د نړۍ تر ټولو ځواکمن واکمن د چین دولت او کمونسټ ګوند مشر جین پینګ څوک دی؟
لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
د نړۍ تر ټولو ځواکمن واکمن د چین دولت او کمونسټ ګوند مشر جین پینګ څوک دی؟
سرېزه:
دا څېړنیزه مقاله د شي جین پینګ د سیاسي ژوند، د واک تمرکز بهیر، او د نړیوال سیاست پر ډګر د هغه د اغېزو تحلیلي څېړنه وړاندې کوي. څېړنه دا ارزوي چې څنګه نوموړي له تاریخي، سیاسي او سازماني فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره ځان د معاصر چین یو تر ټولو لوی ځواکمن مشرتوب ته رسولی دی، او د هغه سیاستونه د نړیوال نظم او ځواک د توازن په بدلون کې څه رول لري.
چېن په وروستیو لسېزو کې د نړیوال اقتصاد او سیاست په مهم لوبغاړي بدل شوی دی. د نړیوال نظم د بدلون په مرکز کې شي جین پینګ ولاړ دی، چې د چین د کمونسټ ګوند عمومي منشي، د چین دولتمشر او د چین د مرکزي پوځي کمیسیون مشر دی. د واک دا درېګونې تمرکز هغه ته بېسارۍ سیاسي واک او نفوذ ورکړي دی. دا څېړنه ښيي چې نوموړي څنګه د ګوندي جوړښتونو، اداري اصلاحاتو او ستراتیجیکو پالیسیو له لارې خپل واک پراخ کړي او چین د نړیوال ځواک په توګه په نړۍ کې ځان مطرح کړي دی. دا مقاله د ثانوي سرچینو ٬٬ کتابونو، څېړنیزو لیکنو، مقالو او راپورونو٬٬ پر بنسټ چمتو شوي ده.
په معاصر نړیوال نظام او نظم کې د چین راڅرګندېدل د یوویشتمې پېړۍ له مهمو بدلونونو څخه ګڼل کېږي. د دې ژور بدلون تر شا یو مهم چینایي شخصیت شي جین پینګ ولاړ دی، چې د چین د کمونسټ ګوند، د چین دولت او وسله وال پوځ مشري په لاس کې لري.
شي جین پینګ د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوس لرونکي هیواد د شاخوا یو نیم میلیاردو چینایانو ولسمشر دی. دا سړی څنګه دومره ځواکمن شو، چې د عمر تر پایه د چین ولسمشر پاتې شي.؟
اصلآً شي جین پینګ څوک دی او څنګه یې د واک دې مهمو مقامونو ته د رسیدو توان ترلاسه کړ.؟
شي جین پینګ څنګه په چین کې یو پیاوړی ځواکمن واکمن حاکم او لوی شاهینشاه ګرځیدلي دی.؟
دا مقاله هڅه کوي لاندې څېړنیزې پوښتنې وڅېړي.
شي جین پینګ څنګه واک ته ورسېد او خپل واک څنګه تنظیموي او چلوي.؟•
شي جین پینګ څنګه خپل واک پیاوړی او پر ځان متمرکز کړي.؟ •
د هغه مشرتوب د نړیوال سیاست لپاره څه مانا او پایلې لري.؟•
ماویزم، مارکسیزم او لیننیزم په افغانستان کې نورهېڅ چانس نه لري، خو افغانستان د واخان دهلېز له لېارې د چین هیواد له اقتصادي، تېکنالوجیکي پرمختګ او سوداګریزو اړیکو ښه ګټه اخیستلي شي. که اړېکې سمې مدېریت شي.
د شي جین پینګ ژوند لیک او تاریخي شالید:
شي جین پینګ د 1953 کال د جون په 15 مه د شانشي ولایت په فوپېنګ کې زېږېدلي. د هغه پلار، شي ژونګ شون، د چین د کمونسټ ګوند له مهمو انقلابي څېرو څخه و او د ماو زیډونګ نږدې ملګری ګڼل کېده.
خو د چین کولتوري انقلاب پر مهال، د شي جین پینګ کورنۍ له سختو سیاسي فشارونو سره مخ شوه. د هغه پلار له واکه وغورځول شو او خپله شي جین پینګ لیرې کلیوالو سیمو ته جبري ولېږدول شو. هلته یې د بزګر په توګه څو کاله په یوه کرنیزه ورسته پاتې ټولنه یا زېړه ځمکه کې کار وکړ.
د شي پلار د ماو زېډونګ او کمونستانو په ملاتړ مبارزه کوله. شي په یوه شتمنه او لوکسه کورنۍ کې لوی شوی دی او د ګوند د لوړپوړو چارواکو د زامنو لپاره په ځانګړو ښوونځیو کې زده کړې کړې دي. د هغه ژوند د یوه شهزاده په څېر و. هغه زده کول چې څنګه چین د پرمختګ او عصریت پر لور رهبري کړي. دغو زده کونکو زده کول، چې چېني ټولنه څنګه د کمونسټ ګوند لپاره چمتو کړي.
د چین له انقلاب څخه مخکې، په دې هېواد کې د امریکا پلوه جنرال چانګ کای شیک حکومت کاوه. ماو زېډونګ 22 کاله د همدې جنرال پر ضد مبارزه وکړه. جنرال چانګ کای شیک له ماتې ورسته ټایوان ته ولاړل، هلته یې د ټاوان ازاد حکومت اعلان کړ. له دې جګړې مخکې چین د نړۍ یو ډېر بېوزله هېواد و، او ماو زیډونګ د دې غربت پړه د چین پر اشرافو، نخبګانو او هیوادپالو وراچوله.
ماویستي انقلابیانو شتمن او د پراخو ځمکو خاوندان په عام محضر کې توهین، تحقیرول، وهل او ټکول.
شي لا نهه کلن و، چې پلار یې د ماو زېډونګ د پاکولو سیاست، یعنې د اشرافي طبقې د له منځه وړلو قرباني شو.
په دېارلس کلنې شي په خپله هم د ماو رژیم چارواکو لخوا په عام محضر کې مجازات شوي دی. له همدې امله شي په پېنځلس کلنې د شانګ چي کلیوالي سېمو ته جبراً ولیږدول شو.
