په برلین کې د ملي مرکې دویمه ناسته

55

په برلین کې د ملي مرکې دویمه ناسته
«سوله له عدالت پرته ناشونې ده»

د ٢٠٢٦ کال د اپرېل ١١مه
برلین یو ځل بیا د مخورو افغانانو او ټولنیزو شخصیتونو د یوې ارزښتناکې غونډې شاهد و. د ملي مرکې دویمه ناسته د افغانستان د سولې کمېټې په کوربتوب او تر دې سرليک لاندې ترسره شوه: «برلین افغان ډیاسپورا سره نښلوي». په دې ناسته کې د افغانستان له علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه شاوخوا ٧٠ کسانو ګډون درلود.

ناسته د ډاکتر ګل‌رحیم صافي په پرانیستونکې وینا پیل شوه؛ ده په خپلو خبرو کې د ناستې پر اهدافو رڼا واچوله او د تلپاتې سولې لپاره یې د خبرو اترو، زغم او ټولنیز عدالت پر اړتیا ځانګړی ټینګار وکړ.
د پروګرام په دریو اساسي محورونو کې—ملي ډیالوګ، ټولنیز عدالت او د زغم فرهنګ—د افغانستان د نننۍ مهمو اړتیاوو په توګه مطرح او وڅېړل شوې.

د ناستې په لومړي برخه کې، ښاغلي خیرالله سراج د ملي مرکې د تېر مزل، ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هغه لاره یې روښانه کړه، چې موخه یې د افغانانو ترمنځ د اړیکو پُلونو جوړول دي، که په هېواد کې وي او که بهر کې.

په دویمه برخه کې، آغلې مینه جواد د دې خبرې تر سرلیک لاندې چې «سوله له عدالت پرته ناشونې ده»، د دوامدار ثبات او پراختیا لپاره د ښځو د حقونو پر ونډې او اړتیا رڼا واچوله. ورپسې د آغلو مهریه آشفته او فرشته حسین په ګډون یوه ګډ پینل پر مطرح شویو موضوعاتو تفصیلي بحث وکړ.

د ناستې درېیمه برخه د ښاغلي ابراهیم هوتک له وینا سره پیل شوه، چې د سولې، ملي یووالي او ټولنیز تفاهم لپاره یې د خبرو اترو، زغم او یو بل منلو فرهنګ پر اهمیت تفصیلي خبرې وکړې. وروسته ګډونوالو د تحلیلي ورکشاپونو په ترڅ کې د ښاغلیو علم ګل سحر، وحید توخي حلیمیار، ډاکتر عبدالعظیم نوربخش او ابراهیم هوتک په مدیریت د دې فرهنګ د ایجاد او پیاوړتیا په لاره کې ستونزې، حل لارې او د عمل لارنقشه وڅېړله. د دې بحثونو پایله د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو تګلارو په بڼه تنظیم شوه.

د ورکشاپ ګډونوالو د افغان نجونو پر زده کړو د لګېدلو بندیزونو په اړه ژوره اندېښنه وښودله او تېر پنځه کلن محدودیتونه یې د نجونو او ټول هېواد په حق کې یو ستر ظلم او د ملي ګټو لپاره نه جبرانېدونکی زیان وباله. هغوی ګډه ژمنه وکړه، چې د افغان نجونو غږ به پورته کوي او د دې لویې بې‌عدالتۍ پر وړاندې به مبارزه کوي. همدارنګه پرېکړه وشوه چې له همدې ځایه د «پرېږدئ افغان نجونې زده کړې وکړي» تر شعار لاندې د ملي مرکې له لوري یو ملي کمپاین پیل شي.

د ملي مرکې دې ناسته وښوده چې افغان دیاسپورا، سره له جغرافیایي واټنونو، لا هم کولای شي د سولې، عدالت او ملي یووالي په لاره کې اغېزناک رول ولوبوي.

