د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیوالې ورځې په مناسبت

101

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیوالې ورځې په مناسبت

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين اعلامیه

د نومبر ۲۵مه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي نړیواله ورځ ده، یو داسې فرصت دی چې د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو پر وضعیت بايد ژور فکر وشي – هغه ښځې او نجونې چې له سختو، سیستماتیکو او بې‌سارو محدودیتونو، تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ترلاسه کړی، افغان ښځې له خپلو ډېرو بنسټیزو بشري حقونو بې‌برخې شوې دي. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، په  دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار مخنيوی، د هغوی پر تګ راتګ او  د حجاب پر ډول محدوديتونه، او له ټولنیز، سیاسي او فرهنګي ژوند څخه د هغوی بشپړ ايستل، د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک ظلم او بې عدالتۍ څرګندې بېلګې دي. دا کړنې نه یوازې د بشري حقونو او اسلامي ارزښتونو ښکاره نقض دی، بلکې د افغانستان له ملي ګټو او همداراز د افغانستان د پرمختګ او روښانه راتلونکي له هيلو سره هم په ټکر کې دي.

موږ له افغان ولس، په ځانګړي ډول له سیاسي، مدني، فرهنګي او رسنیزو بنسټونو غوښتنه کوو چې د دې بې عدالتۍ او سیستماتیک ظلم پر وړاندې یو موټی شي، خپلې هڅې او مبارزې سره همغږې کړي، او د ټولو مشروع وسايلو له لارې پر اوسني حاکمیت او نړیوالې ټولنې فشار راوړي، څو د ښځو د حقونو نقض ته د پای ټکی کېښودل شي.

همداراز، موږ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغان ښځو پر وړاندې خپل اخلاقي او حقوقي مسؤولیتونه ادا کړي، او د عملي او اغېزناکو ګامونو له لارې پر طالبانو فشار راوړي، چې د ښځو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د هېواد اوسنيو واکمنانو ته هم بايد دا پیغام ورکړل شي چې د ښځو له حقونو سرغړونه د دوی او ملت ترمنځ د ژور اختلاف او واټن یو اساسي لامل دی، او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي دا اختلافات د دوی د واکمنۍ لپاره جدي او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

په دې نړیواله ورځ، موږ د افغانستان او نړۍ له زړورو ښځو سره یوځای، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د پای ته رسولو غږ پورته کوو، او د عدالت، برابرۍ او د ښځو د انساني کرامت د تحقق پر غوښتنه ټينګار کوو.

په درناوي،

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين

د ۱۴۰۴ کال د قوس ۴مه

اعلامیه کمپاين ملی آموزش دختران

به مناسبت روز جهانی محو خشونت علیه زنان

۲۵ نوامبر، روز جهانی محو خشونت علیه زنان، فرصتی است برای بازاندیشی در مورد وضعیت زنان در سراسر جهان، به ‌ویژه در افغانستان، جایی که زنان و دختران با شدیدترین اشکال تبعیض، سرکوب و خشونت سیستماتیک مواجه ‌اند.

از زمان تسلط مجدد طالبان بر افغانستان در ماه اگست ۲۰۲۱، زنان افغان به‌ طور بی‌سابقه‌ای از ابتدایی‌ترین حقوق انسانی خود محروم شده‌اند. ممنوعیت آموزش دختران بالاتر از صنف ششم، ممانعت از کار زنان در نهادهای دولتی و غیردولتی، محدودیت‌های شدید بر آزادی گشت‌وگذار، پوشش اجباری، و حذف کامل زنان از حیات اجتماعی، سیاسی و فرهنگی کشور، تنها بخشی از سیاست‌های زن‌ستیزانه‌ای است که حاکميت فعلی به‌صورت سیستماتیک اعمال کرده‌اند. این اقدامات نه‌تنها نقض آشکار حقوق بشر و اصول بنیادین اسلامی است، بلکه در تضاد کامل با منافع ملی و آینده‌نگری برای توسعه و ثبات افغانستان قرار دارد.

ما از ملت شریف افغانستان، به‌ویژه نهادهای سیاسی، مدنی، فرهنگی و رسانه‌ای تقاضا می‌کنیم که با همبستگی، هماهنگی و صدای واحد، علیه این بی‌عدالتی و خشونت ساختاری ایستادگی کنند و با استفاده از تمامی ابزارهای مشروع، بر حاکمان فعلی کشور و جامعه جهانی فشار وارد آورند تا به نقض حقوق زنان پایان داده شود.

در عین حال، ما بار دیگر از جامعه جهانی می‌خواهیم که به مسئولیت‌های اخلاقی و حقوقی خود در قبال زنان افغان عمل کند و با اقدامات عملی و مؤثر، طالبان را وادار سازد تا به حقوق انسانی زنان احترام بگذارند. باید به حکام فعلی کشور هشدار داده شود که تداوم سرکوب زنان، یکی از عوامل اصلی بی‌اعتمادی و شکاف عمیق میان آنان و ملت افغانستان است؛ شکافی که در صورت بی‌توجهی، می‌تواند پیامدهای جدی و جبران‌ناپذیری برای مشروعیت و بقای آنان در پی داشته باشد.

در این روز جهانی، ما هم‌صدا با زنان شجاع افغانستان و جهان، بر پایان دادن به هرگونه خشونت علیه زنان تأکید می‌ورزیم و بر ضرورت تحقق عدالت، برابری و کرامت انسانی برای همه زنان پافشاری می‌کنیم.

با احترام،

کمپاين ملی آموزش دختران

۴ قوس ۱۴۰۴

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.