ټیټ پوړی مامور/ لمړی برخه 

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

59

د ماشومانو د زیږد د نیټي او تاریخ لیکل او یاداشت اخیستل افغان کورنیو کي عامه موضوع نه ده، اکثر کورنی حتا لوستي کورنی هم د خپلو ماشومانو د زوکړي تاریخ نه لیکی، خو په لږ تعداد خلک شته چي دا کار کوي او د خپلو ماشومانو د زوکړي تاریخ لیکي او ځآن سره يي ساتي، زمونږه کورنی په هماغه ډیر شمیر کي شامل دی زمونږ پلار چي مونږ کاکا غږ ورته کوو ما سره زما د زوکړي کوم لیکل شوی یادداښت نه دی شریک کړی او نه هم په دي رابطه يی راسره کومه شفاهی یادونه کړي، په همدی خاطر ما خپله د خپلي زوکړي نیټه د پوهنتون څخه د فراغت نه څو کاله وروسته چي کله دیپلوم ته مي اړتیا شوه 22 د مارچ کال 1980 وټاکه، خو مور مي کله کله به راته ویل چي د ببرک کارمل د حکومت په پیل کي کال 1359 زیږیدلی یی مور می تر شپږم صنفه زده کړه کړي او نظر د افغانستان نورو همزولو ښځو ته په لیک لوست کي ښه دی ، خو په هر حال زه ددي یادښت(ټیټ پوړی مامور)  لیکوال عبدالسمیع په 1359 هجري زیږدیز کال د جلال اباد ښآر په روښان مینه سیمه کي زیږیدلی یم، او د پلار لمړی اولاد یم، والدینو ته زما د رنګ او قیافي د ورته والي نه علاوه یو څه چي ما د ادي یعني نیا نه مي په ارث وړي هغه دا دي چي د خبرو وخت کي کله کله مي ژبه بندیږي، خاص هغه وخت کي چي غصه او قهر یم یا هم هیجاني (وارخطا) اوسیږم بیا د ژبي بندښت مي زیاتیږي، او خبري سم نشم کولي،  کاکا یعني قبله ګاه صیب مي داکتر عبدالشکور واحدي د طبي علومو اکاډمي د اسیستانت داکتر د څانګي څخه فارغ دی چي په همدي مسلک کي د افغانستان د ملي اردو لیکو کي دنده ترسره کړي او1395 کال تقاعد ته سوق شو، نیکه مي عبدالصمد واحدي په خپله هغه ځمکه چي د پلار نه یعنی عبدالواحد خان څخه په میراث ورته پاتي وو او د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالې د برشمسه پور(شمسه پورعلیا) کلي کي موقیعت لري  په کر کیله او زراعت بوخت وو او د همدي لاري يي د خپل ژوند ضرویات او معیشت تامینوله. ټوله کي په افغانستان باندي د شوروي ځواکونو د یرغل څخه یو کال او څلویښت ورخي ورسته  زه د افغانستان یو  علم پروره او اقتصادی لحاظ متوسطي کورني کي پیدا یم او زمونږ د ژوند حالات په افغانستان کي د سیاسي حالاتو د ادلون بدلون له امله ډیره متاثر کیده او هر ځلي بدلون سره ډیر رواني او اقتصادي فشار او زیان مو ګاللی.

ما په داسي حال کي دې نړی ته سترګي غړولي چي افغانستان عملا تر بهرنی یرغل لاندي وو او زمونږ هیواد د نړیوال شرق او غرب د استعماري ځواکونو د سیاسي او نظامي تقابل مرکز ګرځیدلی وو، زما او زما د همزولي نسل د ماشومتوب دوره په تحمیلي جنګونو،نا آمني، محرومیت، فقر او بي وزلي کي تیره شوي.

