دوه اوسپنیزه سیاستوال، دوه ملتونه؛ امیر عبدالرحمن خان او صدراعظم بیسمارک/۴

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

58

دوه اوسپنیزه سیاستوال، دوه ملتونه؛ امیر عبدالرحمن خان او صدراعظم بیسمارک د ځواک، دولت‌جوړونې او سیاسي واقعیت پالنې یوه تاریخي ـ تحلیلي پرتله

څلورمه او ورستۍ برخه

۶۷. دلارډ کرزن ارزونه (Lord Curzon– George Nathaniel)

لارډ کرزن له ۱۸۹۹ څخه تر ۱۹۰۵ کال پورې د برتانوي هند د نایب‌السلطنه په توګه دنده ترسره کړې او د برتانوي راج له اغېزناکو اداري چارواکو څخه شمېرل کېږي. نوموړی په ۳۹ کلنۍ کې دې مقام ته وټاکل شو او د برتانوي هند تر ټولو ځوانو نایب‌السلطنو څخه و. د ډیورنډ کرښې د هوکړې څخه څو کاله وروسته، کرزن د برتانوي هند د نایب‌السلطنه په توګه دنده پیل کړي.

د کرزن د بهرنۍ تګلارې له مهمو موخو څخه یوه د تزاري روسیې د پراختیايي سیاستونو پر وړاندې د برتانوي هند د سرحدونو ساتنه وه. له همدې امله افغانستان د برتانوي هند او روسیې ترمنځ د حایلې سیمې (Bufffer state) په توګه د بریتانیا امپراتورۍ ښکیلاکي سیاست په محاسباتو کې ځانګړی اهمیت درلود. په همدې چوکاټ کې، له امیر عبدالرحمن خان سره د اړیکو ساتل د برتانوي هند د بهرنۍ او سرحدي تګلارې یوه مهمه برخه وه. د عبدالرحمن خان د واکمنۍ د وروستیو کلونو له مهمو سیاسي پېښو څخه د برتانوي سیاستوال جورج ناتانیل کرزن له سره لیدنه وه. د افغانستان د شمال لوېدیځې پولې، د تزاري روسیې د نفوذ، د افغانستان د ستراتیجیک موقعیت او د دواړو حکومتونو د اړیکو په اړه د خبرو لپاره مهم فرصت و. دا سفر د ۱۸۹۳م کال د ډیورنډ له موافقې وروسته ترسره شو. د عبدالرحمن خان د خپل روایت له مخې، د دوی په خبرو کې د افغانستان د شمال او شمال‌ لوېدیځ سرحدي وضعیت او د روسیې د نفوذ مسئله مهمه وه. د امیر د ځای ‌ناستي موضوع هم د پاموړ وه، ځکه هغه وخت د سلطنت د راتلونکي او د واک د انتقال مسئله د برتانوي هند لپاره هم ستراتیجیک اهمیت درلود.

د عبدالرحمن خان زامن، حبیب ‌الله خان او نصرالله خان، هم له کرزن سره لیدلي وو. د دې لیدنې اهمیت یوازې په هغو موضوعاتو پورې محدود نه و، چې په رسمي خبرو کې مطرح شوې. کرزن له اوږدې مودې راهیسې د منځنۍ اسیا، د روسیې د پراختیا، د هند د شمال ‌لوېدیځې پولې او د افغانستان د ستراتیجیک موقعیت په اړه مطالعه کوله. له همدې امله له افغان امیر سره مخامخ لیدنه د هغه لپاره د سیمې د سیاسي واقعیتونو د مستقیم درکولو لپاره یوه مهمه موقع وه.

د عبدالرحمن خان او کرزن ترمنځ د خبرو پر مهال د ژبې ستونزه هم موجوده وه. کرزن په انګلیسي خبرې کولې او خو عبدالرحمن خان په انګلیسي ژبه نه پوهېده؛ له همدې امله د دوی د خبرو لپاره ژباړونکي یا د امیر د دربار د منشي له لېارې ژباړه او منځګړیتوب کېده.

عبدالرحمن خان په خپل روایت کې هم د کرزن د ارزونې په اړه لیکي: هغه یو پوه، تجربه‌ کار، زیارکښ او د لوړو ارمانونو لرونکی ځوان بللی و. دا تعبیر د هغه د شخصي برداشت څرګندونه کوي او باید د امیر د خپل روایت په توګه ولوستل شي، نه د کرزن د شخصیت په اړه د یوه مستقل تاریخي حکم په توګه.

کرزن په ۱۸۹۴ کال کې کابل ته سفر وکړ او شاوخوا دوه اوونۍ یې د امیر عبدالرحمن خان د مېلمه په توګه تېرې کړې. د دې سفر پر مهال یې له امیر سره مخامخ او نسبتاً اوږدې خبرې اترې وکړې او د افغانستان د سیاسي وضعیت، د امیر د واکمنۍ د څرنګوالي او د دواړو لورو د اړیکو په اړه یې مستقیمې مشاهدې ترلاسه کړې. نوموړي وروسته د امیر عبدالرحمن خان په اړه خپلې مشاهدې او ارزونې په لیکلي بڼه ثبت کړې، چې د هغه د سیاسي شخصیت او د افغانستان د هغمهالني وضعیت د درکولو لپاره د تاریخي سرچینې په توګه ارزښت لري.

لارډ کرزن د امیر عبدالرحمن خان په اړه یو پېچلی، خو تر یوه بریده متوازن انځور وړاندې کوي. هغه امیر یوازې ٬٬ظالم٬٬ نه بولي؛ بلکې د هغه د شخصیت دوه ظاهراً متضاد اړخونه په ګډه بیانوي. له یوې خوا، عبدالرحمن خان د سختدریځه، بېرحمه او مطلق‌العنان واکمن په توګه انځوروي او له بلې خوا، هغه د امیر هوښیارتیا، مدبرتوب، تدبیر، مهربانۍ، خوښ‌مزاجۍ او د ظرافتونو او نزاکتونو پر وړاندې د علاقې یادونه کوي. کرزن دغه ارزونه د ۱۸۹۴ کال په کابل کې له امیر عبدالرحمن خان سره د خپلو مخامخ لیدنو او اوږدو شخصي خبرو اترو پر بنسټ وړاندې کړې ده.

۶۸ . د اوسپنېزه امیر د شخصیت په اړه لارډ کرزن ارزونه

کرزن لیکي: عبدالرحمن خان په دیارلسو کلونو کې د افغانستان واک د خپل شخصیت او وسلې په زور ټینګ کړی و او د مخالفینو مقاومت یې په خورا سختۍ مات کړ. د کرزن په تعبیر، د افغانستان هېڅ پخواني واکمن دومره په سختۍ سره د افغان پر ٬٬ نه رامیدونکی آس٬٬ سپور نه و، لکه امیر عبدالرحمن خان او هېچ افغان واکمن د هېواد په یووالي کې دومره اغېزمنه ونډه نه وه اخیستې لکه امیر عبدالرحمن خان. خو دا ملي یووالی د ډیر سخت او ویرونکي زور له لېارې رامنځته شوي و. نوموړي لیکي: عبدالرحمن خان یوازې ٬٬ ظالم٬٬ شخصیت نه و. خو دی سمدستي لږ وروسته د امیر د شخصیت بل اړخ داسی بیانوي:

٬٬‌٬ هغه یو ډېر سخت او بېرحمه سړی دی، په عین حال کې، تر یوه حده ډېر خوش‌اخلاقه یا خوش برخورد، مېنه ناک، مدبر، مهربان او د نورو احساساتو درناوی‌کوونکی هم کېدای شو. د کرزن تر ټولو په زړه پورې مشاهدات دا دي، چې د ده په وینا، دغه ډېر سخت او ظالم واکمن په شخصي ژوند کې اکثره مؤدب؛ مدبره، مهربان، خوش ‌برخورد؛ د خلکو د حالاحوال په پام کې نیولوونکی هم و.

