روښان فکر څوک دی؟/ ۲ 

صلاح الدين حمید

52
پوهه او آګاهي د روښانفکرۍ له بنسټيزو اصولو څخه ده. دا يوازې د علومو په ځانګړي ډول د ټولنيزو علومو پوهه نه ده بلکې د هغه حاکم نظام جوړښتي پېژندنه هم ده چې روښان فکر پکې، او د هغه لپاره، ژوند او کار کوي. همدارنګه د هغې ټولنې د مادي او معنوي شتمنيو او امکاناتو پېژندنه، د قوانينو، دودونو او واکمنو ضوابطو درک، د ټولنې د ټولنيز او رواني جوړښت پېژندنه، د خلکو او د هغوی د ستونزو او هيلو پېژندنه هم پکې راځي.
روښان فکر د څېړنې او پلټنې اهل وي. هغه هره پديده د شک له نظره ګوري او هېڅ ادعا تر هغې نه مني څو د ازموينې او تجربې په تله کې ونه تلل شي او رښتينولي يې ورته څرګند نه شي. د همدې څېړنو او پلټنو په پايله کې پوهه پرله‌پسې وده کوي او نړۍ تل د پرمختګ په حال کې وي.
«انتلکتوالېزم» د بې‌دليله منلو، توهمي ادعاوو او تعبدي مفاهيمو پر ضد دی او عقل تر هر څه لوړ ګڼي. د معاصرې نړۍ بنسټ عقل او انتقادي فکر دی. روښان فکر هم د افکارو او هم د ټولنيزو جوړښتونو په وړاندې انتقادي نظر لري.
روښان فکر يوازې دودماتوونکی او جوړښت‌ماتوونکی نه دی بلکې د اشنازدايۍ ضد هم دی. دا څه مانا لري؟ يعنې روښان فکر له هغه معرفت سره چې تر لاسه کوي—که علمي او تيوريکي وي او یا که د خلکو له لارې—تلپاتې واده نه کوي او ځان ورته نه سپاري، ځکه چې د هغه شاوخوا نړۍ په دوامداره او سيستماتيک بدلون کې ده. نو د روښان فکر له اساسي ځانګړنو څخه يو هم نوې کېدل او همېشه د تکامل له چټک کاروان سره هممهاله پاتې کېدل دي. له همدې امله روښان فکر د هغو دودونو، جوړښتونو او پيژندګلويو د ماتولو په لټه کې وي چې د عقل، تجدد، پرمختګ، رغونې او نوي کېدو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي وي.
د روښان فکرۍ نړۍ د راتلونکي پر لور د تکل ميدان دی.
وويل شول چې روښان فکر بديل‌جوړونکی دی يعنې هغه يو څه نقد او رد کوي څو نور څه يې ځای ونيسي. څرګنده ده چې د روښانفکر له ځانګړنو څخه يوه له عمل سره تړلی فکر ده. هېڅ روښانفکر داسې نه شته چې فکر يې د ټولنيز بدلون پر لور متمرکز نه وي، يعنې د ژمنتيا احساس ولري. هغوی د بې‌طرفه اکاډميسن په څېر نه وي بلکې غواړي عملي کار وکړي.
روښانفکر بايد د عقل پر بنسټ د پوهې، کلتور او ځواک د پلان جوړونې وړتيا د ټولنې لپاره ولري. هغه يوازې د علمي وړتياوو او د پوهنتوني زېرمو په مټ نه، بلکې خپله سياسي او ټولنيزه آګاهي او پوهه هم کاروي، څو ټولنيز او سياسي بدلونونه وڅېړي. او هڅه کوي پر ټولنيزو پېښو اغېز وکړي او که شونې وي دا آګاهي خپل چاپېريال ته ولېږدوي. د روښانفکر هڅه دا ده چې د واقعيتونو او آرمانونو ترمنځ نږدېوالی رامنځته کړي. روښانفکر د هغه څه وياند دی چې د ټولنې په بطن کې د زېږېدو په حال کې وي، خو لا يې دقيق شکل او تعريف نه وي موندلی.
