طالبان په ارګ کی

لیکونکۍ او راټولونکي: محمدربی آماج

92

Major general Chris Donahue طالبان په ارګ کی

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه طالبان د افغانانو او نړیوالی ټولنی له هیښتیا سره د هیواد پلازمینی د کابل په ښار ننوتل او د چارو واګی یی په لاس کی ونیولی.د دولت ټول جګپوړی چارواکی له هیواده تښتیدلی وو. له دی پیښی یوه ورځ وړاندی د دولت د سیاسی مشرتابه نیږدی ټول غړی د پآکستان د هوایی چلند (پی آی ای) الوتکی پوسیله له هیواده وتلی او هلته د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کی دیره وو.په کابل ښارکی د بی باورۍ وریځی خوری د وسله وال ځواک غړی د سر د امن په پار هری خواته غلی او پټیدل ،د هوایی ډګر شاوخوا د خلکو ګڼه ګوڼه بی اندازی زیاته او فضا یی یوه ثانیه هم له د ډزو له غږ نه په کرار نه وه.پدی لیکنه کی به د طالبانو له دوهم ځلی راتګ نه مخکی حالت، د طالبانو د بیا ځلی راتګ لاملونه او د طالبانو کړنی په لنډه توګه و رازوو.
الف:- دطالبانو له دوهم ځلی راتګ نه مخکی حالت: د ناټو دشل کلن حضور (۲۰۰۱–۲۰۲۱) په موده کې د افغانستان د حکومتولۍ نواقص په څو اساسي کټګوریو وېشل کېدای شي. ډېری یې د ناټو او امریکا د مرستو باوجود حل نه شول او حتی ځینې وختونه د بهرني حضور له امله لا زیات شول. کوم چی په لاندي توګه سپړل کیږی.
د افغانستان د بیا رغونی لپاره د امریکا د خاص څارونکی اداری سیګار SIGAR (Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) د رسمی راپور پحواله امریکا او ناتو هیوادونو د خپل شل کلن حضور په مهال افغانستان کی ټولټال ۲۷۴ میلیارده ډالر داسی لګولی دی:
 امریکا ۲۳۴ میلیارده ډالر(لدی جملی څخه شاوخوا ۱۴۶ میلیارده ډالر د بیا رغونې پروژو (infrastructure), تعلیم، روغتیا، له مخدره توکو سره مبارزی ،حکومتولۍ او۸۸ میلیارده ډالر له ناتو سره په ګډه د امنیتی ځواکونو په بیا رغونه او تجهیزاتو لګولی دی.
 د ناتو نوروغړو هیوادونو لکه جرمنی ،بریتانیا،ایټالیا،فرانسی،سویدن …..او نورو د ۳۰ـ۵۰ میلیارد ډالروپوری لګولی دی .
 هندوستان بیا یوازی د بیا رغونی او بنسټیزو پروژ (د پآرلمان ودانۍ او د سلما بند ….نور) باندی ۲ میلیارد ډالر مصرف کړیدی.
 د (SIPRI)راپور پر بنسټ یوازی امریکا ۷۲.۷ میلیارد ډالر پوځي او امنیتی Military assistance/security) مرسته کړیده .
 همدا راز د پنتاګون په راپورکی چی BBC هم تایید او خپور کړیدی د امریکا ټول مصرف په افغانستان کی ۹۵۵ میلیارد ډالر ښودل شویدۍ.
د دومره لویی پانګونی او پیسو لګولو حاصل څه شۍ وو؟
• موقتي پرمختګ: سړکونه، ښوونځي او روغتونونوجوړول، د ښځو تعلیم، رسنۍ، او د ښارونو په کچه نسبي پرمختګ.
• دوام نه لرونکی امنیت اولړزیدونکۍ سیاسي تیکاو: د طالبانو بېرته راتګ دا څرګنده کړه چې دغه پرمختګونه د محلي ظرفیت، ملي یووالي، او پایداره امنیت پر بنسټ نه وو ولاړ.
د امریکا او ناټو له خوا (یوازې د بیا رغونې او پوځ برخه کی) لګول شوي نږدې ۲۷۴ میلیارد ډالر د اوږدمهاله، دوامداره ټیکاو او بدلون لامل ونه ګرځیدل او د دموکراسی ټولګۍ ټول یومخ ناکام شو.
اوس نو کچیری دغه پورته ذکر شوۍ مبلغ د دوهمی نړیوالی جګړی له پای ته رسیدو وروسته د مارشال پلان له لاری د جرمنی د بیا رغونی له لګول شوی (۱.۴۵ میلیارد ډالر چی د اوسنی نرخ په بنسټ ۱۴.۵ میلیار ډالر کیږی) مبلغ سره پرتله کړو نو په افغانستان کی دنړیوالو مصرف شوی پیسی په جرمنی کی ترهغو ۱۹ ځله زیاتی دی مګرلاسته راوړنی او اغیز یی په افغانستان کی دومره څرګند ندۍ لنډیز یی په لاندی توګه وړاندی کیږی:
۱:- حکومتولی او لاسته راوړني: د اساسی قانون جوړول او تصویب (۲۰۰۴ز).
۲:- د ولسمشرۍ او پارلمان ټاکني چی له فساد سره مل وی.
۳:- د انځوریزو غږیزو،چاپی رسنیو وده او بیان آزادی.
۴:-د روغتیایی چوپړپراختیا او پرمختګ چی ورسره د ژوند د تمی زیاتیدل ( (life expectation له ۵۶-۶۴ کالونو پوری.
۵:- دښځو باورمند کیدل او په افغانی تولنه کی هغوی ته دریځ برابریدل چی له اداری او اخلاقی فساد سره مل وو.
۶:- د ښوونځیواو روغتیایی مرکزونو جوړول چی د زده کوونکو شمیر له ۹۰۰زرو څخه ۹ میلیونو ته لوړ شو، دا ډیره ځلانده لاسته راوړنه وه.
۷:- د سلګونه کیلومترو سرکونو ،پلونو او پولچکونو جوړول او اسفالت کول د هیواد حلقوی سرک پروژی بشپړول.
۸:- د اړیکو په ډګر کی د خصوصی سکتور پیاوړی کول چی د ګرځنده تیلیفون کاروونکو شمیر تر ۲۰ میلیون کسانو ورسید دوهمه لویه لاسته راوړنه.