کرزن حتی د امیر عبدالرحمن خان د شخصي ذوقونو یادونه کوي: عبدالرحمن خان عطرونو، رنګونو، باغونو، سندرو ویونکو مرغانو او ګلونو سره مینه لرله. هغه یې د عملي او واقعیتګرا انسان تر څنګ یو داسې شخص هم ګڼي چې له عرفاني او روحاني تصوراتو سره علاقه لرله.

۶۹. د اوسپنېزه امیر د عدالت په اړه یوه تر ټولو مهمه کیسه بیانوي:

د کرزن په روایت کې یوه ډېره مهمه قضیه شته، هغه لیکي: عبدالرحمن خان یو سړی په ناحقه اعدام کړ، وروسته ورته څرګنده یا ثابته شوه، چې د هغه پر ضد وړاندې شوي اسناد او شواهد ټول ناسم ول. د دې تېروتنې له امله امیر خپله خپل ځان ۶۰۰۰ روپۍ جریمه کړ او دغه پیسې یې د وژل شوي کس کونډې ته ورکړي. د وژل شوي سړي کونډه، د کرزن د روایت له مخې له دې امله ډېره خوشاله وه، چې له یوې خوا یې له میړه څخه خلاصون موندلی و او له بلې خوا یې د خپل ژوند د بیا پیل لپاره یوه اندازه مالي مرسته تر لاسه کړه.

دا روایت د عبدالرحمن خان د عدالت په اړه یو مهم دوه ‌اړخیز تصویر وړاندې کوي. له یوې خوا یې د یوه انسان ژوند په ناحقه واخیست، له بلې خوا یې خپله تیروتنه ومنله او ځان یې خپله مجازات کړ.

کرزن لیکي: د هغه قضايي نظام ډېر سخت او د اعدامونو او مجازاتو پر بنسټ و، خو کله چې امیر خپله قضايي تېروتنه درک کړه، د ځان لپاره یې هم د قانون/عدالت د مسؤولیت تصور درلود، یعنې هغه ځان له هر ډول حساب ورکونې څخه مطلقاً مستثنا نه باله. البته دا یوه ځانګړې پېښه ده او له دې څخه دا نتیجه نه شي اخیستل کېدای، چې د عبدالرحمن خان ټول قضايي نظام عادلانه و. کرزن په عمومي توګه د هغه د واکمنۍ سخت او جبري ماهیت هم په څرګندو الفاظو بیانوي.

۷۰. د افغان امیر د شخصیت یو ډېر جالب اړخ

کرزن لیکي: عبدالرحمن خان د فارسي ژبې شاعر سعدي له شعرونو سره مینه لرله او خورا پیاوړی د طنزي حس یې درلود. دا ټکی د هغه د شخصیت هغه اړخ راښيي چې یوازې د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ له تصور څخه ډېر پراخ دی.

٬٬ کرزن د عبدالرحمن خان په شخصیت کې یو متضاد ترکیب ویني: هغه د واک د ټینګولو لپاره له سخت ځواک او بېرحمۍ څخه کار اخیست، خو په شخصي ژوند کې یې د مهربانۍ، طنز، ښکلا، شعر او روحاني تصوراتو لپاره هم ځای درلود. د عدالت په برخه کې د کرزن هغه روایت چې امیر د یوې ناحقه وژنې له امله ځان ۶۰۰۰ روپۍ جریمه کړ، ښيي چې عبدالرحمن خان د خپل سخت قضايي نظام تر څنګ د شخصي مسؤولیت او عدالت یو ځانګړی تصور هم درلود. له همدې امله د هغه شخصیت یوازې د ٬٬ظالم٬٬ یا یوازې د ٬٬دولت جوړوونکي٬٬ په یوه ساده تعریف کې نه راټولېږي.٬٬

کرزن ارزونه ځکه مهمه ده، چې هغه عبدالرحمن خان شخصیت نه یوازې د ظالم واکمن په توګه، بلکې د یوه پېچلي او متضاد شخصیت په توګه انځوروي.

۷۱. اوسپنېز امیر عبدالرحمن خان څنګه خپل واک ټینګ کړ؟

د کرزن په ارزونه کې درې مهم عوامل تثبت شوي دي: شخصیت، پوځ، سخت یا وچ زور. د ده په اند، عبدالرحمن خان په دیارلسو کلونو کې خپل واک په ټول افغانستان کې ټینګ کړ.

بیسمارک او عبدالرحمن خان دواړو ٬٬اوسپنیزو سیاستوالو٬٬ د دوو ملتونو مشرانو د دولت د پیاوړتیا لپاره د ځواک له وسیلې کار واخیست؛ خو د بیسمارک اوسپنه له ډیپلوماسۍ، قانون او سیاسي محاسبې سره یو ځای وه، په داسې حال کې چې د افغانستان بیسمارک عبدالرحمن خان اوسپنه تر ډېره د مرکزي واک، پوځ او د داخلي مخالفتونو د سخت ځپلو پر محور ولاړه وه. خو ٬٬اوسپنیزه مانا٬٬ په دواړو کې یو شان مانا نه لري، د لته د علمي تحلیل تر ټولو مهم ټکی دی.

عبدالرحمن خان ٬٬اوسپنیز٬٬ ځکه شو، چې مرکزي دولت یې د داخلي مقاومتونو پر وړاندې په سخت پوځي او اداري زور ټینګ کړ.

بیسمارک ٬٬اوسپنیز٬٬ ځکه شو چې د جرمني د یووالي او پروشیايي دولت د ځواک لپاره یې پوځ، ډیپلوماسي او واقعیت پالنې سیاست په خورا هوښیارۍ سره یو ځای کړل.

