مقدمه:
بلوچستان یوه غرنۍ او صحرایي سیمه ده، چې په پاکستان سربېره د ایران او افغانستان ټولټال ۵۰۰ زره کلیومتره مربع مساحت په بر کې نیسي؛
که څه هم د بلوچستان مساحت د پاکستان د ګرده مساحت ۴۳ سلنه تشکیلوي، خو نفوس یې ۱۳ میلیونه دی او د پاکستان د ۲۰۷ میلیوني نفوس ۵ سلنه بللی کېږي؛ نو له همدې امله د بلوچستان اوسېدونکي په سوله ایز ډول له خپلو حقوقو نه، په فدرالي حکومت کې دفاع هم نه شي کولای.
په بلوچستان کې د ګوادر بندر او د سرو زرو، مسو، ګازو او نورو طبیعي زېرمو پرېمانه شتون دغه سیمه د جیوپولټیکي سیالۍ په مرکز اړولې؛ له دومره پرېمانه طبیعي زېرمو سره سره د دغې سیمې ۷۰ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي او بلوڅان د اوسني چور و تالان مسؤل پنجاب او چین ګڼي.
بلوڅان په ټوله کې په ۱۸ قبیلو وېشل شوي؛ مري، بختي/ بګټي او منګل یې لوی قامونه دي، د قبیلې مشري یې سردار، نواب او خان کوي او له تاریخي درکه د بلوچستان سیاسي جوړښت د کلات د خانانو نفوذ ته په پام رامېنځته شوی.
بلوچستان د مستونګ د معاهدې پر بنسټ په ۱۸۷۶ زېږدیز کال کې د برېتانیې تر قیمومیت لاندې راغی؛ خو کله چې برېتانیا د هند له نیمې وچې پښې سپکې او د پاکستان موجودیت اعلان کړلی شو، د میر احمد خان احمدزي په نوم د کلات یوه خان هماغه مهال ـ ۱۹۴۷ د اګست ۱۵ د بلوچستان خپلواکي هم اعلان کړه.
خان یوازې څو میاشتې خپلواک پاتې شو، پاکستان له آزاد بلوچستان سره مخالفت وکړ او بیا یې د ۱۹۴۸ زېږدیز په اګست کې د زور له لارې اشغال او په ځان پورې وتاړه.
د کلات د خان ورور ـ شاهزاده عبدالکریم خان احمدزي افغانستان کې پناه واخیسته او د خوا او شا ۱۰۰ افغان او بلوچستاني بلوڅو سره یې د پاکستان پر وړاندې چریکي جګړه پیله کړه؛ مقاومت لنډمهاله او محدود وو، خو په عامه اذهانو کې یې د پاکستان د پوځ له تاوتریخوالي او ظلمونو نه دایمي اغېز پرېښود.
لکه څرنګه چې د بلوڅو ملي قیام نږدې یوه پېړۍ مخینه لري، اما له دې سره سره نن سبا د پاکستان حکومت له دې پرته چې کوم اسناد وړاندې کړي، هند او افغان طالبان د بلوڅانو د وسله والې مبارزې ملاتړي بولي او پخپلو ادبیاتو کې په بلوڅانو سربېره د پاکستاني طالبانو ملي قیام ته د هندوستان او یا د خوارجو فتنې نومونه کاروي.
د یوه یونټ پلان او د پنجاب پر ضد د مبارزې دوام:
په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې د پاکستان فدرالي حکومت د مذهب محوره وحدت د تامینولو په نیت په وزیرستان او بلوچستان کې د یاغیانو د ځپلو لپاره د یوه یونټ په نوم پلان تطبیق کړ او د همدې پلان له مخې یې په بلوچستان د یوه برید په ترڅ، خو ډېر وروسته یعني د ۱۹۵۸ زېږدیز کال په اوکتوبر کې د کلات خان ونیو؛ خو د پاکستان برید بلوڅي لویو قامونو؛ مري، منګل او بګټيو ته د پاکستان پر وړاندې د اتحاد انګېزه ورکړه او بیا هغه وو، چې د یحیی خان د ولسمشرۍ دوره کې د یوه یونټ پلان ملغی او په ۱۹۷۰ زېږدیز کال کې بلوچستان داخلي خودمختاري ته ورسېد.
د ۱۹۷۲ زېږدیز کال په ټاکنو کې ذوالفقار علي بوټو له بلوچستان پرته په ټول پاکستان کې ګټونکی اعلان شو او په بلوچستان کې ملي عوامي ګوند د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره محلي حکومت تشکیل کړ؛ بوټو په ۱۹۷۱ زېږدیز کال کې د پاکستان د تجزیې او د بنګله دېش په خپلواکۍ کې د ملي عوامي ګوند د رول لرلو له امله لومړی نظامي حکومت اعلان، وروسته یې د بلوچستان محلي حکومت منحل او بیا ترې ټول حکومتي مشران زنداني کړل.