۹:- له تاجکستان او ازبیکستان څخه هیواد ته د وارداتی بریښنا د مزو غځول : پدی هکله د یادونی اړتیا لیدل کیږی چی یرغلګرو(امریکا او ناتو) به د کاله ۳۰۰میلینو ډالره یوازی د بریښنا قیمت ګاونډیو هیوادونو ته ورکول مګر په دومره پریمانه پیسو کی د بنسټیزوپروژوجوړولوته هیڅ توجه ونشوه .
۱۰:- د (۳۰۰۰۰۰) کسانوپه شمیر وسله والو ځواکونو،پولیسو او استخباراتی څانګو رامنځته کول او پراختیا ورکول چی له پراخ اداری فساد سره مل وو.
۱۱:- ټولټاکنی او د دموکراسۍ تمرین چی په هیواد کی د قومی ،سمتی،ژبنی او مذهبی بیلتانه او ژوری کینی لامل وګرځیدل او د ولس باوریی له لاسه ورکړ.
ستونځي او ناکامۍ
دلته د دی خبر یادول اړین دی چی د طالبانو له سقوط وروسته د بن په کنفرانس کی د سناریوپلی کوونکو لوبغاړو (افغانی اړخ + امریکا او ناتو) طالبان له صحنی څخه ګوښه کړل او په نوی دولت کی یی هیڅ ونډه او ارزښت ورنکړ، اوس دا خبره رسنیزه او ډاګیزه شویده چی له پرځیدو وروسته د طالبانو د سراو اغیزمنو کسانو لکه ملا منصور اختر۲۰۰۱ ، حبیب الله فوځی ۲۰۰۵ له ښاغلی حامد کرزی، ملا عبیدالله اخند۲۰۰۱-۲۰۰۲، یوازی د سرد امن غوښتونکی وو مګر نه یوازی هغه چا ورسره ونه منله بلکه امریکایان یی ورباندی شکمن کړل همدا وو چی دوی بیرته پاکستان ته مخه کړه. همدا د امریکا او ناتو ستراتیژیکه او مرګونی غلطی وخته.اخځلیک: https://www.sigar.mil/Portals/147/Files/Reports/Lessons-Learned/SIGAR-19-58-LL.pdf?utm_source=chatgpt.com
دا ټولو ته تر لمر روښانه ده چی د ۲۰۰۱ کال له یرغل وروسته ان تر ۲۰۰۴ پوری طالبانو کوم پیاوړي خوځښت نه درلود،لاری پرانیستی او تهدیدونه نه وو، مګر له بده مرغه د طالب ځایناستی حکومت او یرغلګرو هیوادونو لدی فرصت نه د ملی پخلاینی او قانون پیاوړی کولو لپاره کار وانخیست. او پځای یی زړی تربګنی،غچ اخیستنی ،توکمپالنی او ژبنی توپیرونو زور واخیست او پښتنومیشتو سیمو کی د سرسړی یی د طالبانو،القاعدی ،داعش…نورو په نومانو نیول او زندانی کول او ډیرۍ وخت یی ګوانتانامو ته استول. په دولتی ادارو کی ژبنی تعصب د ګاونډیانو د نیابتی لاسپوڅو لخوا په پوره ځواک پرمخ روان وو.
– نوۍ دولت دپخوانیوتنظیمی جنګسالارانو څخه جوړووچی د امریکی او ناتو تر سیوری لاندی یی هغه واک او امکانات تر لاسه کړل چی په خوب یی هم نشوای لیدلۍ.د نوی منځته راغلی دولت سیاسی لیډرشیپ ټول هغه کسان ووچی طالبانوله هغوی سره جګړی کړی وی، له هغوی نه یی واک اخیستۍ او شړلی وو، د داسی کسانو واک ته راتګ د ملی پخلاینی پځای د هماغه پخوانیو تنظیمی او زړو تربګنیو او کینه پالنی لامل شول. کوم ژباړندویان چی بهرنیانو ته ورپیژندل شوی وو هغوی ټولو د همدی جنګسالارانو تر اغیز لاندی عمل کولو او بهرنیان هم دهیواد له تاریخ او کلتورسره څرنګه چی د مخکنیو واقیعتونونزاکت اواړتیا وه بلد نه وو، په لومړی سر کی همدا د ډیروغټو او نه جبران کیدونکو غلطیو لامل شول. د امریکا په هکله دا خبره مشهوره ده چی دوی تل ارزانه بریا غواړی. دوی ارزانه بریا د پیسو په مصرف کی لټوله مګرهمدا پالیسی یی په هیواد کی د قومی،ژبنی ،سمتی،مذهبی بیلتانه او پراخ اداری ، مالی فساد سبب شو،په هیواد کی زور واکی اود قدرت جزیری منخته راغلی چی د هیواد مخکنۍ تمامیت یی ګواښلو،د بیلګی په توګه په بلخ ولایت کی د والی د بدلون ستونځه ،کابل کی پارلمانی زور واکی،ننګرهار شمالی …او داسی نور. لدی سره جوخت د قومی ،سیاسی او سیمه ایزو شخړو ژوریدل شروع شول. په ډیرو حالاتو کی پخپله بهرنیان د جنګسالارانود پیاوړی کیدو لامل ګرځیدل او پایله یی دا شوه چی د مرکزی حکومت صلاحیت او د قانون حاکمیت یی ننګولو.
