بریالیتوب  (Success)

محمد ابراهیم شینواری

52

بریالیتوب  (Success)

څه شی دی، څوک بریالي دي، او څنګه بریالي کېدای شوو؟

که یو انسان روغ او خوشحالُه وي او د ژوند هدفونه تر لاسه کړي، بریالی انسان ګڼل کیدای شي. که له دې سره د کامل رضایت احساس هم وکړي او اوږدمهاله هیلې او باور ولري، نو یو نیکمرغه انسان دی.

د بري تعریف

بریالیتوب د انسان د ژوند هغه حالت ته ویل کېږي، چې پکې د هغه هدفونه، ارمانونه او مثبتې هڅې په عملي لاسته راوړنو یا بریاوو بدلې شي. بری یوازې د مال، مقام او شهرت په لرلو کې نه دی، بلکې په دې پورې تړلی دی چې انسان خپل ټاکلي هدفونه په مشروع، معقول او دوامدار ډول ترلاسه کړي، او د ځان او ټولنې په حالت کې مثبت اغېز ولري.

د بري مهم شاخصونه

  1. روښانه هدف لرل: پر دې پوهېدل چې شخص څه غواړي او ولې یې غواړي.
  2. مثیت او پرمخ تلونکی ذهنیت:
  3. هڅه او زحمت: منظم کار، دوامدارې هڅې او نه ستړې کېدونکی عزم.
  4. ژمنتیا او ثبات: د ستونزو او خنډونو پر وړاندې نه ماتېدل.
  5. د وخت او سرچینو (منابعو) ښه مدیریت: له وخت، وړتیاوو او امکاناتو څخه اعظمي ګټه اخیستل.
  6. ځاني وده او زده کړه: تل د پرمختګ او نوې پوهې د لاس ته راوړلو فرصتونه لټول او میندل.
  7. اخلاق او ارزښتونه: په رښتینولۍ، عدالت او درناوي سره بری ته رسېدل.
  8. ټولنیز اغېز: له خپلو لاسته راوړنو څخه د نورو د خیر لپاره ګټوره استفاده کول.
  9. ځاني رضایت او آرامتیا: د هدف په ترلاسه کولو سره د زړه سکون او خوښي تر لاسه کول.
  10. اعتدال او منځلاریتوب: د کار، کورنۍ، روحانیت او ټولنیزو اړیکو ترمنځ توازن ساتل.
  11. تداوم: دا ګامونه په داسې متداوم ډول اخستل چې د وخت په تېرېدو سره هم ګټه او ارزښت لا زیات او پراخ شي.

بریالیتوب هغه وخت بشپړ بلل کېږي، چې انسان خپل هدفونه په هڅو او اخلاص سره ترلاسه کړي، د ځان او نورو لپاره ګټور وي، او د زړه قناعت او خوشحالي ولري. بریالیتوب یوازې موقتي بریا (لاسته راوړنه) نه ده، بلکې د انسان د ودې، مسؤلیت او اغېز یوه دوامداره پروسه ده.

په لاندې کرښو کې د بریالیتوب په مفهوم، د لاس ته راوړلو په لارو چارو او نورو برخو یو څه تمرکز کوو. هیله ده په دقت یې ولولئ، په عملي ژوند کې ترې استفاده وکړئ او نورو ته یې هم ورسوئ.

 

د بریالیتوب هدفونه

لنډمهاله هدف

زده کړې:

زده کړه ټول عمري پروسه ده، خو په لومړي پړاو کې پر لوست، لیک، تفکر، اړیکو، ځان پېژندنې، او د ورځني ژوند پر مهارتونو تمرکز کېږي. دا مرحله د بریالیتوب بنسټ جوړوي او انسان د راتلونکو مسلکي او ټولنیزو مسؤلیتونو لپاره چمتو کوي. په زده کړو کې تر ټولو مهم مضامین دا دي:

ژبې: په لومړي ګام کې مورنۍ ژبه او د هغې څلور مهارتونه (لوستل، لیکل، وینا کول، پوهېدل) او ژبني قواعد (ګرامر) زده کول مهم دي چې د نورو ټولو زده کړو او علومو د حصول بنسټ جوړوي. بیا د مورنۍ ژبې په بستر کې نورې ملي او نړیوالې ژبې زده کول ګټورې دي. ژبه د نورو انسانانو او ټولنې سره زموږ د ارتباط تر ټولو پیاوړې وسیله ده او تر ټولو زیات لومړیتوب لري. ژبه د انسان تر ټولو ستر امتیاز دی.

ریاضیات: لکه ژبه چې د انسانانو او ټولنیزو ګروپونو تر منځ د پوهاوي وسیله ده، ریاضیات د طبیعي قوانینو د درک اساسي وسیله ده. که مو لږ تر لږه د ریاضي بنسټیز مفاهیم زده وو، تفکر مو پراخیږي، تحلیل مو ژوریږي او انتقادي تفکر مو پیاوړی کېږي.

