د سنګاپور د انفلاسیون کچه ۱.۲ سلنه ده، دا د داسې یو جوړښت پایله ده چې د بانکدارۍ، صنعت، معلوماتي ټکنالوژۍ، پالیسۍ جوړونې، چاپېریال ساتنې، بهرنۍ تګلارې، زدهکړې او مدیریت غوره کدرونه روزي. همدې جوړښت داسې هېواد رامنځته کړی چې ۵۵۰ میلیارده ډالره داخلي ناخالص تولید، ۷۸۷ کیلومتره مربع مساحت او ۶ میلیونه نفوس لري او د بشري پانګې په شاخص کې د ۰.۸۸ نمرې سره په نړۍ کې لومړی مقام لري.
۴۰ سلنه د چِپ (تراشه) توليد صنعت لري، له غوره فارغالتحصیلانو څخه یې ۵ سلنه مدیران کېږي، د شفافیت له پلوه څلورم مقام لري او له ۲۰۰۲ کال راهیسې پرمختللی هېواد بلل کېږي. شاوخوا ۱.۶ میلیونه له غوره بهرنیو متخصصانو څخه یې استخدام کړي او هغوی ته لوړ معاشونه ورکوي. د کلني سړي سر عاید کچه په ۱۹۶۰مو کلونو کې د ۳۲۰ ډالرو څخه ۶۶ زره ډالرو ته رسېدلې ده. هغه وخت حتی د څښاک کافي اوبه نه لرلې، خو اوس ۳۰۰۰ بهرني شرکتونه پکې فعال دي، د ژوند تمه ۸۷.۳ کاله ده او بندر یې د نړۍ تر ټولو بوخت بندر بلل کېږي.
د SkillsFuture پروګرام د مهارتونو لوړول لازمي کړي او تر ټولو مهم اصل دا دی چې د غوره کسانو لپاره لوړو زدهکړو ته د ننوتلو بهیر اسانه شي. تدریس او څېړنه د سختو معیارونو له مخې ترسره کېږي او سیالي د ودې بنسټ ګڼل کېږي.
د اقتصادپوه رابرت لوکاس له نظره پوهه او مهارت مثبت جانبي اغېز لري، سنګاپور د اقتصادي شفافیت او باوري بانکدارۍ له امله د سترو نړیوالو شرکتونو د اعتماد وړ دی او په ۲۰۲۵ کال کې یې شاوخوا ۵۶ میلیارده ډالر مستقیمه بهرنۍ پانګونه (FDI) جذب کړې ده.
جاپان، چین، امریکا او هالنډ یې مهم پانګوال دي. د ګرځندویي صنعت یې په ۱۹۶۵ کال کې د ۹۹ زره کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۶.۵ میلیونو کسانو ته رسېدلی او ۲۲.۴ میلیارده ډالر عاید یې درلوده. GDP به یې په ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۳ میلیارده ډالرو ته ورسېږي. د سنګاپور پاسپورټ په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ لومړی مقام لري.
د سنګاپور د بدلون ريښه دوه متغیرونه لري:
لومړی د حکومت ټولنیز بنسټ او د پرېکړهنیونې ماهیت. ټولنیز بنسټ پر وړتیا لرونکو او متخصصو کسانو ولاړ دی او وفاداري تخصص ته ده نه اشخاصو ته. حکومت وړ بهرني کسان جذبوي او فاسد او ناکاره افراد سیستم ته نه پرېږدي. له مدیرانو شفاف حساب غواړي او د خلکو پیسې باید د هماغو خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره ولګېږي.
د سنګاپور د حکومتدارۍ بنسټ Meritocracy (شایستهسالاري) ده او غوره کسان په اقتصادي مدیریت او بهرنۍ پالیسۍ کې کارول کېږي. منځنۍ طبقه د حکومت اصلي ټولنیز بنسټ دی او له جوړښت سره یې تړاو د کارکردګۍ سبب ګرځي.
دوهم متغیر د پرېکړو کیفیت دی: پرېکړهکوونکي لوړ تحصیلات او پراخه تجربه لري. حکومت له ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې د پانګونې د جذب اهمیت درک کړ، مناسب عمراني او اداري جوړښت یې رامنځته کړ او چاپېریال، انرژۍ، بندرونو، اوبو، برېښنا او زدهکړو ته یې جدي پاملرنه وکړه.
په سنګاپور کې د هېواد ګټې بنسټ ګڼل کېږي. ټیټ انفلاسیون د فکر او تخصص او نړیوال اتصال پایله ده. وړ کسان کولای شي نړیوال بهیرونه تحلیل کړي او په نړیوالو مرکزونو کې فعاله حضور ولري. یو سلنه انفلاسیون د تخصصي پرېکړهنیونې د بهیرونو د دقیقې څارنې نتیجه ده. د هېوادونو د برخلیک اصلي متغیر د پرېکړهکوونکو فکري ځانګړتیاوې او مهارتونه دي. هغه ټولنې چې هوښیارتیا مساوي وبولي او مهارتمحوره جوړښت رامنځته نه کړي په پای کې د وینزویلا په څېر کېږي.
د خلکو رضایت د مزلو د تیورۍ له مخې مدني او ملي امنیت رامنځته کوي. که ناتوانه او بيوسه کسان سره متحد شي هېواد له منځه وړي، خو که وړ او غښتلي کسان اجماع ته ورسېږي هېواد په سنګاپور بدلیږي. د اجماع بنسټ د ټکنالوژۍ له لارې د شتمنۍ تولید او له نړیوال اقتصاد سره نښلون دی، او کله چې خلک د مزلو د هرم له لومړنیو پړاوونو تېر شي مدني مشارکت او پرمختللې ټولنه رامنځته کېږي.
ټول انسانان د حقوقو له پلوه برابر دي خو د وړتیا او استعداد له نظره برابر نه دي. هغه ټولنې چې د پوپولیزم او توهم له مخې فکر کوي د انسانانو هوښیارتیا مساوي بولي او عدالت یوازې په ذهنیت او ویناوو کې لټوي نه د ظرفیتونو له مخې د جوړښتونو په رامنځته کولو کې په پای کې د وینزویلا په څېر کېږي. داسې هېواد چې امریکا یې حکومت په اسانه ګواښلی شي ځکه ټولنیز بنسټ نه لري او حکومت یې د چاپړوسانو او فاسدو کسانو لخوا راچاپېر شوی دی.
په سنګاپور کې وړ کسان نه پرېږدي چې حکومت تېروتنه وکړي، ځکه دوی د خپل هېواد له خاورې سره تړاو لري. د سنګاپور حکومت د ټولو خلکو لپاره پرېکړې کوي نه د یوې ځانګړې ډلې لپاره. همدا لامل دی چې هېواد په طبیعي ډول مدني او ملي امنیت لري. که څه هم ټاپو دی او شاوخوا یې پیاوړي هېوادونه شته خو نور ټول ورته د درناوي او قدر په سترګه ګوري.
که په یوه هېواد کې ناتوانه کسان سره متحد شي هغه هېواد له منځه وړي، خو که وړ او غښتلي کسان سره همکاري وکړي او اجماع ته ورسېږي هغه هېواد په سنګاپور بدلیږي. د نننۍ نړۍ د اجماع بنسټ د ټکنالوژۍ له لارې د شتمنۍ تولید، صنعتي تولید او د ټکنالوژۍ، پانګې او مخکښو پوهنتونونو لرونکو هېوادونو له لارې له نړیوال اقتصاد سره نښلون دی.
Comments are closed.