اداری فساد: اداری فساد ناسور په هیواد کی د دولتی اډاني په ټولو پوړیوکی له پاسه مخ په کښته د سرطانی غدی په بڼه خپور شوۍ وو چی پخپله د دولتی جګپوړو چارواکو تر ټولو زیات لاس پکښی وو. غوره بیلګی یی د شیرپور د مځکو غصب او ویش دۍ.بله بیلګه یی پخپله د مخکینی ولسمشر (ښاغلی حامد کرزی) مشهوره وینا ده چی ویل یی: دزدی کنید خو از مملکت بیرون نبرید.پهمدی ترتیب د جرمنی هیواد د کیل پوهنتون د شل کاله په افغانستان کی تر عنوان لاندی کتاب په یوی مقالی کی د(Schwartz and Edris Lutfi,2022*) له قوله داسی لیکل شویدی: . د اداری فساد سره مبارزی عالی اداری د افغان چارواکو وروستنی راټول شوی لاسوندونه د دی خبری ریښتینولی ثابتوی چی د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کال تر لومړیو دریو میاشتو تر منځ یوازی د ۱۳ میاشتو په اوږدو کی د حیرتان بندر له لاری ۸۲۴ میلیونه امریکایی ډالر اوزبکستان ته قاچاق شویدی. که څه هم د افغانستان د ګمرک چارواکو لخوا دا خبر ندی خپور شوۍ مګر د افغان حکومت له پرځیدو وړاندی دغه لاسوند د اوزبکستان د ګمرک چارواکو لخوا د افغانستان دفساد په وړاندی مبارزی اداری چارواکو ته سپارل شوی وو.نوموړی اسناد پدی پورته قاچاق کی د افغانستان دپارلمان پخوانۍ مرستیال «میرزا محمد کټوازۍ» او عطامحمد نورد اصلی لوبغاړو په توګه تورنوی. له بله اړخه پخپله نړیوالی ټولنی د اداری فساد په پراختیا کی لوی لاس درلود دوی (امریکا اوپه افغانستان کی د ناتوښکیل هیوادونه ) چی پخوانی مړژواندی ټوپکیان یی لومړۍ د وسلو په زور د واک په ګدۍ کینول او بیا یی د خپلو مرستو دروازه وانان او ټیکه داران کړل، د هغوی مړی یی چی په جنګی او بشری ضد جنایتونوتورن وو ملی اتلان او د عدالت او سولی شهیدان و نومول او مارشالان یی کړل. له افغانستان څخه ګاونډیانوخپلی نیابتی ډلی (د فاطمیون لوا …) جوړی او په عربی هیوادونو کی د خپلوګټو او موخو لپاره وجنګولی او د همدی نیابتی ډلو د جنایاتو په غبرګون کی دلته په هیواد کی د ننه خاص توکم په نښه کیدومګردهمدی نیابتی ډلی مشرانو بیا خپلی کړنی توجیه او نور توکمونه یی ملامتول داسی پیښی د قومی بیلتانه کیدلی.د دغی ټولو پایله دا شوه چی:
• د Transparency International شاخص کې افغانستان څو کاله پرله‌پسې د نړۍ تر ټولو فاسدو هېوادونو له جملې څخه و، پولیس،محکمی او څارنوالی د فساد ککړو ادارو په سر کی راتلل. د اربکیانو زورزیاتۍ له ولسی خلکو سره،د لویو لاروپه اوږدو کی پځانګړی توګه پښتنی میشت سیمو کی له عام ولسسره د پرتو امنیتی پوستو توپیری چلند د دولت او حکومت حیثیت ته بی کچی زیان ورسولو .د امریکا او ناتو ځواکونو لخوا په ولسی خلکو ړندی بمبارۍ (په اورزګان کی د واده په مراسموبمباری، او د کندهار ولایت د پنجوایی ولسوالۍ د زنګ آباد په کلی کی امریکایی سرتیری سټاف سرجنټ رابرت بېلز (Staff Sergeant Robert Bales) د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۱۱مه نېټه، د شپې شاوخوا په ۳:۰۰ لخوا په کورونو کی ۱۶ ولسی وګړی ووژل. اپه ۲۰۰۹ کی په کندز ولایت کی د تیلوپه یرغمل شویو ټانکرونو د جرمنی هوایی ځواک بمباری چی یوسل اوشل ملکی خلک یی ووژل، همدا راز په کندز ولایت کی د بی پولوډاکترانو په روغتون باندی د امریکایانو بمباری) او د هغو نه پلټل ټول هغه لاملونه وو چی ولس او دولت ترمنځ یی واټن رامنځته کړ.
• د مرستو ډېره برخه د قراردادونو، جعلي پروژو، او “ghost employees” (د وجود نه لرونکو کارکوونکو معاشونه اخیستل) له لارې له منځه تلله.
• د پیسو او منابعو ویش ډېری وخت د شخصي اړیکو او قومي تړاوونو پر بنسټ تر سره کېده، نه د اړتیا یا وړتیا پر اساس.همدا ناروغی بیا د بهرنیانو په قرار دادونو کی هم موجوده وه.
• د SIGAR راپورونو له مخې، د بیا رغونې شاوخوا ۳۰–۴۰٪ پیسې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د فساد، غیر شفاف قراردادونو، او د ناقصو پروژو له لارې له منځه ولاړې.دلته دا هم د یادولو وړ ده چی په ډیرو غټومالی فسادونوکی پخپله بهرنیانو ښکیل وو.
• ډېرې پروژې نیمګړې پاتې شوې یا د جوړېدو وروسته بې ساتنې پاتې شوې (سړکونه ویجاړ شول، فابریکې وتړل شوې). د افغان حکومت کلنی عاید د هیوادنۍ بودیجې یوازې کوچنۍ برخه پوره کوله، له بهرنیو مرستو پرته اقتصادي سیستم کمزوری او بی سیکه وو،او افغانستان په بشپړه توګه یو مصرفی هیواد ګرځیدلۍ وو.
• اقتصادي وده تر ډېره د بهرنیو پیسو پرترزیق تکیه وه، نه پر داخلي تولید.
د وتلو لاملونه
1. د جګړې اوږدېدل او لګښتونه
o جګړه شاوخوا ۲۰ کاله روانه وه. د امریکا لپاره یې د زرګونو سرتېرو په مړینه ،ټپی کیدلو او نیږدی یو ټریلیون ډالره لګښت درلود.داسی راپورونه او مستندات شته دی چي قرار دادی امنیتی کمپنیو او بهرنیو پوځیانوبه طالبانو ته پیسی ورکولی او له هغوی سره یی لاره لرله.همدی رازپه لیری پرتو سیمو کی د پروژو پلی کوونکو به له طالبانو سره اړیکی جوړولی د پروژو نظارت او څارنه به نه کیدله او همدا د فساد لوی لامل وو.
o له بلی خوا د طالبانو جګړه ایزه وړتیا زیاته شوی وه، دوی د IED (لاس جوړو چاودېدونکو وسیلواو ساده تکنالوژۍ لکه د موباییل تیلیفون موښلول د زیړو ۲۰ لیتره بوشکو سره، د نایتروجن لرونکی کیمیاوی سری نه د وسایطو، پل او پلچک الوزول ورانکارو کړنو) مهارتونه زده کړی ول، چې ائتلافي ځواکونو ته ډېر مرګونی تمامیدل.