ساینس: ساینسي علوم لکه فزیک، کیمیا، بیولوژي او نور د ژوند او هستۍ د رازونو او پکې د موجودو نعمتونو، امکاناتو، وسایلو د پېژندلو، ترې د استفادې او د هغوې د قوانینو د پوهېدو پراخې دروازې پرانیزي. د یوویشتمې پېړۍ دا ځلانده تمدن تر ډېره بریده د ساینس او ریاضي په برخه کې د پرمختګونو نتیجه ده.

ټولنیز علوم: د انسان، ټولنې او ټولنیزو بنسټونو (کورنۍ، پوهنې، دین، اقتصاد، دولت) او نورو په باب د معلوماتو او پوهې تر لاسه کول، چې موږ له انفرادي حالت څخه د ټولنې د غړي په توګه خپل ځای او مسؤولیت ته لا زیات متوجه کوي. هر انسان ته په دې برخه کې په منځنۍ سطحه معلومات ضرور دي.

دیني علوم: د روحانیت او د دیني علومو د بنسټونو او د یو ښه، مسؤول، صالح او هیله من انسان کېدو پر لوري د هغو له رڼا او هدایت څخه استفاده کول د متوازن ژوند بنسټ جوړوي. دین باید د سکون او ډاډ، له ستر او لوړ ذات سره د ینده ګي د اړیکو له لارې له بل هر شي او شخص له بنده ګۍ د ازادېدو، نورو انسانانو او موجوداتو ته د خیر رسولو او دایمي او ژور مسؤولیت د احساس سبب شي چې په نتیجه د یو دایمي ژوند، لارمیندنې، خلاصون او دایمي بري هیلې ورسره ملې وي.

مهارت

مهم ټکی دا دی چې د دې او نورو مهمو مضامینو او تر دې ها خوا د ازاد کاروبار په باب یوازې معلومات کافی نه دي، بلکې معلومات باید په پوهه بدل شي، پوهه د تمرین، ارادې، او تمرکز له لارې له ارزښتونو سره یو ځای او په مهارت قابلیت بدل شي. د دې مهمو مفاهیمو په باب تفصیلي بحث د دې لیکنې له حوصلې بهر دی، خو د پرمختلونکې زده کړې د تسلسل ماډل په لاندې ډول رالنډولی شوو:

ارقام(Data)  ــــ معلومات (Information) ــــ پوهه (Knowledge)ــــ تمرین (Practice)  ــــ مهارتونه(Skills)  ــــ وړتیا(Competencies)  ــــ حکمت (Wisdom)  ـــ تربیه او تزکیه (Character Formation and Purification)

ارقام په معلوماتو او هغه په ‎پوهه بدلېږي. پوهه د تمرین او تقویې له لارې په مهارتونو بدلیږي.
(مهارتونه + ارزښتونه + رویه (سلوک) + هوښیاري + اراده) ټول چې یو ځای شي، وړتیا یا قابلیت جوړوي، او که خیرخواهي او د خدمت مینه ورسره ملګرې وي قابلیت له حکمت او تزکیې سره مل کیږي. دا ټول یو عالي تربیه شوی او تزکیه شوی شخصیت جوړوي. د زده کړې هدف د دغسې شخصت جوړول دي.

 

د بري منځمهاله هدف

کار، دنده، یا خپلواک مسلک او د باعزته عاید منبع تر لاسه کول
په دې پړاو کې فرد هڅه کوي چې خپلې زده کړې او مهارتونه په عملي ډګر کې وکاروي، کاري تجربه ترلاسه کړي، اقتصادي ثبات ته ورسېږي، او په ټولنه کې د باور وړ مسلکي ځای پیدا کړي، چې پدې توګه به خپلې بنسټیزې اړتیاوې پوره کړای شي. د ټولنې او چاپیریال د خدمت مسیر ته به داخل شي، او له دوستانو او مسلکي همکارانو سره به د اړیکو شبکې جوړې کړي. البته عاید وروستنی هدف نه، بلکې د عالي هدف تر لاسه کولو وسیله ده چې باید له مشروع، قانوني او مثبتو لارو تر لاسه شي.

د بري اوږدمهاله هدف

په مسلک، کاري ساحه او ټولنه کې یو صالح، اغېزناک او د باور وړ انسان او شخصیت کېدل
دا پړاو یوازې په مقام او عاید پورې محدود نه دی، بلکې اخلاقي سلوک، ټولنیز مسؤلیت، رهبري، خدمت، او د نورو لپاره د مثبت بدلون سرچینه کېدل هم پکې شامل دي. پدې مرحله کې به انسان د ژور داخلي سکون لرونکی وي چې له نورو انسانانو سره له تعاون او مرستې به خوند اخلي. د ټولنې د سالم او مسؤول غړي کېدو له لارې به خپل اروایي سکون او ډاډ د خپلو ټولنیزو او روحاني مسؤولیتونو له اداء کولو سره تړي او پر انسان او ټولنه برسېره به د چاپیریال ساتنې او ترې د معقولې استفادې لارې چارې هم لټوي.

