ستراتیژیک مشرتابه او تمدني بصیرت: د حضرت عایشې رضي الله عنها د فکري، فقهي او سیاسي مرجعیت معاصر درسونه
په معاصر نړیوال تمدني فضا کې د ښځې د ټولنیز او فکري رول بحث د افراط او تفریط ترمنځ د جدي ننګونو سره مخ دی. له یوې خوا د تمدني ذوب پدیده د هویتونو ګډوډي رامنځته کړې او د ښځې فکري استقلال یې اغېزمن کړی؛ له بلې خوا، د دیني متونو انزوايي او غیر شرعي مقاصدي تعبیرونه د ښځې د مشروع مشارکت د محدودولو نظري اساس ګرځېدلي دي.
په دې شرایطو کې د اسلامي تمدن لومړني مرحلې ځانګړې څېرې، په ځانګړي ډول ام المؤمنین حضرت عایشه رضي الله عنها، د علم، عقل، فقهي استدلال، او سیاسي بصیرت یوه متوازنه او مستندہ نمونه وړاندې کوي. د هغې موسوعي علمي مهارت، د حدیثو په روایت او نقد کې دقت، د فقهي اجتهاد قدرت، او د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو په تحلیل کې بصیرت، داسې علمي ماډل رامنځته کوي چې معاصر بحثونه د ښځې د نقش په اړه له تاریخي او فقهي شواهدو سره نښلوي د ښځې د فکري حضور او د نصوصو د مقاصدي فهم لپاره مستند او دوامدار چوکاټ جوړوي.
هغې په روایت، فقه، مقاصدي لید، او سیاسي بصیرت کې هغه علمي بنسټونه ټینګ کړل چې تر نن ورځې د مرجعیت حیثیت لري، او د ښځې د فکري او قيادي رول او د تمدني مشارکت لپاره عملي او تحلیلي نمونه برابروي.
١-د علم او بصیرت قرآني بنسټ: د موسوعي شخصیت جوړښت
قرآن کریم علم د انسان د کرامت او لوړتیا اساسي ستنه ګڼي، لکه څنګه چې فرمایي﴿ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴾ (الزمر:٩ ) اوهم نبوى لارښود بیا د علم زده کړه د هر انسان لپاره فرض ګرځوي
(طلب العلم فريضة على كل مسلم ) او نبوي لارښود بیا د علم زده کړه پر هر مسلمان او مسلمانې فرض بولي.
حضرت عایشه رضي الله عنها د اسلامي تاریخ لومړنۍ ښځینه معلمه وه چې په بيت الرسول ﷺ کې یې لومړنۍ زده کړې ترلاسه کړې او د نبوي چاپېریال په فکري او علمي پرمختګ کې یې بنسټیز رول ولوباوه. هغې د سنتو توضیح، د نصوصو ژور فهم، د حدیثو کره کتنه، د میراث او تفسیر عملي تطبیق، او د فقهي اجتهاد په ټولو برخو کې موسوعي وړتیا لرله، چې د خپل عصر له ټولو مشاهیرو علماوو وړاندې ودرېده.
معاصر درسونه
١-د ښځې کرامت د علم په ژورتیا او فکري وړتیا ساتل کېږي، نه په تشو شعارونو.
٢-د ښځې ټولنیز او مدني سياسي مشارکت هغه وخت مشروعیت پیدا کوي چې پر علم، فهم او بصیرت ولاړ وي، نه پر احساساتو.
٣-هغه ټولنې چې د ښځې د فکري حضور او حقونو په اړه محدود نظر لري، د تمدني پرمختګ د شاته پاتې کېدو خطر سره مخامخ کیږي.
٤-د ښځو د فقهي اجتهاد ځای کمول یا نادیده نیول د اسلامي فکري میراث له نیمګړتیا سره برابر دی.
