په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې افغانستان ته د ژوند ژغورونکو تغذیوي مرستو د لېږد بهیر پیل شوی او د بشري مرستو له درېیو تمویل شویو الوتنو څخه لومړۍ هغه کابل ته رسېدلې ده.
د یادې استازولۍ په وینا، دغه بشري مرستې د UNICEF په همکارۍ ترسره کېږي او په ټولیز ډول به ۲۰ زره کڅوړې درملیز خوراکي (RUTF) افغانستان ته ورسول شي، څو د شدیدې حادې خوارځواکۍ له امله اغېزمنو ماشومانو درملنه وشي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې په هېواد کې د خوړو او تغذیې کمښت د اقتصادي بې ثباتۍ، د اقلیمي بدلونونو اغېزو او د مرستو د کمېدو له امله زیات شوی او میلیونونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د استازولۍ په خبره، دغه بیړنۍ مرستې به د یونیسف له لارې اړوندو بشري بنسټونو ته وسپارل شي، څو د زیانمنو ماشومانو درملنه بې ځنډه دوام ومومي، تر څو عادي اکمالاتي لارې بېرته فعالې شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.