کي د نفوسو تراکم، هغه نور اضافی عوامل دي چي د شدید او تیزو اورښتونو په وخت کي د باران اوبه د سرکونو په سطحه جریان پیدا کوی او له امله يي په سړکونو جوړ شوي هایدروتخنیکي وداني او سړکونه تخریبیږي او د چآپیریالي ککړتیا په پراختیا کي مرسته کوي. چاپیریالي ککړتیا بیا د بي شمیره ساري ناروغیو عمده عامل دی.
د سړک په سطحه د اوبو د جریان انحراف نه یواځي د سړک اړوند ساختمانونه بلکه نور ټولګتي او خصوصي و دانۍ هم ویجاړوي او له امله يي انساني تلفات هم رامنځته کیږي.
د شدید او تیزو اورښتونو وخت کي د سړکونو په ساتنه کي د عامو خلکو رول:
موږ ټول د نن ورځې د هایدرولیکي ودانیو او سړکونو د آبرو په بندښت کي یوې اندازې پورې مسؤل اوشریک یو.
خو ځینې داسي ساده لارې چاري شتون لري چې کولی شو د اوبو د لارو د بندولو او د طبعي آفاتو په وخت کي د عامه ښاري تاسیساتو د تخریب په برخه کې خپل ونډه محدود کړو.
تر هر څه لمړي باید د حکومت د خوا د اوبو د سرچینو او د اوبو د منابعو هر اړخیز مدیریت دپاره د وضع شوو قوانینو ملاتړ وکړو.
حکومتي مسولین ،محلي سیمه ایزو ټاکل شویو چارواکو ته ووایاست چې دوي باید د نویو لارو د معیاري جوړیدو، په عصري سړکونو د پانګوني، او د مخکي جوړ شوو سړکونو او د اوبو د سرچینو د ساتنې او پاملرڼي په برخه کي د پانګوونې ملاتړ وکړي، همدارنګه، زده کړئ چې تاسي او ستاسو شاوخوا خلک څنګه کولی شئ د حکومتي ارګانونو سره د پالیسۍ جوړولو په پروسه کې برخه واخلئ.
عامه پوهاوي باید زیاد کړو د اوبو د مجرا چي د باران په وخت کي په کومه لاره جریان پیدا کوي، عامه لارو د حفاظ و مراقبت په برخه کي باید خپل معلومات زیاد او بیا يی تر نورو ورسوو، تر هر څه لمړي باید پدي پوه شو چي زمونږ د د سړک د اوبو لار خلاص دی؟ کثافات پکي راغونډي شوی؟ ګاونډيان مو دغو آبرونو سره څه ډول چلند لري؟ د بد رفتونو اوبه له کومي مجرا وځي؟څښاک او اړتیا وړ اوبه له کوم ځای څخه راځي؟
شدیدو ورښتونو وخت کي چي پوهیږو د سیلابونو د راوتلو خطر زیاد وي د اوبو دجریان د مجرا (سیند او خوړ) او د لویو هایدرولیکي ودانیو څخه باید خوندي ځآی ته لاړ شو.
د هوا شناسي د ادارو رسمي خبردارۍ او وړاندویني باید جدي ونیول شي .
ورځنیو چارو کي د پلاستیکي لوښو مصرف کم او کله چې کولی شو یو پلاستیکي لوښی بیا وکاروؤ بیا يي کارول ښه عمل دی پلاستیکي لوښي او شیشه يي بوتلي چي د اوبو د لارو په بندښت کي رول لوبوي بي ځایه مه غورځوئ!
خپل زاړه درمل باطله داني یا کثافات داسي ځآي کي مه غورځوئ چی پوهیږي له امله يي د سړکونو ویالي بندیږي.
که تاسو د محلي ویالو خولي یا جالۍ وینئ چې د کثافاتو لخوا بند شوی وي، نو پاک یې کړئ ترڅو دا کثافات له اوبو څخه لرې وساتئ او په دي ترتیب تاسو به په سخت ورښت کې په سړکونو د د اوبو د ډنډیدو مخنیوي کې هم مرسته کړی وي.
که تاسو مواشي یا اهلي حیوانات لرئ، د هغې کثافات راټول او مناسب ځاي کي وغورځوئ.تر څو له دي ناحیي د اوبو مجراوي بندي نشي.
ښار د ټولو مشترک کور او ښاري تاسیسات او وداني د ټولو ګډه شتمني دی او مونږ ټول د اوبو دسر چینو، ښاري تاسیساتو او عامه شتمنیو د حفاظت مسولین یاستو.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.