۷۲. څېړنوال ډیویډ بې اډوارډز د اوسپنیز امیر د واک ټولنیز ـ سیاسي اړخونو تشریح کړي

پورفیسور ډاکټر ډیویډ اډوارډز یو امریکایې انټروپولوجیسټ یا انسان پېژندپوه او د پوهنتون استاد و. نوموړي د مېشیګان له پوهنتونه د انټروپولوجي یا انسان پوهنې په برخه کې خپل د دوکتورا ٬٬پې ایچ ډي٬٬ سند ترلاسه کړي او د ۱۹۷۰ لسیزې پرمهال یې په کابل کې د ساحوي څېړنو او تدریس په چارو کې ډیر وخت تېر کړي دی. نوموړي په خپل اثر (Heroes of the Age: Moral Fault Lines on the Afghan Frontier) ٬٬ کې د زمانې اتلان: د افغان پولې په اوږدو کې اخلاقي درزونه٬٬‌٬ په دې کتاب کې د عبدالرحمن خان واکمنۍ ته ځانګړی فصل ورکړل شوي دی، چې نوم یې دی (The Reign of the Iron Amir)دغه فصل څلور مهمې برخې لري: د اډوارډز اثر اهمیت په دې کې دی، هغه یوازې نه پوښتي، چې عبدالرحمن خان ٬٬څه وکړل؟٬٬؛ بلکې دا هم څېړي چې:

د امیر واک څنګه د خلکو په سیاسي تصور، اطاعت، عزت، وېرې او د دولت په جوړښت کې ځای پر ځای شو؟

همدا موضوع د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ اصطلاح ته ژوره مانا ورکوي. نوموړي دولت د جغرافیې له لارې تعریفوي. اډوارډز د دولت د نقشې او د امیر د سیاسي تصور له لارې یوه مهمه مسئله په کې راڅیړي.

د عبدالرحمن خان لپاره افغانستان یوازې د قبایلو او سیمو مجموعه نه وه؛ هغه غوښتل چې ټول د افغانستان قلمرو د یوه واحد مرکزي دولت په توګه تصور او اداره شي. د امیر شاهي دولت نقشه په دې مانا وه:

قلمرو → مرکزي واک → اداره → قانون → اطاعت.

دا د ننني عصري دولت جوړونې یا د تیوري حقوق دولت له مهمو ځانګړنو سره تړاو لري: دولت باید یو مشخص قلمرو، اداره، ولس او مرکزي حاکمیت ولري.

د بیسمارک ټولنیز دولت؛ هغه اړخ چې د ٬٬اوسپنې٬٬ تر سیوري لاندې پټ پاتې کېږي.

بیسمارک په ۱۸۸۰مو کلونو کې د نړۍ د لومړنیو پراخو دولتي ټولنیزو بیمو سیستمونه رامنځته کړل، لکه د ناروغۍ بیمه، د کاري پېښو بیمه، ټولنېزه بیمه او د زړښت او معلولیت بیمه.

د جرمني تاریخي ملي موزیم د څېړنو په حوله، دا قوانین د کارګرانو د ټولنیز امنیت لپاره د دولت د مسوولیتونو نوی پړاو پرانیست. البته د بیسمارک موخه یوازې ټولنیزه هوساینه نه وه؛ هغه غوښتل کارګران له سوسیال دموکرات غورځنګ څخه هم تر یوه حده د دولت پر لور راجذب کړي. نو بیسمارک په یوه وخت کې سیاسي سرکوب او ټولنیز اصلاحات دواړه وکارول. اوسپنېزه امیر د مرکزي افغان دولت پیاوړتیا او اوسپنېزه صدراعظم د متحد جرمني بنسټ کېښود.

۷۳ . د امیر عبدالرحمن خان د سیاست په اړه د نړیوال امنیت مجلې یوه مهمه مقاله خپره کړي

د نړیوال امنیت (Global Security) د یوې مقالې پر بنسټ لیکي‌: چې داسې نښې موجودې دي چې عبدالرحمن خان ښايي ډیورنډ کرښه د: „delimitation of separate areas of political responsibility”

په توګه لیدلې وي؛ یعنې د بېلابېلو سیاسي مسؤولیتونو د ساحو د ټاکلو کرښه، نه حتمي او نه د تلپاتې نړیوال سرحد په توګه. د دې جملې ساده مانا څه ده؟ د سیاسي مسوولیت د جلا برخو ټاکل او تفکیک٬٬ یعنې:

٬٬د دوو حکومتونو ترمنځ د سیاسي مسؤولیت د ساحو مالومول.٬٬ دا جمله سمدستي داسې نه مانا ورکوي چې:

٬٬دا د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ یو دایمي نړیوال سرحد و٬٬

د نړیوال امنیت مقاله دې احتمال ته اشاره کوي، چې عبدالرحمن خان ښايي د ۱۸۹۳م توافق په دې مانا لیدلی وي چې:

تر دې کرښې پورې د افغانستان سیاسي مسؤولیت دی، او له هغې خوا د برتانوي هند سیاسي مسؤولیت دی. دا مانا ورکوي، چې تر دې کرښې پورې د افغانستان سیاسي مسؤولیت دی او له هغې خوا د برتانوي هند سیاسي مسؤولیت دی. په بل عبارت، چې ٬٬کوم حکومت به په کومه سیمه کې سیاسي مداخله او مسؤولیت لري؟٬٬

د „GlobalSecurity“ یا نړیوال امنیت مقالې د تحلیل له مخې، داسې شواهد شته چې عبدالرحمن خان ښايي د ۱۸۹۳م ډېورنډ توافق یوازې د ځمکو د تلپاتې انتقال په توګه نه، بلکې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د سیاسي مسؤولیت او نفوذ د ساحو د ټاکلو په توګه لیدلی یا منلي وي. یعنې د کرښې موخه دا وه، چې مالومه شي د کومې سیمې سیاسي مسؤولیت د کوم حکومت پورې اړه لري.

‎د نړیوال امنیت مقالې لیکوال لیکي: د ډیورنډ کرښه د قومي او جغرافیایي واقعیتونو مطابق هم نه ده کښل شوي.

“GlobalSecurity” لیکي: چې ډیورنډ کرښې مېشت قومونه سره ووېشل؛ کلي کورونه یې سره جلا کړل؛ له طبیعي جغرافیې سره لږه اړیکه لري؛ له دیموګرافیک واقعیتونو سره یې هم بشپړ سمون نه درلود؛ او حتی له پوځي ستراتیجۍ سره یې هم تل نه سمون یا مناسبت نه درلود.

د نړیوال امنیت مقاله لیکي: چې عبدالرحمن خان د برتانوي امپراتورۍ د ګټو دوکوترینو له نظره داسې یو مشر و، چې ٬٬ د دې ورتیا یې لرله، څو خپل ویشل شوي ولس په یوه ملي دولت کې بیرته سره یو ځای متحد کړي.

“capable of welding his divided people into a state“ یعنې وېشل شوي لوی افغانستان د یو دولت تر چتر لاندې د یو ځای کولو وړتیا یې لرله. خو په عین وخت کې هغه د برتانوي امپراتورۍ کنټرول له امله د خپل بهرني سیاست پر سر محدودیتونه منلي وو.

د نړیوال امنیت مقاله لیکي: د ډیورنډ هوکړه د دوکو او د فشارونو په شرایطو کې ترسره شوي ده.

٬٬د عبدالرحمن خان او ډیورنډ موضوع باید یوازې د دې پوښتنې له مخې ونه ارزول شي، چې ایا امیر سیمې په خپله خوښه انګرېزانو ته ورکړې کنه؛ بلکې باید وکتل شي چې هغه د کوم فشار، کوم نړیوال ځواک‌ توازن او کومې سیاسي محاسبې په شرایطو کې دې موافقې ته ورسېد، او خپله کرښه یې د څه شي په توګه تصور کوله.٬٬ تر ټولو مهمه دا چې په خپله د نړیوال امنیت مقاله د دې احتمال یادونه کوي، چې عبدالرحمن خان ډیورنډ کرښه د دایمي نړیوال سرحد پر ځای د سیاسي مسؤولیتونو د ساحو د ټاکلو په توګه لیدله.