شي د ښاري ماشوم، د اشرافي کورنې غړی او د یوه شهزاده هلک په توګه نشول کولي، چې په کلیوالي سخت چاپیریال کې د بزګر په توګه شاقه کارونه ترسره کړي. شي همدلته هم د شپي لخوا ماویستي او مارکسیسټي کتابونه لوستل. دې تجربې د شي په ژوند، سیاسي فکر او شخصیت جوړونه کې ژورې اغېزې وکړې.
شي جین پینګ وروسته له هغې وتوانېد چې بیجینګ ته بیرته راستون شي، کله چې هغه ته د سنګهوا پوهنتون کې د کیمیاوي انجینرۍ په برخه کې د لوړو زده کړې لپاره یو ځای ورکړل شو. وروسته یې په سیاسي حقوقو او مارکسیستي فلسفه کې هم لوړې زده کړې بشپړې کړې.
په1975-79 کلونو کې د بیجینګ په سینګهوا پوهنتون کې د کیمیاپوهنې لوړې زده کړې ترسره کولو ورسته،
په 1998-2002 کلونو کې د مارکسیستي فلسفې او ایډیالوجیکي زده کړې په برخه کې زده کړې وکړې او د حقوقو په برخه کې دوکتورا سند هم ترلاسه کړي دی.
شي په بیجینګ کې د کیمیاوي انجینرۍ زده کړې وروسته د لومړي وزیر مرستیال او د ملي دفاع وزیر ګینګ باو سره کار وکړ.
شي جین پینګ په ځوانې کې د چین لوړپوړو چارواکو سره د سکرټر په توګه کار پیل کړ. دې تجربې هم د سیاسي شبکو په جوړولو کې ورسره ډېره مرسته وکړه. وروسته یې په بېلابېلو ولایتونو لکه فوجیان او ژیجیانګ کې مهم اداري او ګوندي مقامونه ترلاسه کړل.
د چین کولتوري انقلاب پر مهال، د هغه کورنۍ بد نامه شوه او له سیاسي ځپنې سره مخ شوه. دې تجربو هم د هغه په شخصیت کې د زغم، احتیاط، سیاسي واقعیتګرایي بنسټ کېښود.
له 1993 کال راهېسې د فوجیان ولایتي حکومت غړی و. په 2002 کال کې د ژیجیانګ ولایت والي و. په 2007 کال کال کې د چین د کمونسټ ګوند د سیاسي بیورو دایمي کمیټې غړی وټاکل شو.
په 2008 کال کې د مارچ په 15 مه د خلکو جمهوریت د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په 2012 کال کې د چین د کمونیسټ ګوند د مرکزي کمیټې غړی او د چین د کمونیسټ ګوند عمومي منشي وټاکل شو.
د چین په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوند په تنظیمي چارو کې دننه د څو پوستونو له ترسره کولو وروسته، شي جین پېنګ په 1999 کال کې د فوجیان ولایت والي شو.
په 2002 کال کې هغه په ژیجنګ ولایت کې ورته دنده ترلاسه کړه. د شانګهای په مشرتابه کې د یوې رسوایۍ وروسته، هغه په 2007 کال کې په دې ښار کې د کمونسټ ګوند مشر وټاکل شو.
یوازې څو میاشتې وروسته، د 2007 کال په اکتوبر کې، هغه د ګوند تر ټولو لوړې کمیټې، پولیټ بیورو ته وټاکل شو. د 2008 کال په مارچ کې، شي جین پینګ د چین مرستیال ولسمشر شو.
د 2013 کال د مارچ په 13 مه د چین ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د شي جین پینګ د شخصي ژوند په اړه ډېر لږ مالومات شته.
هغه له 1987 کال راهېسې له سندرغاړي پینګ لی یوان سره واده کړي دی. دا جوړه یوه لور لري.
په هغه وخت شي جین پینګ د کمونیستي اشرافو سره تړاو درلود. د هغه پلار، شي ژونګ شون، د افسانوي لانګ مارچ په جریان کې د ماو زیډونګ سره یو ګوریلایې مشر و او د مرستیال صدراعظم مقام ته ورسیدلي و. د هغه مور، چي ژین، د ماو کمونیزم لپاره د وسلې سره مبارزه وکړه او وروسته یې د مرکزي ګوند په ښوونځي کې تدریس ورکاو.
د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په کله هوډ سره څنګه شي جین پینګ د چین مطلق واکمن وګرځید.
د شي جین پینګ پلار د ماو زیډونګ په وخت کې بد نام شوي او له پامه وغورځېدلي و. خو وسمهال شي جین پینګ په خپله د چېن د ولسي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي په څیر واک او ځواک لري.
جین پینګ په تدریجي ډول خپل مطلق سیاسي واک د چین په ولسي جمهوریت کې خوندي کړي دی.
هغه په بې رحمانه ډول خپل سیالان او مخالفین له منځه یوړل، ګوند او ټولنه یې په یوه لیکه کې راوستل. په دې ډول شي جین پینګ پرمخ لاړ. وسمهال شي جین پینګ په خپله د چین دولت د مطلق واکمن په توګه د چیني امپراتوري شاهنیشاهي تاج په سر ایښودلو درشل کې دی.
په 2022 کال د اکتوبر په میاشت کې شي جین پینګ د چین د کمونسټ ګوند په شلمه کانګره کې د جمهوري ریاست خپله دریمه دوره پیل کړي، په دې توګه د ولسي جمهوریت چین د بنسټ ایښودونکي ماو زیډونګ څخه وروسته د هیواد تر ټولو ځواکمن واکمن په توګه خپل دریځ پیاوړی کړي.
په 2012 کال د نوامبر په 18 مه د کمونسټ ګوند عمومي منشي او د مرکزي پوځي کمیسیون د رییس په توګه ټاکل کیدو او څو میاشتې وروسته د ولسمشر کیدو راهیسې، شي جین پېنګ په دوامداره توګه خپل واک پراخ کړی دی.