په ۱۹۷۴ زېږدیز کال کې بلوڅو ناسیونالیستانو وسله والې مبارزې ته مخ او د ترانسپورتي لارو په بندولو سره یې پنجاب ته د ډبرو سکرو په لېږد کې خنډ جوړ کړ؛ د دوی د وسله والې مبارزې پیل ګڼ لاملونه درلودل، چې له هغوی نه یې ځینې دادي:
د نظامي حکومت اعلان، د بلوڅو ګوندونو د څنډې ته کولو په پار د ۲۰۰۲ زېږدیز کال ټاکنو کې درغلۍ، رزمي او سیاسي سټېج ته د پښتنو کتلوي داخلېدنه او همدارنګه د چین له لوري د ګوادر بندر اعمار.
د پاکستان د نظامي حکومت پر وړاندې د بلوڅو له لوري د جګړې د فشار راکمولو لپاره د یاد هېواد پوځ له سیمه ایزو متحدینو، سرحدي ځواکونو او آی. ایس. آی سره په همغږي شویو عملیاتو کې د بلوڅ بېلتونپالو اختطاف، ترور او اعدام ته مخه کړه، چې د بلوڅو د نادولتي سازمان د راپور پر بنسټ تر ۱۵۰۰۰ د ډېرو کسانو د مرګ و ژوند درک نه دی لګېدلی.
پاکستان په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د تروریزم ضد یو بل عملیات هم ۱۷ مادو کې اعلان کړل؛ په دغه پلان کې د یاغیانو صحرایي اعدام، د نظامي محاکمو فعالېدل، د تروریزم د مالي سرچینو له مېنځه وړل، محلي حکومتونو ته له مخالفینو سره د مذاکراتو لپاره د صلاحیتونو اعطاء او د افغان کډوالو جبري ستنېدنه شامل وو.
د پاکستان له اړخه د بلوڅ آزادي غوښتونکو پر وړاندې د همغږو شویو عملیاتو کې ناکامي د پاکستان د ملکي حکومت او پوځ ترمېنځ د اختلافاتو په رامېنځته کولو کې تر ټولو ډېر رول درلود؛ د پاکستان پوځ د بلوچستان د ستونزې په حل کې تر ملکي حکومت د ځان ظرفیت ډېر بولي او دمګړۍ د یادې سیمې په اړه د سیاست ټولې بنسټیزې کرښې د همدې پوځ له خورا راکښلي کېږي؛ خو په عمده ډول د دوی ټول تمرکز پر دوو ټکیو دی:
۱ـ په بلوچستان کې د نفوذ او نهایتاً د بنګله دېش د سناریو د نه تکرار په موخه د افغانستان او هند د نږدې والی او واحدې جبهې د ایجاد مخنیوی.
۲ـ د ملي حاکمیت د پاشلو شویو ټوټو د بیا پیوندولو په نیت له مذهب نه د یوې وسیلې په توګه هر څومره ډېر کار اخیستل؛ د پوځي صاحب منصبانو په ذهن کې د همدې دودیز تفکر شتون ددې خنډ ګرځي، چې دوی دې د مذهبي افراطیت او تروریزم پر وړاندې اغېزمن اقدام ترسره کړي.
د بلوچستان په حساسو برخو؛ د بېلګې په توګه: پولو، کاني ساحو او ګوادر کې لاندني حکومتي ارګانونه ځای پر ځای شوي:
د پوځ ۱۲ ګڼه فرقه، حربي ښوونځی، استخبارات، د هوایي ځواک ۳۱ یونټ او د پوځ ۵۰ زره سیمه ایز وسله وال؛ پر دې سربېره بلوچستان د پاکستان د هستوي وسلو د مخنیوي ستراتیژیک مرکز هم بللی کېږي؛ په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې یې چاغي اولسوالي کې اتومي ازمایښتونه ترسره کړل، چې وړانګو یې لوی کندهار هم اغېزمن کړ او همداسې:
له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۲ زېږدیز کال پورې د بلوچستان شمسي هوايي ډګر په افغانستان کې د هوایي بریدونو لپاره له سي، آی، اې او آیساف ځواکونو سره وو.
په څرګنده په بلوچستان کې د پاکستان د پوڅ او استخباراتو له قدرتمند حضور سره سره د بلوڅ آزادي غوښتونکو د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جنوري د ۳۰ بریدونه هغه څه وو، چې له پاکستان سره سره یې نږدې ټوله نړۍ حیرانه کړه.
