ښځه او د ملا له خولې د هغې بدل انځور
انتقادي نظر: څلورمه برخه
حبیب الله بچه سقاو چې په ۱۹۲۹ کال، د یوې لنډې مودې لپاره کابل کې واک ته ورسید، د مجددي د کورنۍ په ملاتړ په یو فرمان کې څرګندوی چې د افغاني ښځو دنده خوشایان ټول او موټي کول دي. دی وایې، د نجونو ښوونځي وتړۍ چې دوی خپلو دندو ته وګرځي او یوازې خپلو دندو ته پام ولري. بچه سقاو دا پرېکړه پخپلسر نه وه کړې، بلکې د مجددي کورنۍ په مذهبي ملاتړ یې ترسره کړې وه. مجددي کورنۍ چې خپله یوه ازاده اوعیاشه کورنۍ وه، د غازي امان الله خان د تجدد او پوهنپاله اندیښنو او کړنلارو سره د انګریزانو په لارښوونه او دستورمخالفه وه.
د افغاني نجونو او میرمنو په وړاندې د سقاو له فرمانونو د دې کورنۍ ملاتړ، د ښځو د ویښتابه او روڼتیا غورځنګ د مخنیوي په موخه وو چې د غازي امان الله خان لخوا نوی پیل شوی وو. که نه د عیاشۍ کوم تهمت چې د سقاو او د مجددي کورنۍ له لوري پر اماني پیر لګېده، دا کورنۍ یې خپله تر ټولو ښه بېلګه وه!
د بچه سقاو واکمنۍ ته ورته، په ۱۳۴۸، ۱۳۴۹ او ۱۳۵۰ کلنو کې د برهان الدین رباني، احمدشا مسعود او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي جمعیت پلویانو د هېواد په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د میرمنو او نجونو پر وړاندي سپکې سپورې ویلې او د دوی د یو شمېر پر مخونو يې تېزاب پاشل. د میرمنو په وړاندې د بچه سقاو او د اسلامي جمعیت چلند یوازې د وخت په توپیر د یوې توطیې دوه بېلابېل انځورونه دي.
په دې ټولو پېښوکې د اسلام له دین څخه ناوړه ګټه پورته شوې او هغه سرچپه تفسیر شوی.
یوه تر ټولو بدرنګه بېلګه د ۱۳۹۳ کال د کب په ۲۸ مه د فرخندې وژل دي. د کابل په شا دوشمشیره زیارت کې د ملا په امر یوه قران خوانه میرمن په وهلو وهلو په اور کې اچول کېږي او په ژوندونې کباب او ایره کېږي.
البته د میرمنو په وړاندې داسې ناوړه هڅې نه لومړۍ وي او نه به وروستۍ وي او اوس هم په لا ستغه بڼه بیا بیا تکراریږي!
خلیفه دین محمد چې ښای د هېواد په کومه اداره کې دنده ولري، په یوټیوب کې چې غږ یې ثبت دی او ټول ورته لاسری لري وايې: ښځې ته ښې جامې او ښه ډوډۍ ورکړۍ، نور یې زیاتي راڅملوۍ!
په دې جمله کې نوموړی ملا د افغاني دود، د دیني احکامو او د انسانیت له ټولو بریدونه وراوړي.
د میرمنو په اړه د یو ملا دا ډول ژبه، نه دین دی او نه د یو افغان نارینه چې ځان ملا او د دین استازی او مفسر بولي، د شخصیت ښکلا!
کېدای شي زیات شمېر افغانان د پېښور ملا بجلګر وپېژني. په سوونو، نه په زرګونو افغانان په جومات کې د دې ملا بیان او تفسیر ته ناست وي، ملا ورته د خور او مور کنځلې کوي، خو دوی ټول ورته خاندې!
دا چې په هېواد کې د نجونو زده کړه او تحصیل د څو کلونو راهیسې بند او میرمنې کار ته نه پرېښودل کېږي، په دې برخه کې افغانانو ته د بچه سقاو توره دوره وریادوي. افغانان د کابل له واکمنو په کلکه غواړي چې د نجونو او ښځو په وړاندې د زده کړې، تحصیل او کار بندې دروازې پرانیزي او د بچه سقاو د دورې پېښې پرېږدي!
له بده مرغه په افغاني ټولنه کې د ملا په نوم هر کس ازاد پرېښودل شوی چې د دین تر نوم لاندې هر څه چې یې خوښه وي د میرمنو په اړه ووایې، بېله دې چې څوک ترې پوښتنه وشي کولای.
په ټولنه کې د ښځې انځور یوازې د دود یا کورنۍ د جوړښت محصول نه دی، بلکې تر ډېره د دیني تفسیر، ټولنیز اضطراب او نارینه محور قدرت د ګډو اغېزو پایله ده. ښځه دلته ډېری وخت د خپلواکه انسان پر ځای د اخلاقو نښه، د ناموس سمبول او د ټولنیز نظم د ساتنې وسیله ګرځول شوې ده.
د دې انځور په جوړولو کې د دیني شخصیتونو، په ځانګړي ډول د ملا رول مهم پاتې شوی. خو ستونزه خپله دین نه دی؛ ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې د ملا انساني تفسیر، په دین کې د پوښتنې وړ ونه ګڼل شي. په دې حالت کې دود د دین جامه اغوندي، او هر نقد د ایمان پر ضد تعبیرېږي.
په دې دودیز دیني بحث کې ښځه د اخلاقو خپلواکه څښتن او فاعله نه ګڼل کېږي، بلکې د فتنې، فساد او ګډوډۍ احتمالي سرچینه انځورېږي. د دې ترڅنګ د هغې بدن، غږ او حرکت د کنترول موضوع ګرځي.
دلته دا کنټرول د دیني ژبې له لارې مشروع کېږي، حال دا چې تر شا یې تر ډېره د ټولنیز نظم د ساتنې انساني وېره پرته وي، نه خالص دیني حکم.
له ادبي متنونو هاخوا، نالیکلي دودونه لکه بدل، جرګه ییز واده، د ښځې چوپتیا د فضیلت په توګه او د ښځو د تعلیم پر وړاندې شک، د ښځې شخصیت لا نور هم محدودوي. په دې جوړښتونو کې ښځه مسؤلیت لري، خو حق نه لري! د ټولنې د اخلاقو بار پر اوږو وړي، خو خپله د تصمیم واک نه لري.
په مقابل کې، معاصرې افغانې ښځینه لیکوالې او شاعرې یو بدیل غږ وړاندې کوي. د هغوی په لیکنو کې ښځه:
ــ د اخلاقو بار نه، بلکې اخلاقي فاعله ده
ــ بدن د شرم سرچینه نه، بلکې د تجربې او درد ژبه ده
ــ غږ د فتنې مترادف نه، بلکې د انسان حق دی
دا غږونه ښيي چې ستونزه په ښځه کې نه ده، بلکې په هغه تفسیر کې ده چې ښځه تر انسان کمه انځوروي.
د اصلاح لار د دین ردول نه دي، بلکې د دین انساني تفسیر بېرته راژوندي کول دي. ښځه باید له اخلاقي موضوع څخه د حقوقو فاعلې ته واوړي، نالیکلي ظالمانه دودونه باید له تقدسه ووېستل شي، او د ښځې غږ باید د دیني او ټولنیز بحث مشروع برخه وګرځي.
د افغاني ټولنې ستونزه د ایمان کمښت نه، بلکې د عدالت کمښت دی.
پای
د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.