جین پینګ د چین ټول سیاسي واک په خپل ذات کې متمرکز کړی او ځان یې د چین ٬٬عالي رهبر٬٬ مقام ته لوړ کړی دی.
د سیاسي واک ورستۍ څوکې ته د شي جين پينګ لوړیدل:
دا پوښتنه بیا هم راولاړیږي، چې دا سړی څوک دی او د هغه پالیسیو څنګه د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد چین بدل کړي.؟
د جین پېنګ اداري او سیاسي تجربو تنوع او په 1978 کال کې د لوړ پوړي پوځي مشر ګینګ باو د شخصي سکرټر په توګه څلور کاله کار او له هغې وروسته جين پينګ د چین ملکي حکومتي ادارې چارو ته تبدیلیدل او له کليوالي کچې تر مرکزي حکومت پورې یې دندې ترسره کول. جين پينګ په دې موده کې د خپل مسلکي کار ډېره برخه په فوجیان کې تېره کړه، چې د ټایوان ټاپو ته مخامخ په چټکۍ سره وده کوونکی سویل ختیځ ساحلي یو ولایت دی.
په 1974 کال کې نوموړي د چین کمونسټ ګوند سره یو ځای کیدل. له هغمهال راهېسې جين پينګ د چین راتلونکي لپاره یو له مهمو اوسپنېزو مشرانو څخه ګڼل کیږي.
د چین سیاسي دولتي واک ته رسېدل: •
د شي جین پینګ سیاسي واک عروج تدریجي و، خو سم سنجول شوی و. دا بهیر ښيي چې جین پېنګ د ګوندي جوړښت دننه په تنظیمي ډول په منظمه ډول راپورته شوی دی.
شي جین پینګ له همدې مهاله خپل سیاسي واک پیاوړي کړی دی او د چین ماو زېډونګ راهېسې د دې هیواد تر ټولو ځواکمن مشر په توګه چین ستر لرغوني ځواکمن هیواد رهبري کوي.
د دې مهمو دولتي مقامونو ترلاسه کولو ورسته د چین د سیاسي نظام تر ټولو لوړ مقام ولسمشري ته رسیدل.
- د دولتي واک تمرکز او پیاوړتیا: جین پینګ په سیسټماتیک ډول خپل واک په دریو برخو کې پیاوړی کړ.
.1د فساد ضد کمپاین
شي جین پینګ لومړی په چین کې د فساد پر ضد پراخ کمپاین پیل کړ، چې میلیونونه دولتي کارکوونکي یې تر څار لاندې راوستل. دا کمپاین هم د اصلاحاتو یوه وسیله وه، خو د سیاسي سیالانو د کمزوري کولو یوه لاره وه. دغو اقداماتو هم اصلاحاتي او هم سیاسي بڼه درلوده.
.2 د واک متمرکزولي
د شي جین پینګ د واک متمرکزول د “کوچنیو مشرتابه ډلو” له لارې واکونه هم تر لاسه کړل، کوم چې مخکې د چین صدراعظم په واک کې ول، په ځانګړي ډول اقتصادي پریکړې ترسره کړې.
. سیاسي کنټرول3
شي جین پینګ کمونسټ ګوند د چین وسله وال پوځ او چېني ټولنه تر سخت کنټرول لاندې راوستل، او خپل وفادار فعال او وړ کسان یې په مهمو پوستونو کې وګومارل.
نړیوال لیدلوري او نړیواله ستراتیجي•
چین د شي جین پینګ تر مشرۍ لاندې د اقتصادي پراختیا او د پوځي عصري کولو له لېارې د نړیوال زبر ځواک کېدلو کې هڅه کوي.
د شي جین پینګ تر مشرۍ لاندې چین هڅه کوي، چې په راتلونکی کې یوازېنې نړیوال ستر زبر ځواک شي. د جین پینګ ستراتیجې څو مهم اړخونه لري. لومړی اقتصادي پراختیا، دویم پوځي پیاوړتیا او دریم کولتوري اغېزمنتیا. چین د اقتصادي ځواک له مخې په چټکۍ سره وده کړې او د متحده ایالات سیال ګرځېدلی دی.
چین په چټکۍ سره نړیوال اقتصادي مقامونه ترلاسه کړي دي او د پیرودلو ځواک له مخې یې حتی له امریکا متحده ایالات څخه مخکې والی هم ترلاسه کړي.
د شي جین پینګ مشرتوب د ځینو سیاسي شنونکو له انده، د ماو زیډونګ وروسته تر ټولو لوی او پیاوړي مشر دی.
د 2022 کال په ګوندي کانګرس کې د درېیمې دورې ترلاسه کول د واک د دوام یوه بله مهمه نښه ده.
د شي جین پینګ مشرتابه د ماو زیډونګ له دورې وروسته تر ټولو متمرکز ځواک بلل کېږي، خو دا سیاسي تمرکز یو شمېر اندېښنې هم راولاړوي.
د سیاسي ازادۍ محدودېدل•
د واک د توازن نشتوالی •
د نړیوالو سیالیو زیاتوالی•
د خلکو ازادې محدودول د بېلګې په توګه د اویغور لږکيو په وړاندې په ځانګړې توګه د سینکیانګ په سېمه کې د چین پالیسي پر نړیوال کچ تر سختو نیوکو لاندې راغلي ده.
دا سېمه د چین لپاره په ستراتیجیک ډول مهمه سېمه ده، د بېلګې په توګه د انرجۍ او سوداګریزو لارو، د ورېښمنو لارو او د نورو راکړو ورکړو نوښتونه لپاره. د حکومتي، نادولتي موسسو او رسنیو راپورونو له مخې د 2017 کال راهېسې دلته د اویغور مسلمانانو ډله ایزو توقیفونو راپورونه ورکول کیږي.
د اټکلونه له مخې د سلګونو زرو څخه تر یو میلیون زیاتو اویغوریان او قرغیزیان د تش په نامه “مسلکي روزنیزو مرکزونو” کې توقیف شوي او اجباري شاقه کارونو ته اړ کړل شوي دي.