د اجتهاد او فقاهت مقاصدي روح: تنقيدي فکر د دیني فهم د برخې په توگه؛
حضرت عایشې رضي الله عنها فقاهت یوازې د روایاتو په حفظ او نقل کې نه و، بلکې د تحلیل، تنقيدي فکر، اصلاح، او د شریعت د مقاصدو (مقاصد الشریعة) په رڼا کې د نصوصو د تفسیر په چارو کې ژوره پوهه لرله. د هغې علمي روش د دین د فهم ژورتیا، د شریعت انعطاف، د مصالح عمومی رعایت، او د مصلحت محوریت څرګندوي، او ښيي چې دیني فهم باید په نقادانه او اجتهادي فکر ولاړ وي، نه یوازې په لفظي تقلید او ظاهري تعبیر.
مثالونه:
١-د تيمم د حکم نزول د حضرت عایشې شخصي پېښې (د هار ورک کېدل) له امله و، خو د امت لپاره یې ستره اسانتیا او سهولت رامنځته کړ. دا د شریعت د مصلحت محور روح یوه عملي بېلګه ده، چې ښيي د احکامو اصل د بندګانو راحت، د دین محافظت، او د ضرر کمول دي.
٢-د «المیت یعذب ببکاء أهله» روایت باندې د حضرت عایشې رضي الله عنها تنقيدي تحلیل د دین د نصوصو د سمو فهم یوه بنسټیزه نمونه ده، ځکه هغې د روایت د لفظي بیان او د شریعت د مقاصدو ترمنځ تضادونه په نقادانه ډول وارزول او د حقیقي مقصد پر اساس یې تحلیل وکړ.
٣- د ميرمنو سفر پرته له محرم استدلال د حديث الظعينة په رڼا کې
د حديث الظعينة روایت د البخاري له لارې د عدي بن حاتم څخه نقل شوی
«فإن طالت بك حياة، لترين الظعينة ترتحل من الحيرة حتى تطوف بالكعبة، لا تخاف أحدا إلا الله»
په دې روایت کې څرګنديږي چې الظعينة د الحيرة څخه مکې ته سفر کوي او یوازې د الله نه ډاریږي. د حضرت عایشې رضي الله عنها استدلال په دې ډول دی: که سفر په امن وي، ښځه کولای شي د محرم پرته سفر وکړي. د حديث سياق او قرائن ښيي چې دا سفر مشروع او ستايل شوی و، او دا د شریعت د مصلحت او ضرر دفع اصل څرګندوي.
معاصر درسونه
١-دیني فهم باید یوازې د نصوصو په لفظي بیان تکیه ونکړي، بلکې د شریعت د حکمت، مقاصدو، مصالحو، او د انساني ژوند اړتیاوو په رڼا کې وي. تنقيدي فکر د دې امکان برابروي چې نصوص په عصري شرایطو کې د مصلحت او ضرر د کمولو اصولو سره سمون ومومي.
٢-تنقيدي فکر د دین خلاف نه دی، بلکې د شریعت د ژورتیا، اجتهادي انعطاف، او د نصوصو د حقیقي مفاهیمو درک یوه لازمي اړتیا ده. د فقهي اجتهاد بنسټ د قیاس، استحسان، او مصالح عمومی پر اساس دی، نه یوازې په لفظي تقلید باندې.
٣-د ښځو د سفر مسأله: فقهي اجتهاد، د حضرت عایشې رضي الله عنها استدلال، او حديث الظعينة ښيي، که د لارې امنیت یقیني وي، ښځه کولای شي د محرم پرته سفر وکړي. که څه هم ځینې روایتونه ضعیف ګڼل شوي، خو د مقاصدي اجتهاد له مخې د انساني مصلحت، د ضرورت، او د ضرر دفع په اساس د دې سفر اجازه مشروع ګڼل شوې. دا د شریعت د احکامو د اصل، یعنې د مصلحت او ضرر د کمولو، عملي انعکاس دی.
د حضرت عایشې رضي الله عنها طرز د اجتهاد، فقاهت، او تنقيدي فکر د دین د فهم لپاره یوه بېساري نمونه ده. معاصرو دیني پوهانو ته لازمي ده چې نصوص یوازې په لفظي لحاظ ونه څیړي، بلکې د شریعت د حکمت، مقاصدو، مصالحو، او انساني مصلحت په رڼا کې د هغوی حقیقي معنا او کاربرد وپېژني. د تنقيدي فکر او مقاصدي اجتهاد کارول د دین د ژورتیا، انعطاف، او عصري اړتیاوو سره د شریعت د همغږۍ یوه اساسي لار ده.