“GlobalSecurity” دا احتمال مطرح کوي; چې عبدالرحمن خان ښايي د ۱۸۹۳م ډیورنډ موافقه د دې لپاره نه وي درک کړې، چې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ به د تل لپاره یو نړیوال سرحد جوړېږي؛ بلکې ښايي هغه یې د دې لپاره منلې وي، چې مالومه شي په کومو سیمو کې د افغانستان او په کومو سیمو کې د برتانوي هند سیاسي مسؤولیت او نفوذ وي. دلته ٬٬سیاسي مسؤولیت٬٬ څه مانا لري؟

فرض کړئ یوه سیمه د دواړو خواوو ترمنځ پرته ده. د توافق له مخې ویل کېږي: په دې خوا کې افغان حکومت مسؤول دی؛ په هغې خوا کې برتانوي هند مسؤول دی؛ دواړه خواوې به د بلې خوا په سیمه کې مداخله نه کوي. ځکه دغه سېمه د صوبه سرحد په نامه یادیده.

دا په خپله د دې مانا نه لري، چې عبدالرحمن خان به حتماً په هغه وخت کې داسې فکر کاوه چې:

٬٬ دا کرښه به د تل لپاره د افغانستان نړیوال سرحد وي او له دې وروسته به دا سیمې په قانوني ډول د افغانستان له قلمرو څخه د تل لپاره جلا وي.٬٬ بلکې د “GlobalSecurity“ په تعبیر کې احتمال دا دی، چې د عبدالرحمن خان د ذهنیت لپاره ٬٬د نفوذ او سیاسي مسؤولیت ساحې٬٬ مفهوم هم مهم و. ځکه د ٬٬سرحد٬٬ او ٬٬د نفوذ/مسؤولیت ساحې٬٬ ترمنځ حقوقي او سیاسي توپیر شته.

که یو سند یوازې د نفوذ ساحې ټاکي، مانا یې دا ده چې ٬٬ ته په دې سیمه کې خپل سیاسي نفوذ لرې، زه په هغې سیمه کې.٬٬ خو که سند په څرګنده توګه نړیوال سرحد وټاکي، مانا یې دا ده چې: ٬٬دا د یوه دولت قلمرو دی او له هغې بلې خوا بل دولت پیل کېږي٬٬.

د “GlobalSecurity” د ارزونې له مخې، داسې نښې شته چې عبدالرحمن خان ښايي د ۱۸۹۳م ډیورنډ موافقه د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د دایمي نړیوال سرحد د تثبیت پر ځای، د دواړو لورو د سیاسي نفوذ او مسؤولیتونو د ساحو د ټاکلو په توګه درک کړې وي. خو دا تعبیر باید د قطعي تاریخي حقیقت په توګه ونه ګڼل شي، بلکې د ډیورنډ موافقې د تاریخي او حقوقي ماهیت له ممکنه تفسیرونو څخه یو وبولل شي.

“GlobalSecurity “ په خپل تاریخي تحلیل کې عبدالرحمن خان داسې تشریح کوي، چې هغه د بریتانیا او تزاري روسیې د دوو ستر قدرتونو ترمنځ د افغانستان د بقا له ستونزې سره مخ و؛ له همدې امله یې خپل تمرکز پر داخلي مرکزي واک او د عصري دولت د بنسټونو پر جوړولو واړلو.

۷۴. عبدالرحمن خان؛ له تبعید څخه تر ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ پورې څوګ و.؟

د „GlobalSecurity“ د مقالې لیکوال له نظره؛ عبدالرحمن خان یو ډېر پوه او پیاوړی شخصیت و، چې د شخصیت د ټینګښت او له خلکو سره د معاملې په وړتیا کې یې د خپل نیکه امیر دوست محمد خان خویونه او ځانګړنې لرلې.

۷۵. روسیې عبدالرحمن خان افغانستان ته له تګ لپاره پرېښود.

په همدې وخت کې روسیه پوهېده چې برتانویان په افغانستان کې د یو قوي او با نفوذه مشر په لټه کې دي. له همدې امله عبدالرحمن خان ته یې اجازه ورکړه، چې افغانستان ته بېرته ولاړ شي. خو د روسانو محاسبه دا وه چې ښايي عبدالرحمن خان په راتلونکي کې د دوی د ګټو لپاره ګټوره سیاسي وسیله وګرځي. د“ GlobalSecurity“ په تعبیر، روسیه په دې محاسبه کې سخته تېروتنه وکړه.

عبدالرحمن خان افغانستان ته راغی، له برتانوي هند سره یې یوې موافقې ته ورسېد او د ۱۸۸۰م کال په جولای کې د کابل پر تخت کېناست: عبدالرحمن خان هغه افغانستان په میراث کې واخیست چې سیمې یې له یو بل څخه جلا وې؛ قومي او سیمه‌ ییز ځواکونه پیاوړي وو؛ مرکزي حکومت کمزوری و؛ بهرني قدرتونه د افغانستان پر سر سیالي کولې.

خو عبدالرحمن خان د خپل ۲۱ کلن واک په ترڅ کې هڅه وکړه، چې دغه ټوټه‌ ټوټه سیاسي جوړښت په یوه مرکزي ملي دولت بدل کړي. مقاله لیکي: چې اوسپنېز امیر د افغانستان د عصري دولت د جوړېدو په لور مهم ګامونه واخیستل.

د هغه د مرکزي کولو درې مهمې لارې

لومړی: هغه پاڅونونه په زور وځپل او له بریا وروسته یې سختې سزاوې، اعدامونه او تبعیدونه ترسره کړل.

دویم: هغه د ځینو پیاوړو پښتني قبایلو د ځواک د ماتولو لپاره د خلکو اجباري لېږد یا ځای پر ځای کول هم ترسره کړل. د“GlobalSecurity“ مقاله په ځانګړي ډول د غلجیو او ځینو نورو پښتنو قبایلو د شمالي سیمو پر لور د اجباري انتقالو یادونه کوي.

درېیم: هغه ولایتي حکومتونه جوړ کړل، چې د پخوانیو قبایلي سرحدونو پر ځای د مرکزي حکومت د اداري جوړښت پر بنسټ ولاړ وو. والیانو ته پراخ واک ورکړل شو، خو امیر د یوې اغېزمنې استخباراتي شبکې له لارې هغوی تر نږدې څارنې لاندې ساتل.

۷۵. د نړیوال امنیت مقالې مهمه تاریخي پایله

د „GlobalSecurity“ د مقالې ارزونه دوه مخونه لري:

یو مخ: عبدالرحمن خان په سخت زور، اعدامونو، تبعیدونو او د قبایلي قدرتونو په ماتولو سره مرکزي واک پیاوړی کړ.

بل مخ:همدغه سخت مرکزي واک د افغانستان په ډېرو سیمو کې هغه نظم رامنځته کړ چې تر هغه مخکې کمزوری یا ناپایدار و. سیمه ‌ییزو زورواکو ته یې محدودیتونه ولګول او د مرکزي دولت اداري او پوځي بنسټونه یې پیاوړي کړل.

