بسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
محترم او مکرم
د افغانستان د اسلامي امارت
د عامې روغتیا وزیر صیب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

موضوع: د حاد کرونري سنډروم (ACS/STEMI) د وخت-حساس درملنې، محلي تثبیت، خوندي انتقال، او د ولایتي روغتیايي کادرونو د منظمې روزنې په اړه مسلکي وړاندیز
د لیکنې هدف: د ناروغ ژوند ژغورل، د مرګ کچه کمول، او د وخت-حساس درملنې معیار پوره کول
محترماً؛
له لوی رب جل جلاله څخه ستاسو د صحت، توفیق او د ولس د خدمت په ستر امانت کې د لا ډېرو بریاوو دعا کوم. د شریعت له اعلی مقاصدو څخه د نفس ساتنه ده، او د طبابت رسالت هم د همدې مقصد د تحقق لپاره ستر نعمت دی. الله جل جلاله د انسان د ژوند د ژغورنې عظمت داسې بیان کړی دی:
سورة المائدة (5:32)
… وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا
ژباړه: څوک چې یو نفس وژغوري، داسې ده لکه ټول انسانان یې وژغورل.
له همدې کبله، په هغو ناروغیو کې چې وخت پکې د ژوند او د بدن د اعضاوو د ژغورنې بنسټ وي، هر ډول بېځایه ځنډ د خطر د زیاتېدو او د عوارضو د پراخېدو سبب ګرځي.
زما په اند حاکمیت او امانت لازم او ملزوم دي (مسوولیت او حسابورکونه). الله جل جلاله فرمایي:
«إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ…» (الاحزاب 33:72) — د امانت د دروندوالي ښکاره اشاره.
محترم وزیر صاحب!
د یوې واقعي کلینیکي پېښې له خبریدو وروسته، د سیسټم د پیاوړتیا او د معیارونو د تثبیت په نیت لاندې طبي–مسلکي لیکنه او وړاندیز ستاسو حضور ته وړاندې کوم. د دې لیک موخه د فردي ملامتۍ طرح نه ده؛ بلکې د پروتوکول، نظم، روزنې او ارجاعي شبکې د لا ښه کولو لپاره یو مسلکي وړاندیز دی.
د وړاندیزونو بنسټیز هدف: د روغتیا وزارت د پالیسۍ او منجمنټ پیاوړتیا
۱) پالېسي (Policy)
یعنې د ادارې/وزارت رسمي تګلاره، اصول، مقررات او عمومي چوکاټ چې پرې پرېکړه کېږي: څه باید وشي او ولې باید وشي؟
په بل عبارت:
د پالېسۍ کار: لوری ټاکل، معیار جوړول، قانوني/اداري بنسټ جوړول، اولویتونه معلومول
او دا ځکه چې د مرګ او ژوند بحث دی. دقیقې او ثانیې هم حیاتي ارزښت لري.
۲) منجمنټ/مدیریت (Management)
یعنې عملي اداره کول او تطبیق—دا چې پالېسي څنګه په عمل کې اجرا او تطبیق شي: څنګه، څوک، کله، په کومو وسایلو، او په کومه بودیجه.
اوس راځو اصل موضوع ته
۱) د پېښې لنډ کلینیکي بیان (Clinical Summary)
یو شاوخوا ۷۰ کلن ناروغ د شدید سینې درد له شکایت سره د خوست په یوه روغتیايي مرکز کې حاضر شوی. ناروغ د Cath Lab ارزونې ته انتقال شوی، انجیوګرافي ترسره شوې، او وروسته د مداخلوي کارډیولوژي له متخصص سره د مشورې پر بنسټ د انجیوپلاستي/PCI لپاره کابل ته د ناروغ د انتقال وړاندیز شوی. د خوست–کابل ترمنځ د انتقال اټکلی وخت شاوخوا ۵ ساعته اټکل شوی.
۲) علمي–پتالوژیک اصل: وخت، اکسیجن، د زړه عضله، نکروز او CNS
په دې عمر کې د شدید سینې درد تر ټولو لوړ خطر لرونکی احتمال حاد کرونري سنډروم دی، په ځانګړي ډول STEMI یا لوړ خطر NSTEMI. په دې حالت کې د زړه عضلې ته د وینې او اکسیجن رسېدنه ناڅاپه کميږي او لاندې پړاوونه رامنځته کېږي:
ایسکیمیا (Ischemia): د اکسیجن کمښت د حجراتو انرژي (ATP) راکموي؛ د انقباض ځواک کمېږي او د خطرناکو اریتمیاوو (VT/VF) احتمال لوړېږي.
نکروز/انفارکت (Necrosis/Infarction): که ریپرفیوژن (د بند شریان بېرته پرانیستل) ژر ترسره نه شي، حجراتي زیان له بېرتهګرځېدونکي حالت څخه غیر قا بل برگشت حالت ته اوړي؛ د انفارکت ساحه پراخېږي، د زړه د پمپ توان کمیږي او د شاک خطر زیاتېږي.
د CNS اغېز: د زړه د پمپ کمزوري او اریتمیاوې د مغز د وینې رسېدنه کموي؛ پایله یې د بېهوښۍ، ګډوډۍ (Delirium)، او آن د هایپوکسیک–ایسکیمیک دماغي زیان احتمال دی—په ځانګړي ډول په لوړ عمر کې.
لنډه نتیجه: په داسې پېښو کې هره دقیقه د زړه د عضلې د ژغورنې معنا لري؛ اوږد انتقال او ځنډ د نکروز د پراخېدو او پیچلتیاوو خطر زیاتوي او د مرګ سبب ګرځي، لکه په خوست کې چې دا غمبزه پېښه وشوه.