د پاکستاني استخباراتو نفوذ او د بلوڅ مقاومت صفونو کې درز:
که څه هم په بلوچستان کې بلوڅ، پښتانه، هزاره او پنجابیان ـ ټول ژوند کوي؛ خو د بلوڅو وسله وال مقاومت د خپلو قومي او جغرافیوي جوړښتونو او همدارنګه د پاکستان د حکومت پر وړاندې د عملیاتي تکنیکونو له مخې په بېلابېلو ډلو وېشلی شوی دی، چې تر ټولو ځواکمنه هغه یې د بلوڅ خپلواکۍ پوځ دی او د مري قوم تر ۳۰۰۰ ډېر جنګیالي لري؛ د بلوڅ خپلواکۍ پوځ رهبر ـ ایربیار مري نومېږي، چې د خپل ورور ـ بلاچ له ترور وروسته انګلستان ته کډوال او اوس د یوه خپلواک بلوچستان لپاره مخفي فعالیتونه کوي؛ خو دمګړۍ ددې ډلې د لومړۍ کرښې قومانداني، بشیر زېب پرمخ وړي.
د بلوڅ مقاومت یوه بله ډله بلوڅ جمهوري پوځ نومېږي او رهبر یې براحمداغ بګټي دی؛ دی د نواب اکبر بګټی لمسی او په زوریخ کې د یوه مهاجر په توګه ژوند کوي.
د خالد خراساني په رهبرۍ د جماعت الاحرار ډله د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د برید له مسؤلیت منلو وروسته خورا اوڅاره شوه؛ په هماغه کال له ټي. ټي. پي نه جلا او داعش ته ولاړه؛ خو خالد خراسانی د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په جولای کې په افغانستان کې د امریکا د ډرون یوه برید کې ووژل شو.
د لشکر جنګوي په نوم یوه بله ډله هم شته، چې له داعش او جماعت الاحرار سره ورته د تشیع ضد عقیدوي دریځ لري؛ خو په ټوله کې ځینې داسې نخښې شته، چې که پاکستاني استخبارات د داعش او جماعت الاحرار ډلې په پاکستان کې دننه د ناسیونالیستانو او په افغانستان کې د افغان طالبانو پر ضد کاروي، نو سپاه صحابه پاکستان او د هغوی ځایناستي اهل السنت و الجماعت بیا په اتیایمه لسیزه کې د همدې استخباراتو له خوا د پاکستان په شیعه اقلیت د ایران د نفوذ د دفع کولو لپاره ایجاد او حمایت شوي دي؛
د آی. ایس. آی د یوه مخکېني افسر د اعتراف پر بنسټ پاکستان په پورتنیو دوو ډلو سربېره لشکر جنګوي هم د خپل یوه متحد په توګه یادوي، ځکه د هغوی فعالیتونه د کنترول وړ وو؛ خو د ۲۰۰۳ زېږدیز کال په جولای کې په شیعه وو برید پر دې لښکر د استخباراتو باور تر پوښتنې لاندې راووست.
که څه هم د بلوڅو ملي مقاومت د هغوی د رهبرانو د ترور له امله د یوې داسې واحدې قوماندې له نشتون سره مخ دی، چې پر یوه محور د بېلابېلو فراکسیونونو د رایوځای کولو ظرفیت لري؛ نو د تصمیم نیونې د مرکزیت دا نشتون ددې هم سبب ګرځېدلی، چې د پاکستان حکومت د بلوڅانو د مذاکراتي لوري په پېژندنه کې له ستونزې سره مخ شي.
د بلوڅانو او پښتنو د کنترول لپاره له اسلام نه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستنه:
له دې سره سره چې بلوڅان معتدل مسلمانان او د حنفي مذهب پیروان دي، خو د پاکستان امنیتي ارګانونو له افراطي اسلامي ډلو نه د بلوڅانو د قیام په مدیریت او کنترول سربېره د هغوی د ځپلو او ترمېنځ یې د سیاسي بې اتفاقۍ د رامېنځته کېدنې لپاره هم کار اخیستی.
له اسلام نه د یوې وسیلې په توګه ګټه اخیستنه د ضیاءالحق پر مهال راپیله او مشرف دا پالیسي تعقیب کړه؛ آی. ایس. آی په بلوچستان کې زرګونه سلفي مدرسې جوړې او په پایله کې یې دې جریان ته لشکر جنګوي او داعش ته ورته ګڼې رادیکالې نورې ډلې هم ورننوتې؛ نواب خیر بخش مري په پاکستان پورې اړوند د مذهبي افراطیت نفوذ ته داسې غبرګون وښود:
زه کولای شم د یوه خوګ ترڅنګ واوسېږم، خو نه د یوه افراطي پنجابي په څنګ کې.