سينکنيانګ په نړۍ کې يو له هغو سېمو څخه ګڼل کېږي، چې تر ټولو ډېرې د چیني پولیسو لخوا تر څارنې او پلټنو لاندې ده. د اویغوریانو په مذهبي او کولتوري کړنو باندې محدوديتونه وضع کړل شوي دي. د مثال په توګه د روژې په مياشت کې روژه نه نيول، د جوماتونو ويجاړول، په ښوونځيو کې پر اويغوري ژبې باندې بنديز لګول او داسي نور بندېزونه لګول شوي دي. د چین حکومت مسوولین وايي: دغه اقدامات د افراطیت او ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره ترسره کوي.
جین پینګ څنګه په سیاست کې پرمخ لاړ، او کومو عواملو په کې مهم رول ولوباوه؟
شي جین پینګ د اقتصادي پالیسۍ د پریکړې کولو واکونه چې معمولا د لومړي وزیر سره و، له پامه وغورځول. هغه دا کار د مختلفو “کوچنیو مشرتابه ډلو” د مشرۍ په ترلاسه کولو سره ترلاسه کړ. په شمول د یوې نوې ډلې چې په 2012 کال کې د “اصلاحاتو او پرانیستلو” لپاره د دندې له پیل وروسته جوړه شوه، او همدارنګه د مالي چارو سمبالښت لپاره یوه موجوده ډله شوه.
جین پینګ د هغو چارواکو د له منځه وړلو لپاره یو پراخ کمپاین پیل کړ، چې بې وفا، فاسد یا بې اغیزې ګڼل کېدل. جین پینګ د خپلو متحدینو په مرسته د خالي پوستونو په ډکولو سره د خپل ځواک بنسټ پراخ کړ. تر اوسه پورې شي جین پینګ لخوا 4,7 میلیونه ملکي مامورین کنټرول او ارزول شوي دي او څو لوړ پوړو جنرالانو هم ګوښه کړل شوي دي. په رسمي ډول د فساد د تورونو له امله، خو دا ټول اقدامات ښیي چې شي جین پینګ څومره په وفادارۍ او د نظام پر کنټرول باندې تکیه لګولي ده.
چین د نړیوال ځواک کیدو لپاره یو څرګند پلان لري
په نړیوال سیاست کې د چین ستراتیجیکه آرامتیا ټول ښه پیژنې. د چین مشرتابه او شي جین پینګ د خپلې ستراتیجیکي آرامتیا سره د چین وسله وال پوځ، اقتصاد او کولتور ته ځښته ډیره پاملرنه کوي او ورځ تر بلې وده ورکول کیږي. دا اوږد مهاله موخې د امریکې متحده ایالات د نړۍ د یو ثابت ستوري په توګه پر خپل ځای کینولو لپاره دي او په نړې کې د امریکایي ډالرو لمن ورټولول دي. په دې ډول چین غواړي خپله د نړۍ یوازینې مخکښ زبرځواک ستورۍ شي.
چینایانو د چین نړیوال ځواکمن کیدلو او عروج ستاینه کوي. هېڅوک باید دا له پامه ونه غورځوي، چې نړۍ په چټکۍ سره بدلېږي او په خواشینۍ سره موږ داسې عمل کوو، لکه چې هیڅ نه وي پېښ شوي.
په 2005 کال کې د چین اقتصادي ځواک د فرانسې څخه مخکې شو. چین په ټوله نړۍ کې پېنځم مقام ته ورسید. په 2006 کال کې چین د بریتانیا څخه مخکې شو. په 2007 کال کې د جرمني څخه مخکې شو، او په 2009 کال کې جاپان څخه مخکې شو.
د پیرودلو ځواک یې د برابرۍ په تناسب سم تنظیم شوي ناخالص کورني محصول له پلوه، چین حتی له 2014 راهیسې له متحده ایالاتو څخه مخکې شوي. په دې توګه چین په نړۍ کې مخکښ اقتصادي ځواک دی. دا یو ټیکټونیکي یا قاروي تاریخي بدلون دی، ځکه چې له 1872 راهیسې تراوسه امریکایانو په نړۍ کې لومړی مقام درلود.
شي جین پینګ د ماو زیډونګ راهېسې د چین ترټولو پیاوړی واکمن ګڼل کیږي. د چین ټول سیاسي او دولتي واک یې پر خپل ځان متمرکز کړي او چین یې په یوه خورا کنټرول شوي نظارتي دولت باندې بدل کړي دی.
په عصري چین کې د واک اوج ته د شي جين پينګ لوړېدل او د هغه وړتیاوې چې څومره استبدادي دي او ظاهراً ټول د ځواکمن شخصیت شي جین پېنګ پورې اړه لري، ډیری خلک یې حیران کړي دي.
د ماو زیډونګ چین یو کمزورۍ اقتصاد و چې د فقر کچه یې ډېره لوړه وه او د ښاري کیدو کچه یې ډیره ټیټه وه. چین پر نړیوال کچ په انزوا او په څنډو کې ساتل شوی و.
تر 1972 کال پورې چین په ملګرو ملتونو کې څوکۍ نه درلوده.
تر هغه چې یو کال وروسته د امریکې ولسمشر نیکسن چین ته سفر وکړ. دا مهال چینایانو له امریکا سره مستقیمه رسمي اړیکه نه درلوده.
نن ورځ، چین د نړۍ دوم لوی اقتصاد دی. نن ورځ، چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد، د 120 څخه زیاتو هیوادونو ترټولو لوی سوداګریز شریک دی. د نړۍ تر ټولو لوی صادرونکی او دویم لوی واردونکی هیواد دی. نن د نړۍ په ځېنو برخو ان په افریقا کې لکه امریکا پوځي اډې لري.
چین په نړۍ کې یکتازه زبر ځواکي ته د راستنیدو او پخوانی چېني امپراتورۍ بیا راژوندي کولو ته په لاره کې دی.
ماو زیډونګ ښايي د داسې یو چین خوب لیدلی وي، چې یوه ورځ به چین یو لوی ځواک وي. خو شي جین پینګ دا خوب په واقعیت کې ژوندی کړي، چې چین یو لوی نړیوال ځواک دی.