زما دمور د نکل په اساس چي وروسته يی مونږ ته کولي زما  تر زوکړي کال یا دوه  کاله وروسته زما  پلار د افغانستان د وخت دولت سره د ملي اردو د صحي خدماتو برخه د پکتیکا ارګون کي دنده ترلاسه کړه ځکه خو پلار می خپله میرمن او دوه بچیان ارګون ته انتقال کړه خو هلته هم تر ډیره پاتي نشو زه 5 کلن وم چي پلار مي داخل خدمت د لاري د کابل طبي پوهنتون ته لاره پیدا کړه او زمونږ کور يي کابل ته انتقال کړه همدي وخت کي وو چي ما د کابل خیرخاني سیمه کي د خواجه بغرا په متوسطه کي خپلي لمړني زده کړي پیل کړي خو ډیر وخت نه وو تیر چي د هیواد امنیتي حالاتو له وجهی حکومت تصمیم ونیو چي داخل خدمت محصلین یو ځل بیا دجګړي لیکو ته ولیږي په همدي اساس زه د ښونځی په دویم ټولګي کي وم چي د پلار د وظیقي د تغیر سره هم مهاله کورنی مو جلال آباد ښار، اربابانو سیمي  ته انتقال او د نیا، نیکه او ترونو سره یو ځآی شولو او زه هم د تجربوي ښوونځی کي چي هغه وخت متوسطه وو او بیا د حامد کرزي د ریاست جمهوري په وخت کي په لیسه بدله شوه شامل او تر نهم ټولګي مي همدلته زده کړي وکړي. چی بیا د لیسي دوره مي د ننګرهار عالی لیسه کي بشپړه کړله. زما پلار یو علم پروره انسان دي په ډیرو سختو حالاتو کي چی دې د سختو مالی او اقتصادي ستونځو سره لاس و ګریوان وو په اولادونو يي  زده کړي وکړي ځکه خو مونږ 7 ورونه او دوه خویندي ټول لوړي زده کړي لرو، د نورو ډیرو ناخوالو او د ژوند د سختیو تر څنګ زما د پلار اومور یوه ستره ستونځه دا هم زغملي، چي زما د پلار مور اولادونه په کوچنیتوب کي مړه کیدل خو تر ټولو غمجنه پیښه دا وه چي مونږ په 2011 کال کي خپل یو ځوان ورور طارق واحدي چي کابل کی د نیما (حسابداري) انیستیتوت څخه تازه فارغ وو د جلال آباد کابل لویه لاره یوه ترافیکي پیښه کي دلاسه ورکړه د نورو ناخوالو تر څنګ دا زما د کورني بیا د مور پلار دپاره یوه ډیره غمجنه او نه جبرانیدونکي ضایعه او پیښه وه، د کاکا (پلار) په اولادونو کي زه عبدالسمیع واحدي د پولی تخنیک څخه د لیسانس په درجه فارغ یم، دویم ورور می محمد خالد واحدي د کابل ساختمانی انستیتوت فوق بکلوریا فارغ، یما واحدي د ننګرهار د زراعت پوهنځی څځه د لیسانس په کچه فارغ چي بیا ورسته يي خپله ماستری د مدیریت په برخه کي د هندوستان هیواد څخه ترلاسه کړه، طارق واحدي د حسابداری انستیتوت فارغ وو چي د سفر په پیل کي رانه ابدي بیل شو، مرتضي واحدي دوه لیسانسه یو د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د معادن دیپارتمنټ او بل د مریم پوهنتون څخه د اقتصاد پوهنځی فراغت او یوه ماستري سند په توسعه اقتصادي کي ، خور مي سلما د شریعاتو پوهنځی څخه د لسانس په کچه، بله خورکی نرګس واحدي د لسانس په کچه دټولنیزو علومو دڅانګي فارغه ، داکتر نعمان واحدي خصوصي پوهنتون څخه د ستوماتولوژي د شپږ کلني دوري فارغ او کشری ورورم قاري عمران واحدي د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی دي.

زما د کاکا (پلار) په شمول زما د نیکه عبدالصمد خان څلور زامن وو زما په کاکا ګانو کي زما مشر تره چي زما تر پلار هم مشر دی غلام دستګیر خان لوړي زده کړي درلودي د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي څخه فارغ وو او ددي ترڅنګ دسیاسي لرلید او علمي مطالعي درلودونکي انسان دی نوموړي د نور محمد ترکي په حاکمیت کي د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالی د ولسوال او بیا وروسته دهغه ځایه د افغانستان اداره امور کي دنده ترسره کړي، خو دده خپل دخولی خبره ده چي د روسانو د راتګ په وخت کي نوموړي په یو منځ مهاله (شپږ میاشتني تحصیلي) بورسیه د لاري د شوروي د تاجکستان په جمهوریت کي وو چي تر راګرځیدو لا وړاندي خپله دنده يی دلاسه ورکړي وه او کله چي د شوروي څځه افغانستان ته راګرځي دلته نظام تغیر شوی، خلقیان حاشيي ته شوي او پرچمیان په واک کي دي.ځکه خو دي هم تر یو وخته بی دندي پاتی وو چي بیا وروسته د ننګرهار په فواید عامه ریاست کي تقرر تر لاسه کړه.