روښانفکر عموماً هغه فرد بلل کېږي چې د خپل فکري ځواک څخه د څېړنې، تأمل او نظريه‌پردازۍ لپاره کار اخلي. هغه له تعبد، تعصب او ړوند اطاعت څخه لرې، زياتره فکري کار کوي نه بدني او د خپل کار پايله د خلکو په واک کې ږدي تر دې چې موخه يې د مادي او شخصي ګټې راجلبول نه، بلکې د ټولنيزې ستونزې حل وي. په لنډه توګه د روښانفکر رسالت روښانتيا ده.
روښانتيا څه ده؟
«روښانتیا د انسان وتل دي له هغې نابالغۍ څخه چې په خپله ملامت وي.»
د روښانګري د عصر تاريخ ليکوال دا دوره اتلسمه پېړۍ بولي. په دې عصر کې عقل هڅه کوي ځان له هر ډول قيد او بند څخه آزاد کړي. دا هغه وخت و چې د معرفت‌ پیژندنې مسئله د فلسفيانو د جدي پاملرنې وړ وګرځېده او د فلسفې لوری له هستي څخه معرفت ته واوښت. مطلق حقيقت خپل ځای نسبيت ته پرېښود. روښانتيا ټينګار کوي چې د هر څه اصل بايد له بهر څخه ونه لټول شي.
په ټوله کې روښانتيا د پديدو او مفاهيمو د ماهيت پوښتنه کوي، حقيقت څه ده؟ انسانيت څه دی؟ آزادي څه ده؟ عدالت څه دی؟ روښانتيا د پوښتنو په وړاندې هېڅ ډول محدوديت نه مني. له همدې امله د روښانتیا پوښتنې فلسفي دي چې په يو وخت کې حتمي حقايق، ثابت اصول، بدیهیات او حتی خپله فلسفه تر پوښتنې لاندې راولي. هڅه بايد د نويو پوښتنو لپاره د سمو ځوابونو موندل وي، نه دا چې په جزمي او توند ډول د پوښتنه‌کوونکو پر وړاندې غږ پورته شي.
د روښانتيا تر ټولو بشپړ تعريف ايمانوئل کانت وړاندې کړی دی:
«روښانتیا د انسان وتل دي له هغه نابالغۍ څخه چې په خپله يې ملامت وي.»
کانت نابالغۍ ته داسې مانا ورکوي:
«نابالغي د انسان ناتواني ده چې خپل عقل د بل له لارښوونې پرته وکاروي.»
او «د ځان ملامتۍ» وضاحت داسې کوي:
«دا نابالغي د ځان ملامتي ده، کله چې علت يې د عقل کمښت نه، بلکې د ارادې او زړورتيا نشتوالی وي چې انسان خپل عقل بې له د بل له لارښوونې وکاروي.»
د کانت له نظره «خپله فکر کول» د روښانتيا بنسټيز اصل دی. له دې تعريفه څرګنديږي چې کانت خپلواک او پويا تفکر د روښان ګري اساس ګڼي، او دا تفکر د فکر له آزادۍ سره تړلی دی. انسان د کانت له نظره يو آزاد او پوه موجود دی چې د فکر په ډګر کې د ګام ايښودلو له لارې کولای شي د نابالغۍ له تنګناؤ څخه ووځي.
د روښان ګري مفکرين دې مفهوم ته هېڅ سرحد نه ټاکي، هغوی باور لري چې د روښان ګري په رڼا کې بايد هر څه وڅېړل شي او وپېژندل شي. د روښانتيا نوموتي کسان بيکن، مونتسکيو، دکارت، لاک، نيوټن، والټر، روسو، دیدرو، دالامبر، هولباخ او کانت دي چې ډېری يې په اتلسمه پېړۍ کې په ځانګړي ډول په فرانسه، انګلستان او آلمان کې راڅرګند شول. په دې بهير کې هم د تجدد فلسفيان وو هم الهي مفکرین او هم اديبان او شاعران او خطيبان.

 

روښان فکر څوک دی؟/۱

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.