د تودوښې د درجې لوړوالی او د نفوسو چټکې ودې د خوږو اوبو بحران رامېنځته کړی؛ ډېری هېوادونه او له دې ډلې نه برېتانیا هم د اوبو له کمبود سره مخ او وګړو ته یې تامین کې ستونزې لري؛ که چېرته کوم اقدام ترسره نه شي، انګلستان به تر ۲۰۵۵ زېږدیز کال پورې په ورځني ډول د ۵ میلیارده لېتره اوبو له کمبود سره مخ وي.
که څه هم د برېتانیا دولت له دغه حالت سره د مقابلې په نیت د اوږدمهاله حللارو؛ د بېلګې په توګه: ذخیرو جوړولو ته پلان ګذاري کوي، خو په ورته وخت کې دوی پر دې باور دي چې د اټکل شوي کمښت ۶۰ سلنه باید یوازې د اوبو په کم مصرف سره جبران کړلی شي؛ خو ولې د اوبو کم مصرف ته زموږ پام نه ور اوړي؟
موږ د یوې ورځې په اوږدو کې بیا بیا د اودس/ حمام کولو، د غاښونو د برس وهلو، پخلي، څښلو، لوښو وینځلو او… لپاره له اوبو نه ګټه اخلو، خو که ځیر شوي یو:
نو په خورا ندرت مو یې د ګټې اخیستنې اندازې ته پام ور اوړي؛ ځکه د اوبو مصرف تر ډېره ناخودآګاه او عادتي شوی؛ ډېری خلک نه پوهېږي، چې څومره اوبه مصرفوي؛ په برېتانیا کې په ۲۰۰۰ تر ډېرو لویانو د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې له دوی نه یې ۹۴ سلنو خپلې مصرفې شوې اوبه تر مصرفېدونکو هغو کمې ښودلې؛ د دوی له دریو نه دوه برخو یې فکر کاوه، چې کورنۍ یې د ورځې له ۶۹ لېترو نه کمې اوبه مصرفوي او له پینځو نه یې یوه برخه پر دې باور وو، چې تر ۱۹ لېترو نه ترې ډېرې نه مصرفېږي؛
خو په حقیقت کې د انګلستان او ویلز د هر اوسېدونکي د اوبو ورځنی منځنی مصرف له ۱۳۵ نه تر ۱۵۰ لېترو پورې دی او اوس د برېتانیا دولت غواړي، دا اندازه ۱۱۰ هغو ته را ورسوي او لکه څرنګه چې مو وړاندې ورته اشاره وکړه، دغه هدف ته د رسېدلو لپاره باید زموږ د اوبو د مصرفولو عادتونو ته بدلون ورکړو.
زموږ څېړنه په Surry پوهنتون کې پر دې موخه ترسره کېږي، چې خلک د اوبو مصرفولو د عاداتو اړوند یو ځلې بیا فکر وکړلای شي؛ په دې برخه کې یو ګټور چارچوب د میچي او همکارانو (۲۰۱۱) د چلند د بدلون COM- B ماډل دی، چې د اوبو د مصرفولو په عاداتو کې مو په درد خوري:
۱ـ قابلیت/ Capability: ډېری خلک نه پوهېږي، چې څرنګه پخپل ورځني ژوند کې لږې اوبه مصرف کړي.
۲ـ فرصت/ Opportunity: په ناخودآګاه/ عادتي ډول د چارو ترسراوی د صرفه جویي/ سپما د فرصتونو د له لاسه ورکولو سبب ګرځي؛ د بېلګې په ډول:
پر بدن د صابون وهلو پر مهال د اوبو بندول او یا د ګلدانیو لپاره په ګیلاسونو کې له پاتې شویو اوبو نه ګټه اخیستنه او… .
۳ـ انګېزه/ Motivation: خلک تر ډېره د وچکالۍ پر مهال اوبو ته پاملرنه کوي، خو په عادي شرایطو کې د سپما نخښې نه تر سترګو کېږي؛ نو ځکه یې د مصرف کمولو انګېزه هم راټیټه ده.
اوس چې د چلند په بدلون پوه شوو، نو د ګاردنر او همکارانو (۲۰۲۴) له څېړنې نه په استفادې داسې طرحه وړاندې کولای شو، چې د مصرفوونکو د رفتاري لید په شتون کې پورتني خنډونه له مخې لرې کړي:
۱ـ یو ساده ټایمر، اوبه ژغورلای شي:
د دغې چارې یوه ساده بېلګه د حمام کولو پر وخت له ډیجیټلي ټایمر نه ګټه اخیستنه ده؛ دغه آلې کولای شي د حمام په پیلولو سره تودوښه، رطوبت او همدارنګه غږ او حرکت تشخیص او هماغه شېبه غبرګون وښودلی شي.
