تېر ژمی که څه هم له اورښتونو سره مل و؛ خو د سږني کال لپاره یې د اوبو د اړتیاوو پوره کولو او د بزګرانو د کښتونو لپاره په مناسب ډول بسنه نه کوله، لکه څومره چې د خلکو تمه ترې کېدله.
خو الحمدالله، د سږني کال له پیل سره سم د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د زیاتو بارانونو شاهدان یو او تر اوسه هم جریان لري. باراني اورښتونه به د اوبو د زېرمو د کمښت تشه تر یوه بریده ډکه کړي او د هېواد د بزګرانو د کښتونو، بڼونو او د سیمو د شنه والي په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د اوسنیو اورښتونو تر ټولو لوی زېری دا دی، چې بزګران به د کال په پای کې ښه او پرېمانه حاصلات ترلاسه کړي. دا چاره نه یوازې د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کوي؛ بلکې د هېواد د خوراکي توکو په برخه کې به پر ځان بسیا کېدو ته هم لاره هواره کړي او له بهرنیو هېوادونو څخه د وارداتو اړتیا به راکمه شي.
که څه هم په ځینو سیمو کې د زیاتو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي او هېوادوالو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، خو اړوند دولتي ادارو ته پکار ده، چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې لازم تدابیر په پام کې ونیسي، د سیلابونو د کنټرول، د اوبو د سم مدیریت او د خلکو د خوندیتوب لپاره باید بنسټیزې پروژې پلي شي.
په هغو سیمو کې، چې د سیلابونو د اوبو د تېرېدو امکانات زیات وي، اړوندې ادارې کولای شي، د چک ډېمونو او کوچنیو بندونو په جوړولو سره د اوبو د ضایع کېدو مخنیو وکړي. په دې سره به د زېرمه شوې اوبه وروسته د کرنې او نورو اړتیاوو لپاره وکارول شي، چې دا به د اوبو د مدیریت یوه اغېزمنه لاره هم وي.
اوسني بارانونه د بزګرانو لپاره له بلې مهمې ګټې هم برخمن دي، هغه دا چې له ژورو کوهیانو څخه د کښتونه د خړوبولو اړتیا به نه وي. په دې توګه بزګرانو سره د لګښتونو په کمولو کې هم مرسته کوي او په همدې وخت کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه هم لوړېږي، چې دا د اوږدمهالو ګټو سبب ګرځي.
سربېره پر دې؛ د بارانونو زیاتوالی د هېواد دښتې او شاړې ځمکې هم شنې کوي، چې له امله یې د للمي کرکیلې ته پراختیا ورکول کېږي. همدارنګه د مالدارۍ سکتور هم وده کوي، ځکه چې په دښتو او څړځایونو کې شنه واښه راټوکېږي او مالداران کولی شي له دې طبیعي سرچینو څخه ښه استفاده وکړي.
په پایله کې ویلای شو، چې بارانونه د طبیعي نعمتونو له ډلې څخه یو ارزښتناک او حیاتي نعمت دی، چې دا نه یوازې د کرنې د پراختیا لامل ګرځي؛ بلکې د هېواد اقتصادي وده پیاوړې کوي، د بېوزلۍ کچه راکموي او هېواد د ځان بساینې پر لور بیایي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.