په چیني نظام کې مارکسیستي- لینینیستي او د پانګوالۍ عناصرو سره یو ځای شوي دي او په دې ډول چیني نظام تشریح کیږي.
له 2012 کال راهېسې د شي جین پېنګ پیغام د ټولو چینایې وګړو لپاره همداسي یو شانته ثابت پاتې شوي دی: د عصريت عظمت شیبې زموږ په لاس کې دي، او دا تر هغه پورې چې د کمونسټ ګوند لخوا چمتو شوی یووالي او ثبات وساتل شي، دا عظمت ترلاسه کیدای شي.
نن ورځ، چین د نړۍ یو له خورا پیاوړو هیوادونو څخه دی، او د چین اقتصاد په بیساري توګه وده کوي.
سوسیالیزم د پانګوالۍ او کنفوسیاني تعلیماتو سره سمون لري:
کنفوسیاني تعلیمات د چینایي فیلسوف کنفوسیوس 479-551) ق.م) له فلسفې څخه سرچینه اخلي او کنفوسیانیزم بلل کېږي. دا تعلیمات اخلاقي او ټولنیز اصول لري، چې خلکو ته د ښه او همغږي ژوند لار ورښيي. په رسمي توګه، د چین ولسي جمهوریت لا هم یو سوسیالیستي نظام ګڼل کیږي. له همدې امله د ګوند او حکومت استازي هېڅکله د کارل مارکس یا ماو زیډونګ نظریې بیانولو او د لیکنو پر اهمیت ټینګار کولو څخه نه ستړي کیږي.
په ورته وخت کې دا د انکار وړ خبره نه ده، چې چین په زیاتیدونکې توګه د پانګوالي اقتصادي سیسټمونو فعالیت له یو بل سره تطابق کړی دی. څارونکي دې ته د چینایې دولتي کپیټالیږم یا پانګوالۍ وايي.
د سوسیالیزم، پانګوالۍ او کنفوسیانیزم عناصر د چینایي مشرتابه په تفکر کې لکه د ودانۍ کنکریټي بلاکونو په څیر سره یو ځای شوي دي، ترڅو یو دولتي ماډل رامینځته کړي، دغه دولتي سېسټم ماډل یوازې په چین کې په دې بڼه کې شتون لري.
ایا چین یو دیکتاتوري نظام دی؟
په چین کې عمومي ټاکنې، ټولپوښتنې، یا د ډیموکراتیک ګډون نورمونه او ډولونه شتون نه لري. د چین ولسي جمهوریت مشرتابه د لویدیځ ارزښتونه لکه ډیموکراسي، بشري حقونه او د ازادو رسنیو سیاستونو په وړاندې یو ایډیالوجیکي دریځ غوره کړي دی. کوم چې ټول یې د دورغجن یا تخریب ونکي په توګه طبقه بندي کړي دي.
په هرصورت، د چین مشرتابه د چینایي وګړو د مختلفو برخو اړتیاوو او غوښتنو د پوهیدو پر اهمیت باندې ښه پوهیږي. د مرکزي پوځي کمیسیون د مشر په توګه، جین پېنګ د چین د وسله والو ځواکونو قومانده هم په غاړه لري. شي جین پېنګ د چین کمونسټ ګوند چې 90 میلیونه غړي لري مشر دی. د چین کونسټ ګوند په ټوله نړۍ کې یو له لویو سیاسي سازمانونو څخه دی او په ورستیو لسېزو کې د ګوند غړیتوب خورا زیات شوي دی. د چین وسله وال پوځ د نړې تر ټولو لوی وسله وال پوځ دی، چې شاخوا دوه میلیونه فعال مډرن مجهز سرتیرې لري.
د عمري یا د ژوند تر پایه ولسمشر پاتېکدلو لپاره په اساسي قانون کې تعدیل
په 2018 کال کې شي جېن پېنګ د اساسي قانون له مخې د ولسمشر لپاره د دورې محدویت له منځه وړلو سره خپل سیاسي واک بنسټ له نوره قانوني او پیاوړي کړ. د چین د خلکو ملي ګانګرس د دې قانون د لغوه کولو لپاره رائیه ورکړه. د ولسمشري حد اعظمي دوه دورې یا لس کلن محدودیت لېری کړ شو. د چین د خلکو ملي ګانګرس د ولسمشر لپاره د کارې مودې محدویتونه هم ټول لرې کړل، کوم چې د 1990 لسېزې راهېسې نافذ ول. په دې توګه شي جین پېنګ د نامالوم مودې لپاره د حکومت کولو واک او اختیار لري. په دې مانا چې له دې تعدیل سره نور قانوني محدودیت نشته، شي جین پېنګ د ټول عمر لپاره د چین ولسمشرۍ اجازه لري.
امریکا باید نوره خپله نړیواله تسلط له لاسه ورکړي
شي جین پېنګ په کلکه د یو ٬٬ نوي نړیوال نظم٬٬ په لټه کې دی، څو په کې امریکا خپل نړیواله تسلط او برلاسي له لاسه ورکړي. په بیجینګ کې ورستی پوځي پریډ د چین ولسي جمهوریت په تاریخ کې ترټولو لوی و. چې په کې نوي جنګي ډرونونه، په مصنوعي ځیرکتیا لارښودونکي مډرنو وسلو سیسټمونه شامل وو. په ورته وخت کې لسګونه زره رنګین بالونونه او د سولې کوټرې د بیجینګ اسمان ته خوشې کړل شولې.
د چین ولسي جمهوریت ځان په نړیوالتوب کې د نړۍ سویلي برخې ولسونو د مدافع وکیل په توګه ګوري، کومو چې تر اوسه یې هیڅ غږ نه دی پورته کړی.
دا روایتي کیسې یا تاریخ په ډېرو ژورو رواني ټپونو کې نغښتي راڅرخيږي. دا تاریخ د نولسمې پیړۍ پورې اړه لري. کله چې چین د لویدیځ استعماري قدرتونو لخوا تحقیر، توهین او سپکاوی شوی و. دلته یوازې د لویدیځو استعماري ځواکونو دوه بېلګې وړاندې کېږي.