٬٬اوسپنیز امیر٬٬ یوازې د ظلم یا سختۍ لقب نه دی؛ دا د هغه د مرکزي واک، پوځ، اداري کنټرول او د دولت د جوړښت د سخت پلي کولو استازیتوب هم کوي.

د „GlobalSecurity“ د مقالې له مخې، د عبدالرحمن خان تر ټولو مهمه تاریخي هڅه دا وه، چې په افغانستان کې مرکزي واک د سیمه ‌ییزو، قبایلي او مذهبي قدرتونو له سیالۍ څخه پورته کړي. هغه غوښتل چې د دولت امر یوازې په کابل کې نه، بلکې په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې هم عملي شي.

له قبایلي واک او ځواک څخه د مرکزي دولت په لور: عبدالرحمن خان په دې باور و، چې تر هغه چې هره سیمه خپلواک ځواک، وسله او د مالیې خپل سیستم ولري، مرکزي حکومت به پیاوړی نه شي.

له همدې امله یې سیمه ‌ییز خپلسري مشران یې تر مرکزي کنټرول لاندې راوستل؛ د ولایتونو اداري جوړښتونه یې پیاوړی کړل؛ د مالیاتو راټولول یې مرکزي کړل؛ منظم پوځ یې پراخ کړ؛ او د حکومت د امر د عملي کولو لپاره یې والیان او مامورین وټاکل. خو دا پروسه ډېره سخته او له تاوتریخوالي سره مل وه. د هغه د واکمنۍ پر مهال د مخالفینو ځپل، اعدامونه، تبعیدونه او د ځینو خلکو اجباري انتقالونه هم ترسره شول.

همدلته د عبدالرحمن خان د دولت جوړونې دوه‌ ګونی میراث راڅرګندېږي: مرکزي دولت پیاوړی شو، خو د دې پیاوړتیا بیه په ډېرو مواردو کې د زور او بشري تلفاتو په بڼه ورکړل شوه.

۷۶. د امیر په دربار کې، یوه کیسه” At the Court of the Amîr“A Narrative“ دا کتاب

اوسپنېز امیر عبدالرحمن خان؛ د افغانستان د ملي مرکزي دولت بنسټګر معرقي کوي.

د اغلې ډاکټري جان الفریډ ګرې (John Alfred Gray) ٬٬ د امیر په دربار کې؛ یوه کیسه٬٬ یا روایت په نامه کتاب” چې په ۱۸۹۵ کال کې خپور شوی، د امیر عبدالرحمن خان د شخصیت او واکمنۍ په اړه یو مهم معاصر تاریخي اثر دی. اغلې ګرې د امیر د دربار ډاکټر وه او امیر یې له نږدې لیدلی او کتلي و. له همدې امله د هغې مشاهدې او لیدنې کتنې د امیر په پېژندلو کې ځانګړی ارزښت لري.

د جان الفریډ ګرې کتاب د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ د دورې د پېژندلو لپاره ځانګړی تاریخي اهمیت او رزښت لري؛ ځکه لیکواله د امیر د دربار او د هغه د حکومت له چاپېریال سره نږدې اړیکه لرله.

د دې اثر اهمیت په دې کې نغښتی دی چې د افغانستان د اوسپنېز امیر په اړه یوازې عمومي تاریخي مالومات نه وړاندې کوي، بلکې د هغه وخت د شاهي دربار، اداري نظام، سیاسي اړیکو او د واکمنۍ د عملي څرنګوالي د درکولو لپاره هم یوه تاریخي کړکۍ پرانیزي.

خو یوه مهمه خبره باید په پام کې ونیول شي: د دربار له نږدې لیدلوري لیکل شوی کتاب د پېښو مهم شاهد کېدای شي، خو د امیر د شخصیت او حکومت په اړه د لیکوالي برداشتونه باید د تاریخي حقایقو او نورو سرچینو په رڼا کې وارزول شي. د ګري کتاب د متن له مخې، د امیر په اړه د لیکوالې لیدلوری په څو مهمو برخو کې ویشل او څرګندېږي:

۱. د قوي ارادې، ځانګړي هوښیارتیا، ځیرکتا او د ژورې څارنې خاوند واکمن

ګرې د امیر د څېرې او حضور په بیان کې لیکي، چې هغه دروند شخصیت او غښتلي بدن، تېزې سترګې او د یوه نه ماتېدونکې ارادې انسان نښې نښانې لرلې. لیکواله د هغه شخصیت د “بیدارۍ ځواک” له انځور سره تشبیه کوي. دا د امیر په اړه د ګرې شخصي مشاهده ده، نه کومه رسمي سیاسي ارزونه. د دې لیکنې لیکوال یعني (زما ) لپاره دغه ټکې او ارزونه خورا ځانګړي اهمیت لري ځکه، انګرېزانو تل په خپلو ښکیلاګر تاریخونو کې اکثراً د دریمې نړې پاچاهان او مشران بې تمدنه، غلام صفته، ډارن، غوړمال، ساده او لوده معرفي کړي دي، خو د اوسپنېز امیر په اړه دوی ټولو دا تصدیق کړي، چې امیر عبدالرحمن خان یو هوښیار، ځیرک، تیز فکره، واقعیت پال او د یوې پیاوړي نه ماتیدونکي ارادې خاوند افغان پاچا و.

۲. د افغانستان مرکزي واک او اداري بدلونونو لوی نوښتګر پاچا

ګرې د کتاب په سرېزه کې یادونه کوي چې د امیر له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په اداره کې د پاموړ بدلونونه راغلل. د کتاب په وروستیو برخو کې د امیر د واکمنۍ، د هېواد د پرمختګ، زده ‌کړې او د کسبونو د پراختیا په اړه هم بحث کوي.

۳. د دربار تر څنګ د امیر شخصي ژوند انځور وړاندې کوي

کتاب یوازې د امیر د سیاسي واک په اړه نه دی. لیکواله د امیر له شخصي لیدنو، خبرو اترو، روغتیا، کورنۍ، دربار او له بهرنیو متخصصانو سره د اړیکو یادونه هم کوي. ځکه پایله دا ده چې امیر عبدالرحمن خان د افغانستان په تاریخ کې د مرکزي دولت د پیاوړتیا او د سیاسي واک د تمرکز له مهمو څېرو څخه و. د هغه میراث یوازې په پوځي ځواک او سختې واکمنۍ پورې نه محدود وي؛ بلکې د افغانستان د دولتي ادارې، مرکزي واک او د هغه وخت د نړیوالو سیاسي فشارونو د تاریخ یوه مهمه برخه هم ګڼي.

د جان الفریډ ګرې کتاب موږ ته دا فرصت راکوي چې د “اوسپنېز امیر” شخصیت له نږدې تاریخي لیدلوري وڅېړو؛ داسې شخصیت چې د افغانستان د دولت د پیاوړتیا په بهیر کې یې مهم رول ولوباوه، خو د هغه د واکمنۍ د بشپړ تاریخي انځور لپاره باید لاسته راوړنې، محدودیتونه او انساني لګښتونه یې ټول په پام کې ونیول شي. داکټره ګرې په شاهي دربار کې د امیر شخصي جراحي ډاکټر وه، د هغې مشاهدې د امیر د ورځني ژوند د پېژندلو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

۴. د یوې مطلقي واکمنۍ واقعیت

انګرېزه ډاکټره ګرې د کتاب په پای کې عبدالرحمن خان د افغانستان مطلق‌العنان واکمن بولي او لیکي چې د هغه نفوذ پر هېواد خورا ژور و. دا ښيي چې د امیر د دولت پیاوړتیا ترڅنګ، سیاسي واک هم تر ډېره د یوه شخص په لاس کې متمرکز و.