مګر د بلوڅانو د قیام د اسلامي کولو سیاست ددې سبب وګرځېده، چې په جهادي جذباتو کې د طرفینو ترمېنځ تعادل رامېنځته او وضعیت د پاکستاني مقاماتو له کنترول نه ووځي.
له ۲۰۱۴ زېږدیز کال نه وروسته د داعش نوم د ګڼو ځانمرګو بریدونو په ځانکړې توګه د شیعه ګانو پر وړاندې د خبرونو په سر کې وو.
د بلوچستان په شمال کې د مدرسو او وسله والو سلفي ډلو لویې کتلې د داعش د ودې لپاره زمینه سازي کړې؛ داعش له همدې موقع نه په ګټه اخیستنې سره د خپل جهاد لمن دمګړۍ آن تر افغانستان او شیعه ایران پورې غځولې؛ پر دې سربېره دا ډله ایران کې له ایراني بلوڅانو نه چې یو ډول نه یو ډول په پاکستان کې ملاتړ لري، ګټه اخلي او جندالله یې یوه څرګنده بېلګه ده.
د بلوچستان اړوند د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو دریځونه:
بلوچستان د پاکستان د قبایلي سیمې په خوا کې موقعیت لري؛ لکه څرنګه چې دا سیمه د سیستان بلوچستان له مسیره ایران او د بولان په مسیر د افغانستان کندهار ته رسېږي، پاکستان ته د ننوتلو د دروازو حیثیت لري؛ نو له همدې امله بلوچستان که له یوې خوا د ذکر شوي جغرافیوي جوړښت پر بنسټ د ټاپي؛ آی. پي او ورته نورو پروژو لپاره یو ايډیال موقعیت بللی کېږي، نو له بلې خوا د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق هغو سیمو کې هم راځي، چې د خورا ډېرو پام یې ور اړولی.
د بلوڅانو قیام د پاکستان او د ایران ـ دواړو هېوادونو لپاره په یوه لوی سرخوږي بدل شوی؛ د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په جنورۍ کې پاکستان او ایران د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په پټنځایونو بریدونه وکړل، په ایران کې د جیش العدل او جندالله ډلې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په توګه پېژندلې کېږي او داسې شواهد هم شته، چې پاکستان د جندالله ډلې مشران نیولي او ایران ته سپارلي دي.
اوسمهال بلوچستان په نړیواله کچه د جهاد د ودې او د بېلابېلو هېوادونو د ستراتیژیکو ګټو د تقابل د یو بستر حیثیت لري او چین، هند، ایران، سعودي عربستان او امریکا ـ هر یو پکښې د یوې پېښې په پنځولو سره خپلې خپلې ګټې تعقیبوي؛ خو که ځیر شو نو:
تر دغه مېنځ د بلوڅانو د قیام په تدریجي ځواکمنېدلو سره پاکستان داسې هیڅ تضمین ترلاسه نه کړلی شو، چې وروستۍ پایله دې پرې کنترول کړي:
۱ـ چین:
چین په نړۍ د اقتصادي سلطې درلودلو په پار سولې او آرام چاپېریال ته اړتیا لري او پر دې خورا ناخوښ دی، چې پاکستان له افراطیت او تروریزم نه د بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه کار اخلي؛ چین د سي کیانګ ـ ګوادر دهلېز کې د نږدې ۶۲ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د پاکستان موجودیت د خپلو ګټو لپاره لازم بللی؛ څرنګه چې چین د پاکستان د تجزیې مخالفت کوي، نو له همدې امله تر ډېره د بلوڅ غوښتونکو تر بریدونو لاندې هم راځي.
د بریکس غړو هېوادونو د ۲۰۱۷ زېږدیز کال اعلامیې کې په پاکستان کې لږ تر لږه لسو افراطي او تروریستي ډلو ته نغوته شوې، چې د چینایي ملکي وګړو په ترور سربېره افغانستان کې بریدونه کوي؛ په یاده اعلامیه کې د داعش پر وړاندې د افغان طالبانو اقدامات ستایلي شوي.
