لومړی برخه
روښان فکري چې په انګلیسي کې Intellectualism بلل کېږي، د دوو شيانو د بېلولو او تفکيک معنا لري. له همدې امله دا د انتقادي او تفکيکي روحيې په توګه پېژندل کېږي.
د «روشنفکر» يا «انتلکتوال» کلمه د هغو عاقل منده او منطقي انسانانو لپاره کارېږي چې د نړۍ پديدې د عقل او پوهې له مخې څېړي او ارزوي، او د خيالبافۍ پر ځای فکر کوونکي او اندېښمن وي. له همدې امله که دا ذهنيت د تخيلي او وهمي ذهنيتونو سره پرتله شي، په هره ټولنه کې د روشنفکرانو شمېر هېڅکله ډېر زيات نه وي.
شالید
د «انتلجنسيا» اصطلاح لومړی ځل د ۱۸۲۰ او ۱۸۴۰ کلونو ترمنځ په هالنډ او روسيه کې د هغو ټولنيزو قشرونو لپاره وکارول شوه چې د خپلو زدهکړو او ارزښتونو نظام له امله له نورو خلکو بېل وو.
کلمانسو په ۱۸۹۸ کال کې د «انتلکتويل» کلمه لومړی ځل د هغو مخکښو مدافعينو لپاره وکاروله چې د دريفوس د محکمې په قضيه کې ښکېل وو. دريفوس يو يهودي افسر و چې په ۱۸۹۴ کال کې د فرانسې د پوځ پر ضد د خيانت په تور ونيول شو او د عمري بند سزا ورته واورول شوه. شاوخوا پنځه کاله وروسته د هغه بېګناهي ثابته شوه او قضيې سياسي بڼه خپله کړه.
ايميل زولا د «زه تور لګوم» تر سرليک لاندې په يو پرانيستي ليک کې پوځ او عدليه د ناقانونه کړنو په تور وبلل شو، چې له همدې امله زنداني هم شو. وروسته د شاوخوا درې سوه ليکوالانو، هنرمندانو او پوهانو له لاسليک سره يو ليک خپور شو چې د دريفوس محاکمه يې غير قانوني وبلله. دا ليکنه د روښان فکرانو د اعلاميې په نوم مشهوره شوه. د پوځ او عدليې له شاتګ سره په ټولنه کې د روښان فکرانو رول او نفوذ ځانګړی اعتبار وموند. ډېری خلکو د دريفوس قضيه په عامه ژوند کې د روښان فکري د بشپړ ظهور ټکی ګڼي.
ګرامشي د ايټاليا د تاريخ په اړه خپلو څېړنو کې دې پايلې ته رسېږي چې هر هغه ټولنيز قشر چې د اقتصادي توليد په نړۍ کې بنسټيز رول لري، يو يا څو د روښان فکرانو ډلې هم رامنځته کوي چې هغه قشر ته يووالی وربخښي او هغه د خپل اقتصادي رول تر څنګ د ټولنيزو او سياسي دندو په اړه هم پوهاوی مومي.
د هغه په باور روښان فکران د توليدي وسايلو د مالکانو او هغو کسانو ترمنځ چې وسايل نه لري او خپله کاري قوه پلوري، منځګړيتوب کوي. دا کسان د دفتري مامور، حقوقپوه، ښوونکي، کشيش، ډاکټر، عالم، څېړونکي، تخنيکر، انجنير، نظامي افسر، قاضي او پوليس په توګه مستقيم توليد نه کوي بلکې د واکمنو قدرتونو په ګټه د خلکو د بدن او ذهن د منظمولو لپاره معلومات خپروي يا يې مخه نيسي. په دې توګه د واکمنې طبقې هژموني په ټولنه کې ټينګوي.
په همدې ډول، هغه لوړې طبقې چې د پانګوالي توليدي نظام پر ضد د عادلانه او بېطبقاتي ټولنيزو اړيکو لپاره مبارزه کوي په تدريجي ډول خپل روښان فکران روزي. داسې روښان فکران چې د واکمن فکري هژموني تر پوښتني لاندي راولي او د بديلو ټولنيزو لارو وړانديز کوي.
ځينې کسان د آزادۍ، برابرۍ او ورورولۍ درې شعارونه د روښان فکرانو ځانګړتياوې بولي چې دا د فرانسې د لوي انقلاب اساسي ارزښتونه وو.
په حقيقت کې روښان فکري يو مدرن مفهوم دی او تعريف يې هم د مډرني دورې له ځانګړنو سره تړاو لري. لکه څنګه چې د روښانتيا عصر د نوې تاريخ يو مشخص پړاو ښيي، د روښان فکر مفهوم هم همدې پړاو پورې اړه لري.
د مډرن فکر تر راڅرګندېدو مخکې چې د زاړو او جامدو افکارو پر وړاندې راپورته شو، خلکو ته چې مشخص علمي فکر يې درلود «عالمان» ويل کېدل. دا عالمان بايد د واکمنې ادارې له لوري هم تائيد شوي وای، او که نه د ګاليله او کوپرنيک په څېر برخليک سره مخ کېدل. د همدې مقام له امله دا ډله له عامو خلکو لوړه ګڼل کېده او حتا سپېڅلتيا ورته منسوبه کېده چې ورځ تر بلې يې له ولس سره واټن زياتاوه. په داسې حالاتو کې علم يوازې د عالم لپاره و او عملي کارېدنه يې نه لرله.
يو فکري انقلاب ته اړتيا وه چې د فکر زنځيرونه مات کړي، فکر آزاد کړي او عام يې کړي. داسې يو انسانپاله انقلاب چې علم له متافيزيک څخه جلا کړي او ټولنې ته يې راوباسي. دا انقلاب هماغه رېنېسانس و. په دې لړ کې هغه کسان چې د دې بدلون بنسټ اېښودونکي وو «روښان فکران» وبلل شول.
روښان فکري د فکر د حضور لمن پراخه کړه، د علمي تخصص شرط يې د تفکر له لارې لرې کړ او انسان ته يې دا وښوده چې يوازې د انسان کېدو له امله هم فکر کولای شي.
څرنګه چې روښان فکر د مډرن دورې محصول دی نو د آزادۍ، برابرۍ او سکولارېزم په څېر مډرن فکري الګوګانې هم لري. له همدې امله روښان فکر هغه څوک دی چې د آزادۍ غوښتونکی، د برابرۍ پلوی او سکولار وي. يعنې دا ټولې ځانګړتياوې په يو وخت کې ولري.
د روښان فکر کېدو غوښتنې:
۱- پوهه او آګاهي
۲- پر انتقادي عقل تکيه
۳- نوښتپالنه
۴- د بديلونو جوړونه
۵- له عمل سره تړلی فکر
Comments are closed.