نوې څېړنې ښیي چې:
((د آلمانیانو د آلماریو له دریو نه دوه برخو جامو نه په خورا ندرت او یا کله هم ترې ګټه نه اخیستله کېږي او د څېړونکو په باور یې دې چارې د ژوند چاپېریال ته خورا لویه ستونزه (د ۸۵۰ ټنه کاربن ډای اکساید تولید) پېښه کړې؛ دوی زیاتوي:
هر آلمانی په منځنۍ توګه د کال ۶۰ جوړې جامې اخلي او له دغو پېرلو شویو هغو نه یې یوازې ۲۰ کاروي.))
که څه هم هلته دا اصراف او چاپېریالي ککړتیا د موډ د چټک بدلون یا Fast- Fashion له امله ده، خو که ځیر شو:
نو افغانستان کې د ژوند له ډېرو وړوکو امکاناتو او لذتونو نه د محرومیت د یو لوی پیغام بوی ترې لټېږي؛ د اختر ورځو کې د جامو د رنګ اړوند بحث وو، یو چا وویل:
((سپینې جامې خو دلته منې که ساتلې کېږي، هسې دې کولې؟
ځواب ورکړل شو:
سپینې جامې مې بېخي لرلې نه، ما وېل ته راځه یو جوړ دا هم جوړې کړه!))
د دواړو عمر خوا او شا دېرش کالونه وو، فکر مې وکړ چې:
طبعاً، دغه دویم ترې دا دری ـ څلور کالونه سپینې جامې نه دې پېرلې؛ ځکه افغانستان کې معمولاً خلک جوړې شوې جامې آن تر پینځو کالونو پورې اغوندي.
له اقتصادي درکه که وکتل شي:
نو کله چې دویمي کس وایي: سپینې جامې مې نه لرلې!، د نوموړي د اقتصادي محدودیت ښکارندویي کوي او دا یا فقر یا کم درآمد دی؛ ده وړاندې تر دې هغومره انتخابونه (امکانات) نه درلودل، چې کومې ځانکړې جامې وپېري؛ اوس چې د جامو جوړولو یوه عامه موقع په لاس ورغلې، غواړي هم له خلکو سره د یو ډول را څرګندېدلو، هم د یوې ورځې جامې موندلو او هم خپلې هیلې او ذوق ته ځواب ورکولی شي؛
چېرې مې لوستي وو چې:
((د ډېریو اسلامي هېوادونو یوه ستونزه داده چې ټولنیزې، اقتصادي او ګڼې نورې مسئلې هم په شخصي فقه کې راخلاصه کوي؛ د بېلګې په توګه:
اسلام موږ ته لارښوونه کوي، چې مصارف مه کوئ؛ ومو منله؛ خو که فرض کړئ موږ و تاسو په کال او یا دوو کالونو کې د ځان لپاره یوه جوړه جامې وپېرو؛ نو د فابریکو تولیدات به کومې کچې ته راټیټ شي؟ کارخونې به څومره کارکوونکو ته دندې ورکړي؟ بازار موندونکي به یې څومره وي؟ د ټوکرونو او ټوکر ګنډونکو هټۍ به بیا هم په بازارونو کې لکه اوس هغومره وي؟ او… ؛
که مصارف ډېرېږي، نو په دې مانا چې عایدات هم شته او لکه په لومړیو کې چې مو وویل که موږ په لوی لاس د دومره ډېرو انسانانو د روزي ګټلو وسیلې او… له مېنځه وړو، نو رښتیا به هم مصارف راکم، خو بېکاري، او… به ورسره ډېرېږي؛
نو آیا لکه د آلمانیانو غوندې نه، بلکې د خپل ځان او خلکو لپاره به په دغسې حالت کې د عایداتو ډېرېدل او یا کمېدل او همدارنګه اصراف کول او یا نه کول ښه وي که نه؟))
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.