o همدا رازطالبانو په کوربه هیواد پاکستان کی د تنکیو ځوانانو مغزمینځل او ځانمرګی بریدونو ته تیارولو تکتیک د دینی مدرسو له لاری پراخ کړی وو او زیات شمیر ځانمرګی یی لرل.چی د دوی پوسیله یی ډیر پیچلی غلچکی بریدونه کول: لکه د امریکا په سفارت دری ورځنی برید، د کابل د کانتنینتال هوټل، د جرمنی د سفارت په څلور لاری او په خوست کی د امریکایانو په بیس باندی حملی یی غوره بیلګی دی.
o پورته ذکر شویولاملونو د دولت موثریت ترسوال لاندی راوستلۍ وو،د عام ولس، دولت او دیره بهرنیو ځواکونو تر منځ یی د بی باوری خلیج جوړ کړی وو.
o د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي او ولسي فشار ډېر شوی وځکه دا د امریکاپه تاریخ کی تر ټولو اوږده او بی ګټی جګړه وه.
o او په پای کی امریکا اود ناتو راغلی هیوادونه دی پایلی ته ورسیدل چی په افغانستان کی د دوی وړاندی شوي دموکراسی ماډل بی پایلی دۍ.دلته یی څو بیلګی راوړو.
د ۲۰۲۲ ز کال په می میاشت کی د جرمنی هیواد په پارلمانی غونډه کی د AFD فرکسیون څخه یوه غړی (رینی شپرینګر) وویل چی: آلمان په افغانستان کی د ټیکاو راوستلو اویوه مشروع«قانونی» فعال دیموکراتیک دولت په جوړولو کی په بشپړه توګه پاتی راغلۍ وو. دا ځکه چی د افغانانو په اند آلمان په افغانستان کی یو ازادی بښونکۍ جنګیالۍ نه بلکه په حقیقت کی نیواکګر وو کوم چی غوښتل یی د غربی نړۍ ارزښتونه په داسی یوه هیواد کی پلی کړی چی له ډیرو اړخونوله غربی نړۍ سره توپیر لری (فینیکس، ۲۰۲۲).
o د ۲۰۰۱ کال د نومبرپه میاشت کی د جرمنی هیواد د بُن کنفرانس د پرانیست غونډي په ترځ کی د هغه مهال بهرنیو چارو فدرالی وزیر (یوشکا فیشر) د آلمان راتلونکی ژمنه «چی تمرکزبه یی د پوهنی،اداری اصلاحاتو او ښځوپه پیاوړتیا باندی وو» بیا تازه کړه . نیږدی یو کال وروسته ،دسمبر ۲۰۰۲ سیاسی انګیرنی (روایت) وسکښتل شواو تر ډیره بریده د امنیتی اندیښنو په شاوخوا را وڅرخید،د آلمان د دفاع وزیر(پیترستروک) د دغه هیواد په بوندستاګ (پارلمان) کی استدلال وکړ چی د هندوکش په غرونو کی د سختدریځو اسلام پالو سره مبارزه د آلمان د امنیت ضمانت کولۍ شي (بوندستاګ،۲۰۰۲).پداسی حال کی چی په ۲۰۰۱کال کی د دوی (امریکا+ناتو) اصلی موخه القاعده وه نه طالبان.
o په ۲۰۱۱ ز کال کی سره له چی د ټول هیواد په کچه امنیت خراب شوۍ ووخو بیا هم د بُن د دوهم کنفرانس په ترځ کی دآلمان هیواد لومړۍ وزیرې «انګیلا میرکل» لخوا افغانانو ته د امنیتی چارو په سپارلو تینګار وشو( Bundeskanzeler,2011 لومړۍ وزیره ۲۰۱۱).
o په ۲۰۱۳ کال کی ډیرزیات باور پدی باندی وو چی د طالبانو لپاره د یوه سیاسی دفتر پرانستل به د سولی مذاکری پیاوړی او په افغانستان کی به د ټیکاولامل شی.
o په ۲۰۱۵ کال کی آلمان له افغانستان څخه د خپل ملا تړ په دوام ټینګاروکړ،مګرد ځواکونو وتل یی د هیواد په راتلونکی باندی د ډاډ د نه شتون لامل وګرځیدل (طلوع نیوز،۲۰۱۵).
o د ۱۰۱۶ کال په اوږدوکی د سولی په خبرو کی د پاکستان په رول ټینګاروشواوآلمان له افغانستان سره د زیاتو مرستو ژمنه وکړه (طلوع نیوز،۲۰۱۶).
وروسته بیا دا خوشباوری موجوده وه چی افغان وسله وال ځواکونه به د طالبانو په وړاندی مقاومت وکړی.
د هیواد په کچه لدی ټولوناکراریو او (امریکا+ناتو) له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو له سیګنالونو سره بیا هم د افغانستان جمهوری دولت سیاسی لیډرشیپ د فیل په غوږ کی ویده او په خپل منځی بی ګټی مسلو او کینه پاللو کی ښکیل وو، هیواد یی د ټوټه کیدو او انارشیزم کندی پغاړه درولۍ وو. دوی داسی یی هډو نه انګیرله چی نړیواله ټولنه او سرتیری به یی له افغانستان څخه وځی. له بده مرغه دوی ټول به فساد او تربګنۍ پاللو کی ښکیل وو له ځینو دولتی چارواکو سره یی داسی سوچ هم وو چی ګویا نړیواله ټولنه دوی ته اړتیا لری. همدی خوشباورۍ له دوی نه وخت او فرصت واخیست.