په میلیونونو په مخدره توکو روږدي چینایان، چې د برتانویانو او امریکایانو له خوا چین ته د اپینو د قاچاقي او سوداګرۍ له لارې رامنځته شول او په بیجینګ کې د چین امپراتورۍ د دوبي ماڼۍ، چې د فرانسوي او برتانوي سرتېرو له خوا ویجاړه کړل شوه. البته هغه ظلمونه چې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د جاپانیانو لخوا ترسره شوي هم د یادولو وړ دي.
چین د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډې کې نړۍ ته داسې زیګنالونه او سمبولونه واستول، چې شي جېن پېنګ د ٬٬ نوي نړیوال نظم ٬٬ غوښتنه لري. شي جين پينګ په دې برخه کې د ٬٬چېنې اژدها، د هندي فيل او د روسي خرس٬٬ د همغږۍ غوښتنه هم کړي ده. د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې مهم پیغام دا وه، چې دا به د نړۍ نوی جیوپولیتیک محور وي.
که د شي جین پېنګ ویناوو ته ښه ځیر شو، هغه عموماً خپلې موخې او تګلارې په روښانه او مستقیمو ټکو کې بیانوي. د ده په څرګندونو کې د سیاسي دریځونو وضاحت او قاطعیت په ښکاره ډول لیدل کېږي. هغه پرله پسې توګه ٬٬ د مخالفو ځواکونو٬٬ یادونه کوي او هغوي د چین د ګټو پر وړاندې د ننګونې په توګه انځوروي.
د هغه په ویناوو کې د چین او امریکا اړیکې زیاتره د سیالۍ او تقابل په چوکاټ کې وړاندې کېږي. دغه اړیکې نه یوازې پېچلې دي، بلکې ورو ورو د یو ګواښمن او حساس پړاو پر لور د تګ نښې هم څرګندوي. دا وضعیت ښيي چې د دواړو سترو قدرتونو ترمنځ باور کم شوی او سیاسي واټن ورځ تر بلې د تقابل پر لور زیاتېږي.
چین د نړیوال زبر ځواک په توګه د پېنځه کلن پلان تر شا څه پټ کړي دي؟
د چین پېنځلسم پنځه کلن پلان څه شی لري او ولې له سیاسي پلوه مهم دی. پېنځه کلن پلان د چین د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د حکومت یوه مرکزي رهبري کوونکی وسیله ده.
د نړۍ سوداګریزو شخړو، نړیوالو بحرانونو او د نړیوال ځواک په توګه چین د خپل دریځ د پراخولو هڅو په منځ کې واقع دی.
په هرو پېنځو کلونو کې د چین کمونیسټ ګوند دا ټاکي چې هیواد څنګه پرمختګ وکړي. په خپلو پلانونو کې یادوي. د چین نوی پېنځه کلن پلان نن ورځ څه ډول بڼه غوره کړي.
پنځلسم پلان (2026-2030) د شي جین پینګ په مشرۍ جوړېږي او احتمال لري، چې په ټیکنالوجیکي ځان بسیاینې، اقتصادي انعطاف او پر ملي امنیت باندې تمرکز ولري.
د اروپايي ډیموکراسۍ برعکس، په چین کې اقتصادي پالیسي په مرکزي توګه د چین کمونسټ ګوند لخوا تعین کیږي او کنټرول کیږي او ستراتیجیک لومړیتوبونه په کې منعکس کیږي.
ایا په دې نوي پېنځه کلن پلان کې به له امریکا سره سوداګریزه جګړه په پام کې ونیول شي؟
په رسمي ډول، چین د امریکا سره د مستقیمې شخړې څخه ډډه کوي، په نوي پلان کې د سوداګرۍ شخړې یادونه خورا ناشونې بریښي. سره له دې چې د چین ستراتیجیک لوري روښانه دی.
په 2049 کال کې چین د نړیوال زبر ځواک کیدو په لاره کې څه موخې او څه په پلان کې لري.
چین د پیړیو راهېسې یو سېمه ییز او نړیوال ځواک و، او یوازینی دلیل چې وسمهال نه دی د ٬٬ استعمار زلت او تحقېر پیړۍ٬٬ له امله دی، چې تقریبا د نولسمې پیړۍ له نیمایي څخه تر 1949 پورې د چین ولسي جمهوریت تر تاسیس پورې دوام وکړ، کله چې چین په جزوي ډول د لویدیځ لخوا مستعمره شوی و.
د چین ملت د بیا رغونې لوی خوب:
دغه چینایي خوب درې موخې لري، چین باید په نړې کې په یوازېنی نړیوال اقتصادي ځواک باندې بدل شي. چین باید د نړۍ ترټولو ستر مډرن وسله وال پوځ ولري او ټایوان بیرته له مورنې خاورې چین سره یو ځای کړل شي. د دې خوب د ترلاسه کولو لپاره د بیجینګ مشران باید درې ستر کارونه ترسره کړي: چین باید په سیاسي، اقتصادي او پوځي لحاظ ځان پیاوړی کړي. د چین باید خپله د نفوذ ساحه او نړیوالو لاسرسۍ زیات کړي او د لویدیځ د نفوذ کچه او ځواک را کم کړي.
دا په دې مانا ده، چې چین سږکال په سېمه کې هیڅ ډول بې ثباتي نه غواړي، ځکه چې دا به د دې مهمې موخې لپاره د دوی چمتووالی ګډوډ کړي. له همدې امله چین نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو اترو او منځګړتوب پیل کړي دی. کله چې روسیې پر اوکرایین وسله وال برید وکړ، دا د چین لپاره د ټایوان مسئلې پرخه کې یو بل زیګنال و.
چین د یو نوي نړیوال نظم یو ځانګړي تصور لري، چې په کې د دولتونو امنیت نور د ځنګل قانون پر بنسټ نه وي ولاړ. دا مفکوره تراوسه په لویدیځ کې نه ده منل شوې، خو د نړیوال کلي په جنوبي برخه کې شهرت موندلی دی.
شي جین پینګ د راتلونکي په اړه ډیر فکر کوي. د هغه موخه 2049 کال دی، کله چې د چین ولسي جمهوریت 100 کلن شي او د هغه د پلان سره سم چین به سوکاله او ځواکمن شي.