Kan være et bilde av ‎en eller flere personer, folk som studerer, briller og ‎tekst som sier '‎Unsere Vision für Afghanistan Frieden Wiederaufbau Kultur Ziele Vereins deraufbau haltiger Fri in ationder ation ationder der חשחת in leb ani Stär un‎'‎‎

Kan være et bilde av studere og tekst

Kan være et bilde av studere og tekst

نشست دوم گفتمان ملی “مرکه ملی” در برلین
«صلح بدون عدالت ممکن نیست»

۱۱ اپریل سال ۲۰۲۶
برلین بار دیگر شاهد گردهمایی تازه‌ای از نخبگان و فعالان افغان بود؛ جایی که نشست دوم گفتمان ملی (مرکه ملی) با میزبانی کمیته صلح افغانستان و با شعار «برلین دیاسپورای افغانی را به هم پیوند می‌دهد» برگزار شد. در این نشست از ۶۰ تن از چهره‌های علمی، سیاسی و اجتماعی افغانستان حضور یافتند.

این نشست با سخنان داکتر گل‌رحیم صافی آغاز شد؛ سخنانی که بر ضرورت گفت‌وگو، مدارا و عدالت اجتماعی به‌عنوان پایه‌های صلح پایدار تأکید داشت.
سه محور اصلی برنامه—گفتمان ملی، عدالت اجتماعی و فرهنگ مدارا—در واقع بازتابی از نیازهای امروز جامعهٔ افغانستان بود.

در بخش نخست، خیرالله سراج از مسیر طی‌شده و برنامه‌های آیندهٔ گفتمان ملی سخن گفت؛ مسیری که هدف آن ایجاد پل‌های ارتباطی میان افغان‌ها در داخل و خارج کشور است.
در بخش دوم، خانم مینه جواد با تأکید بر اینکه «صلح بدون عدالت ممکن نیست»، نقش حقوق زنان را در توسعه و ثبات پایدار برجسته ساخت. پنل مشترک با حضور خانم مهریه آشفته و خانم فرشته حسین، این بحث را ژرف‌تر کرد.

بخش سوم برنامه با سخنرانی ابراهیم هوتک دربارهٔ فرهنگ گفت‌وگو، مدارا و همدیگرپذیری ادامه یافت و سپس اشتراک‌کنندگان در قالب ورکشاپ های تحلیلی به مدیریت علم گل سحر ، وحید توخی حلیم یار ، دوکتور عبدالعظیم نوربخش و ابراهیم هوتک، چالش‌ها و راه‌حل‌های تقویت این فرهنگ را بررسی کردند. نتیجهٔ این فعالیت، تدوین نقشهٔ راهی در سه سطح کوتاه‌مدت، میان‌مدت و درازمدت بود.

اشتراک‌کنندگان ورکشاپ نسبت به ممنوعیت‌های اعمال‌شده بر آموزش دختران ابراز نگرانی شدید کردند و پنج سال گذشتهٔ این محدودیت‌ها را در حق دختران و تمام کشور یک ظلم بزرگ و زیانی جبران‌ناپذیر به منافع ملی دانستند. آنان تعهد سپردند که صدای دختران افغان را بلند کرده و در برابر این بی‌عدالتی مبارزه خواهند کرد. همچنان تصمیم گرفته شد که از همین‌جا، زیر شعار «بگذارید دختران افغان به مکتب بروند!»، از سوی مرکهٔ ملی یک کمپاین ملی آغاز گردد.

این نشست نشان داد که دیاسپورای افغان، با وجود پراکندگی جغرافیایی، همچنان می‌تواند در مسیر صلح، عدالت و وحدت ملی نقش‌آفرین باشد.

قابل یادآوری است، که این نشست به تسلسل نشت های قبلی گفت‌مان ملی ” مرکه ملی” می باشد، که سال گذشته در شهرهای بزرگ چون لندن، برلین۱، سکرمنتو، کولن، برمینگهام، هامبورگ، تورنتو، والسال و فرانکفورت برگزار شد.

Kan være et bilde av en eller flere personer, podium og tekst som sier 'Ziele des Vereins ·Nachhaltiger Frieden und Wiederaufbau in Afghanista stegration der in Deut an "innen in das ge nden Leben Förderune hanis ultur Appora pora ait de'

Kan være et bilde av studere og tekst

Kan være et bilde av studere

Kan være et bilde av en eller flere personer og tekst

Kan være et bilde av en eller flere personer, folk som studerer og tekst

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.