څرنګه چی د ناتو غړو هیوادونومخکینۍ ستراتیژی چی له القاعدی سره د جګړی او په افغانستان کی د سیاسی،ټولنیز او اقتصادی ټیکاو باندی ورټوله وه له یو کال تیریدو وروسته د ماموریت بڼه بدله او د طالبانو پخلاف یی جګړه هم پکښی شامله کړه.دا چی د طالبانو غوښنه برخه پښتنوجوړوله نو د اًیتلافی ځواکونو د جګړی ټول زورهم په پښتون میشتو سیمو باندی وو.پښتو کی یو متل دی چی وایی: مځکه هغه سوځی چی اور ورباندی بل وی. د همدی سیمو له خلکو سره کوم چی د جګړی په اور کی سوځیدل په حکومتی اډانه اوغیر پښتون میشتو سیمو کی خواخوږی نه ورسره ښکاره کیدله که څه هم ښاغلی حامد کرزی څو ځلی د ناتو د داسی کړنو په وړاندی غږ پورته کړو مګر په حکومت کی د ننه مافیایی کړیو سمدلاسه په نوموړی باندی د طالبانو د ورور نوم کیښوود.له دی کړنو اونهیلۍ سره طالبانو په ولسی خلکو کی خواخوږی او ځای وموند او پایله یی ټولو د سر په سترګو ولیدله چی نن یی څلورم کال دۍ.
ب:- د طالبانو کړنی او حکومتولی
د دوحی د هوکړی د لاسلیک په درشل کی طالبانو ډیرهڅه کوله چی له ځان څخه نرمه او منځلاری څیره او پریکړوکی یووالۍ اوځانونه مستقل وښيي. د دوحی د هوکړی د لاسلیک نه وروسته د دی ډلی په استازولۍ مولوی عبدالکبیرد رسنیو مخی ته را څرګند خپله کړنلاره یی وویله اود ژورنالیستانو سوالو ته یی ځواب وویلو. د همدی خبری ناستی په ترځ کی نوموړی د ښځو د کاراو زده کړو ننګه او ملاتړ وکړو،د ښی او ټولګډونه حکومتولۍ خبره یی وکړه. اوس به راشو دیته چی د طالبانوپه راتګ سره کوم سم او کوم نا سم کارونه شویدی البته پدی هکله د اندونو ویش ډیرترسترګو کیږی :
لومړۍ: د طالبانو سم کارونه
 تر ټولو د مخه د جګړی ختم او امنیت راوستل د طالبانو د واکمنۍ لویه لاسته راوړنه ده، اګر چه طالبان پخپله د جګړی یو لورۍ وو مګر ډیرو دا هیر کړی وو چی افغانستان د ملګرو ملتونو په تعریف کی تر ډیره یو اشغال شوۍ هیواد یادیدو په افغانستان کی ناتو د یوه کال په تیریدو سره د خپل اعلان او تعریف شوی ماموریت نه منحرف شوه او طالبان یی هم د خپلو جګړه ایزوموخو په لیست کی راوستل پداسی حال کی چی طالبان افغانان وه او باید په واک کی برخه ورکړل شوی وۍ.
 په هیواد کی د قدرت دجزیرو او زور واکۍ ختمول: دا یو ډیر لوی کاروو،ځکه چی پخوانی جنګسالاران اوس دومره بډای او ځواکمن شوی وو چی مرکزی حکومت او قانون یی ننګولو. د طالبانو په راتګ سره دی ډلو ټپلوله هیواده پښی سپکی کړی او د هیواد یو موټیتوب بشپړاو ډاډمن شو،نورنو کوم چا دشهید د روځی لمانځلوپه پلمه د وسلی او قدرت نمایش نشوای کولۍ.د قومی ،سمتی،ژبنی او توکمیزتعصب خبری ورکی شوی. د وسله‌ والو ډلو او غیر مسؤلو کسانو له لوري د لارې بندونې او زورواکي ورکی شوې، ورسره د مسافرو او سوداګرو تګ راتګ خوندي شو.
 دقانو یوشان پلی کول: هغه ټولنه چی نیږدی پنځه لسیزی په کی جنګ،وژنی، ورانۍ،لوټ تالان، خپلسری او بالاخره مطلق انارشیزم روان وو او دری نسلونه یی پهمدی چاپیریال کی لوی شویدی چی د قانون څخه سرغړونه ورته نارینتوب او ویاړ ښکاری،پداسی ټولنه کی د قانون یوشان پلی کول د زیاتوننګونو ډک کار دۍ، طالبانود ځینو نیمګړتیاوو سره دا کار کړیدۍ چی د عام ولس له ستاینی سره مخ شویدی.
 د مخدره موادو په کر کیله بندیز
په ډېرو ولایتونو کې د کوکنارو کرکیله بنده شوه ځینې راپورونه وايي چې د تولید کچه ښکته شوې، که څه هم د دې پالیسۍ اقتصادي اغېزې بیله موضوع ده.
 د فساد پر ضد سخت دریځ
د مخکنۍ ادارې په پرتله د اداري فساد د کمولو هڅې (لږ تر لږه په ځینو برخو کې) د خلکو لخوا ستایل شوې.
 دعدلي قضیو چټکه حل لاره
د طالبانو شرعی محکمې د ۳ میلیون جریبه غصب شوی دولتی مځکو تثبیت او بیرته را ګرځولو کی اغیزمن کار کړیدی، په ځینو سیمو کې د خلکو د شخصي شخړو او ملکیتي ستونزو د حل لپاره ژر پرېکړې کوي، که څه هم په پرېکړو کی د نیاو په اړه د نظرونو اختلاف شته.
 د لویو بنسټیزو پروژو پلی کول چی د هیواد په ښیرازۍ او کاری فرصتونو په منځته راتلو کی رول لری لکه: د قوشتیپی کانال، دشمالی افغانستان د اومو تیلو قرار اداد او راایستل، د اصلی او فرعی سرکونو جوړول چی هیواد په تجارتی څلور لاری بدلولۍ شی.او په ښارونو کی د پلانونو پلی کول د خلکو له ستاینی سره مخ شویدی.
 د انفلاسیون کنترول: د جمهوری دولت په سقوط سره دا ویره موجوده وه چی د هیواد پولی واحد(افغانۍ) به ارزښت له لاسه ورکړی ځکه چی دولتی بانکونه تش وو او امریکا د افغانستان شتمنی کنګل کړه مګر بیا هم دوی وکولۍ شوي د افغانۍ ارزښت ثابت او له لویدو څخه وساتی اګر چی عام ولس ته کړاو پکښی وو.