د 2049 کال د سلمې کلیزې په درشل کې، د چین دولت او ګوند مشر شي جین پېنګ غواړي، چین د نړۍ لویو قدرتونو په سر کې وویني، چېنې ټولنه یوې سوکالۍ منځنۍ کچې ته ورسوي. جین پېنګ خپل ویژن یا لیدلوري ٬٬ چینایي خوب٬٬ بولي، کوم چې هغه د کلونو راهیسې په ټول هیواد کې په مختلفو شعارونو کې ترویجوي. معمولاً په عصري جګو ودانیو، ښارونو، د لویو لارو په څلور لارو تبادلو، یا د طبیعت په طبعي ښکلو انځورونه کې ننداري ته وړاندې کوي.
تر 2049 کال پورې تمه کېږي چې د چین وسله وال پوځ د امریکا د وسله والو ځواکونو سره برابري وکړي. تر 2049 کال پورې د شي جین پینګ خوب چین ٬٬ د نړۍ په سر کې٬٬ لیدل دي.
شي جین پېنګ په خپله وینا کې ټینګار وکړ، چې هغه غواړي ډاډ ترلاسه کړي، تر 2059 کال پورې چین به د خپل ملي ځواک او نړیوال نفوذ له پلوه د نړۍ په سر کې وي.
دا به داسی حال کې چې شي جین پېنګ به په 2049 کال کې د 96 کلونو څخه ډیر عمر ولري.
شي جین پېنګ د جنوري په لومړیو کې د نوي کال په خپله وینا کې اعلان وکړ، چې ٬٬ د مورنۍ ټاټوبي سره بیا یو ځای کیدل یوه تاریخي ناگزیر یا حتمي خبره ده.٬٬ ایا دا په دې مانا ده چې د ولسي جمهوریت به د شي د ٬٬ خوب موخه٬٬ تر 2049 کال پورې په ډیموکراتیک ډول اداره شوي خپلواک ټاپو ټایوان باندې برید پیل کړي، خو د دې برید نېټه لا هم سمه روښانه نه ده.
شي جین پینګ په خپله نن 73 کلن دی. په 2049 کال کې به هغه 96 کلن وي. له همدې امله احتمال ډېر دی چې نور مشران به بالاخره د هغه د ٬٬ چینایي خوب٬٬ د پوره کولو یا سرته رسولو هڅو لپاره راوړاندې شي. وسمهال د یوه ځواکمن سړي، یو ځای ناستی کیدلو سړی په نظر کې نه راځي. خو بالاخره به یو څوک راڅرګند شي.
د چین سیاسي نظام
چین او د نړۍ نوره برخې په نه بېلېدونکې توګه د وریښمنو له لیارې سره تړلي شوی دي. د دریو لسیزو راهېسې چټک اقتصادي پرمختګ او ودې وروسته، دا پوښتنه په زیاتیدونکې توګه راپورته کیږي، چې د چین ولسي جمهوریت به د یوویشتمې پیړۍ په نړیوال سیاست، نړیوال نظم او د نړیوال ځواک جوړښت کې څه رول ولوبوي.
د نږدې 1,4 میلیارډه نفوس سره چین د هند وروسته د نړۍ دویم ډیر نفوس لرونکی هیواد دی.
چین 22 ولایتونه، د قومي لږکیو لپاره پېنځه نیمه خپلواکې سیمې ٬٬ تبت، سنکیانگ، داخلي منګولیا، نینګ شیا او ګوانګ شي٬، څلور ښاروالۍ چې مستقیم د مرکزي حکومت لاندې دي ٬٬ بیجینګ، تیانجن، شانګهای او چونګ چینګ٬، او دوه ځانګړي اداري سیمې ٬٬ هانګ کانګ او مکاو٬٬ لري.
د سیاسي سیسټم یوه مشخصه ځانګړتیا د چین د کمونسټ ګوند مخکښ رول دی، کوم چې په اساسي قانون کې شامل دی. نور سیاسي سازمانونه، رسنۍ، مدني ټولنې، او مذهبي فعالیتونه ټول د ګوند تابع او تر کنټرول لاندې دي
د دې په کلکه تنظیم شوي کمونسټ ګوند په سر کې عمومي منشي شي جین پینګ قرار لري، چې وسمهال د اووه غړو لخوا رهبري کیږي او د سیاسي بیورو دایمې کمېټه غړي هم ټاکي.
د چین ولسي جمهوریت په 1949 کال کې د خپل تاسیس راهېسې یو مطلق العنان دولت دی، چې د چین د کمونیسټ ګوند (CPC) په مشرۍ د یو ګونديزه نظام لري.
لنډېز او پایله:
شي جین پینګ د معاصرې نړۍ یو له تر ټولو اغېزمنو مشرانو څخه دی. هغه د تاریخي فرصتونو، شخصي تجربو او سیاسي مهارتونو په مټ خپل واک ټینګ کړی دی. شي جين پينګ د خپلو پخوانيو مشرانو په پرتله په خپل شخصیت کې ډېر ځواک متمرکز کړی دی، چې د عامه افکارو کنټرول او څارنه یې مرکزي موضوع ده.
د هغه مشرتابه نه یوازې د چین راتلونکی ټاکي، بلکې د نړیوال نظم بدلون او نړیوال سیاست پر جوړښت کې اغېزمن مهم رول لوبوي. دا چې هغه به د نړۍ ٬٬ تر ټولو ځواکمن واکمن٬٬ پاتې شي که نه، دا به د راتلونکو کلونو سیاسي، اقتصادي او نړیوالو بدلونونو پورې تړلې وي. د چېن کولکتېفي یا ډله ییزې رهبرۍ ماډل اوس له منځه تللی دی.
د دولت د بنسټ ایښودونکي، ماو زیډونګ راهیسې، د خلکو جمهوریت په تاریخ کې بل هیڅ مشر د شي جین پینګ په څیر دومره واک او ځواک نه درلود. نوی ماو زیډونګ شي جين پينګ د نړۍ تر ټولو ځواکمن واکمن ولسمشر دی.