له شکه پرته په بلوچستان کې د بلوڅ آزادي غوښتونکو له لوري په چینایي وګړو او تاسیساتو بریدونه که چین له پاکستان نه امنیتي مرستې غوښتلو ته مجبوروي، نو د دوی دواړو د ډېر نږدېوالي سبب هم ګرځېدلي؛ خو د یادولو وړ ده چې چین هیله نه لري، پر پاکستان د فشار اچولو له لارې ځان په ښکاره د مذهبي راډیکالیزم دښمن معرفي کړي؛ ځکه د تروریزم پر وړاندې د چین ښکاره دښمني د یاد هېواد پر پروژو د تروریستي بریدونو د ډېرېدلو خطر زیاتولای شي.
۲ـ امریکا:
امریکا د بلوڅو او پښتنو د آزادۍ غوښتنې له داعیې سره د خپلو ګټو او حالاتو پر اساس برخورد کړی او دا برخورد تر ډېره په افغانستان کې د دوی د نظامي شتون پر مهال د پاکستان له فشار نه اغېزمن وو؛ امریکا د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو په پار که له یوې خوا له پاکستان سره میلیونونه ډالر مالي مرستې وکړې، نو له بلې خوا یې په بې شمېره ډرون بریدونو کې د ټي. ټي. پي خورا ډېر مشران هم په شهادت ورسول.
امریکا په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د پاکستان د استخباراتو په مرسته د بلوڅو د ملي قیام چګوارا ـ نوابزاده میر بخش خان مري هم په افغانستان کې په یوه هوایي برید کې شهید کړ؛ څرنګه چې امریکا په افغانستان کې د نظامي حضور پر مهال د پاکستان همکاري ته د شک په سترګه کتل او د یاد هېواد د دوه مخیتوب او منافقت له سیاست نه یې صحیح درک کړی وو، نو له همدې امله یې همالته د ځینو خپلواکي غوښتونکو او پاکستان ضد ډلو په ملاتړ پانګونه هم کړې وه، تر څو پرې د پاکستان حکومت تر فشار لاندې ولرلی شي.
ایران بیا بیا امریکا، برېتانیا او سعودي عربستان د جندالله، سپاه صحابه او لشکر جنګوي په ګډون د ایراني او پاکستاني بلوڅو په تجهیز او تمویل تورن کړي.
اوباما د ولسمشرۍ پر مهال په خورا ندرت له پاکستان نه خپله نارضایتي څرګندوله، خو ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې په صراحت سره اعلان وکړ چې:
پر دې نوره چوپتیا نه شو کولای، چې پاکستان د تروریستانو په پټنځایونو بدل شوی.
له هغې وروسته پاکستاني مقاماتو د ټرمپ د غوسې راکمولو په نیت څو چاپلوسانه مانورونه ترسره کړل، په کابل او کندهار یې د بمبارد اجازه ترلاسه او امریکا یې د پښتونخوا او بلوچستان په کانونو د پانګونې لپاره را وبلله.
امریکا د چین له لوري په بلوچستان له بشپړ کنترول نه وېره لري، ځکه په بلوچستان د چین تسلط په جیوپولټیکي منفي پایلو لرلو سربېره د امریکا په نظامي فعالیتونو د نظارت په موخه په عرب خلیج کې د غږ اورېدونکو وسایلو د نصب احتمال هم ډېرېږي؛ امریکا دمګړۍ حالات له نږدې نه څاري او په بلوچستان کې یې چین ته د ستونزو جوړولو په پار ورو ورو ځان هند ته نږدې کړی؛ له دې نه داسې ښکاري، چې د امریکا، هند او افغانستان ترمېنځ د یو ځای کېدلو طرح له امکان نه لرې نه ده؛ خو په ورته وخت کې امریکا د پاکستانیو چاپلوسو چارواکو د غفلت لپاره بلوڅ آزادي غوښتونکي د تروریستانو لېست کې هم شامل کړي.
۳ـ هندوستان:
که څه پاکستان په کندهار او سیستان کې د هند قونسلګرۍ د بلوڅ آزادي غوښتونکو په تجهیز او تمویل تورنوي، خو پر هندوستان سربېره یادې ادعاوې افغانستان هم رد کړې؛ بلوڅ دیاسپورا په برېتانیا، امریکا او فرانسه کې داسې فعاله انجمنونه لري، چې هڅه کوي هند د بلوچستان د آزادۍ له داعیې نه ملاتړ وکړي؛ خو هندوستان د آزاد بلوچستان له داعیې نه په دفاع کې له دې امله خورا محتاط دی، چې هسې نه ایران سره په ستونزه واوړي؛ له هندوستان سره د ایران مخالفت به د هندوستان د چاه بهار بندر هغه پروژه تر پوښتنې لاندې راولي، چې یاد هېواد د افغانستان له لارې له مرکزي آسیا او روسیې سره نښلوي؛ خو څرنګه چې د هندوستان د چاه بهار د ترانزیت پروژه د چین د سي کیانګ ـ ګوادر له دهلېز سره په څرګنده سیالۍ کې ده، نو ځکه هندوستان د بلوڅانو د آزادۍ داعیې کې یو نه یو ډول ځان ښکېلوي؛ د هندوستان له لوري له بلوڅو آزادي غوښتونکو نه دفاع د چین د سي. پي. او. سي پروژې د ودې د مخنیوي سبب هم ګرځېدلی او بله دا چې هندوستان غواړي، په بلوچستان کې د پاکستان په مصروفولو سره له کشمیر نه د یاد هېواد پام پر بله کړي؛ خو په واقعیت کې په بلوچستان کې د هندوستان مداخله په هغومره کچه نه ده، لکه څومره چې یې پاکستان ادعاء کوي.
