په اقتصادي مفاهیمو، ارزښتونو او فعالیتونو باندې د روایتونو اغیز
لومړۍ برخه :
د سوسیالیزم مفهوم
په ۲۰۰۹ کال کې، یو له هغو مشهورو روایتونو څخه چې د ایمیلونو له لارې د خلکو ترمنځ لاس په لاس کېده، د امریکا د ټیک ټکزاس پوهنتون (Texas Tech University) د اقتصاد د استاد کیسه وه، چې په یوه بې ساري اقدام کې مجبور شوی و چې د خپل یو ټولګي ټول زده کوونکي ناکام کړي.
کیسه داسې وه چې د یو ټولګي ټول زده کوونکي د سوسیالیستي سیسټم کلک پلویان وو. دوی په ټینګار سره له خپل استاد سره پر دې موضوع بحث کاوه چې د سوسیالیستي ټولنې ګټه دا ده چې هیڅوک نه غریب کیږي او نه شتمن، او دا د ټولو خلکو لپاره د ډیرو ګټو سره یو عالی توازن دی. د اقتصاد استاد هم د دوی متعصبانه نظرونو په لیدو سره، پریکړه وکړه چې په خپل ټولګي کې د همدې نظر پر بنسټ یوه تجربه ترسره کړي او خپلو زده کوونکو ته یې اعلان وکړ چې ټولو ته به یو شان نمره ورکوي چې د ټولګي د ټولو زده کوونکو د نمراتو اوسط سره مساوي وي؛ هغه څه چې په سوسیالیستي نظام کې پلي کیږي.
●له لومړۍ ازموینې وروسته، د دوی د ټولو نمراتو اوسط B و؛ دې نمرې د هغو زیارکښو زده کوونکو چې د A مستحق وو، د نا رضایتي او د هغو کم زیارکښو زده کوونکو ته چې له B څخه کم مستحق وو د رضایت سبب شو. له دویمې ازموینې وروسته د نمراتو اوسط C ته او بالاخره D ته راښکته شو. دلیل یې هم روښانه و؛ کم زیارکښو زده کوونکو لږ هڅه کوله او زیارکښو زده کوونکو هم نور د درس لوستلو انګیزه نه درلوده او د دې بهیر په دوام کې بالاخره د ټولګي ټول کسان ناکام شول.
○دا د یوې پیچلې موضوع په اړه د پوهیدو وړ او په زړه پورې روایت و. خو هغه څه چې ډیری خلک ترې ناخبره وو، دا وو چې دا روایت خیالي او په بشپړه توګه جوړ شوی و، چې په ښکاره ډول یې د برابرۍ، سوسیالیزم او کمونیزم مفاهیم ډیر ساده کړي او ګډ کړي وو. خو سره له دې، دې روايت په خپله سادګۍ سره د عامو خلکو لپاره یوه قانع کوونکې کیسه وه چې پر سوسیالیستي نظام نیوکه وکړي او د خپل نظر د ملاتړ لپاره دې روایت ته استناد وکړي.
■موږ ټول د دې روایتونو له ورته نمونو سره مخ شوي یو؛ د ایلان ماسک د ځانګړي وړتیا په اړه روایتونه چې د پانګوالو باور یې راجلب کړی، یا د دې په اړه روایتونه چې څنګه مصنوعي هوښ (Artificial Intelligence) د انساني کاري ځواک لخوا ځای په ځای کیږي، چې ټول یې دې ته اړ کړې ترڅو د خپلو کاري پریکړو په اړه بیا غور وکړي. دا ډول روایتونه، په ځانګړې توګه د اقتصادي پریکړو په برخه کې ډیر اهمیت لري، په دې دلیل چې هرڅوک نشي کولی د اقتصادي مفاهیمو سمه پوهه ولري او د علمي معلوماتو او شمیرو پر بنسټ قضاوت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په معیاري اقتصادي ماډلونو کې دا تمه کیږي چې تشي احصایوي څیړنې او مطالعې باید د مالي پریکړو یوازینۍ مرجع وي.
پروفیسور شیلر، د ییل پوهنتون اقتصاد پوه او د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی، تر ټولو پیژندل شوی اقتصاد پوه دی چې د خلکو پر اقتصادي فعالیتونو د دې روایتونو پر رول باور لري. د هغه په اند هغه معلومات چې خلک یې د خپلو پریکړو لپاره کاروي یوازې احصایې او شمېرې نه دي. هغه په دې باور دی چې معلومات د روایتونو او کیسو په بڼه د خلکو ترمنځ لیږدول کیږي. روایتونه هغه ساده کیسې دي چې موږ یې ځانته او نورو ته وایو ترڅو د نړۍ د پدیدو لپاره منطقي توضیح ومومو. دوی په اسانۍ سره درک کیږي او د یادولو او شریکولو وړتیا لري. دوی خورا ساري (مسري) دي، او همدا ځانګړنه یې د دې لامل کیږي چې ناڅاپه پراخه شي، تر دې حده چې په کوڅو او بازارونو، په هره غونډه او هره رسنۍ کې پرې بحث کیږي.
د صنعتي انقلاب په دوره کې غالب روایت د اقتصادي پرمختګ او بریالیتوب یو روایت و چې د کارګرانو وحشتناکو کاري شرایطو او استثمار ته یې پام نه کاوه. دا روایت له څو لسیزو وروسته د کارګرانو د کړاو او د دوی د حقونو د ملاتړ په روایت بدل شو. د انټرنیټ د ظهور په دوره کې عام روایت د دې ټیکنالوژۍ او معلوماتو ته د لاسرسي اسانتیا په ستاینه کې و، پرته له دې چې د محرمیت ساتنې په څیر مسلو ته پام وشي. خو له څو کلونو وروسته، په تدریجي ډول یو بل روایت رامنځته شو، د دې ټیکنالوژۍ او پر ټولنیزو اړیکو د هغې ویجاړونکي اغیزې په اړه نیوکه.
ژباړه او سمون: صلاح الدين حمید
د افغان اقتصاد پوهانو د ټولني مشر
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.