د پکتیکا د ارګون ژوند زما نه یادیږي ځکه زه ډیر کم عمره او کوچني وم هغه څه چي څه نا څه زما ذهن کي شته جلال اباد دریمه ناحیه اربابانو کلي کي زمونږ ژوند ده خو د هغه وخت کوم تصور او فهم  چي ما د حالاتو څخه درلوده اوس چي د ژوند په څلورمه لسیزه کي یم ډیر متفاوت دي.  هغه وخت زمونږ د قبله ګاه صیب وظیقه د قول اردو نمبر 1 روغتون کي  د ملي دفاع وزارت اړوند وو البته دا د 1366 څخه ورسته کلونه وو، مونږ چي کله ننګرهار ته کډه شولو دا هغه وخت وو چي روسان د افغانستان څخه په وتلو پیل کړی وو د روسانو ټانکونه هره ورځ زمونږ د کور د عمومي سرک چي زمونږ د ښوونځي په لاره وه تیریدل مونږ ټولګیوال به دسرک غاړه کی ودریدو او د روسي ټانکونو د تیریدو ننداره مو کوله، کله کله به مو د لاس په غځولو داسي اشاره کوله چی ګویا مونږ ته کومه خوراکی توکي کڅوړه راوغورځوي، همدا وخت وو چي ټوله مشرقي سیمه چي ننګرهار هم پکي شامل وو جنګونو زور اخیستی وو، جلال آباد ښآر چي مونږ پکي میشت وو هر سهار ماښآم یا د ورځي شپي په جریان کي په مسلسل ډول د تنظیمي جهادیانو چي ویل کیدل پټنځایونه يي د پاکستان په خاوره کي دي د ړندو راکټي بریدونو شاهد وو، دغه ړانده راکټي بریدونه چي سمت او لوری يي نه وو معلوم د ښار ګڼ میشتو سیمو کي، یا ټولګټو ځایونو کي، یا هم ملکي خلکو کورونو او نظامي تاسیساتو کي لګیدل او بیشمیره مالي او ځاني زیان يي اړوه، د همدغو ړندو راکټي بریدونو د ویري به زمونږ ښوونځي په میاشتو میاشتو بند وو او درسي پروسه په ټپه ولاړه وه، خو هر کله به چی موقع مساعد کیدله ښونځي به پیل شول، اکثره وخت دا به داسي حالت وو چي تعلیمي کال به په خلاصیدو وو ځکه خو به اکثر وخت د معارف مسولین تصمیم ونیو چي زده کوونکو سره جدي برخورد مه کوئ او د امکان تر حده ارتقا ورکړئ، ددي پالیسي په اساس که د یوي خوا د زده کوونکو تعلیمي سطحه ټیټه پاتي کیده په ماشومان او زلمکو کي د آینده دپاره د هڅي او تلاش انګیزه يي کمزوری کوه او د راتلونکي هیلی يي وژلي، زما یاد دي پرته له دي چي د څلورم، پنځم، شپږم او اووم ټولګي درسونو ته منظم د کال په جریان کي لاړ شوو د کال په اخره کي د یو برسیرن امتحان په ورکولو لوړ صنف ته يي ارتقا راکړه. هغه وخت چي د پیښور څخه افغان مهاجرین راوګرځیدل او ماشومان يي زما همصنفیان شوول خپل کمزوري می حس کوله او زه په متوسطه او لیسه دوره کي نور د صنف یو متوسط شاګرد ووم نه ممتاز او لایقه، جنګونو او ړندو بمباردونو نه یواځی زمونږ نه زمونږ د راتلونکي امید اخیستي وو زمونږ کوچنیتوب او د ماشومولي نړی يي هم ورانه کړي وه، زما همزولي هغه رنګه چي لازم وو د ماشومانه لوبو څخه هم محروم وو په یاد مي دی چي د مجاهدینو د راکټي بریدونو د ډآره به د محل خلک دوامدراه ورخي په بلنداژونو کي تیروه، بلندداژ داسي یو ساختمان وو چي د یوي زیني په درلودو سره  محلي دستکو (لرګیو) او د شګو د بوجیو نه په داسي ډول جوړیده چي ځمکه به يي کنده کړه دپاسه به يي څو دستګي او د دستکو دپاسه به يي د شګو څخه ډکي بوجي ایښودلي د بریدونو د زیاتوالي وخت کي به خلک همدغو ځمکي لاندي بلندداژونو (تلخوني) ته پناه وړه، خو دا بلندداژونه هم ډیر خوندي او کارنده ساختمانونه نه وو ډیر خلک به دننه په بلندداژ کي د بلتداژ د نړیدو