د بریالیتوب هدفونو ته د رسېدو لارې

په انسانانو کې د پرمختګ او خیر رسولو ستر بالقوه ځواک موجود دی، خو دا کار په ارادي او قابلیت محوره هڅو سره په ژور، پوره او پراخ ډول فعالېږي. د دې لپاره لاندې ګامونه اخیستل ضروري دي:

  • باورمند او وده کوونکی ذهنیت: انسان باید پر خپل ځان او وړتیاوو باور ولري، ستونزې د زده کړې او نوو تجربو فرصتونه وګڼي، بدلون ومني، ذهن یې مقاومت، صبر او تداوم ته اماده وي، او په هیڅ صورت د ماتې او کمزورۍ احساس ته تسلیم نه شي. دا ډول ذهنیت د دوامدار پرمختګ اساس جوړوي. د ټولو پرمختیاوو بنسټ له پوخ باور او ایمان څخه منشه اخلي. مشهوره خبره ده چې: څومره چې مو باور وي، هماغومره مو وړتیا ده. پر ځان د باور د دغسې مثبت ذهنیت لرلوسره یو ځای له کار، خدمت او پرمختګ سره اورنۍ مینه هم ضرور ده.
  • شدیده مینه: که له یو مسلک او یا خدمت سره د زړه له کومې ژوره او لیونۍ مینه ولرۍ او له اجراء یې خوند واخلئ، حتما پکې بریالي کېږئ. باید دا مینه تشخیص کړئ او د هغې پر بنسټ کار او مسلک وټاکئ. د تشخیص او پېژندلو نښه یې دا ده چې د دغسې کار په کولو نه ستړي کیږئ او نه مو ترې زړه توریږي.
  • نظم، ځاني دسپلین، اراده او ذهني تمرکز: پر ځان او خپلو وړتیاوو باور دوامداره کار او هڅې، منظم ژوند، ثابت مزل او روښانه تمرکز انسان له ګډوډۍ ژغوري او هدف ته یې نږدې کوي.
  • د زده کړې او مهارتونو لارې او ستراتیژۍ زده کول: د مؤثرې زده کړې تخنیکونه، عملي تمرینونه، او د مهارتونو پر بنسټ روزنه د بریالیتوب چټکتیا زیاتوي. د مثبت او وده میندونکی ذهنیت، او نظم سره سم باید د زده کړې تکتیکونه او لارې چارې زده کړل شي، چې په لږ وخت کې د اړتیا وړ زده کړې تر لاسه شي.
  • د وخت، کار او منابعو مدیریت: د وخت سم وېش، د لومړیتوبونو ټاکل، او د امکاناتو اغېزناک استعمال، د پرمختګ ارزول، ستونزې په نښه کول، حل ورته میندل او ترې درس زده کول موږ خپلو هدفونو ته لا نږدې کوي.
  • په یو مسلک کې تخصصي پوهه او مهارت تر لاسه کول او لوړول: په ټولنه کې ټول انسانان متخصصین نه وي، خو د ټولنې د اړتیاوو سره سم باید ځینې کسان په بېلابېلو څانګو کې ژوره مسلکي پوهه، تجربه او تخصص حاصل کړي. دا چې اوس د کار او ژوند پرمختګ په چټک ډول بدلیږي، نو هر شخص باید په څو عمومي برخو کې ابتدایي معلومات ولري، او د ټولنې او کار مارکیټ ته په کتو په یوه برخه کې تخصص تر لاسه کړي. د یوویشتمې پیړۍ قابلیتونه ډیر ژر ژر بدلیږي، او یوازې تطابق کیدونکی انسان د دې سیالۍ په بازار کې ممتاز کېدای شي.
  • اړیکې او نیټورک جوړول، پالل او ساتل: سالمې مسلکي اړیکې، متقابل احترام او باور د فرصتونو دروازې پرانیزي. هر شخص باید له مثبتو، خیرغوښتونکو او صالحو خلکو سره د دوستۍ، متقابلې همکارۍ او ګډ کار فرصتونه ولټوي. انسان یوازنی موجود دی چې په پراخه اندازه د تعاون او همکارۍ استعداد لري، او دا استعداد یې د سترو ټولنو جوړولو او شخصي او ټولنیزو بریاوو سبب کېږي.
  • په کار کې د دوامدار پرمختګ مزل او ټول‌عمري زده کړه: د نن ورځې په بدلېدونکې نړۍ کې بریالیتوب دوامدارې زده کړې، د خپلو وړتیاوو نوي کولو، ټول عمري زده کړې، له بریالیتوب او پرمختګ سره شدیدې مینې او متداومو هڅو ته اړتیا لري. نبوغ او استعداد ښه دی، او که پر چا د ښه استعداد رحم شوی وي، باید شکر یې ادا کړې، خو بیا هم پرمختګ او بری ۹۹٪ د هڅو او زیارکښۍ نتیحه وي او ۱٪ د لوړ استعداد.

په پای کې ویلی شوو چې کله زده کړه، اخلاق، مهارت او خدمت له نظم، مثبت ذهنیت او شدېدې مینې سره یو ځای شي، بریالیتوب له فردي بري څخه ټولنېز پرمختګ ته، او له لنډ مهالو لاسته راوړنو څخه تلپاتې ارزښتونو ته لوړېږي.

د ځان او جهان پیژندلو لپاره د انسان وړتیاوې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.