د حضرت عایشې رضي الله عنها د عفت، کورنی رول او ټولنیز حضور پېژندنه:
حضرت عایشه رضي الله عنها د اسلامي شریعت د عملي کولو یو روښانه او ارزښتناک مثال دی، چې د ښځې عفت، کورنی مسؤلیت او ټولنیز حضور په متوازن ډول څرګندوي. قرآن کریم امهات المؤمنین ته ځانګړي حدود او اصول ټاکلي، چې د هغوی حیا، امنیت، او ټولنیز مسؤلیت تضمینوي (الأحزاب: 32-34). د دې اصولو تعبیر حضرت عایشې رضي الله عنها یوازې د انزوا یا محدود پاتې کېدو په توګه نه و، بلکې هغې خپل کور د علم مرکز وګرځاوه، او په ټولنه کې یې د مشورې او فقهې د مسئلو لپاره فعاله ونډه درلوده. صحابه کرام د دیني، فقهي او سیاسي مسائلو په اړه له هغې مشوره اخیسته، چې د ښځې مشروع ټولنیز حضور یو غوره مثال دی.
عفت د فعال حضور سره
حضرت عایشه رضي الله عنها ښوولې چې عفت یوازې د کور دننه پاتې کېدل نه دي، بلکې د اخلاقی چوکاټ دننه فعال حضور ته اړتیا لري. د مقاصدي فقهې له نظره، عفت د ټولنیز او علمي فعالیت مانع نه دی، بلکې د فعالیت حدود او اخلاقی چوکاټ ټاکي. ښځه کولای شي د ټولنیزو چارو، علمي فعالیتونو او دینی مشورو برخه وي، پرته له دې چې شرعي حدود مات شي. د حضرت عایشې موقف په دې معنا دی چې عفت د ښځې د ټولنیز حضور او علمي فعالیت د مشروعیت تضمین دی.
د کورنۍ او ټولنې رول ترمنځ توازن:
حضرت عایشې رضي الله عنها د کور دننه مسؤلیت او ټولنیز حضور ترمنځ توازن عملي کړ. د هغې کور د علمي فعالیتونو او د صحابه کرامو د مشورې مرکز وګرځېد، چې ښيي ښځه کولای شي د کورنی او ټولنیز رول ترمنځ متوازنه ونډه ولري. دا توازن د معاصرو ښځو لپاره هم د علمي او ټولنیزو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې یو مهم درس دی. په ځانګړي توګه، د کور دننه عاطفي او تربیوي مسؤلیتونه او د ټولنیز حضور د علمي او مشورتي فعالیتونو په ګډه ترسره کول، د اسلامي اصولو سره په مطابقت کې دی.
ټولنیز برداشت او مقاصدي فقه:
هغه ټولنې چې د ښځې فعال حضور د ګناه سرچینه ګڼي، د مقاصدي فقهې له روح سره په ټکر کې دي. مقاصدي فقهه ښځو ته مشروع حق ورکوي چې د ټولنې د پرمختګ او علمي پراختیا په چارو کې فعاله ونډه ولري. حضرت عایشه رضي الله عنها د خپل علمي حضور له لارې د ښځې ونډه مشروع کړه، او ټولنې د دې ونډې ارزښت درک کړ. دغه موقف د ښځې د مشروع فعالیتونو د حق تضمین او د ټولنیز عدالت په تحقق کې مهم دی
علمي حضور او مشوره ورکول:
حضرت عایشه رضي الله عنها د علم خپرولو له لارې د ښځې حضور مشروعیت او اهمیت څرګند کړ. د هغې کور د فقهي او دینی مسئلو د مشورې مرکز وګرځېد، چې د ښځې علمي او ټولنیز ونډې لپاره یوه نمونه ده. دا مثال معاصرو ټولنو ته ښيي چې د ښځې علمي او ټولنیز حضور د ټولنې د سالمې ودې لپاره اړین دی. علمي فعالیتونه نه یوازې د ښځې شخصیت غښتلی کوي، بلکې ټولنې ته د فقهې، شریعت او اخلاقي اصولو د عملي کولو فرصت برابروي.