لنډه دا چې د دې کتاب تاریخي ارزښت په دې کې نغښتي دی. چې دا کتاب په ۱۸۹۵ کال کې په لندن کې خپور شوی او ۵۲۳ مخونه لري. په نوولسمې پېړۍ کې د افغانستان او برتانوی هند اړیکو ته د نننه څخه یوه په زړه پورې کتنه کوي. لوستونکی ته دا تاریخي کیسه د افغانستان د تاریخ او د هغې دورې د پیچلو ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه یو ځانګړي لید لوري وړاندې کوي. لیکواله جان الفریډ ګرې د امیر عبدالرحمن خان د دربار جراحي ډاکټر وه. د کتاب بشپړ متن د٬٬ Project Gutenberg٬٬ په وړیا ډیجیټلي زېرمتون کې لوستل کېدای شي.

ګرې عبدالرحمن خان د پیاوړې ارادې، ځیرکې څارنې او متمرکز سیاسي واک لرونکي واکمن په توګه انځوروي. امیر په داسې وخت کې واکمن شو، چې افغانستان له داخلي اختلافونو او د برتانوي هند او تزاري روسیې له سختو سیاسي فشارونو سره مخ و. هغه د مرکزي حکومت د پیاوړتیا، د ادارې د تنظیم او د هېواد د سیاسي ثبات لپاره هڅې وکړې.

البته، د هغه د واکمنۍ سختو سیاستونو له ځان سره جګړې، جبري اقدامات او انساني کړاوونه هم لرل؛ خو د افغانستان د مرکزي دولت د جوړښت په تاریخ کې د هغه رول د پاموړ دی.

تاریخي ارزښت یې په دې کې دی چې عبدالرحمن خان د افغانستان د مرکزي واک د پیاوړتیا لپاره ژور بنسټېز بدلونونه رامنځته کړل. د ګرې کتاب موږ ته د افغان اوسپنېزه واکمن د شخصیت او د هغه وخت د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د درکولو په اړه یوه مهمه کړکۍ پرانیزي.

پایله دا ده چې امیر عبدالرحمن خان د افغانستان په تاریخ کې د مرکزي دولت د پیاوړتیا او د سیاسي واک د تمرکز له مهمو څېرو څخه و. د هغه میراث یوازې په پوځي ځواک او سختې واکمنۍ پورې محدود نه دی؛ بلکې د افغانستان د دولتي ادارې، مرکزي واک او د هغه وخت د نړیوالو سیاسي فشارونو د تاریخ یوه مهمه برخه هم ده.

۷۷. ټولیزه علمي پایله:

د عبدالرحمن خان او اوتو فون بیسمارک پرتله ښيي چې د پیاوړي مرکزي دولت رامنځته کېدل یوازې د یوه ځواکمن مشر په اراده او شخصي واک پورې نه محدودېږي؛ بلکې پوځ، اداره، مالیه، قانون، نظم، ډیپلوماسي، سیاسي مشروعیت او د دولت د حاکمیت د پراخولو وړتیا ټول د دولت ‌جوړونې په بهیر کې مهم رول لري. له همدې امله د دواړو شخصیتونو تاریخي پرتله باید یوازې د ٬٬اوسپنیز٬٬ لقب پر بنسټ ونه شي، بلکې د هغوی د تاریخي شرایطو، سیاسي موخو، دولت‌ جوړونې د وسایلو او پایلو له مخې وڅېړل شي.

عبدالرحمن خان د نولسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د افغانستان د مرکزي دولت د پیاوړتیا په بهیر کې مهم رول درلود. هغه په داسې سیاسي چاپېریال کې واک ته ورسېد، چې سیمه ‌ییز، قبایلي او کورني قدرتونه پیاوړي وو او د کابل د مرکزي حکومت حاکمیت په ټول هېواد کې محدود و. د هغه د دولت‌ جوړونې اساسي محور د مرکزي واک پراخول، د سیمه ‌ییزو قدرتونو تابع کول، د منظم پوځ رامنځته کول، د مالیې او ادارې د سیستم پیاوړتیا او د دولت د حاکمیت پراخول وو. په دې توګه، د عبدالرحمن خان د دولت‌ جوړونې پروژه تر ډېره د داخلي سیاسي نظم د مرکزي کولو او د دولت د اداري او پوځي ظرفیت د پیاوړتیا پر بنسټ ولاړه وه.

افغانستان د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د دوو سترو امپراتوریو، د برتانوي هند او تزاري روسیې، ترمنځ پروت و. له همدې امله، عبدالرحمن خان له داسې پېچلي جیوپولیټیک وضعیت سره مخ و چې په کې یې باید په عین وخت کې دوه ستر هدفونه تعقیب کړي وای:

لومړی: په افغانستان کې خپل مرکزي دولت پیاوړی او د هېواد پر بېلابېلو سیمو د دولت واکمني ټینګه کړي؛
دویم: افغانستان د دواړو سترو امپراتوریو له مستقیمې جګړې، پوځي مداخلې او احتمالي اشغال څخه وساتي.

همدلته د (Realpolitik) ٬٬واقعیت‌پالنې٬٬ مفهوم خپل ځانګړی اهمیت پیدا کوي. واقعیت ‌پالنه په بهرني سیاست کې دا اصل په پام کې نیسي، چې دولتونه تر ډېره د خپلو امنیتي، سیاسي او جیوپولیټیکي ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي، نه یوازې د ایډیالجیکو یا اخلاقي اصولو له مخې:

له همدې زاویې، د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ تړون هم باید په خپل تاریخي او جیوپولیټیک زمینه کې وکتل شي. دا تړون په ساده ډول داسې نه شو تعبیرولای چې: „عبدالرحمن خان افغانستان ټوټه کړ او خپله خاوره یې برتانیا ته ورکړه.“ دا ډول تعبیر د هغه وخت پیچلی سیاسي وضعیت تر یوه ساده روایت لاندې راولي.

د تړون له مخې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د نفوذ ساحې مشخصې شوې. د دې ترتیباتو په پایله کې د پښتني قبایلو ځینې سیمې د افغانستان له مرکزي اداري واک څخه بهر او د برتانوي هند د ادارې یا نفوذ په ساحه کې پاتې شوې. له همدې امله، د ډیورنډ تړون یوازې د یوې کرښې د رسمولو موضوع نه وه؛ بلکې د هغه وخت د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ د قدرت، امنیت او نفوذ د توازن یوه برخه وه.

البته، د دې کرښې د دقیق حقوقي ماهیت، د هغې د دایمي ٬٬نړیوال سرحد٬٬ په توګه د حیثیت، د تړون د حقوقي تعهداتو، او په ځانګړې توګه له ۱۹۴۷ کال را وروسته د هغې د حقوقي او سیاسي وضعیت په اړه تر نن ورځې پورې بحثونه دوام لري. د ډېورنډ کرښې لمنځه وړلو لپاره د کرښې په دواړو غاړو کې د پښتنو افغانانو مبارزه روانه ده.

