نن د اګست د میاشتی پنځلسمه ده، دمتحده ایالاتو جمهور رییس دونالډ ټرمپ او دروسی جمهور رییس ولادیمیر پوټین د امریکا دالاسکا ایالت مرکز انکریج ښار کی د روسی او اوکراین تر منځ د جګړی دحل لپاره مجلس ته کیښناستل چه ددی جګړی د ختمیدو او د دواړو هیوادونو د دایمی صلحی دحل لپاره لاره هواره کړی، لومړۍ پوښته داده چی ددی جګړی له امله په پوټین باندی بهرنیو هیوادونو ته په اصطلاح د ملګرو ملتونو لخوا چی په حقیقت کی باید ورته د امریکا د متحده ایالاتو ملګرې ملتونه وویل شی د سفر بندیز لګول شوی وو، خو ددغه ټولو سفری قیوداتو سره سره پوټین ته امریکا ته د راتلو بلنه ورکړل شوه، دیته وایی زور قالب ندارد. که چیری داسی سفری قیودات دبل کوم غریب هیواد په رهبرولګول شی هیڅکله به ورته د سفر اجازه ورنکړل شی، چی ژوندی مثال یی دافغانستان دباندنیو چارو وزیر امیرخان متقی وو، یو څو ورځې مخکی متقی غوښتل چی اسلام اباد ته په سفر لاړ شی دکابل په هوای ډګرکی ورته وویل شول چی تاسو یعنی متقی په اصطلاح د ملګرو ملتونو دحکم په اساس خارج ته دسفراجازه نلرۍ، عجب دنیا وعجب قانون په اصطلاح یک بام و دو هوا.
له بله طرفه داسراییلو ډراکوله او خون اشام صدراعظم نتنیاهو چی دنام نهاده جنای جرمنو محکمی لخوا چی دهالینډ دهاګ په ښار کی مؤقعیت لری خارجی ملکونو ته دسفر قیودات وضع شول، خو دا ټول یواځی په کاغذ لیکل شویدې اوپه عمل کی هیڅ او بی معنی شی دی او بس. په اصطلاح قانون یواځی په کمزورو تطبیقیږی، نه په هغه رهبرانو اوجنګی جنایتکارانو چی زور او نظامی طاقت لری.
آمریکا اواروپای هیوادونو روسیه او ولادیمیر پوټین په اوکراین کی په ټول وژنه یعنی Genocide)) متهم کړیدی. خو د اسرایلو په بربریت او ټول وژنه چی په غزه او فلسطین کی هره ورځ جنګی جنایات تر سره کیږی ټولی نړۍ حتی دعربو خاینو او بزدله هیوادونو رهبرانو په مطلق ډول سترګې پټې کړیدې، دیته وایی عدالت.
دا ښکاره خبره ده چی یهودان اوعیسویان په ځینو مسایلو کی اختلاف لری خو کله چی خبره اسلام ته شی بیا داسلام په مقابل کی واحد نظر اومتحد شی. یعنی سپې خپلو کی دوشمنان خو فقیر ته یو شی.
August 15, 2025
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
 Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.