معاصر تطبیق : د حضرت عایشې رضي الله عنها ژوند معاصرې ټولنې ته لاندې درسونه لري
ښځه کولای شي د ټولنیزو چارو او علمي فعالیتونو په برخه کې فعاله ونډه ولري، پرته له دې چې د اسلامي شریعت حدود مات شي. د مقاصدي فقهې له نظره، د ښځې فعال حضور د شریعت اصلي اهداف تحققوي، چې عبارت دي له: دعفت شرافت ساتنه، ټولنیز امنیت، او د امت فکري او تمدني پرمختګ
د کورنۍ او ټولنیز رول تر منځ توازن ممکن دی؛ ښځه کولای شي په کور دننه د مسؤلیتونو تر څنګ په ټولنیزو چارو کې هم په متوازن او مشروع ډول ګډون ولري. ھغه ټولنې چې د ښځې فعال حضور د ګناه سرچینه ګڼي، د شریعت د اهدافو پر ضد عمل کوي، ځکه دا برداشت د حفظ شرافت، امن، او ټولنیز پرمختګ اصول نه تحققوي.
علمي حضور او د مشورې ورکول د ښځې مشروع حقونه دي، ځکه ښځه د علم خپرولو، د ټولنې په مدیریت کې د مشورې ورکولو، او د ټولنیزو پریکړو په سمون کې اغیزمنه ونډه لري. له همدې امله، د ښځې مشارکت نه یوازې مشروع دی، بلکې د اسلامي تمدن د بیدارۍ او ټولنیز عدالت لپاره اړین دی.
حضرت عایشه رضي الله عنها د قرآن کریم د اصولو په رڼا کې د ښځې د عفت، کورنی مسؤلیت او ټولنیز حضور ترمنځ توازن عملي کړ. دا څرګندوي چې ښځه کولای شي د اخلاقی حدودو دننه ټولنیز، علمي او مشورتي فعالیتونه ترسره کړي، د کورنی مسؤلیتونو سره سم. د هغې ژوند د معاصرو ښځو لپاره د عملي توازن، مشروع حضور او علمي ونډې یوه روښانه بیلګه ده.
د جمل پېښه: د بحران مدیریت، سیاسي قیادت او ښځینه مشارکت ستراتیژیک ماډل
د جمل پېښه د حضرت عایشې رضي الله عنها د سیاسي بصیرت، ستراتیژیک فهم، او فعال مشرتابه یوه ژوره تاریخي بیلګه ده. په دې پېښه کې حضرت عایشه رضي الله عنها د فقهي عدالت، مدني نظم، د قصاص د تطبیق، او ټولنیز خیر غوښتنه وکړه، نه د شخصي واک ترلاسه کول. د هغې ستراتیژیک لید د ټولنې د ثبات، مشروعیت، او د اسلامي اصولو په محور ولاړ و، او د بحران مدیریت، سیاسي قیادت، او ښځینه مشارکت لپاره یو علمي ماډل جوړوي.
د بحران مدیریت ستراتیژي: حضرت عایشې رضي الله عنها د بحران پر مهال لاندې ستراتیژیکې کړنې ترسره کړې
١-دقیق تحلیل او درایت: د پېښې ټول اړخونه یې په علمي، منطقي او استراتیژیک ډول تحلیل کړل، د شخصي احساساتو اغیزه یې کموله
٢-د خبرو اترو هڅه او مشارکت: د شخړې د حل لپاره د مذاکرې او همکارۍ پر بنسټ هڅه وکړه، د ټولنې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره.
٣- مسلکي او استراتیژیک: اقدام که اړتیا پېښه شوه، عملي ګامونه یې د امت د ثبات، قانوني عدالت، او مدني نظم د ساتنې لپاره پورته کړل.
٤-د اصولو مراعات: ټولې پرېکړې یې د اسلامي شریعت، عدالت او ټولنیز خیر او عامه مصلحت په رڼا کې ترسره شوې
د سیاسي قیادت ځانګړتیاوې: حضرت عایشه رضي الله عنها د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د سیاسي بصیرت او فعال مشارکت یوه بې ساري نمونه وړاندې کوي.