له همدې امله، د ډیورنډ مسئله نه یوازې د یوه تاریخي تړون په توګه، بلکې د حقوقي، سیاسي، جیوپولیټیکي او هویتي اړخونو د ګډې موضوع په توګه باید وڅېړل شي.

عبدالرحمن خان د خپل وخت د سخت جیوپولیټیک فشارونو په شرایطو کې له برتانوي هند سره داسې توافق وکړ، چې افغانستان ته یې د دولت د بقا او نسبي امنیت زمینه برابره کړه، خو په بدل کې یې د افغانستان د نفوذ او ادعاوو په ختیځ کې د پاموړ محدودیتونه ومنل؛ د همدې پرېکړې اوږدمهاله پایلې تر نن ورځې پورې د سیاسي او حقوقي بحث موضوعات دي. د عبدالرحمن خان د میراث د ارزونې لپاره ښايي تر ټولو مناسبه تاریخي پوښتنه دا نه وي چې:

٬٬ایا هغه ښه واکمن و که بد؟٬٬ بلکې دا ده: هغه په کومو شرایطو کې څه ترلاسه کړل، څه یې له لاسه ورکړل، او د خپلو لاسته راوړنو لپاره یې څه بیه ورکړه؟ د دې پوښتنې له مخې عبدالرحمن خان یو متناقض تاریخي میراث پرېښود.

هغه مرکزي دولت، پوځ، اداري نظم او د حکومت د عملي واک ساحه پیاوړې کړه؛ خو د دې بهیر لپاره یې له سختو قهريه وسایلو استفاده وکړه. له بهرنیو قدرتونو سره یې د افغانستان د بقا لپاره سیاسي موازنه وساتله؛ خو د دې سیاست ځینې پایلې، په ځانګړي ډول د ډېورنډ د کرښې میراث، د افغانستان په راتلونکي تاریخ کې له اوږدمهالو سیاسي او ملي بحثونو سره مل شوې.

همدا متضاد میراث دی چې په تاریخ کې عبدالرحمن خان یوازې یو ٬٬مستبد واکمن٬٬ یا یوازې یو ٬٬ستر دولت‌ ساز ٬٬د اوسنې افغانستان معمار نه پرېږدي؛ بلکې هغه د نولسمې پېړۍ د افغانستان د دولت ‌سازۍ، ځواک، مصلحت، جیوپولیټیک فشار او سیاسي بیې له تر ټولو پېچلو څېرو څخه جوړوي. له همدې ځایه د بیسمارک سره پرتله خپل اصلي ارزښت پیدا کوي.

دواړه د اوسپنېز سیاستوال وو؛ خو یو له ځواک څخه د دولت د پراختیا او یووالي لپاره کار واخیست، او بل له محدود ځواک څخه د دولت د مرکزي کولو او بقا لپاره کار واخیست.

اوتو فون بیسمارک د پروشیا له نسبتاً پیاوړي سیاسي او پوځي بنسټ څخه د جرمني د سیاسي یووالي پر لور حرکت وکړ. هغه د پوځ، جګړې، ‌‌ډیپلوماسۍ، سیاسي ائتلافونو او (Realpolitik) یا واقعیت ‌پالنې څخه په ګډه استفاده وکړه او په ۱۸۷۱ کال کې د جرمني امپراتورۍ د رامنځته کېدو په بهیر کې یې مهم رول ولوباوه. د بیسمارک سیاست یوازې په پوځي ځواک پورې محدود نه و؛ بلکې ډیپلوماسي، د اروپايي قدرتونو ترمنځ د توازن ساتل، سیاسي محاسبه او اداري ـ ټولنیز سیاستونه هم د هغه د دولت‌ جوړونې مهم عناصرونه ول.

عبدالرحمن خان د افغانستان د مرکزي دولت د جوړونې ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ و؛ بیسمارک د جرمني د سیاسي یووالي او دولت ‌جوړونې ٬٬اوسپنیز چانسلر یا صدراعظم٬٬ و. دواړو د قوي دولت لپاره له سخت ځواک څخه کار واخیست، خو بیسمارک د پوځ تر څنګ ډیپلوماسي، ائتلافونه او حقوقي ـ اداري اصلاحات په ډېر پراخ ډول وکارول، په داسې حال کې چې د عبدالرحمن خان د دولت ‌جوړونې محور تر ډېره د مرکزي واک، پوځ او د داخلي قدرتونو د تابع کولو پر بنسټ ولاړ و.

د کابل اوسپنېزه امیر او د برلین اوسپنېزه صدراعظم ، له کابل تر برلین د ځواک مرکزي دولت او سیاسي واقعیت پالنې دوه بېلابېل روایتونه اوسپنیز سیاستونه وو، چې د کابل اوسپنېز امیر د جرمني اوسپنېز صدراعظم تل سره پرتله کیږي.

که بیسمارک د جرمني د یووالي معمار و، عبدالرحمن خان د افغانستان د مرکزي دولت معمار و؛ که د بیسمارک اوسپنه د وینې، ډیپلوماسۍ او ( Realpolitik)په ګډه جوړه شوې وه، د عبدالرحمن خان اوسپنه هم د پوځ، ادارې، مرکزي واک او سخت اطاعت په وسیله جوړه شوي وه: پرته له شکه اوسپنیز امیر او اوسپنیز صدراعظم د ځواک او دولت‌ جوړونې دوه بېلابېلې لارې وې.

د دواړو شخصیتونو ترمنځ اساسي ورته والی د قوي دولت د جوړولو لپاره د مرکزي واک او سخت سیاسي ځواک په کارولو کې لیدل کېږي؛ خو د هغوی تاریخي شرایط او د دولت ‌جوړونې موخې یو شان نه وې. عبدالرحمن خان تر ډېره د افغانستان د داخلي سیاسي ټوټه ‌ټوټه حالت د مرکزي کولو، د سیمه ‌ییزو قدرتونو د تابع کولو او د دولت د حاکمیت د پراخولو هڅه کوله. بیسمارک بیا د پروشیا د ځواک په کارولو سره په جرمني کې د ګڼو واړو جرمن خپلواک دولتونه د سیاسي یووالي او د نوي جرمني ملي متحد دولت د نړیوال موقعیت د پیاوړتیا لپاره د پوځي ځواک، ډیپلوماسي او واقعیت ‌پالنې له لېارې سره یو ځای کړل.

له همدې امله، د دواړو لپاره د ٬٬اوسپنیز٬٬ اصطلاح باید د مطلق مشابهت په مانا ونه کارول شي. دا اصطلاح د دواړو د قوي سیاسي ارادې، د دولت د ځواک د پیاوړتیا او د سیاسي موخو د عملي کولو لپاره د سختو وسایلو د کارونې اشاره کوي؛ خو د دې ٬٬اوسپنې٬٬ تاریخي دنده او سیاسي زمینه توپیر لري. د عبدالرحمن خان ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست تر ډېره د افغانستان د داخلي دولت ‌جوړونې، مرکزي کولو او د مرکزي حاکمیت د ټینګښت له اړتیاوو سره تړاو درلود، په داسې حال کې چې د بیسمارک ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست د پروشیايي ځواک، جګړې، ډیپلوماسۍ او واقعیت ‌پالنې له لارې د جرمني د یووالي او د نوي دولت د پیاوړتیا له پروسې سره تړلی وو.