د بلوچستان د آزادۍ له داعیې نه په دفاع کې د هندوستان مداخله د جګړیزې هغې پر ځای تر ډېره استخباراتي او سیاسي ده؛ هندوستان په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د پاکستان پر ضد نړیواله جزائي محکمه کې د بلوڅ جمهوري پوځ له شکایت نه ملاتړ ترسره او په ۲۰۱۶ زېږدیز کې یې براحمداغ بګټي ته بلنه ورکړه، چې د یوه جلاوطنه حکومت مشري په غاړه واخلي.
د ۲۰۱۶ زېږدیز کال په سپټمبر کې د هندوستان ولسمشر ـ مودي د ۲۰ زره بلوڅو د ورک کېدلو دوسیه د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو شورا ته وسپارله او د همدې کال په اګست ـ د هندوستان د خپلواکۍ ورځې نمانځغونډه کې یې پاکستان ته په دې تورو یو قاطع پیغام ورکړ:
نور ددې وخت رارسېدلی، چې پاکستان د بېګناه بلوڅو له وژنې نه لاس واخلي او د هغوی مشروع غوښتنو ته ځواب ووايي.
د بلوڅو او پښتنو مشترک برخلیک:
میر نصیر خان بلوڅ له احمد شاه دراني سره په سخته جګړه واووښت او بیا دا جګړه د میر نصیر خان بلوڅ په ماتې پای ته ورسېده؛ نصیر خان بلوڅ له جګړې وروسته تسلیم او په خوا او شا ۲۰ زره بلوڅو جنګیالیو یې د پاني پت جګړه کې له احمد شاه دراني سره کومک وکړ.
د ۱۹۴۸ زېږدیز کال په اپرېل کې د افغانستان بلوڅو د لومړني ځل لپاره د کریم خان احمدزي په مشرۍ د پاکستان پر ضد ملي قیام ترسره او د یوه خپلواک بلوچستان د درلودلو د شعار ویاړ یې وګاټه.
اوسمهال د بلوچستان د نفوس خورا لویه برخه پښتانه جوړوي؛ د پاکستان د حکومت د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د سانسور شوې احصائیې له مخې په یاده سیمه کې ۵۲ سلنه بلوڅان، ۳۶ سلنه پښتانه او ۳ سلنه پنجابیان اوسېږي؛ خو د ملي عوامي ګوند رهبر ـ محمود خان اڅګزی د حکومت یاد ارقام نه مني او کلات د خان د ۱۹۷۷ زېږدیز کال د فرمان په استناد یې زیاته کړې چې:
په بلوچستان کې ۵۰ سلنه بلوڅ، ۴۰ سلنه پښتانه او ۱۰ سلنه کډوال ژوند کوي.
د اڅګزي په خبره د نیمې پېړۍ په تېرېدلو سره، اوسمهال د پښتنو نفوس تر ۵۰ سلنه هم ډېر شوی دی.
د ۱۹۷۲ زېږدیز کال په ټاکنو کې ذوالفقار علي بوټو له بلوچستان پرته په ټول پاکستان کې ګټونکی اعلان شو او په بلوچستان کې ملي عوامي ګوند د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره محلي حکومت تشکیل کړ؛ بوټو په ۱۹۷۱ زېږدیز کې د پاکستان د تجزیې او د بنګله دېش په خپلواکۍ کې د ملي عوامي ګوند د رول لرلو له امله لومړی نظامي حکومت اعلان، وروسته یې د بلوچستان محلي حکومت منحل او بیا ترې ټول حکومتي مشران زنداني کړل.