په وجه تر لاندي کیدل او له منځه تلل، مور مي د نورو ډیرو ناخوالو تر څنګ چي باید زغملي واي بل لوی تشویش او مسولیت دا وو چي خپلو ماشومانو ته هم باید توجه وکړي تر څو د راکت د تخریب نښه ونه ګرځي ځکه پټنځایونو کي به زمونږه حوصله تنګیده او تر ډیره وخته پکي نشو تم کیدلي مونږ د ماشومتوب په وجه د بیرون حالات نشوه درک کولي او یواځي به مو مور فشار اچوله چي مونږ بیرون لوبو ته پریږده، ددي تر څنګ قحطي او قیمتي په بازارونو کي د خوراکي توکو کمښت چي په د مجاهدینو د ګروپونو په واسطه ښار ته اکمالاتي لاري تړل شوي وي او دا بیا د خوراکي توکو او درملو په بیو ډیر تاثیر اچولي وو هلته د میشتو انسانانو او خاص بیا د میندو او ماشومانو ژوند يي ګواښ سره مخ کړی وو.د ښار د محاصري په وجه قحطي ډیره ژوره وه چي اکثر کورنو کي د غنمو اوړه ، غوړي او د ژوندي پاتي کیدلو دپاره نور اولیه مواد نه پیدا کیده، د ننګرهار د هډی فارم د زیتونو فابریکه یوه اندازه زیتون غوړي بازار ته وړاندي کړه تر څو خلک يي د نورو غوړیو په ځآی وکاروي ، نور ډیرو کورنیو کي سپیني وطنی وریجی یا د جوارو ډوډی د زیتونو د غوړی سره د خلکو ورځني غذا وه خو دا هم هرچاته نه رسیده او ډیري خلک تري محرومه وو، دي سره د ساري ناروغیو لکه ملاریا، محرقه، او کولرا کچه خورا لوړه وه او د ښآر  یو  شمیر خلک د همدي مرضونو د وجهي مړه او تلف کیدل، زما یادیږي چی کال کي به دوه دري ځلي زه ملاریا کیدلم او یا هم اوړي کي به کولرا اخته کیدلو چي د سیروم د ترزیق نه پس به ښه کیدلو، د ملاریا د تدواوي دپاره  د کونین په نامه ګولي به يی راباندي په زوره خوړله ما به د تابلیتونو د خوړلو څخه ځکه انکار کوه چي  خوند کي ډیر ترخه وو او بل ګنګس به وم خوب به مي ډیر راتله، یوه بله لویه ستونځه ما دپاره دا وه چي د راکټونو څخه د خوندیتوب دپاره باید د جلال آباد په 44 سانتی ګرد ګرمي کي د شپی پرته له کولره یا سړولو د وسایطو د کوټو دننه ویده کیدلو جلال آباد غوندي ښآر اوړي موسم کي پرته له هر ډول امکاناتو د کوټی یا اطاق دننه ویده کیدل ډیره طاقت فرسا او ځورونکی حالت وو او میاشو به ډیر په عذاب کولم چي ماته يي زغمل آسانه نه وو سره له دی چي غټ وم ډیر ماشوم هم نه وهم خو  هر شپه به مي په چغو چغو ژړل او میاشو ته به مي ښیري او کنځلي کولي ، دي چغو او ژړا دوام  کي د مور رټل او د پلار تنبیه هم رول لره چي ویل به يي ویده کیږه چي نور ماشومان د خوبه باسي، د اوړي په پيل کي د دولت د خوا د ملاریا د مجادلی کارمندان حویلي او کوټي دوا پاشي کولي تر څو میاشي له منځه ویسي او د ناروغیو کچه کمه کړي خو دا هم کافي نه وي او په ډیر شمیر میاشي د انسانانو صحت او روغتیا ګواښله. دي حالت ته په کتو پلار  او مور مي تصمیم ونیو چي نور راتلونکي کال اوړی موسم باید کابل کي تیره کړي ځکه د کابل د اوړي هوا مناسبه وه یو خو ماشومان ارامه کیدل او د ناروغیو مخنیوي کیده بل دلته کابل ارزان قیمت کي زمونږ یوه نمره دري بسوي ځمکه ده چي ددي دري بسوي ځمکي آبادي کي باید هڅه او تلاش مو کړی واي چي وروسته بیا یو یا دوه اوړی مو کابل کي تیره کړه خو ګرم سیره سیمو کي د ښوونځیو د پیل سره سم بیرته ننګرهار ته تللو.

نور بیا……

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.