د طالبانو ناسمی کړنی:
طالبانود خپلی ځانګړی ایډیالوژۍ او لید لوری سره په واک باندی ولکه وکړه . دوی خپل حکومت د ااا (د افغانستان اسلامی امارت) پنامه یادوی، د دوی حکومتولی له اسلامی حنفی فقهی تعبیر،افغانی دود – دستورپه تیره بیا د جنوب لویدیځ تیر پيير نیشنلیستی غرورڅخه ترکیب شویده. پداسی حال کی چی افغانستان یوګڼ توکمه هیواد دۍ او ۱۳ راجستر شوی قومونه پکښی میشت دی. پهمدی توګه د حنفی فقهی د لارویانو تر څنګ نیږدی ۱۰سلنه د جعفری فقهی لارویان هم دلته اوسیږی. ډیری د هندو باوره افغانان دلته له پیړیو راهسی استوګن او د هیواد تابعیت لری. د دی مځکنیو واقعیتونو په نظر کی نیولو سره د طالبانو ناسمی کړنی لاندی په لنډیز سره لیکل کیږی:
1- د ښځو د حقونو محدودیتونه او ټولنی ګوښي کول لکه:
 د نجونو د منځني او لوړو زده کړو بندول.
 په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو اړوند د ډېرو کاري فرصتونو له منځه وړل.
 د ښځو د عامه ژوند او ازاد تګ راتګ سخت محدودول.
پدی هکله دا اړینه بریښی چی وویل شی د سرشمیرنی د ملی اداری پحواله ښخی د افغانی ټولنی ۴۹٪ سلنه جوړوی، له بله اړخه د تیرو پنځو لسیزو جګړو د نورو ناخوالو تر څنګ په هېواد کې له ۵۰۰,۰۰۰ څخه ډېرې کونډې ژوند کوي، چې نیږدی ټولی یې د جګړو قربانۍ دي. د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په حواله له دې پورته ذکرشوی شمیر څخه ۷۰,۰۰۰ کونډې د خپلې کورنۍ اصلي نفقه ګټونکی ګڼل کېږي . اخځلیک:طلوع نیوز
 The New Humanitarianسرچینه لیکي: په افغانستان کی د کونډوشمېر د ۱.۵ میلیون څخه ډېرې دۍ.
 همدا رازدecoi.netNew Sec راپور په بنسټ په افغانستان کې د ۲ میلیون یا حتی تر ۲.۵ میلیون پورې کونډو یادونه کوي. د UN World Food Programm ۲۰۲۲ (جنوري) راپور ښيي د هغو کورنیو شمیرچې ښځی یی سرپرستی او پالنه کوی کچه یی شاوخوا ۴٪ ته رسېدلې ده. اخځلیک: afghanistanpeacecampaign.orginkl .
 د دیموګرافی څیړنی له مخی په افغانستان کی د کورنۍ منځنۍ کچه ۸ کسان دی پدی توګه نیږدی د۵۶۰۰۰۰ کسانو نفقه د ښخو پغاړه ده.
لدی پورته شمیرو د ستونځی اهمیت له ورایه څرګندیږی. مګر له بده مرغه طالبان دی او دیته ورته نورو ستونځو ته د ۱۴۰۰ کالو مخکی شرایطو له کړکی ګوری. د سرتمبګۍ له مخی له ولس سره په ډغرو دی ، پخپل سرفتوای ګانی صادروی .دغه پورته ذکر شوی ستونځی له یوی خوا د ولس او حاکم سیستم ترمنځ متنازع فیه مسله جوړوی او له بلی خوا پدی اړه د طالبانو کړنی له شریعت سره په ټکر کی دی. ځکه چی فتوا د زمان،مکان او شرایطو په نظر کی نیولو سره بدلون مومی مګر دوی دا اصل په نظر کی نیسی. دلته به د شیخ قرضاوی خبری را واخلو.نوموړۍ وایی:
– د اسلام له مهمو او تلپاتی ځانګړنو څخه یوه هم د دود – دستور،مکان او زمان له کبله د فتوای تغیردی. همدا راز د مجلته الاحکام (چی په اسلامی نړۍ کی د مدنی قانون پتوګه پیژندل کیږی) په ۳۹ماده کی یی داسی راغلی دی: د اسلامی شریعت احکام د زمان په تغیر سره منتفی ندی یانی تغیر خوړلۍ شی. دا ډیره اوږده څیړنه غواړی دلته به د سورت النساً ۵۹ آیتپه راوړلو بسنه وکړو پدی آیت کی الله ج فرمایی: — یایهالذین امنواطیعوالله و اطیعو الرسول و اولی الامر منکم،فان تنازعتم فی شیي فردو الی الله والرسول ان کنتم تومنون بالله والیوم الاخر ذالک خیر و احسن تاویلا.ط
ژباړه : ای د ایمان څښتنانو د الله اورسول اطاعت وکړۍ او په تاسو باندی چی حاکم دی د هغه هم، او کچیری په یوه شی باندی منازعه (اختلاف د نظر) لرۍ نو الله او رسول ته مراجعه وکړۍ، کچیری تاسو په الله ، رسول او د اخرت په ورځ ایمان لری نو دا ستاسو لپاره ښه ده.
 څرنګه چی لدی ستونځی څخه اختلاف او نارضایتی را ټوکیدلۍ ده نو دلته له حاکم نه د پریکړی صلاحیت ا خیستل شویدۍ.یوازی د الله ج او رسول ص پریکړه د تطبیق وړده، الله او رسول د ښځو د زده کړی او کار په اړه هیڅ بندیز ندی لګولۍ. بناپر دی د موجوده حاکم پریکړه د الله له امر او حکم څخه چی فرض دۍ څرګنده سرغړونه ده.
د نجونو د زده کړو بندول له یوی خوا د اسلام له اصولو نه څرګنده سرغړونه ده او له بله اړخه د ولس او حاکم تر منځ اختلافی او متنازع فیه مسله ده اوعین حکم دلته هم دۍ. پدی اړه سورت الرحمن ۳۳ آیت پدی مضمون راغلۍ دۍ: یمعشرالجن والانس ان استطعتم ان تنفذو من اقطارالسموات والارض فانفذو لاتنفذون الا بالسلطن.ط
ژباړه: ای د پیرانانو او انسانانوټولیه! کچیری مو وس رسی د آسمانونو او ځمکی له څندو ووزۍ ، نو ووزۍ، تاسو نشۍ وتلۍ مګرپه ځواک سره .یعنی بی له ځواکمن کیدو وتلۍ نشۍ. دلته الله خپل مخلوق ننګولۍ دۍ چی ځواکمن شی اود ځواکمن کیدو یوازینۍ لاره علم دۍ.