د بلوچستان پښتانه د ډیورنډ فرضي کرښې تر څنګ د افغانستان له کندهار او هلمند ولایتونو سره نږدې ژوند کوي؛ د بلوچستان د شمال پښتانه ملي ګرا ګوندونه خپله خاوره د جنوبي وزیرستان په طبیعي امتداد کې ګڼي او په ځینو وختونو کې یې د ټي. ټي. پي له وسله والې مبارزې نه ملاتړ هم کړی؛ خو که د جماعت الاحرار غوندې ځینې ډلې وې او شته، چې د بلوچستان په شمال او خیبر پښتونخوا کې د اسلامي خلافت د رامېنځته کولو خوبونه لري؛ نو لکه د جمعیت علمای اسلام، ملي عوامي او ورته نور ملي او مذهبي داسې حزبونه هم شته، چې بلوچستان د پاکستان برخه بولي او ځانونو ته یې د سیاسي او پارلماني مبارزې لاره ټاکلې.
له ۲۰۰۱ زېږدیز کال نه راوروسته له افغانستان نه بلوچستان ته د پښتنو او له بلوچستان نه د پاکستان لویو ښارونو ته د بلوڅانو مهاجرت په بلوچستان کې د پښتنو تله درنده کړې او دمګړۍ پښتانه د بلوچستان په پلازمېنه ـ کويټه کې اکثریت بللي کېږي؛ څرنګه چې په بلوچستان کې بلوڅو مبارزینو د پښتنو او پنجابیانو په پرتله د خپل نفوس کمښت درک کړی، نو له همدې امله له نورو ډلو؛ د بېلګې په توګه: د سند د خپلواکۍ جبهې او… سره د یوه سیاسي ایتلاف په بڼه نږدې شوي هم دي.
په افغانستان کې د نړیوال نظامي ایتلاف د شتون پر مهال که څه هم افغانستان او پاکستان ترې انکار کاوه، خو افغان طالبانو په کویټه او بلوڅ جنګیاليو په کندهار او کابل کې پناه اخیستې وه.
د افغانستان لپاره د بلوچستان جیوپولټیک ارزښت:
بلوچستان د افغانستان لپاره د لاندنیو لاملونو پر بنسټ حیاتي جیوپولټیک ارزښت لري:
۱ـ له افغانستان سره جغرافیوي نږدې والی:
د ډیورنډ فرضي کرښې له ۲۶۷۰ کیلومترو نه نږدې ۸۰۰ کلیومتر د افغانستان او بلوچستان ترمېنځ غځېدلې؛ د افغانستان د حکومتونو له لوري د ډیورنډ کرښې رسمي نه منل کېدل په اوتوماتیک ډول بلوچستان، پښتونخوا ته ورته د افغانستان د ارضي داعیې تر سیوري لاندې راولي.
۲ـ د افغانستان سپین بولدک او هغې غاړې ته د بلوچستان چمن د افغانستان یو مهم سوداګریز بندر او اقتصادي شریان بللی کېږي.
۳ـ پښتانه د بلوچستان د نفوسو په ترکیب کې تر ۵۰ سلنې ډېر ګڼلي شوي، تقریباً ټول یې همدلته د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې ژوند کوي او لکه د پښتونخوا غوندې یې د افغانستان او بلوچستان ترمېنځ نه پرې کېدونکې قومي، تاریخي او سیاسي اړیکې رامېنځته کړې دي.
۳ـ پښتانه د بلوچستان د اقتصاد د کلیدي سکتورونو واکداران دي او د پنجاب پر ضد یې په ټولو جګړو کې هم مېړانه ښودلې؛ ټي. ټي. پي په بلوچستان کې په عملي ډول د پاکستان پر ضد په ګڼو عملیاتو کې د بلوچستان د خپلواکۍ داعیې له دفاع سره یو ځای شوې ده.
۴ـ له افغانستان سره د بلوچستان د یو ځای کېدلو پر مهال په وچه کې راګیر هېواد ـ افغانستان د ګوادر بندر له لارې اوبو ته لاره موندلای او یا لږ تر لږه له خپلواک بلوچستان سره د یوه تفاهم پر مټ د یوه سیندیز دهلېز د مالکیت امتیاز ترلاسه کولای شي.
په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې د روسانو له خوا د افغانستان اشغال ګرمو اوبو ته د رسېدلو په نیت وو او ببا را وروسته د شوروي له پلان نه په ګټې اخیستنې سره خلق دیموکراتیک، ملي عوامي او نورو ګوندونو او حکومتونو هم د بلوڅو او پښتنو له داعیې نه دفاع د خپلې مبارزې په سر کې ځای کړي وو او دي.
شوروي که هاغه مهال پخپلو پوهنتونونو کې د بلوڅو او پښتنو د سیاسي کادرونو د روزنې لپاره سهمیې ټاکلې وې، نو اوس هم هماغه تعامل لا شته او پر دې سربېره یې مارکسیسزم ته د ور مات ـ د بلوڅو جمهوري پوځ مالي او تسلحیاتي مرسته هم کوله.