١-اصولي مشرتابه: د احساساتو پر ځای د شریعت، مدني نظم، او ټولنیز عدالت پر بنسټ پرېکړه کول.
٢-فعاله مشارکت: د خبرو اترو، مشورې، او د ټولنیز کنسنسوس د رامنځته کولو له لارې د شخړو حل او مشروعیت ساتنه
٣-تحلیلي لید: د پېښو دقیق تحلیل او د احتمالي خطرونو په نظر کې نیول، د راتلونکي ستراتیژیک پلان لپاره
د ټولنې د خیر ساتنه: د شخصي ګټو پر ځای د امت د ثبات، عدالت، او مدني نظم ژمنتیا
معاصرې زده کړې او درسونه
١-ښځینه مشرتابه مشروع او اړینه ده : ښځینه مشرتابه د اسلامي او مدني اصولو په رڼا کې د ټولنې د عدالت، ثبات، او پرمختګ لپاره بنسټیزه او مؤثره ده:
٢-بحران مدیریت پر علمي تحلیل ولاړ دی: اغیزناک مدیریت د احساساتو پر ځای د دقیقو علمي تحلیلونو، اصولو، او ستراتیژیک پلانونو پر اساس ترسره کیږي
٣-مشارکت د ټولنیز ثبات کلید دی: فعاله ګډون، مشوره، او د ټولنیزو اړیکو ښه مدیریت د بحرانونو د حل او د مشروعیت د ټینګښت لپاره حیاتي رول لري
٤-اوسنۍ سیاسي ستونزې ښځینه درایت غواړي: عصري سیاست هغه ښځینه قیادت ته اړتیا لري چې د اخلاقو، علم، او ټولنیز خیر پر محور ولاړ وي، د عدالت، مشروعیت، او ټولنیز نظم ساتنه وکړي:
٥-نړیوال او سیمه ییز سیاسي مشارکت: د عصري نړیوال سیاست ننګونې ښيي چې ښځینه رهبرانې کولای شي د هېوادونو په منځني او نړیوال ډګر کې د دیپلوماتیک ثبات، د سولې هڅې، او د نړیوال عدالت لپاره مهم رول ولوبوي
٦-تاریخي شواهد د معاصر سیاست لارښود دي : د حضرت عایشې رضي الله عنها مثال ښيي چې ښځینه مشرتابه نه یوازې تاریخ کې مؤثره وه، بلکې نننۍ سیاسي او ټولنیزې ننګونې هم ورته ستراتیژیک پوهه او درایت ته اړتیا لري.
پایله: د تمدني بیدارۍ لپاره د ښځې ستراتیژیک قیادي رول
حضرت عایشې رضي الله عنها د اسلامي تمدن په تاریخ کې د علم، حیا، اجتهاد، حکمت، سیاسي قیادت او بحران مدیریت یوه مدغم او ستراتیژیکه نمونه ده. امام غزالي رحمه الله وایې چې علم د ښځې د شخصیت او ټولنیز مقام د لوړتیا اساسي وسیله ده. حضرت عایشه رضي الله عنها د اسلامي علومو ژوره پوهه لرله او د امت د فکري پرمختګ او فقهي اجتهاد په برخه کې مهمه ونډه یې درلوده.
د معاصرې مسلمانه ښځې لپاره د دې ماډل عملي تطبیق کېدای شي د عصري او اسلامي علومو ترمنځ د توازن په رامنځته کولو، د پوهنتونونو، تحقیقاتي مرکزونو او آنلاین پلیټفارمونو له لارې د علمي ظرفیت لوړولو، او په ټولنه کې د علمي مشورو او اجتهادي تحلیلونو له لارې فعاله ونډه اخیستلو سره ممکن شي.
حضرت عایشې رضي الله عنها شخصیت یوازې تاریخي الګو نه دی؛ بلکې یو ستراتیژیک، تمدني، فکري او سیاسي ماډل دی، چې د علم، حیا، اجتهاد او عمل په ترکیب سره د امت د فکري اصلاح، د ښځې کرامت او د تمدني بیدارۍ بنسټ ټینګوي.
________________________
دکتور عبید الله برھاني
کیلیفورنیا – امریکا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.