۲. د بیان او رسنیو ازادۍ محدودول: د رسنیو د سانسور زیاتوالی.د خبرالانو ځورول نیولاو د مخالفو غږونوخفه کول.د عام ولس د نیوکو او انتقاد پر وړاندې سخت چلند.،ډارول او ګواښل.
پدی اړه همدا آیت شریف کفایت کوی چی مسلمان حاکم د خپل رعیت په وړاندی د الله ج دا حکم پلۍ کړی سورت آل عمران،ایت ۱۳۴: والکاظمین الغیظ والعافین عن الناس.ط ژباړه غوسه په سړه سینه تیروی یعنې غوسه په زړۀ کې نه ساتي، بلکې د خلکو تېروتنې او خطاګانې په رښتیا سره بښي.
پدی مضمون باندی حدیث شریف هم راغلۍ دۍ.حدیث : “قوي انسان هغه نه دی چې په جګړه کې نورو ته ماتې ورکوي، بلکې قوي هغه څوک دی چې د غوسې پر وخت ځان قابو کړي.”
(بخاري او مسلم) او بل صحیح او محسن صحیح حدیث داسی راغلۍ دۍ:
أفضلُ الجهادِ كلمةُ عدلٍ عند سلطانٍ جائرٍ
ژباړه:تر ټولو غوره جهاد د ظالم واکمن (حاکم) په وړاندې د حق خبره کول دي. اخځلیک:
(ابو داودکتاب الاملاحم ۴۳۴۴، جامع الترمذي۲۱۷۴، سنن ابن ماجه۴۰۱۱،نسایی(السنن الکبری،مسند احمد).
د دی ټولو مانا دا ده چی مسلمانان باید د خپلو حاکمانوناروا او غلطی کړنی نقد کړی او مسلمان حاکم شرعی مسولیت لری چی د ولس غږ او نیوکو ته غوږ ونیسی اوپخپلو کړنوکی اصلاح راولی.
۳. د ټولشموله حکومت نشتوالی
• د طالبانو د حکومتولی اوسنۍ بڼه تر ډیره توتالیتار یعنی ټولواکی ده. دوی د خپلی ډلی نه پرته نورو خلکو ته په واک کی برخه نه ورکوی او نه ورسره مشوره کوی.
نیږدی ټولی هیوادنۍ پریکړی د یوې کوچنۍ ډلې په لاس کې ورټولی دی او د ولس له مشوری پرته یی پخپل سر کوی.د دوی داسی کړنی بیا د الله ج له دی حکم څخه سرغړونه ده: سورت شورای آیت ۳۸: وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ
• ژباړه: «او هغو (مؤمنانو) چې د خپل رب دعوت منلی، لمونځونه کوي، او په کارونوکی د دوی تر منځ مشوره کېږي، او له هغه څه چې موږ ورکړي، خرڅوي.
همدا راز له أبي هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی: ما رأيتُ أحدًا قط كان أكثر مشورةً لأصحابه من رسول الله ﷺ . ژباړه: «ما هېڅوک داسې نه دي لیدلي چې له خپلو اصحابو سره یې د رسول الله ﷺ په شان ډېر مشورې کړې وي.» (امام ترمذي، سنن الترمذي 1714 – حسن)
• ابوبکر صدیق رضي الله عنه وایي: «وشاورتكم في الأمر الذي نزل بي».ژباړه: یعنې د امت مهمو چارو کې به تل مشوره کېدله (طبري، تفسير).
د نړیوال ګوښه توب ستونزه
د نړۍ ډېری هېوادونه له بشری حقونو څخه د سرغړونی او له ولس سره د سختی رویی له کبله د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او پیسي یی هم کنګل دی چی د طالب چارواکو زور هم نه ورباندی رسیږی. همدا یی د بهرنیو مرستو کمېدلو لامل دۍ، چې بیعه یی عام ولس د لوږی، خوارځواکۍ او روغتیایی اسانتیاوو په بڼه پریکوی.
د عدلي او قانوني پروسې کمزوري
د رڼو او عادلانه محاکمو نشتوالی، د عدلی پړاو نشتوالۍ او په قضایی پړاوونو کې د بشري حقونو د خوندیتوب نه رعایت.چی د دوی دا کړنه د الله ج لدی حکم څخه څرګنده سرغړونه ده: سورت النساً آیت ۵۸: و اذا حکمتم بین الناس فاحکم بالعدل.ژباړه: او کله چی د خلکو په مابین کی پریکړه کوۍ نو په نیاو(عدل) سره پریکړه وکړۍ.
نیاو او عدل هغه وخت پوره کیږی چی څارنوال،قاضی ، مدافع وکیل ،شاهدان او دقضیی مادی او معنوی اسباب ټول موجود وی، متهم(تومتی)، متضرر دواړه حاضر او په محکمه یی قناعت حاصل وی.
• د امربالمعروف و نهی عن المنکرقانون: تردی نامه لاندی د اسلامی قانون له آدرس نه د خلکو په شخصی حریم او ازادیو باندی تیرۍ کیږی، د انسانانو هتک حرمت (سپکاوۍ) او غرور ته زیان رسی او دا بیا د اسلام سپارښتنی ندی. راخۍ دا مسله د قران شریف له آدرس نه وڅیړو: سورت الحجرات آیت ۱۲:یالهاالذین امنو اجتنبو کثیرا من الظن ان بعض الظن اثم،ولا تجسسوولایغتب بعضکم بعضا ایحب احدکم ان یاًکل لحم اخیه میتاُ فکرهتموه و تقواالله ان الله تواب رحیم.ص.
ژباړه: ای د ایمان والوله ډیرګومان کولو څخه پرهیز وکړۍ ځکه چی ځنی ګومان کول ګناه ده او یود بل پټ رازونه مه پلټۍ او مه د چا غیبت کوی،آیا له تاسو څخه به کوم څوک دا خوښ کړی چی د خپل مړشوی ورورغوښي وخوری ، لدی نه تاسو حتما کرکه کوۍ آو له خدای څخه په زړه کی وډار شۍ، بیشکه چی خدای قبلوونکۍ او مهربان دۍ.