د دواړو د دولت ‌جوړونې د بهیرونو د مقایسې له مخې، عبدالرحمن خان د پوځ، ادارې، مالیې او مرکزي واک د پراختیا له لارې د افغانستان د دولت د حاکمیت د ټینګښت هڅه وکړه؛ بیسمارک بیا د پروشیا د پوځي ځواک ترڅنګ له ډیپلوماتیکو ائتلافونو، جګړو، سیاسي مانورونو او اداري ـ ټولنیزو سیاستونو څخه استفاده وکړه. له همدې امله، د دواړو شخصیتونو ترمنځ څېړنېزه پرتله د دوو ورته شخصیتونو ساده مشابهت نه، بلکې د نولسمې پېړۍ په دوو بېلابېلو تاریخي او سیاسي چاپېریالونو کې د دولت‌ جوړونې د دوو متفاوتو ماډلونو پرتله ده.

په ټولیزه توګه، عبدالرحمن خان د افغانستان د مرکزي دولت د پیاوړتیا په بهیر کې د مرکزي واک، پوځ او ادارې پر بنسټ یو نوی دولتي نظم رامنځته کولو ته زمینه برابره کړه؛ بیسمارک بیا د پروشیا د ځواک، پوځ، دیپلوماسۍ او واقعیت ‌پالنې په وسیله د جرمني د سیاسي یووالي او د نوي امپراتورۍ د بنسټونو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه. دواړو د دولت د ځواکمنتیا لپاره له سختو سیاسي وسایلو کار واخیست، خو د هغوی موخې، تاریخي شرایط، سیاسي جوړښتونه او د دولت‌جوونې لارې له یو بل سره توپیر درلود.

په ورستۍ پایله کې، د عبدالرحمن خان او بیسمارک مقایسوي مطالعه څرګندوي چې د ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست مفهوم په بېلابېلو تاریخي شرایطو کې یوه واحده مانا نه لري. د عبدالرحمن خان په مورد کې دا مفهوم تر ډېره د داخلي مرکزي دولت د جوړونې او د حاکمیت د ټینګښت له بهیر سره تړاو لري، په داسې حال کې چې د بیسمارک په مورد کې د جرمني سیاسي یووالی، د پروشیايي ځواک پراختیا، ډیپلوماسي او د نوي دولت د ثبات سیاستونه اساسي اهمیت لري. له همدې کبله، د دواړو شخصیتونو تاریخي ارزونه هغه وخت علمي اعتبار موندلی شي چې د شخصیتي مشابهت پر ځای د دولت ‌جوړونې د جوړښتونو، وسایلو، موخو او تاریخي شرایطو پر بنسټ ترسره شي.

په لنډه توګه، که بیسمارک د پروشیا د ځواک او ډیپلوماسۍ له لارې د جرمني د سیاسي یووالي له مهمو معمارانو څخه و. عبدالرحمن خان د پوځ، ادارې، مالیې او مرکزي واک له لارې د افغانستان د مرکزي دولت د پیاوړتیا له مهمو معمارانو څخه ګڼل کېږي. د دواړو ګډه ځانګړنه د قوي دولت جوړونې هڅه وه؛ خو د دې موخې لپاره د هغوی لارې، تاریخي شرایط او سیاسي وسایل له یو بل سره بنسټیز توپیر لرلو.

پای

مهمې علمي سرچینې او اخیځلیکونه:

  • M. Hasan Kakar, Government and Society in Afghanistan: The Reign of Amir ‘Abd al-Rahman Khan, University of Texas Press, 1979.

٬٬Iron Chancellor» Royal United Services Institute (RUSI.

  • د بیسمارک د ټولنیزو قوانینو په اړه تاریخي څېړنې او EBSCO.
  1. David B. Edwards, Heroes of the Age: Moral Fault Lines on the Afghan Frontier, University of California Press, 1996؛ درېیم فصل: The Reign of the Iron Amir.
  2. Deutsches Historisches Museum (DHM)، د Otto von Bismarck ژوند، د جرمني یووالی او داخلي سیاست.
  3. Deutsches Historisches Museum، د بیسمارک ټولنیز قوانین او د کارګرانو سیاست.
  4. د بیسمارک د ۱۸۶۲ کال د٬٬«Eisen und Blut٬٬ وینا تاریخي اسناد.

Volker Ullrich, Bismarck: The Iron Chancellor (London: Haus Publishing, 2008).د کتاب عمومي بحث د «Iron Chancellor» له مشهور تصویر سره د بیسمارک د تاریخي شخصیت او سیاست د پیچلتیا پرتله کوي.

Ibid. د پوځ د داخلي «pacification» په اړه د Kakar تحلیل وګورئ.

Agreement between His Highness Amir Abdur Rahman Khan and Sir Henry Mortimer Durand, Kabul, 12 November 1893, Preamble. د سند معاصر ډیجیټل متن او د India Office Records ثبت: POHAN Archive. Wikisource+1

Ibid., Art. 1.د لومړۍ مادې اصلي متن د ۱۸۹۳م تړون په ډیجیټل نقل کې موجود دی. Wikisource

Ibid., Art. 6.د تړون متن په Qatar Digital Library کې هم د هند د تړونونو د ټولګې په برخه کې ثبت شوی دی. Qatar Digital Library

  1. ʻAbd al-Rahman Khan, The Life of Abdur Rahman, Amir of Afghanistan, vol. 2 (London: JohnMurray, 1900), pp. 154–155. د کتاب اصلي ډیجیټل مجموعه د Library of Congress له لارې موجوده ده. Library of Congress+1

Ibid. د “house” او “strong wall” تشبیه د عبدالرحمن خان د خپل سیاسي روایت یوه برخه ده. د دې روایت تحلیلي بحث هم په Heroes of the Age کې راغلی دی. UC Press E-Books Collection

Ullrich, Bismarck: The Iron Chancellor.

  1. BY John Alfred Gray,M.B Lond. Late Surgeon to H.H. Amir of Afghanisten” At the Court of the Amîr: A Narrative” London Richard Bentley and the Queen 1895. www.gutenberg.org/files.،

ʻAbd al-Rahman Khan. The Life of Abdur Rahman, Amir of Afghanistan. 2 vols. London: John Murray, 1900. د کتاب اصلي ډیجیټل نسخه د Library of Congress له لارې موجوده ده. Library of Congress

Agreement between His Highness Amir Abdur Rahman Khan and Sir Henry Mortimer Durand. Kabul, 12 November 1893. د تړون متن په POHAN Archive کې د ۱۸۹۳م ډېورنډ موافقې ثبت او د Qatar Digital Library د هند د تړونونو په مجموعه کې موجود دی. POHAN Archive +1

  1. Ullrich, Volker. Bismarck: The Iron Chancellor. London: Haus Publishing, 2008. JSTOR

Gerwarth, Robert. The Bismarck Myth: Weimar Germany and the Legacy of the Iron Chancellor. Oxford: Oxford University Press, 2005. OUP Academic.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320