د شي جین پېنګ په شخصیت کې د ارواپوهنې له اړخه یوه ښکارنده یا پدیده ښکاري، شي د سټاکهولم سنډورم له روانې پدېدې سره مخ و، دا هغه حالت دی، چې قربانیان له خپلو ځوروونکو سره مثبتي اړیکې جوړوي، ډېرې وخت له وېرې او د ژوندي پاتې کیدلو لپاره داسي اړیکې جوړي. له همدې امله جین پېنګ د ماو زیدونګ مارکسیسټی نظریه او تګلارې خپلې کړي، څو واک ته ورسیږي او د خپل پلار په څیر خلک ترینه کرکه او وېره ونه لري او د غدارۍ ټاپه پرې ونه لګیږي. همدا لامل شو، جین پېنګ د یوه کوچني ما زیدونګ په نامه وبلل شي. ځکه د جین پېنګ پلار د ماو لخوا سخت توهین او مجازات شوي و، مشره خور یې د کولتوري انفلاب د ظلمونو د نه زغملو له امله ځان وژنه وکړه، شي خپله هم د ماو لخوا مجازات او تعبید شوي دی. شي نهه ځلې د چین کمونسټ ګوند غړیتوب لپاره عریضه وړاندې کړه، هر ځلې د شاملیدو غوښتنه رد کیدله، تر هغې چې یوه ملګری یې د پلار او خور ټولې سوانې چې په دفتر کې ثبتي وې ړنګې کړي. شي جین پېنګ د خپل خاطراتو به کتاب کې لیکي: ماویستي سرو سرتیرو سل ځلې ورته ویلي و، چې موږ به تا ووژنو، شي لیکي: زه مجبورم چې په دوامدره توګه د ماو زیډونګ ویناوې او تیوري ولولم، تر څو دوی ته دا وښایم، چې زه یو ماویست یم. کله چې زه (شي) 22 کلنې کې بیرته بیجینګ راستون شوم، ما یو روښانه هدف درلود او بیا له په ځان باورمنتوب څخه ډک وم. دې تاریخی شالید ته په کتو سره، اصلاً باید شي جین پېنګ د ماو زیډونګ د نظریې یو مخالف سړی جوړ شوي واې.
67 کلن شي جین پینګ لا دمخه په لسیزو کې د چین په ولسي جمهوریت کې ترټولو پیاوړی سیاستوال ګڼل کیږي. له هغه وخت راهېسې کله چې واک ترلاسه کړ، شي جېن پېنګ په دوامداره توګه دولت او ګوند له ځان سره یو ځای کړي دي. د اساسي قانون تعدیل کې ویل شوي، چې د دوه دورې محدودیت لغوه کول د شي په مشرۍ د کمونسټ ګوند مرکزي کمیټې “واک او متحد مشرتابه” خوندي کولو او “د ملي مشرتابه سیسټم پیاوړي کولو او بشپړولو” لپاره شي کار کوي.
د شي لامحدود مطلقه واکمني د پخواني “اجتماعي کولېکتېفي مشرتابه ماډل” پای ته رسولو په مانا دي.
کله چې شي جین پینګ د لومړي ځل لپاره په 2012 کال د اکتوبر په پای کې د کمونسټ ګوند د عمومي منشي په توګه د نوي مشرتابه ټیم سره یو ځای د کیمرې په وړاندې راڅرګند شو، دا په بشپړه توګه روښانه نه وه چې دغه سړی به په کوم لوري دغه هیواد رهبري کړي. د هغه د ځواک بنسټ نازک ګڼل کیده، او هغه په خپله یو څه اصلاحي ذهنیت لرونکی ټیکنوکراټ و، چې په د سمندر پر غاړه په ساحلي ولایتونو کې یې د پوستونو له لارې وده کړې وه.
خو له 2012 کال راهیسې په لسو کلونو کې، شي د یو ملتپال او سختدریځي ایډیالوجیک په توګه راڅرګند شوی دی او په دوامداره توګه یې خپل ځواک پراخ کړی دی. یو چېني متل وایې: اوسپنه یوازې د سلو ځلو وهلوټکو ورسته په فولادو بدلیږي.
د چین د سیاسي نظام او د شي جین پینګ د مشرتابه په اړه ګڼې څېړنې شوې دي. اکثریت یې دا استدلال کوي چې د جین پېنګ تر مشرۍ لاندې چین یو “نوی انقلابي دولت” ته نږدې شوی دی.
د ګوندي کنټرول پیاوړتیا د هغه د واک اصلي بنسټ بولي. څېړنې، پلټنې او راپورونه د چین اقتصادي وده د نړیوال ځواک د بدلون مهم عامل ګڼي.
شي جین پینګ غواړي چین یو ځلې بیا د نړۍ یو پرمختللي ملت باندې بدل کړي. د نوموړي موخه دا ده، چې د چینایي ځانګړتیاوو سره سم د سوسیالیزم بریا رامنځته کړي.
چین کولی شي ډېر ژر د نړۍ د تر ټولو لوی اقتصادي ځواک په توګه امریکا له واکه وغورځوي. خو بیا به د نړیوال اقتصاد په سر کې یو ډیکتاتورۍ ما ویستي چیني نظام وي، نه یوه امریکایې ډیموکراسي او د امریکې د تعرفو سیاست
د چین کمونیسټ ګوند او حکومت وسمهال په چین کې د خلکو مغزه، ټول سیاسي مدنې فعالیتونه، په ټولنېزو رسنیو کې د انټرنيت له لېارې څاري. لنده دا چې د خلکو ټول حرکتونه او کړه وړه څاري او کنټرولوي. د چینایانو جزوي تخظيو ته هم سزا ورکول کیږي. منتقدین یې خبرداری ورکوي چې دا ډول نظارتګر دولت نظارتیِ ډول شدیده څارنه، د خلکو سره ظلم دی، د چاپیریال ویجاړول دي، د چینایانو د آزادۍ له لاسه ورکول حالت پیل دی.
پای
غازي ببرک خان ځدراڼ ته د لمر اعلې نښان، د کابل علم او جهل منار کې نوم حکیدل/۱
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.