د ګرځندویانو د استوګنې په شپږو ځایونو کې د پریرا دویل او همکارانو (۲۰۲۴) د یوې څېړنې له مخې یوازې د حمام کولو د وخت نندارې تر ۲۶ سلنې پورې د حمام کولو وخت راکم کړ؛ په دې مانا چې:
په یوه معمولي پینځه دقیقه یي حمام کولو کې به ۱۰ لېتره اوبه سپما شوې وي او کله چې دغه اندازه په سلګونو ګرځندویانو او کوټو کې ضرب شي، خورا پام وړ بدلون رامېنځته کېږي؛ دلته دویمي جالب ټکی دا دی، چې ددغې څېړنې ټول ګډونوال ګرځندویان وو یعني هاغه خلک چې:
د اوبو او برېښنا هیڅ مصارف یې نه ورکول؛ اوس نو که چېرته ټایمر کولای شي په ګرځندویانو کې د کم مصرف انګېزه ایجاد کړي، نو په غالب ګومان به همدا انګېزه په کورنیو خلکو کې د سپما لپاره تر هغوی ډېره رامېنځته کړلای شي؛
ځکه ټایمرونه خلک له عادتي حالت نه راوباسي او د خپلو مصارفو په اړه د هغوی په آګاهي کې زیاتوالی راولي؛ همداسې تر دې وړاندې د خوب په اړه زموږ ترسره شویو څېړنو هم دا موضوع زباد کړې وه چې:
کله خلک له خپلو عادي کړنو نه آګاه کېږي، په ډېر احتمال د هغوی د بدلون لپاره له نوښت نه ډکې لارې چارې هم موندلای شي.
۲ـ هالته د ځینو ګرځندویانو د په لوبې اړولو/ Gamification مېتود هم خورا خوښ شوی وو؛ مثلا:
یو څوک هڅه کوي، د حمام کولو د وخت په راکمولو کې خپل شخصي ریکارډ مات کړي او یا… .
۳ـ د استوګنې لابراتوار:
ددغې څېړنې لپاره موږ د سوري پوهنتون د لیلیې اتاقونو په حمامونو کې سېنسرونه هم نصب کړل، تر څو هالته د محصلانو د اوبو د مصرف اړوند فردي چلند بیا بیا پرې تعقیب او دا وګورو چې:
آیا د اتاقونو ترمېنځ ساختماني توپیرونه؛ د بېلګې په توګه: د اوبو فشار او… د اوبو پر مصرفولو اغېز لري او که نه؟
لکه څرنګه چې COM- B ماډل کې ویلي شوي، چې د یوه چلند د بدلون لپاره باید لومړی هغه درک کړلی شي؛ نو ځکه ددغه لابراتوار په مرسته موږ وکولای شوای چې:
د اوبو اړوند چلند په نامحسوس ډول ثبت او د مصرف د څرنګوالي او لاملونو په اړه یې نوې نوې خبرې ترلاسه کړلی شو او… .
د اوبو بحران بېړني اقدام ته اړتیا لري او لکه چې زباد شوه، اروا پوهنه دغه مهال کلیدي رول لوبوي؛ ځکه د اوبو د مصرفولو لوري ته پام اړونه، د خودکاره/ عادتي چلندونو بدلون او د انګېزې ځواکمنتیا هغه لاملونه دي، چې له خلکو سره مرسته کوي ددغې حیاتي سرچینې د سپما اړوند نوي عادتونه خپل کړي؛
ځینې ساده کړنې؛ د بېلګې په توګه: په حمامونو کې د ټایمرونو نصبول کولای شي، ځینې مانا لرونکي بدلونونه رامېنځته کړي؛ خو د دوامدار اغېز لپاره باید دا ډول لید په افرادو سربېره د هغوی د ټولې کورنۍ او ټولنې او یا د اوبو د هر ډول مصرف اړوند پراخ کړلی شي…؛ موږ غواړو، خلک د یوې بېلې کړنې په ترسراوي سره د اوبو د دوامداره تامین لپاره یو حیاتي ګام اوچت کړي؛ ځکه کله چې کوچني بدلونونه په میلیونونو کورونو کې تکرار کړلي شي، لوی توپیرونه ایجادولای شي.
https://af.dawatmedia24.com/?p=177342#
Comments are closed.