۳) د اکسیجن هدفمند استعمال (Targeted Oxygenation)
اکسیجن باید د کلینیکي اړتیا او د اشباع (SpO₂) پر بنسټ ورکړل شي؛ یعنې په واضح هایپوکسیمیا، تنفسي ستونزه، یا د شاک په نښو کې اکسیجن حیاتي ارزښت لري. موخه باید هدفمند اکسیجناسیون وي، څو فزیولوژیک توازن وساتل شي او درملنه د شواهدو مطابق پر مخ ولاړه شي.
۴) د عملي مدیریت وړاندیز: محلي تثبیت، د وخت سپما، بیا خوندي انتقال
په شکمنو ACS/STEMI حالاتو کې د مدیریت بنسټیز اصول:
الف) عاجل تثبیت په محل (Stabilization)
ABCDE، حیاتي نښې، مانیټرینګ، وریدی لاین، د درد/اضطراب کنټرول
د اریتمیا او شاک ژر تشخیص او سمدستي مدیریت
عاجل ECG او د خطر طبقهبندي
د ضد-پلېټلېټ/ضد-لخته او اړوند لومړني اقدامات د موجودو معیاري پروتوکولونو مطابق، د منع/احتیاط په رعایت
ب) د ریپرفیوژن پرېکړه د “وخت” پر محور
که Primary PCI په معیاري وخت کې د شبکې له لارې عملي کېدلای نه شي، باید د بدیلو ستراتیژیو ارزونه (د امکاناتو، منع مواردو، او پروتوکول مطابق) د بېځایه ځنډ پرته وشي، څو د “طلايي وخت” فرصت ضایع نه شي.
ج) له تثبیت وروسته خوندي انتقال
کله چې ناروغ په خوست کې کلینیکي ډول تثبیت شي او د انتقال خطر راکم شي، بیا دې کابل یا لوړ مرکز ته منظم او خوندي انتقال ترسره شي—خو په داسې طرحه چې د ریپرفیوژن له وخت-حساس معیارونو سره ټکر و نه کړي.
دلته د شریعت یو مهم اصل هم د خطر مخنیوی او د ځان هلاکت ته نه غورځېدل دي، چې د درملنې د پرېښودلو او یا بېځایه ځنډ په شان پرېکړو کې مستقیمه عملي اشاره لري:
سورة البقرة (2:195)
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ
مانا: خپل لاسونو سره ځان هلاکت ته مه غورځوئ.
(فقهي استفاده: د مرګ خطر کې د علاج او احتیاطي اقدام پرېښودل ناسم کېږي.)
۵) د سیسټم د اصلاح لپاره مشخص وړاندیزونه (Policy & Training)
۱) د ACS/STEMI لپاره ملي او ولایتي معیاري مسیر (Standardized Pathway)
Door-to-ECG، FMC-to-decision، FMC-to-reperfusion وختونه ثبت او څارل
واضح الگوریتم: کوم ناروغ عاجل ریپرفیوژن ته، او کوم ناروغ تثبیت + انتقال ته اړتیا لري
۲) ټیلی-کاردیولوژي/چټکه مستنده مشوره (Tele-consult)
د ECG او کلینیکي معلوماتو پر بنسټ عاجله مشوره
د پرېکړې لیکلی ثبت (time-stamped decision note)
۳) منظمې روزنې (Regular CME) په ولایتونو کې
د ولایتي ډاکټرانو، نرسانو او ایمبولانس ټیمونو لپاره دوراني ورکشاپونه
Simulation-based تمرینونه (VF/VT، Shock، CPR، STEMI pathway)
چکلېسټونه او لنډ لارښودونه د بیړني څانګې او داخله وارډ لپاره
۴) کیفي ارزونه (Clinical Audit) بې له شخصي ملامتۍ
د هرې پېښې د وختونو او پرېکړو تحلیلي ارزونه
اصلاحاتي فیډبک، زدهکړه، او د شبکې تدریجي پیاوړتیا
۶) پایله او غوښتنه
محترم وزیر صاحب!
دا لیک د تعلیم، اصلاح او معیار جوړونې په نیت وړاندې شو. که مونږ د وخت-حساسو ناروغیو (لکه ACS/STEMI) لپاره ولایتي شبکې پیاوړې کړو، محلي تثبیت معیاري کړو، او منظمې روزنې جاري وساتو، نو ان شاءالله د ولس ژوند به ژغورل کېږي او د نظام د روغتیايي خدمت اعتبار به لا پیاوړی شي.
عالیقدر وزیر صیب!
د علمي، مسلکي او مسوولیتپذیر ټیم جوړول د امانت غوښتنه او د حاکمیت مکلفیت او مشروع ساتنه ده.
حاکمیت او امانت دایمي نه پاتې کېږي، خو د تاریخ حافظه تل ژوندۍ پاتې کېږي. که حکومت او امانت د لازم او ملزوم په څېر عملي شي، تاریخ به تاسو هم د یو متقي، میړني او خلکو ته د خدمتګار وزیر په توګه یاد کړي—په ځانګړي ډول که د سید جمالالدین افغان د فکر په رڼا کې د ولس د خیر چارو لپاره یو علمي بنسټیز چاپېریال جوړ شي.
زمونږ یو افغان ورور او ښونکی علمې شخصیت ابن سینا بلخې واې:
تا به دانجا رسید دا نش من
که بدا نم همی که نا دا نم
د ابنسینا د شعر تعبیر زما په اند:
ریښتینی عالم هغه نه دی چې ځان بشپړ پوه وبولي
بلکې هغه دی چې د خپلې ناپوهۍ حدود وپېژني
ځکه د ناپوهۍ ادراک، د پوهې دروازه ده
د کونړ د سیند د اوبو او بندونو د جوړولو حقوقې، نړیوال، ملي او شرعي منل شوی حق
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.