پدی ایت شریف کی تجسس د یو مسلمان د عزت، حریم او شخصي ژوند د نقض معنا لري.
• د کورونو حریم سورت نور،آیت ۲۷: يا أيها الذين آمنوا لا تدخلوا بيوتًا غير بيوتكم حتى تستأنسوا وتسلموا على أهلها”
ژباړه: اې هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی! د نورو خلکو کورونو ته مه ننوزئ، پرته له دې چې اجازه واخلئ او د کور د خاوندانو سره سلام وکړئ. دا (کار) ستاسو لپاره غوره دی، ښايي چې تاسې نصیحت ومنئ. اویا هم : فإن قيل لكم ارجعوا فارجعوا هو أزكى لكم” (النور: 28. ژباړه: او که درته وویل شي چې بېرته ستانه شئ، نو تاسو مکلف یاست چې بیرته ولاړ شئ.
حدیث :مسلمان د مسلمان ورور دی، مه ظلم ورباندی کوي، مه یې رسوا کوي، مه یی بې‌عزتي کوي.”(مسلم) . یعنې د یوه انسان شخصي رازونو افشا کول یا د هغه عزت ترپښو لاندی کول حرام دي.
• د فقهی اصول: فقهاوو ویلي دي:د مسلمان مال، ځان، عزت او کور د ساتنې حکم لري.
د شخصي رازونو افشا کول او د هغه حریم ته ننوتل د “حرام” حکم لري، پرته له دې چې هغه د ټولنېزامنیت ته ښکاره تاوان وي.
عامه نظم (مثلا د جرم مخنیوی) او قانوني شواهد کېدای شي استثناء وي، خو دا هم یوازې د قاضي یا مسوول چارواکي په اجازه، نه د هر چا په خوښه.
• د حکومتولۍ اړوند اسلامی سپارښتنی
په ټوله نړۍ کی دا اصول دی چی کارونه اهل او وړ کسانو ته سپارل کیږی چی دی کړنی ته ښایسته سالاری وایی: اسلام همداسی حکم کوی:سورت النساٍ ایت ۵۸: ان الله یاُمرکم ان تودو الامنت الی اهلها و اذا حکمتم بین الناس ان تحکمو بالعدل، ان الله نعما یعظکم به ،ان الله کان سمیعا بصیرا.ص:
ژباړه: “بېشکه الله تاسې ته امر کوي چې امانتونه د هغوی خاوندانو(اهل/ وړ) ته وسپارئ؛ او کله چې د خلکو ترمنځ پریکړه کوئ، په انصاف پریکړه وکړئ. بېشکه الله ډېر ښه نصیحت درکوي. بېشکه الله (د هر څه) اورېدونکی او (د هر څه) لېدونکی دی.” دلته د امانت مانا یوازی فزیکی څیز ندی بلکه مسلکی چوکی هم دی چی باید وړ کسانو ته وسپارل شی. مګر طالبانو پهمدی ټولو باند دشرعی د حکم خلاف ولکه کړیده. او دا بیا دالله له حکم/ امر څخه څرګنده سرغړونه ده.
ولس ته په ورکړل شویو وعدو باندی وفا او عمل: د طالبانو هغه وعدی چی په دوحه کی یی له امریکا سره د هوکړه لیک نه وروسته له رسنیو سره په ناسته کی د مولوی عبدالکبیر په استازولۍ وشوی مګر نن د هغو عملی بڼه نه ترسترګو کیږی لکه د ښخو کار او تعلیم، د خلکو ګومارل د طالبانو سره د وفادارۍ اوظاهری بڼی (ږیره+لنګوټه) له مخی کیږی نه د مسلک او وړتیا په بنا او داسی نور.پهمدی اړه الله ج د سورت الصف دوهم نومره آیت کی حاکمان داسی مخاطب کوی!
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ﴾ (الصف:
ژباړه: اې مؤمنانو! ولې هغه څه وایاست چې خپله یې نه کوئ؟
 د پای ټکی:
1- طالبان چی د چارو واګی یی په لاس کی دی د ولس په هکله لومړۍ درجه مسولیت لری. د دوی دنده پدی کی نه راټولیږی چی ولس ته د لارو په اوږدو کی دینی احکام تشریح او سپارښتنی ورته وکړی.برعکس د دوی اصلی دنده ولس ته خوندی چاپیریال برابرول چی په هغه کی د فزیکی او روانی خوندیتوب احساس وکړی.دوی باید کاری فرصتونه ایجاد کړی او د ټولنی نیمایی برخه چی ښخی دی له خدای ورکړی خقونو لکه تعلیم،لوړی زده کړی او کارڅخه محرومی نه کړی.
2- طالبان باید له خپل ولس سره زور زیاتۍ ونکړی او د ولس روا غوښتنو ته غوږ ونیسی او مشوره ورسره وکړی.
3- نن ټوله نړۍ او د افغانانو غوڅ اکثریت دی پایلی ته رسیدلۍ دۍ چی هیواد د جنګ توان نلری او نه باید نور دلته جنګونه مسلط شی او طالبان د لومړی درجی مسولینو پتوګه باید هیواد له انزوا څخه راوباسی ، د نړیوالو روا غوښتنی چی د افغان ولس غږهم دی ومنی ،له ولس نه یی واوری او مشوره چی الهی حکم دۍ ورسره وکړی پدی سره به ولس په حاکمیت کی خپل ځان او حاکمان به خپلی کړنی د ولس په هنداره کی وګوری .
4- ولس هم باید خپله ونډه ادا کړی باید سره یو موټۍ شی چی غږ یی پیاوړی او د چارواکو تر غوږونو ورسیږی او خپل برخلیک پخپله وټاکی لکه الله ج چی وایی: سورت الرعد ایت ۱۳: إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوۡمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمۡۗ.
ژباړه: بېشکه الله د یو قوم حالت تر هغی نه بدلوي، تر څو هغه څه چې دوی زړونو کې دي(لید لورۍ)، هغه بدل نه کړي. نن که ولس پټه خوله دۍ یو لامل یی په هیواد کی بی شمیره ستونځی،بیکار او لوږه ده او بله یی د پخوانی حکومتی چارواکو توپیری او تعصب نه ډک چلند دۍ چی هیڅوک نه غواړی هغه بیا تکرار شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.