ښځه او زموږ په دود او کلتور کې د هغې بدل انځور /۳

سرلوڅ مرادزی 

56

ښځه او زموږ په دود او کلتور کې د هغې بدل انځور 

انتقادي نظر: دریمه برخه 

زموږ د ادبي چاپیریال تر څنګ، د دود او کلتور په ځینو برخو کې هم د میرمنې ځای چندان د درناوۍ او احترام وړ نه ښکاري. 

دا چې ویل کېږي«ښځه په کور یا په ګور»، زموږ په چاپیریال کې د ښځو په اړه تر ټولو ناوړه او بې انصافه څرګندونه ده. دا چې دغه څرګندونه به له پردي کلتوره زموږ ټولنې ته راغلي وي او یا به زموږ خپله وي، یوې څېړنې ته اړتیا لري. 

زموږ په ټولنه کې یو شمېر متلونه، عادتونه او نالیکلې څرګندونې شته چې د ځينو شعرونو او لنډیو سره یوځای، د ښځې بدرنګ او ناګڼلی انځور وړاندې کوي. 

دلته به یو شمېر دغو ټولنیزو څرګندونو ته تم شو او له متلونو به یې پیل کړو: 

ــ ښځه د کور کار ته پیدا ده، نارینه د بهر 

ــ ښځه د نارینه د ناموس صندوقچه ده 

ــ ښځه نا قص العقله ده 

ــ د ښځې عقل په پونده کې وي 

ــ ښځه او مشوره دواړه نیمګړي دي 

ــ ښځه د میړه په نوم پېژندل کېږي. (په دې متل کې ښځه خپلواک هویت نه لري. هویت یې د نارینه له تړاو څخه راځي چې دا د انساني کرامت خلاف ده) 

ــ ښځه چې غږ پورته کړي، کور ورانېږي 

ــ د ښځې مینه د باد مینه ده 

ــ که ښځه خاندې فتنه ده، که چوپه وي عزت دی 

ــ جینۍ د شیطان تخم دی 

دا لړۍ نوره هم غځېدای شي، پورته څو متلونه مې یوازې د بېلګې په توګه یاد کړل. البته دا متلونه زموږ د تاریخي پلارواکۍ ټولنې د جوړښت استازیتوب کوي. د دوی انتقادي تحلیل د کلتور د رد مانا نه لري، بلکې د کلتور د انساني کولو هڅه ده. 

همدارنګه زموږ په پلارواکه او نرواکه ټولنه کې څوک د خپلې میرمنې، خور، مور او نورو نومونه نه اخلي او هغه ځانته لوی شرم ګڼي. میندې اکثره د اولاد په نومونو او خویندې د وروڼو یا پلار په نوم یادېږي. دا ډول چلند د نورو نیمګړتیا تر څنګ، د اشخاصو په پېژند کې ستونزه رامنځته کوي او د ابهام لامل ګرځي. که یو ورور څو خویندې ولري، نه څرګنديږي چې د ورور په نوم د خور یادوونه، د ورور کومې خورته متوجه ده. 

په سووره کې چې په افغاني ټولنه کې یو بل دود دی، خور او لور د مړي کورنۍ ته ورکول کېږي. په دې دود کې کېدای شي یوه، دوه یا درې تنه د مړي کورنۍ ته ورکړل شي. دا معامله په دودیز ډول د جرګې له لارې کېږي. دلته ښځه د دوه کورنیو ترمنځ د شخړې د حل وسیله ګرځي. البته ښځه نه رضا لري، نه انتخاب او نه حقوقي موقف. دا کړنه ښځه د شخص پرځای، په یو شي بدلوي چې د اساسي بشري حقوقو خلاف ده. 

د چا په خور او لور دعوه هم یا له ډېرې مستۍ کېږي یا د تربګنۍ له مخې. دلته هم اکثره وخت خور او لور خبره نه وي، خو د دود ښکار ګرځي. 

په بدله کې هم جینۍ او هلک خبر نه وي او د کورنۍ لخوا دا پریکړه کېږي. ډیری وخت دا پریکړه د هلک او جینۍ په کوچنوالي کې ترسره کېږي چې پایله یې اکثره وخت ښه نه راخېژي! 

همدارنګه زموږ په ټولنه کې د نجونو او میرمنو سره بد سلوک، خپله د میندو او میرمنو لخوا هم کېدای شي. دا له چا پټه نه ده چې پلرونه د زامنو په زیږون خوښېږي او د لوڼو په زیږد ماڼيجن وي، خو میندې هم د پلرونو د داسې بدرنګ چلند سره همغږې دي. 

میندې هیڅکله زوی د خپلو څو لوڼو سره مساوي نه بولي، بلکې زیات يي بولي. میندې لکه د پلرونو پشان زوی ګڼلی او لور ناګڼلی اولاد شمېري. 

میندې په کور کې ښه غذا زوی ته ساتي او ورکوي يي. د ژوند په نورو اړتیاوو کې هم لومړی زوی او وروستنۍ لور ده. په کور کې د نجونو په اړه د تبعیض بنسټ په دې برخه کې، لومړی مور ږدي او پلرونه پر دې بنسټ نورې پسخې ږدي او د تبعیض ماڼۍ سر ته رسېږي. 

د ښځو د ازادۍ او د حقوقو مساوات باید له کوره پیل شي. له کوره بهر په ښوونځي، کارځای او ټولنه کې بشپړ شي! 

د ښځو حقوق د نارینه وو پر ضد جګړه نه ده، بلکې د ټولنې د روغتیا شرط دی. کلتور چې د انسان کرامت تر پښو لاندې کړي، اصلاح غواړي، نه دفاع. 

په افغاني ټولنه کې ښځه ډيری وخت د اخلاقو موضوع ده، نه د حقوقو. او دا توپیر د هغې د انساني شخصیت د کم ارزښته کولو اصلي ریښه ده. د ښځې بدن د کورنۍ عزت دی، نه د ښځې خپل وجود.  

د افغاني ټولنې غیرت به هغه ورځ پیل شي چې ښځه د عزت نښه نه، بلکې د حق لرونکي انسان پتوګه وپېژندل شي. 

ادامه لري 

د ۲۰۲۶ کال د جنوري ۱۷ مه 

سرلوڅ مرادزی 

ښځه او زموږ په ادبي چاپیریال کې د هغې بدل انځور / ۲

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.