د روسیې له لوري د افغان طالبانو په رسمیت پېژندنه کې تر نورو را وړاندې کېدل د افغانستان اړوند د شوروي اتحاد د هماغه سیاست دوام کېدلای شي، چې غوښتل یې ګرمو اوبو ته پرې ځان ورسوي.
په اوسنیو حالاتو کې افغان طالبانو د بلوچستان په کورنیو چارو کې هر ډول مداخله رد کړې؛ خو همدا څه موده وړاندې د امریکا پر وړاندې د کویټې شورا په چوکاټ کې د افغان طالبانو د آزادۍ غوښتنې فعالیتونه هغه څه وو، چې په پاکستان کې د پښتنو/ ټي. ټي. پي او بلوڅانو لپاره د الهام سبب وګرځېدل.
خپلواکي او که له افغانستان سره یو ځای کېدل؟
نن سبا تر ډېره بلوڅې ځواکمنې ډلې؛ د بېلګې په توګه: بلوڅ خپلواکۍ پوځ او… د یوه خپلوک بلوچستان خبره کوي او دا چاره په ښکاره له لوی افغانستان سره د بلوچستان یو ځای کېدل ردوي؛ د بلوڅ خپلواکۍ پوځ د مري قوم تر ۳۰۰۰ ډېر جنګیالي لري او رهبر یې ایربیار مري نومېږي، چې د خپل ورور ـ بلاچ له ترور وروسته انګلستان ته کډوال او اوس د یوه خپلواک بلوچستان لپاره مخفي فعالیتونه کوي؛ خو واقعیت دادی، چې د بلوڅانو ترڅنګ نورې مذهبي او ناسیونالیسي ډلې هم په ځانکړې توګه پښتانه د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره جنګېدلي او لویې لویې قربانۍ یې ورکړې دي.
له افغانستان سره د بلوچستان یو ځای کېدل او یا د بلوچستان د یوه خپلواک دولت تشکیل د یوه ریفرنډم له لارې د بلوچستان د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته تر ټولو اصولي حللاره بللې کېږي؛ په هر حال:
که چېرته له افغانستان سره د بلوچستان یو ځای کېدل له امکان نه لرې وبولو، نو بیا به هم د افغانستان په څنګ کې د بلوچستان د خپلواک دولت شتون د پاکستان د تجزیې د پیل او د لوی افغانستان د خوب رښتیا کېدلو ته نږدې وي.
پایله:
د سیمې د هېوادونو د جیوپولټیکو ګټو ترمېنځ تقابل، د متخاصمو ډلو ترمېنځ د جنایي، مالي او سیاسي ګټو ټکر، د پاکستان په واسطه د طبیعي زېرمو چور او تالان، پایداره فقر، د عامه خدماتو نشتون او د سیاسي اسلام ځواکمن موجودیت بلوچستان د پاکستان لپاره په یوه ساعتي بم بدل کړی او ددې بم، ریموټ د بلوچستان د آزادۍ غوښتونکو په لاسونو کې دی؛
اوس نو که چېرته پاکستان په منطقه کې د جیوپولټیک نفوذ په توګه د سیاسي اسلام له وسیلې جوړولو نه تېرېږي، له هندوستان سره د سیالۍ پوتنشیل له لاسه ورکوي او که چېرته له همدې اسلام نه لکه د پخوا غوندې پخپل بهرني سیاست کې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، د هېواد د امنیتي کنترول له ستونزې سره به مخ کېږي او د ګاونډیو غوسې به هم راپاڅوي.
افغانستان له اوږدمهالې جګړې نه د ورته پاتې ټپونو له مصروفیت سره سره کولای شي، په سیمه او یا تر هغې ور آخوا کې د یوه ستراتیژیک شریک په پیدا کولو په سیمه کې د قواوو د معادلې بدلون کې داسې رول ولوبوي، چې واقعبیني ته په ارتجاع او توهم او عقلانیت ته په احساساتو لومړیتوب ورکړي؛
افغانستان یوازې او یوازې د یوویشتمې پېړۍ له غوښتنو او اړتیاوو سره سم د عقیدوي سالمو باورونو ترمېنځ په سولې او جوړجاړي کولای شي، د لوی افغانستان خوب په حقیقت بدل کاندي.
سرچینې:
1.https://www.
2.https://www.la-croix.com/
3. https://fa.wikipedia.org/wiki:
4.https://www.bbc.com/afrique/
5.https://shs.cairn.info/
6.https://lediplomate.media/
7.https://lediplomate.media/
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.